ډاکټرمحمدعثمان روستار تره کی - فرانسه د
افغانستان په دېرش کلنه جګړه کي د افغانانو ملي هویت سخت تاواني شوی دی، په دغه موده کي زموږ پر ملي هویت باندي
د کيڼ او ښی لاس انټرناسیونالیستانو له خوا کلک ګوزارونه وشول. اوس افراطي کیڼ لاسي سیاسي تاریخ ته سپارل شوي او ښی لاسي د مانډیالیزیشن د مخکښانوس
ه په نامساویانه جګړه کي د کمزوري دریځ خاوند دي. اما د ملی هویت بحران ادامه لري.
د ملي هویت دښمنان په نوې بڼه، نوي نوم، نوي قوت او نوي بهرني تړاو د
افغانستان د ملي تاریخ په مسخ کولو لګیا دي،او د هغه ورانۍ نه ګته پورته کوي چه مات
وي کیڼ او ښی لاسو شاته ایښي دي. جګړه د عادي
ژوند ضوابط او دهغې جملې څخه ملي هویت او د ملي هویت سره تړلي ارزښتونه لکه سوله، سیاسي ثبات، ملي وحدت او ملي
واکمني له منځه وړي. پسله درو لسیزو جګړو نه پر افغان قبیلوي ټولنه باندي د مانډیالیزیشن ارزښتونه د ۳۵
هیوادونو له خوا په زور او جبر د تپل کېدو په حال کي دي. د افغاني ټو
ني څخه د ملي هویت بیا رغوني او د همدغه لاري نه د سولي او سیاسي ثبات د ټینګېدو د وطني او بومي میکانیزم ځای
اوس نړیوال میکانیزم نیولی دی . زموږ په هیواد کي همدا اوس قبیلوي او م
انډیالیزېشن ارزښتونه یو د بل سره په ټکر کي قرار لري . قبیلوي ارزښتونه پر زور باندي ولاړ دي. او مانډیالیزېشن ارزښتونه په دیموکراسي باندي د دغو
متضادو ارزښتونود تقابل او ټکر له کبله افغاني ټولنه د بحران سره مخ
ده. زور چي د قبیلوي طبیعي ټولني بنسټیز اساس جوړوي، همېشه د بې عدالتۍ
سره یو ځای دی. اما دا فضیلت لري چي سیاسي ثبات تضمین کړي. که دغه سیاسي ثبات د یو ملي او د سیاسي تقوا خاوندي
واکمنۍ په واسطه اعمال شي، په خپل وار د عدالت او دیموکراسۍ د تحقق زمینه برابروي.
دیموکراسي چي د مانډیالیزیشن سوغات دی په هغو بیرته پاتې قبیلوي
طبیعي ټولنو کي چي د دیموکراسۍ د موازینو د هضمولو وړتیا نه لري د انارشي او
نهایتاً د دیکتاتورۍ سرچینه گرځي. په همدغو ټولنو کي د دیموکراسۍ ګته یوازي د ولسونو په منځ کي د دیموکراسۍ د
تمرین په چوکاټ کي محدوده پاته کېږی. اوس مهال د قبیلوي ټولني ا
زښتونه د پخواني مجاهدینو د یوې برخي د طالبانو او په افغانستان او پاکستان کي د میشتو پښتني قبایلو له خوا
تمثیل کېږي. د مانډیالیزیشن موازین د آیساف، ناټو او امریکا د ځواکونو
ه خوا چي اوس افغانستان د یو سیاسي اقتصادي بې خاونده لابراتوار په توګه استعمالوي مطرح کېږ
ې. قبیلوي ارزښتونه او مانډیالیزیشن موازین هر یو غواړي پر بل باندي د
جګړې په واسطه بر لاسي پیدا کړي. جګړه شاته م
رگ ژوبله او وراني پرېږدې. اما د جګړې هغه ناوړه اغېزه چي په اوسنۍ لیکنه کي ورته پام اړوو، د ملي هویت بحران دی.
