همداسې چې د بنيادم په بدن کې د بهر نه را غلو یا
په داخل کې د را کتېدلو مکرو بو نو د يرغل په مقا بل کې تد بيرونه ځای په ځای شوي ،لوی
خدای د انسا نانو هر ټولي، هرې ټو لنې ته د نجات او بقا د پاره ځينې وسيلې او وسلې په تو منه کې ور اغږلي دي.
دهرې ټولنې دغه داخلي دفا عيٍ تدبیرونه ځا نله اډانه او تر کیب
لري. په افغانستان کې ، په تیره د پښتنو په ټو لنه کې دوه عنصرونه ددغې وسیلې بنیادي
ستنې دي یو دیني او بل ملي غرور. یو هم اجنبي تیری نه مني. ملي غرور د ځایي مشرانو ، خا نا نو، ملکا نو په و جود کې
تجلی کوي او دیني غرور په ملایانواو روحاني مشرانو او پیرانو کې. د بحران په مهال نو دا دوه ګوني عنصره سره یو
شي چې بیا یې بېلول مشکل یا کله لا هم نا شوونی شي. همدا زم
وږ په ژوندوني چې د روسا نو د یرغل سره د مقابلې مثال را وا خلو نو ګورو چې ګرده عنا صر سره یو ځای شوي او د هغوی د
تر کیب نه د مقا ومت داسې یو ټینګ سد جوړ شوی چې د نړۍ د ټولو نه طاقتور سېلاو مخه یې و
نیوله. د روس مقا بل مقاومت کې لا یو بل دفاعي عنصر هم را زرغون شو او هغه د منورینو ،ما نا سیاست پو هانو، لیکوالو، اسلامي بنسټپالو او سیکیو لر ایډیا لوجستانو ګډون کول و. نو دا بحثو نه ما ته هسې د مړې ګېډې پاړسو ښکاري چې د شوروی سره د
افغانانو مبارزه ملي پا څون و که اسلامي جهاد. سمه خبره دا ده چې د ټولنې ټولې اجزاوې
په یوه مرغلین مزي کې د حبل الله جمیعا په نمو نه مضبوط شوي وو . ډاکټر مجروح د مو لوي خالص سره، حکمتیارد
پیر ګیلاني یاحضرت سیب سره،پرو فیسررسول امین د د پرو فیسر سیاف سره نوره څه ګډه
وجهه لرله؟، نور یې څه شیروار و ، غیر له افغاني مقا ومت نه ، غیر له دې چې د بهرني ی
غل په ضْد یو لاس و؟ غیر له دې چې په تولو کې هما غه یوه افغاني روحیه چلېده؟
ددغه وروستني جهاد او د پخوانو یوا ځې لوی فرق داو چې په دې و
وستي کې سر تا سري ،مشر پیدا نه شو حتی سمتي او محلي مشران هم یو دبل سره په سیالۍ او تربګنۍ ونښتل. حال دا چې د
تیرو، د پېرنګیا نو یرغلو نو په وختو نو کې د یو ې سیمې پا څون د بل مرستندوی او یو ملي
او روحا ني مشر د بل یار و. او د هغې یو لوی دلیل داو چې دغه روحاني او ملي مشران د خ
کو له مینځ نه، د جو ما تو نو ، حجرو نه را وتلي دي . دا کوم خارجي قوت نه دي مقرر کړي
او نه په خار جي مادي ملا تړ تکیه وي.
