امريکا: خندنۍموسکا، خونړۍ امسا؟( پنځمه برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7355
پروفيسرکابلي والا - هندوستان
دخبریدو نیټه : 2006-06-03

پروفيسر کابلي والا - هندوستان

امريكا :

خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟

لمړۍ برخه ،  دوهمه ب خه ، درېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه ب خه ، شپږم ه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ،

نوميالي خوشال خڼك به ويل : 

ته مې وژنه دقصاص كړه انديښنه م ه

دخپل خون په تور به ونيسم يوبل څوك

دادنړۍ دتاريخ له خورا مهمو فكټونوڅخه دى  چې په نړۍ كې كله او چيرې دواك ليونيان پيداشوي ، نويې ترهرچا دمخه پښتانه او ددوى هيواد وريادشوى اوپه دغه لور يې پرته له دې چې د خپل ځان اوخپل دريځ پوښتنه ورسره وې رامخه كړې ده . يونانيان په دې خوا راغلل ، عربوتردغه هيواده ځان راورساوه ، چنګيزپه خپل ټول وحشت سره له خپل شريرو او وحشي جګړه مارو سره  په دغه هيواد راوخوت ، نورواړه يرغلګر لكه فارسيان اومغل هم  په همدغه نيت په دغه سفر ددغه هيواد د نيولو په نيت تر دغه ځايه راورسيدل ، انګريزان چې نړۍ يې په خپل وخت كې ترخپل نګين لاندې راوسته هم ددغه هيواد دنيولو تكل وكړ، تركابل پورې يې په نولسمه پيړۍ كې ځانونه په زور اوزاريو راورسول او هغه څه يې چې په خوب كې هم نه ليدل ، هغه يې دلته وليدل خوله بده مرغه چې په هرځل له خپلو شرمناكو كړو څخه عبرت نه اخيست اولايې هم نه اخلي . روسانو چې كله خپله نغاره دكمونيزم په څيره كې  توده كړه دوى هم په شلمه پيړۍ كې  له خپلو هغو خونړيوپوځونو س ه چې چايې دماتې تصور دنړۍ پرمخ نه كاوه ، هم پر افغانستان له نن څخه اووه ويشت كاله دمخه په خورا ناځوانۍ سره اوبلوسيدل اودغه هيواد يې تريوه لسيزه زيات له سختوستونزو اوجګړو سره لاس اوګريوان كړ اوهغه څه يي پردغه هيواد ولورول لكه چې نن يې زمانه پردوى باندې لوروي. داسې چې په ماتې يې نه يوازې زموږ خوا سړه شوه بلكې ټوله نړۍ په يوه نوي ناتارباندې ور واړوله . له دوى وروسته اوس دادى وار دخونړۍ امريكا راغى، څلوركاله شول چې په دغه سيمه كې يې هغه څه پيل كړي لكه چې پخوانيوورته يرغلګرو په دغه هيواد كې ترسره كړي وو. دوى هم له هغوى  څه زده نه كړل ، دهغو بدمرغ برخليك ته يې ونه كتل اوپردغه هيواد په خورا ماهرانه توګه داسې چې ځانته يې تش په نامه نړيواله پلمه (خونړۍ دموكراسي ) جوړه كړه  را منډه كړه ، او دادى اوس يې په دغه هيواد كې خپلوهغو ناپاكوهلوځلوته مټې را بډوهلى اوتوره يې ترملاكړې هغه چې د دوى آره پازه اودنده  اوددوى يرغلګر ماهيت و.  اوس دادى په دغه هيواد كې يوې اوبلې خواته پرته له دې چې موخه يې څرګنده وي ، منډې رامنډې وهي اوددغه هيواد دبې ګناه خلكوپه وژنويې لاس پورې كړې دى . اودهرې ورځې په تيريدو سره يې نوره هم څيره را برالاكيږي اوتورمخ يې زموږ دمظلوم ملت په وړاندې رابربنډكيږي ،د امريكا له خپلې خونړۍ تګلارې  تراوسه پورې په دغه هيواد كې  ه توطيوڅخه زړه نه دى تورشوى اولاتراوسه هم په دې هيله دي چې دغه هيواد ، دغه تلپاتې اونيكمرغه سيمه ، دغه دم هبواو ارادتو مور، دغه دنه ماتيدونكوارادو سنګر  او په پاى كې دغه دآزادۍ او خپلواكۍ ټاټوبى  به ترخپل برلاسي لاندې راولي اوفكركوي  دلته به وكولاى شي چې په خلاصو مټوساه وباسي .