افغاني ټولنه قبیلوي ټولنه ده، په قبیلوي طبیعي ټولنه کي ملي هویت د قبیلوي هویت سره کلک تړاو لري. که قبیلوي
ټولنه له منځه لاړ ه شي، له هغه سره جوخت هرو مرو ملي هویت تاواني کېږي او ان له منځه ځي. په هیواد کي د ملي هویت بحران د شورویانو د یرغل نه وروسته را منځته شو. انټرناسیونالست کم
ونستان په افغاني قبیلوي ټولنه کي د ملي هویت په جوړونکي محور یعني لوی کام باندي جګړه ایز او سوله ایز ګوزا
ونه وکړل، جګړه ایز په دې معنى چي قبایلي سیمي د نظامي عملیاتو اصلي موخه وګرځیده. سوله ایز په دې مفهوم چې
ناسیونالیزم د انټرناسیونالیزم سره په تقابل کې واقع شو،او سیاسي واکمني چي قبیلوي ملي بڼه يې درلوده د ټو
ني د نورو مرکباتو په منځ کي د یو متنازع فیه عنصر په توګه مطرح شوه. سیاسي قدرت د ملت جوړونکي قام او قبیلې د
انحصار نه ووت. ملي هویت د کمونیزم ایډیولوژي په ټکر سره، له بحران سره مخ شو. د شوروي اتحاد دله منځه تگ نه وروسته نړۍ یو قطبي شوه. ملي هویت چه د کورنۍ
جګړې تر اغیزې لاندې په کافي اندازه ژوبل شوی و، له نوي چلنج سره مخ شو. نړیوال ايتلاف
د امریکا یانو په سروالۍ ظاهراً د بن لادن د تعقیب په موخه افغانستان ته راغئ. د تروریزم سره مبارزه د ژیوپو
تیک مقاصدو سره یو ځای شوه. څلور کاله کېږي چي نړیوال ايتلافي قوا د
افغانستان په سهیلي سیمو کي په جګړه لگیا ده. هغه پراخ جنگي امکانات چه په دغه نامساویانه جګړه کي په کار اچول
کېږي، د ظاهري، رسمي، ټاکلي شوي موخې سره چه د گوتو په شمار ترورستي ډلو له منځه وړل دي سمون نه خوری. داسې تصور
کېږي چه په قبایلي سیمو کې بهرنى جنگي ماشین د تروریزم ضد عملیاتو تر پلمې لاندې د یرغلگرو په وړاندي د مقاومت
دا تاریخي ملي ټاټوبى له منځه وړي، تر څو د قومي اکثریت د واکمنۍ فزیکي قوت مات شي او افغان قبیلوي ناسیونالیزم
دومره سر اوچت نه کړي چي د مانډیالیزیشن په وړاندي چي دی په خپله د ژیوپولتیک م
اصدو تر اغېز لاندي دی خنډ شي. د افغانانو ملي غورځنگ د قبایلي سیمو څخه
را پاڅېدلی او د افغانانو ملي واکمني، ملي هویت او ملي تاریخ په همدغو سیمو کي جوړښت موندلی دی. په هره اندازه
چي د قبایلي سیمو د خلکو مقاومت وځپل شي، د افغانانو د ملي هویت محور تاواني او ورسره د یو پیاوړي ملي حکومت
جوړښت ستونزمن کېږی. او بالاخره افغانستان د خپل کورني امنیت د تامین په غرض بهرنیو قوتونوته اړ کېږي. احتما
اً دا هغه موخه ده چه بهرني قوت په نښه کړې ده. نړیوال ايتلاف د افغاني
بیلوي ټولني د قبیلوي ملي جوړښتونو د محوه کولو په مقصد د افغانستان په د ننه کې متحدین لري. او د باندي
پاکستان د سیاسي، ډیپلوماتیک، اقتصادي او نظامي مکافاتو او مجازاتو له لاري دې ته تشویقوي او تهدیدوي چه د
نړیوال ايتلاف په څنګ کي پاتي شي. انگلوساکسون ايتلاف او په کابل کې واکمني ځیني حلقې همېشه پاکستاني پوځ دې ته
هڅوي چي په قبایلي سیمو کي ((چې افغانان ورباندې ارضي د عوا هم لري)) ویجاړونکي ګوزارونه وکړي. په سیمه کي انګلوساکسون ايتلاف د تاریخي تجربې نه لازم شیان زده کړي دي. نوموړی ايتلاف د
یو منظم پلان له مخي د افغانانو د ملي هویت د فزیکي محور د ویجاړولو او د مانډیالیزېشن د ارزښتونو د پلي کولو