په دغو مشرانو کې څلور صفتو نه واضح ښکاري. یو دا چې له خلکو مادي ګټه نه کوي بلکه ورباندې لوري یې هم. دویم
دا چې دولس په ګته حکم کوي یا لږ تر لږه داسې چې ضرر یې خاص او نفعه یې عا مه وي. دریم دا چې یواځې به جو مات او مجلسو
نو او جرګو کې په اول صف کې نه وی ولاړ بلکه د خطر په وخت او بحراني حا لا تو کې هم لکه د زاڼو میر چې ټول باد او ب
و اوله د همده په سینه لګیږي، د ټولو نه مخکې لار و باسي. شهید عبالحق چې د جبار خیلو د خا نا نو و ، یوه ورځ یې ما
ته ویل« داسې نه شي کېدای چې د پیښور په ودونو او ښادیو کې به موږ خانان بر سر کښینو او
چې د روسا نو برید راشي نو بیوزلي بزګرانو ته وایو چې هلی د جبهې سر ته درومﺉ. هغه به تل ویل زما خاني ډول کوي د
پښتنوا لې سره. همداسې هم شو .وزیر اکبر خان بل غازي ته ما موریت ور نه کړ چې مکناټن ووژني، بلکه ویې ویل ، دانور
یې ستا سو، دا لوی خنزېر ما ته پرېږدﺉٌ. څلورم صفت یې تدبیر دی چې د سختو حا لاتو نه د را وتلو لاره را و باسي.
نو دافغانستان مشري داسې آسا نه نه
ده . په هډې کې خو بودايي بو تان هم ډیر و خو هډه په دې مشهوره ده، چې خلک یې زیارت ته و
ځي ځکه چې د نجم الدین آخونزاده ټا ټوبی دی.
دچکنور ملا سیب
امیرمحمد آخون هم همداسې مشر و.ددوی جناب نور منقبتو نه به دلته عزیزان په تفٌصیل سره ووايي خو زه به یې د مش
تا به د څلورم شرط یعنې تدبیر یا دونه و کړم. د اسنادو نه داسې ښکاري چې د پرنګي سره
په مقابله کې په غازیا نو باندې د اکما لا تو تنګسه وه. دوی په خپله کومه بودجه نه لرله چې په هغې باندې وسلې، مرمۍ
او خورا کي مواد واخلي، نو د خلکو په بسپنې او سخاوت تکیه وو. خلکو د وسې سره سم مرستې کولې خو دا وسه محدوده وه
او هلته بلې خوا ته څه به چې د مځکو نه بود شول هغه به حکو مت ته ور کو له کېده، نو ملا صیب د تد بیر په رڼا کې پوه شو چې د افغانستان د بقا دپاره باید کو مه لار را وباسي. ح
کو مت خو دومره بیکاره دی چې سپه سالا یې د خپلې پښې د یوې ګوتې ژوبلېدو ته د شهادت رتبه ور کړه او د سکه انګریز
ښکر نه یې ما تې و خوړه. نو یې د خلکو نه وغوښتل چې دغه ما لیه حکو مت ته نه بلکه غازیانو ته ور کړي او چې خلک د حکو م
ت د عتاب له ویرې دوه زړي شول نو یې لیکلی سند ورکړ چې دا به وروسته ددوی په مالیه کې م
جرا شي. دا یو لوی ریسک او خطر و چې ملا سیب په ځان و ما نه، ځکه په هغې کې د وحت د حکو مت په مقا بل کې د بغاوت خطر
پروت و . نویې د خلکو ما لیه په خپل امر د غزا په چارو ولګو له. چې دخپلواکۍجنګ کا میاب ختم شو نو ملا سیب د همدې
سرغړاوي په ګناه کال وسر د حکو مت سره ایسار و، البته بندي نه و خو په ګرځېدو یې بندیز و، تر څو امان الله خان د
ملا سیب په تدبیر پوه شو ، ما لیه یې و بښله او په اعزاز یې حج ته د تګ بند وبست ور له وکړ. د مشرتا به دریم شرط خو
یې له اول نه پوره کړی و او تل به د جنګ په لو مړي صف کې ولاړ و او بلکه د ګو لیو د ږلیو په مبنځ کې به یې هم د
غازیانو د ننګو لو د پاره ، په آس سپور په ټو لو لیکو دوره کو له. دا نور شرطو نه خو یې
د هما غه اول سر نه، د هډې د آخونزاده له برکته خپل کړي وو.
