بې وسه توتکۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7199
محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2006-05-24

کوچنۍ نجلۍ چې زګیروی یې وو پر غوا نوره هم ومښتله تر څو نوره هم د هغې تودوخه حس  او ځان  پرې تود کړي، غوا هم  لکه سکه مور غیږ ه ورته پراخه کړه او پر وېښتانو یې د مهربانی ژبه ور تیره کړه.
په غوجله کې هاخوا یوبرګ خر ولاړ سر یې په اوخور کي دننه او کرۍ شپه د واښو په خوړلو بوخت وو  اود غوجلی په منځ کي  بیا دوې وزې مخ په مخ پلنی او د شخوندپه ژبه یې  د یو بل سره د زړه خواله کوله.
د غوجلې هوا نمجنه او د بد بویي خړوسکي او توښ ترې پورته کېده ،او په کې تکه توره تیاره وه، خودبام دکوشني کولک نه د سپوږمی وړانګو یوه لپه غوندی ځای  لکه شمع روښانه کړی وه.  د منی آرامه شپه وه یوازی له غوجلي نه د شخوند او زګیروي ږغونه ورو ورو راپورته کیده.
سپېدی مهال  د چرګانو د بانګونو او دمرغیود چنهار سره د غوجلي پنډه پينه یې پرده پورته شوه اوترې     توری غټی
ګردی پړسېدلي سترګې راښکاره شوې  ، دیخوا هاخوا یې لکه ویرې اخېستی او ترهیدلي سوی سترګې و لغړولې، بیا د سپره کوشنۍ مخ ،کوډله وېښتانو  ،پړسیدلی وچ شونډانو شکېدلي ګریوان ،لوڅو پښو  او جړانګي بړانګي لکه
ټاټ کمیس سره په څلورو را بهرشوله، په بیړه لکه مږه غوندی   څو واری غوجلي ته بهر او دننه شوه او چې ډاده شوه څوک نشته د ویالې خواته  یې په څلورو  منډه کړه اوپه اوبو کي یې خرچلکی کړې او بیرته ژر غلې په غوجله ننوتله او بیا یې په هغه زړه او ماته ږمنځ چې هلته یې په پروړو کې موندلې وه لومړی   د غوا بیا د خره او د وزو وېښتان په وار سره لکه هره ورځ ور ږمنځ کړل.
د هغې تښۍ، ملا او پښو درد کاوه ، پرون بیا د غوجلي کوټوال هغه د غوجلي نه بهر لیدلې وه ځکه هغې  پيتاوی ته د غوا ویښتان ږمنځوله .  هغه په سخته او شډله ژبه    کنځلی ورته وکړې اوبیا یې په تښۍ سر او شاڅو لغتې وواهله ، چې تښۍ یې تر اوسه درد کاوه او شپه یې هم تر سهاره په ایشدلی تبه تیره کړی وه.
د توړۍ د پښو د ږ غ په اوریدو د وړې جنۍ   تندی  لا نوراوار شو او له خوشالۍ په دوو پښو ودرېدله.
توړۍ د غوا لوشولو وروسته د پلو څوکه  پرانیسته او  یوه ټوټه ډوډۍ یې چې هلته غوټه کړی وه په ډار سره  وړې جنۍ ته ورکړه هغې هره ورځ یو څه : سوړسک، کورت ، ګوړه او ډوډۍ په پټه د خدای له ویری وړې جنۍ ته راوړله  اوکله کله به یې  هغې  ته یو غړوپ شودې هم په پټه ورکولې.
وړې جنۍ نوره خپله ژبه هیره کړی وه د بودهګانو  سره یې په تیاره غوجله کې د زړه خواله کوله او بیا به د غوا په غیږ کي تر سهاره پراته وه او د هغې سره به یې شپشتی ، واښه او کونجاړه خوړله
کله کله به د ګاوندي دکور ماشوم هغې ته د بام له تېغې نه لکه  دچرګې دانه او میده ډوډۍ اچوله او هغې به په  ډار سره دانه په دانه له خټو نه  ټولوله او خوړله.