په درشل کي قرار لري. د انگریزي محققینو د تاریخي مطالعاتو له مخي
پښتانه طبیعتاً مغرور او د ځان نه راځي ناسیونالستان دي. بهرني ځواکونه که غواړي چي په افغانستان کې واکمني ول
ي، باید پر ېنږدي چي قبیلوي ناسیونالیزم د حکومت په د ننه کې بر لاسى شي او په ځانګړې توګه د امنیتي اورګانونو
سوق او اداره په لاس کي واخلي. که افغاني ناسیونالیزم په حکومتي اورګانونو، واکمن شو پر افغاني حکومت باندي د
بهرني قوت کنټرول ستونزمن کېږي. د همدغه استدلال له مخي په افغانستان کي زموږ امریکایي دوستان، هر کال ۱۳ م
یارډه ډالره په جګړه کي مصرفوي، حال دا چي د ملي اردو د بیا رغوني دپاره په کال کي نیم ملیارډ ډالر لګښت نه ل
ي. په بهرني قوت دا تور لګول کېږي چي نه غواړي د افغانستان ملي اردو په خپلو طبیعي
تاریخي بڼه بیا راښکاره شي او پر پښو ودرېږي. انگلو ساکسون ايتلاف یوازي
په ۲۰۰۵ م کال کې، په قبایلي سیمو کې چې د افغاني ناسیونالیزم ځاله جوړوي، ۱۵۰۰ تنه غیر محارب (یعني ملکي کسان)
وژلي، اما د هیواد په نورو سیمو کي، په قومي لږکیو پورې تړليو جنگي جنایت کارانو ته په معامله کي وزارتونه او
سفارتونه په ښاخۍ باد کړي. په هر حال په افغانستان کي د جګړې په وسیله د
بیلوي، ملي جوړښت له منځه وړل په دغسي شرایطو کې چي د هغه په ځاى د ملت جولوړو اقتصادي، ټولنیزه او کلتوري سو
ه ایزه او مډرنه د ودې پروسه موجوده نه وي، د دې باعث گرځي چي هغه څه چي د ملي هویت تر نامه لاندي د اوږد مهالي
جګړې څخه پاتي شوي له نابودۍ سره مخ شي. او د هغه سره د قبیلوي ټولني د سیاسي ثبات جوړونکى کورنی عنصر له خاو
ي سره برابر شي. موږ یوې چټکي اقتصادي او
ټولنیزې ودي ته اړتیا لرو چه د هغه پر بنسټ باندي نوی ملي هویت او نوی ملت د پانګوالي نظام د ودي پر بنا جوړ شي
او د قبیلوي ملي جوړښت ځای ونیسي. افغانستان باید د خپلې قبیلوي او ملي ارزښتونو په ساتني سره په آرامۍ، سوله
ایزه او طبیعي توګه د ۲۱ پېړۍ د ارزښتونو د منلو دپاره ځان چمتو کي. د هغه دیموکراسۍ عمر چي د جګړې او ویني تویو
و په بدل پر موږ تپل کېږي د خلق او پرچم د سوسیالیزم د عمر
په اندازه به لنډ وي. نتیجه : افغانان په هر ځای کي چي وي او هر امکان چي په لاس کي ولري،
باید د هیواد په سهیلي سیمو کي د هغي جګړې د دوام سره چي د افغاني قبیلوي ناسیونالیزم ریښې له بېخه باسي مخالفت
وکړي. د تروریزم سره جګړه باید د افغانانو په غاړه وي. په همدې مقصد نړیوال ايتلاف باید د افغانستان د ملي ام
نیتي پوتانسیل ودي ته پاملرنه وکړي. د جګړې سره مخالفت د امریکا سره
مخالفت نه دی. افغانان په سیمه کي د امریکایانو سره د یو مطمين دوست په توګه پاته کېدای شي. په دې شرط چي امریکا
په خپل کړه وړه له سره غور وکړي، موږ ته د انسان په سترګه وګوري او زموږ ملي ګټي تر خپلو ستراتيژیکو ګټو ق
باني نه کړي. په افغانستان کې د القاعدې، طالبانو او تروریزم سره د مان
یالیزېشن د مخکښانو جګړه په تدریج د افغاني قبیلوي ناسیونالیزم په وړاندي په یوه ویجاړونکې مبارزه بدله شوې
ده. بهرني قوتونه غواړي چه په بېړه او په ډېره بې رحمي د پردیو په وړاندي د مقاومت یوه
تاریخي جغرافیایي ځاله ورانه کړي، د جګړې « کشمیري کېدل » اوضاع نوره هم پسي پېچلې کړې ده.