په آخر کې به ستا سو په اجازه د افغانستان د تاریخ په بهیر کې د مشر یا لیډر د پیدا کېدو عملیه به نظم کې درته
انځور کړم .
سا عتو نه ورځې شپې شی
ورځې و ګرځي کا لو نه
کال په کال پسې را اوړي
ترینه جوړ شي څو قرنو نه
خښته کینوي په
خښته ترې ودان شي لوی ښارونه
ووړ کورګی وي ووړ بورجل وي، ترې
را وځي ولسو نه
ورپسې: د ولس کړنې عادت شي، عنعنې ترینه پیدا
ي
عنعنې رسم ورواج شي، په رواج قا نون بنا شي
چې قا نون شو نو اخلاق شي،
مذهبونه ورنه را شي
چې مذهب شي ، عقیده شي، توغ په لاس توره تر ملاشي
نو
یو قوی شي شي بل ضعیف شي، یو غ
یب شی او بل خان شي
یو کم اصل بل اصیل شي، یوه مځکه بل آسمان شي
د
یوه ماڼۍ دنګېږي، د ها بل په کې کور وران شي
خو په همدې وخت
کې
غلې شا نته دښمني وي ، په ورورو یې اور بلیږ
ي
دوی خبر نه وي له ځا نه،
هر څه تندر چې را لوېږي دوی یې بو لي له
سما نه
په مینځو کې سره غله شي، ته له ما وهه زه تا نه
چې په آخر کې
خو نړي جنګو نه جوړ شي، لکه
ود وینې بهیږي
یو د قام په نوم پریوځي بل ددین په نوم غځیږي
څوک په یو
هم خبر نخه وي، خو ددواړو نه جارېږي
څوک په دواړو ښه خبر وي، خو بیا روغ رمټ پا تیږ
ي
وروسته تر جنګه
د
سرو وینو عصر تېر شي د رڼو اوښکو دوران شي
د غریب پاڼه لامده شي، د ضعیف څیرې ګریوان
ی
زړه زخمي ځیګر تڼا کې، خپل و طن پرې ګورستان شي
او د خ
کو
آرزوګانې پاکې هیلې، حسا سات اسرې آهو نه
ټول د اوښکو سره ګډ شي، ټول په زړه کې شي رازونه
لوږې ما تې ، ټیتې سترګې، زړه کې غوټې کړي
دردونه
په هغو چې یې عادت و، اوس یې نه اخلي نو مو نه
خو نا څا په
یو سړی له مینځه پاڅي
هم ددوی غوندې سړی وي ( انا بشرٌِِ مثلکم)
دوی چې نه ایستل له خولې نه، دی یې وایي میړنی وی
د بربنډو دی آواز وي، د پشی یبلو سبی
نی وی
دی د هر ظالم تر بور وي، د مظلو مو سکنی وی
نو څه کوي؟
د ټوتې ټوټې ارمان نه، بیرته جوړې کړي
بنګلې دی
د ولس زړه جوړ رباب کړي، په کې وایي ترانې دی
دی به تا په ځان
مین کړي، که منې که نه منې دی
د ګونګرو شرنګار و باسي، د بندي له زولنو
دی
نور څه کوي؟
دی د کو نډو د ژړا نه ، جوړوي نوی آهنګ خپل
د دهقان د لاس تڼا کې، کړي ګلان جوړ کړي
پتنګ خپل
د ولس د زړه د سوز نه ورکوی مینا ته رنګ خپل
زړه پرده پرده
خبر شي ، دی چې وباسی دا ترنګ خپل
او
لا دسپینو واورو دور وي، چې دی شین پسرلی ګوري
هدیرې ایرې ایرې
وي، دی په شنا ختو ریدی ګوري
کاشکې ټولو شوای لیدلی، هغه څه چې یې دی ګو
ي
مننه
سعدالدین شپون - امريکا
په امريکا کي د چکنور د ملا سيب په وياړ م جلس راپورله دې ځايه ولولی