 

يوه نوې اوږدمدتې توطيه :

دنولسمې پيړۍ له پيل څخه راپه دې خوا له اروپا نيولې بيا ترآسياپورې موږ ديولړ داسې سياسي پيښوشاهدان يو، چې دهغوله مخې سړى له شكه پرته په افغانستان كې هم دنړيوالو يرغلګرو ځواكونو دشته والي او دهغوى دكړو وړو په اړه  داويلاى شي ، چې ددغو ځواكونو په تيره بيا امريكااوانګ يزانو شتون نه يوازې چې يوه بدمرغي ده بلكه دلته يې  ديوې پراخي توطيې له پاره هم د پښې ټينګولو تكل كړى دى . دوى دافغانستان اومركزي آسيا په لور ددې له پاره نه دې راغلي چې دلته به رښتياهم دوى افغانانواونورو ولسونو ته داسې نيكمرغۍ ورډالۍ كړي ، چې دهغې له مخې به دغه سيمه (مركزې آسيا ) دآرامئ ساه وباسي . دوى دنړۍ ددغې برخې په وړاندې دتوطيې لړۍ اوس له افغانستانه راپيل كړې ده، په دې ماناچې دامريكايرغلګرپلانونه له افغانستانه پيل كيږي اوپه نظركې لري چې له  همدغه ځآيه به شاوخوا هيوادو ته هم خپريږي . دتوطيې ورته والي له هغوتاريخي توطيوسره يورنګي لري كومې چې دنولسمې پيړۍ په پيل كې انګريزانو په  منځني ختيزكې ددغې سيمې دويش اوپه وړو ټوټوباندې دويشلوپه ترڅ كې  را پيل كړې . انګريزانو  داكار له عربي هيوادو راپيل كړ، په هغه مهال يې دعثماني تركيې د واكمنۍ خطرونه دنړۍ پرمخ راوايستل ، دعربي برخليك ټاكلوله پاره يي سمندري غله چې زياتره يې تراوسه په عربې سيم و باندې واكمنان دي ، ترلاس لاندې ونيول ، وسله وال يې كړل اوددوى په لاس يې  عربي نړۍ ته عثماني تركيې دامپراطورۍ خطر راوړاندې كړ. هغه هم له دې امله چې له تركانو سره په دغه سيمه كې انګريزانو له توطيوپرته په بل څه مقابله نه شواى كولاى . همداوه چې په هغه  مهال يې په بيلابيلوسيم وكې دخپلو اهدافو له پاره په پراخو پوځي اوجاسوسي فعاليتونو باندې لاس پورې كړ،په مسلمانانوكې يې دبې اتفاقۍ او   بل كړ، ترهرڅه دمخه يې دخپلو نفتي گټوله پاره چې ددوى دكمپنيوله خوا پانګي ورباندې اچول شوې دژغورنۍ اواوږدمدتو پلانو خبره ترلاس لاندې ونيوه ځكه يې  زيات شميرسيمې  داوسني عراق په ګډون دخپلو پانګو اچونو ترچترلاندې پټې كړې وې اوله دغو توطيوپرته يې  په بله لاره نه ځان خوندې كولاى شو اونه هم خپل پوځي شته والى ،  دخپلو توطيولمنه يې پراخه كړه اوتردې حده يې ورسوله چې يوشميركوچني ښارونه يې له يوشميرهيوادولكه كويت چې نژدې څلورسوه كاله دعراق سره تړلې سيمه وه له خپلې اصلي جرړې څخه يوازې دخپو نفتي ګټو په خاطران په هغو شپوورځوكې چې نړۍ نوې په دوو بلاكوهم ويشل شوې وه جوړاو په رسميت وپيژندل چې په دغو سيموكې  ګو اګيودولتونو ترنن پورې  دنړيوالوځواكونودګټودممثلينوپه توګه ځان په سيمه كې ساتلى دى. په يوه ټكي بايد پوره باوري وو اوهغه داچې كوم پلانونه چې دنړۍ دټوټه ټوټه كيدو په خاطرپه نړيواله سويه انګريزي استخبارات ترسره كوي ،دهغو درجي اوپړاوته امريكا تراوسه هم نه ده رسيدلې، په يوه كتاب كې مې دانګريزي جاسوسۍ ديوه پخواني مشرسراستوارت منريس يوه جالبه خبره ولوسته هغه دوخت دسي آى اي ديوه مشر دالس په اړه وايي : (( هغه دپټوعملياتو په تګلاره باندې نه پوهيږي، په داسې حال كې چې پټ عمليات دنړۍ دبيلابيلوچارولكه اقتصادي نظم ، اودنظامونودكړووړوپه اړه معلوماتو ترټولو ښه اودپاملرنې وړتګلاره شميرل كيداى شي ... )) دغه انګريزپه دې رښتياوايې چې امريكايان اوس هم ترپټوعملياتو په څرګندوتيرو باندې زيات فشاراچوي ځكه نوپه جاسوسي چاروكې اوس هم ترانګريزانو مخكښ نه دي.