په
بیلوي ټولنو کې تلپاتې ملي هویت، ملي وحدت او سیاسي ثبات همېشه د کورني میکانیزم پر بنسټ باندي جوړېږي. د بهرنیو قوتونو سیاسي او ژیوپولتیک اجنډا کله چي د جګړې په وسیله پلې شي، دغه میکانیزم له منځه وړي
او ملي هویت له بحران سره مخ کوي. او ورسره د سیاسي ثبات ټولنیز بنسټ تر سوال
اندي راوړي. د طالبانو غورځنگ د قبایلي
سیمو څخه را پاڅېدلى دی. هغوی زموږ د قبیلوي ناسیونالیزم د جوړښت ساتندویان دي. د طالب، القاعدې، بنسټپال او
نورو د ژیوپولتیک اغراضو څخه په ډکو نومونو د هغوی ټکول زموږ ملي هویت ته نه جبرانېدونکی تاوان رسوي. باید
کورنۍ او بهرنۍ «سالمي حلقې» خپل سیاسي نبوغ په کار واچوي تر څو چي وسله وال اپوزی
ن د سولي پروسې ته غاړه کیږدي. په سهیلي سیمو کې د امریکا او پاکستان
ویجاړونکي نظامي عملیات، زموږ د ملي هویت پوتانسیل کمزوری کوي. په
بایلي سیمو کې جګړه د ملي سرود د متنازع فیه کېدو، د فدرالیزم د توطيې د طرح کېدو او د دري ژبي نه د پښتو لغاتو د
حذف کېدو او بالاخره د افغاني ملي هویت د تاواني کېدو سره کلک تړاو لري. د
تروریزم تر نامه لاندي مبارزه چه د بهر نه هیواد ته راغلې د پښتونخوا داعیې ته ډېره ګرانه تمامه شوې ده، د
افغانستان د دولت رئیس په خپل وروستي مسافرت کې چې پاکستان ته ورکړ ، د افغان
ناسیونالیزم د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په لمسونه، پاکستاني مقامات دې ته وهڅول چي په قبایلي سیمو کي (م
تنازع فیه سیمې) خپل نظامي عملیاتو ته زور ورکړي او د دغې لاري نه په پښتونخوا کې
پاکستاني واکمني ټینګه کړي . د پښتونخوا په متنازع فیه سیمه کي دغه د پردیو په لمسونه غوښتنه پرته د
پاکستان واکمني غیر مستقیم رسمیت پېژندنه بله معنی نه ورکوي. د افغان لوري دغه غوښتنه افغان قبیلوي ناسیونالیزم ته جفا او د پښتونخوا داعیې
ته خیانت دی . د افغان حکومت کار هغه وخت راز معلومېږي چه قهراً د کشمیر د
جګړې په یو طرف بدل شوي دي، د
کشمیر کشاله افغانستان خاوري ته ورننوتې ده. بنااً د م
وجوده حکومت جوړښت د پردیو هیوادونو د ستراتژیکو تضادونوڅخه ډک دی او په تصنعي
توګه د ژیوپولیتستانو په ذریعه د جګړې له لارې ساتل کېږي. د بهرنیو قوتونو حضور زموږ ملي واکمني تر سوال لاندي راوستې ده. له بلي خوا اوسنی حکومت پرته د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ نه ځان ساتلی نه شي. بنااً موجوده حکومت د بهرنیو قوتونو سره په تړاو کي د م
ي وجاهت څخه بې برخه کېږي او د ملي هویت د بیا رغوني دپاره هیڅ ډول رسالت درلودلای نه شي.