دو کاله تیر شوی وه ، هغې هر څه هیر کړی وه هغې سوچ کاوه دا هم بوده ده او هر څه ورته عادی شوی وه.
نن یې د نورو ورځوپر خلاف   د غرمې لخوا د پښو ږغونه واریدل ،ږغونه ورو ورو د غوجلی خوا ته نژدی کیدله ،د هغې غوږونه  د بې وخته ګامود ږغونو  به اوریدو بوڅ شول ،  د ګامو په نژدی کیدو سره  د هغې ډار نور هم زیات شو، لکه پاڼه غوندی رپېدله ، نود اوخوار تر څنګه د خپلو زنګونونه تر شا یې ځان  پټ کړ ، سترګې یې له ویرې  ډکي شوې، ژامه یې ریږدیدله، غوږونه یې بوچ او د پښو شمه یې ووتلی وه، زړه یې سخت درزېدی ، وړو وړو  یې سولګی  واهلې، اوغونجه منجه کښیناستله. 
نا چاپه د غوجلی پنډه پرده پورته شوه د لمر د وړانګو سره څو تنه به غوجله ننوتله،هغې  خپل مخ او سترګې په خپړو وپوښلۍ  ، د پرون د لغتو درد یې لانور هم زیات حس کړ ، هغې تل  په خوب کي د کوټوال چخړنی پړسیدلی شنې سترګې، سره بخونه په نکریزو رنګ کړی څوکړه ږیره ،   اوبلنه خوله ، راوتلې خیټه  لیدله ،اوس یې هم هغه په پټو سترګو لیدی چې د دې خواته له څو نورو سره رانژدی کیږی،او دا تر لغتو لاندی نیسی.
ځکه د دی پلار دد غوجلی د کوټوال د لور سره د نیولو په تور بندي شوی وو.
یولاس وړه جنۍ له اوږی ونیوله. هغې هر کړۍ د لغتو د وارو انتظار کاوه نو ناببره یې له خولې یوه سوی کریغه ووتله  په پټوستر ګې یې په ډول ډول زاریو  شانتي چمو سره ویل غوښتل  چي نوره له  غوجلی نه نه وځم .
 یو پولیس خپل ورسره  سړی ته وویل :
دا هغه جنۍ ده؟
هغه ورته ښه وکتله او ویې ویل :
 هو .
پولیس هغه په غیږ کي  راپورته او په یوه پټو کي  یې ونغښتله   او هغې ته یې په ځیر ځیروکتل:.خړه پړه    ډنکره وړه جنۍ چي   ایشدلی تبه یې  وه  ، د خولې له کونجه یې د وینو رابهیدلې  یوه وچه لیکه لیده کیده ، پړسیدلي شینه چاودی شونډان ، د منی د پاڼو غوندی تکه  ژیړه  چې پوستګی  یې پر هډکو موښتی وو،   له ویری رپېدله  ،په خوشایولړلې او سترګې  یې پوټی نیو لې وی ، له غوجلي نه بهر را ویستله .
 هغې ته د انسان غیږه بل ډول خوند ورکړ نوچوپ او نا خوځنده شوه. په سترګو کي یې د خوشالۍ اوښکې ولغړیدی  نو ورو یې سترګې پرانیستې ،سترګې  یې ژر ژر و رپولې ، پټه خوله وه  پولیس هغې ته اریان دریان کتل هېښ پاته وو هغه  هم په همدې سن لور درلوده او په کتو کتو  ورته خپله لور واېسیده د هغه  سترګې هم سرې او د اوښکو ډکی شوې د اوښکو څوغټ څاڅکی یې بې اختیاره توی شول  .  نووړه جنۍ یې نوره هم  پر سینه نوره  هم ټینګه کړه
د وړې جنۍ  شونډی ناچاپه ورپېدې په ټیټ او ریږدېدلی ږغ یې ورو لکه ورۍ مازی تر ژبې لاندي  د مننې په پار وویل :  بع بع

 دمحمود نظري ليکنه - ۲۴- ۵- ۲۰۰۶  ددې کيسې د کاپي کولو څخه ډډه وکړﺉ - بېنوا ويبپاڼه -