دنړۍ ددغې پراخې اوخطرناكي توطيې په ښكيل كې اوس دادي موږ هم راغلو، اوس چې كله موږ دخپل هيواد دنن اوسبا په اړه خبرې كوو، په دغه اړه دايوه خبره ګردسره روښانه ده ، چې موږ سره له دې چې ددغه هيواد اوسيدونكي يو، خو ددغه هيواد په اړه اوددغه هيواد دراتلونكي په اړه بياهم رانده اوكاڼه يو، په دې خاطر چې زموږ دهيواد په اړه څوك په سياسي لحاظ دتفاهم ژبه نه رامنځ ته كوي،اونه هم ددغه هيواد په اړه په داسې يوه ژبه چې موږ اونړۍ پرې پوه شو خبرې  كوي ،  په دغه ترڅ كې زما هدف دتفاهم له ژبې څخه دستونزې دحل له پاره دتحليل اواستدلال ژبه يعني سياسي ژبه ده، چې دهغې په ترڅ كې دمدعاخاوندان كولاى شي ، تريوه حده دكړكيچ په زړه كې دحل يوه لاره داسې چې تريوه حده دبرې ونتياپه كې وي په ګوته كړاى شي ، خوله بده مرغه چې اوس ددغه شان ژبي ځاى په افغانستان كې د يوه پراخ استخباراتي جوړجاړي ژبې نيولى دى، چې يوازې ددغې برخې اړوندان اومسلكي كارپوهان پرې  پوهيږي اوبس . موږ په دې نه پوهيږو چې  امريكايان ولې دملګروملتوپه جامه كي افغانستان ته راغلل اوهدف يې څه و؟په څه باندې ورواوښتل اوپه دغه هيوادكې اوس خپله ورځ په كومه پلمه تيروي ؟  داهغه پوښتنې دي چې نن سبايي ټوله لويديزه نړۍ په سراخيستې اوپه هره خواكې يې هغوى چې دكيسې په رمز باندې پوهيږي ګوته غاښ كړي دي . امريكايان چغي وهي ، چې زموږ شته والى په افغانستان كې څه مانالري ؟ كاناډايان وايي چې موږ نه پوهيږو چې زموږ بچيان هلته دڅه له پاره تللي دي؟ نورهم داسې درواخله ، خو په دغوټولو چغوباندې هم ام يكا او هم تش په نامه بشري ټولنو اوان ملګري ملتونوهم ځانونه ناګاراچولي اوفكركوي چې ګواكي دلته خيرخيريت دى ، ددوى پرې څه  كه افغانان مړه كيږي ، كه مخالفين پياوړي كيږي ، كه دګاونډيوهيوادو اسوهنې پراختيامومي اوكه په هيوادكې فساد ، بداخلاقي ، بې ايماني اونشه يي توكونه خپل اوج ته رسيږي ، دايوهم نه څوك ويني اونه هم ورته دپاملرنې وړدي ، په دې چې اوس زموږ واك اوزموږ هيواد زموږ نه دي . دشرم وړخبره خو داده چې افغانستان ته يې  پارلمان جوړكړى ، خودماليي وزير نه پوهيږي چې دپارلمان دغړو تنخواوو له كومي خوا  اوپه څه ډول تروكيلانو پورې رارسيږي. په كابل كې ګوډاكۍ واكمني ، نه دځان واك لري اونه هم له نوروڅخه دخپلوكړو وړو په اړه پوښتنه كولاى شي .دتيرې اوونۍ (دمى ۲۹ – ۲۰۰۶ )  دپاريدنګ څرك په خپله وښوده ، چې له دغه هيواده به په ډيره نژدې راتلونكې كې عراق اوګوانتاناموجوړيږي اوهغه څه به په دغه هيواد هم راځي چې هرچا وخوړ، وخوړ، هرچا لوټ كړ اوهرچاهرڅه ورباندې كول ، هغه به دلته ترسترګوكيږي .

ددې ټولو خبروپايله يوازې يوه خبره ده ،اوهغه داچې داوطن كه زموږ په نامه دى ، خو موږ يې واكمنان نه يواونه بايد ځانونه ددغه هيواد اړوندان وبولو، يوازنۍ څوك چې ددغه هيواد دشتون دعوه كوي ، هغه څوك دي ، چې له دغه هيواد سره مينه لري اوديرغلګرهوډ په وړاندې يي مقاومت پيل كړى دى. لكه چې دغه لړۍ اوس په دغه هيوادكې په خورا پياوړتياسره راپيل شوې ده .ښايي په همدغه پلمه يرغلګر يوځل بيا ددغه هيواد په وړاندې بې توپيره پاتې نه شي، يولړ نښې نښاني داپه ګوته كوي ، چې يرغلګرځواكونه دافغانستان له پاره هم هغه څه په پام كې لري لكه چې په ارويا كې دهمدغې لسيزې په ترڅ كې وليدل شول .  هم دا لس كاله مخكې همدغې امريكااو انګريزانو په بالكان كې څه ونه كړل ؟ پخوانۍ يوموټى يوګوسلايايې په څه نادودو سره واسكټ واسكټ اوتړانګي تړانګې نه  كړه ؟ دلته يې له يوې اوږدې قربانۍ راوروسته ، بيلابيل قومونه اومذهبونه سره وانه چول اودمليونوانسانانو له وژنو اوبدمرغه كولو وروسته يې  دغه سيمه په بيلابيلوهيوادو باندې سره ونه ويشله ؟  . دبوسنا دمسلمانانو عامۍ وژنې اوله هغه راوروسته دنورو ولسونو په وړاندې ځانګړې توطيې په خپله يوتاريخي درس نه و چې لويديزي جاسوسي ادارې  ترلاس لاندې ونيواوپه څه شان يې چې خوښه وه، دغه ټولنې يې  ددوى په خپله وينا سره  جوړې او ورانې نه كړې ؟ منځني ختيز خوله ډيرې مودې راپه دېخوا دلويديز دسياليواوګټوله پاره لنګه غواده ، په ټوله عربي نړۍ كې يوداسې مشرچې هغه دخپله اسلامي اوعربي ا اده ولري ، نه ترسترګوكيږي ددغو هيوادو مشران له خلكواوخپلو ارادتي سپڅلتياوو سره هيڅ ډول تړاو نه لري اونه كولاى شي په خپلوهيوادو كې د امريكايي اوانګريزي اسخباراتي اداروله اجازې پرته څه ترسره كړي ،همداده چې څوك ه دوى اوددوى له يرغلګروملګرو سره په جنايتوكې ښكيل وي ، ترهغوى ښه خلك په هغه سيمه اوهغه وخت كې نشته اوڅوك چې له دوى سره نه وي پرهغو باندې دټاپې وهلو تر ټولوښه وسيله سركښي اوترهه ګري ده چې درښتياووټكولو له پاره يې دنړۍ په هره برخه كې كاروي ، په هغو ټولنوكي چې ددوى له ارادې سره غاړه غړۍ نه دي ، هلته دهغو دعملي كيدو په پلم ه  پوځي او استخباراتي كارروايئ دحل بله لاره ده  ، خو په هغوټولنوكي لكه په زياترو عربي ټولنوكي بياداخبره له سره رامنځ ته كيداى نه شي ، په افغانستان كي طالبان دښځودحقوقو له پاره دچغې سر شول ، خو په نورو اسلامي اوعربي ټولنې كې په دغه برخه كي يوكوچنى سوال هم ددوى له خوا نه طرحه كيږٍي. په دې چې

 دهغوى ملاتړ بيا په امريكايي اوانګريزي استخباراتي اداره پورې اړه پيداكوي اوهغه نور بيا په رډوسترګو دايران اوعراق په برخليكونوكې اښكيلوي.

پښتانه وايي چې خبرې ډيرې سريې يو، امريكا نن سبا په افغانستان كې ددې له پاره نه ده راښكيل چې ګواكي دوى په رښتياهم ددغه هيواد له غمه مړه دي ، له خپل مكارانډيوال انګريزسره يې خپله يارانه بيا دملانصرالدين دبړستنې له پاره پيل كړې ده، مركزې آسيا ددوى وروستې پلان دى ، په دې مانا چې دنړۍ ددغې برخې په وړاندې له توطيې وروسته به دوى هم په دغه اوسني جولې سره پاتې شي اوكه  نه ، همداده چې اوس يې دغې خواته  رامخه كړې اوپه څرګنده يې په دغه سيمه كي خپل شوم خوناكام پلانونه ترلاس لاندې نيولي دي. له مركزې اسيا هم منځنۍ اسيا جوړوي ، دوى به په لومړي ګام كې  دبيلتون اور په افغانستان كې بل كړي ، اوله هغه وروسته به يې لمنه له افغانستانه دباندې هم وباسي . دم ګړۍ يې  په دغه هيواد كي ددغه هيواد توكميزجوړښت په هراړخيزه توګه دځان له پاره هدف ته د سيدو اوبري ترټولوښه وسيله په ګوته كړى دي ، په دې مانا چې دوى غواړي په دغه سيمه كې لومړى لاس په يوې پراخي انارشي پورې كړي ، داسې لكه په بالكان اومنځني ختيزكې ، ددغه هيواد يوشميرلږكي هم چې تراوسه پورې د افغانستان ت ملي جوړښت خپل توكميز، اوارادتي اړيكي ورته مهم دي ، ددغې توطيې له پاره تيارپه څواوسنګركې ناست دي، له دوى څ خه همدا اوس دملي پالوتوكونوپه مقابل كې كاراخلي اوان چې له هيواده دباندې يې هم دهڅولو له پاره مادي اومعنوي شونتياوې ترلاس لاندې نيول شوې دي په امريكا كې دكابل دادارې شيعه پلوى سفيرپه خورا ماهرانه توګه ددغه پلان له پاره لاس په كارشوى اوپه دغه هيواد كې په ملي ضد نامحسوسو كارواييوباندې لاس پورې كړى دى ، چې دهغوپه ترڅ كې  له يوې خوا دافغانستان دملي شته والي وياړونه په سيند لاهوكوي اوله بلې خوا دخپلې مذهبى كړۍ دتشويق اوتمويل له پاره يې امريكايي هڅونې اوپاملرنې دخپلې مذهبي كړۍ په لور را اړولې دي ، چې تبليغاتي بهي يې په خپله دغه ټكى په امريكا كې په ډاګه كوي . .(په كابل كې يې دلسګونو افغانانو وژل اود سلګونو ټپي كيدل هم  په رډسترګو كې امريكايي ضد احساسات ونه بلل )

څرګنده ده چې امريكايې استخبارات  به دغه شان واړه جوړښتونه په ډيرمهارت سره ددې له پاره وكاروي چې له افغانستانه دباندې په خپلو جرړو پسې ګام واخلي ، هغه ټولنې اوهيوادونه چې تراوسه پورې  دبيلابيلوتمايلاتو له امله  له امريكايي نفوذ اوطرحې سره مخالفت كوي ، ه ته په خپله په غيرمستقيمه توګه كټ مټ تمايلات شته ، چې دچاخبره ترويشه په تالان راضي دي، هغه اودغه تمايلات په خپل وار ددې لامل كيداى شي چې افغانستان يوځل بيا لكه دنولسمي پيړى د روس اوانګريزدنفوذ ډګرشي اوپه دغه شان به دغه هيواد په يوه بل ناسورباندې چې هغه به دبيلتانه په لور دبيلابيلو افغاني قومونو اومذهبې ډلودهڅولو ست ګواښ وي ورواوړي اوافغانستان به  په خپل زړه باندې دغه تورداغ هم له ناچارۍ زغمي . ازبك بدنام لوټمار په دغه ترڅ بل مثال دى ، چې همدا اوس امريكا اونورو يرغلګروته څه شان چاپلوسۍ اوغوړمالۍ نه كوي ؟  له بلې خوا دنړيوالو استخباراتي ټولنو نښونښانو اوكړو وړو په افغانستان كې وښوده ، چې افغانان څوك خپلې خوښې ته نه پريږدي اوپردي هم په دغه هيوادكې په خپلوخپلو پروژوباندې اخته دي ، همدا اوس دهيواد په مادي اومعنوي لوټ باندې همدغه يرغلګرو پوځونه داسې سره اخته دي ، چې نه ورځ ګوري اونه هم شپه ، دهيواد له هره ګوټه همدا اوس قاچاق وړونكي په تيره بيا دتاريخې اولرغونو آثارواووياړونو قاچاق وړونكو ځانونه ددې له پاره تيارى لري  ، چې دتاريخي اوقيمتى شتمنيو خرڅلاوآن  له امريكايي پوځيا نوسره پيل كړي ،وګورئ  دهمدغه لوټ پايله له هغې پيلامې سره يوشى ده ، چې كله امريكايي يرغلګروپوځيانو دبغداد دنيولوپرمهال نړۍ ته ور وښوده،چې ددوى  تيري كوونكي پوځيان لومړني څوك وو، چې دبغداد موزيم ته ورننوتل اودهغه په تاريخي لوټ باندې يي پيل وكړ. دافغانستان خلك ښايي فكروكړي چې باندني په رښتياهم له دغه هيواد سره مرستې كوي، په داسې حال كې چې داسې نه ده ، په يوه دروازه يوڅه مرداره ديوڅو ناوليوله پاره هلته استوي ، خوپه مقابل كې يې لس نورې داسې دروازې پرانستي چې هغه دمردارې بيه لس ځله زياته له دغه هيواد بيرته په دغه اوهغه نامه راوباسي . اوكه داسې نه واى دغه هيواد به يې په رڼا ورځ دداسې فسادې ادارې منګولو ته لكه چې په كابل باندې واكمنه ده نه سپاره ، داسې اداره  چې دافغانستان ملي اونړيوال حثيت يې په سيمه كې دبربادۍ منګولوته سپارلى دى.  ددغې ادارې شته والى، دپرديو استخباراتي كړووړو، په دغه سيمه باندې دبالكان دتجربې عملي كولو ، په خپله داډار رامنځته كړى چې دغه هيواد اوددغه هيواد دملي شته والى پازوال دملي ژغورنې ډګرته راووځي اوله هغه چا څخه چې دغه هيواد اودغه ملت يې ددغو برباديو منګولوته وسپاره دخپلو وينو په بدل كې پوښتنه وكړي .