ډیر چا رواکی دامنیت راوستلوسره علاقه نه لری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7738
انجنیر سید عبدا قادر
دخبریدو نیټه : 2006-06-23

انجنیر سید عبدالقادر

په افغانستان کی ډیر چا رواکی دامنیت راوستلوسره علاقه نه لری

ټول خلګ په دی با ندی پوهیږی چه په یوه مملکت کی امنیت وی هلته قانونیت وی هلته ټول خلګ په خپلو اقتصادی اواجتماعی  کارونو بوخت اوپه یوه سالمه دامنیت ډکه فضا کی ژوندکوی اودخلګوریښتینی انتخابی دولت هیڅ چاته حق نه ورکوی چه دقانون دچوکاټ څخه لیری عمل وکړی ځکه نودخلګودحقوقواوعامه شتمنیوسا تنه ددولت په لمړنیومسؤلیتونوکی کی وی دهر   جرم په مقا بل کی  د عدل اونصاف ترازوپروت وی اوپه ډیره خوشحالی اوجر ات سره خپل روز مره دژوندچاری مخ ته بیائ ولی زموږ په ګران وطن افغانستان کی چه اضافه تر دولسیزوداورپه لمبوکی دپر دیوپه بیشر ما نه لمسون سوځی اویو تعدادتالی څټی افغانان هم ددی لمبو څخه دخپلو ځانونواوپردیوپه ګټه کار اخلی ځکه نوکوښښ کوی چه دا لمبی همداسی بلی وساتی اونه غواړی چه دالمبی خاموشه شی ځکه دوی خپلی اقتصادی ګټی اوحاکمیتونه په همدی لمبوکی وینی نوپه یوه او بله بهانه دریښتینی مجرب اردواو پولیسو داکمال اوتربیی څخه لیری فاصله نیسی اوپه مقابل کی دیوه دیوال په څیر و اړوی ځکه اوس دافغانستان خلګو ته داسو ال پیدا سویدی چه د امریکاپه مشری دناټوقواوی دامنیت راوستلوتوانائ نه لری اوکه دامنیت راوستلوپه ستراتیژی  اوتاکتیکونوباندی نه پوهیږی چه ددی بی امنیتیوقر بانی بیا هم افغان زوریدلی ملت دی ځکه نوخلګ دا فکر کوی که دافغانستان څخه دامریکا اوناټوقواوی ووزی امنیت به ژرترژره په مملکت راسی اوخلګ  به دامنیت په فضا کی ژوندوکړی چه داهم دبی امنیتیوېومستقیم تاثیر اوانعکاس دی اوهم دطا بانودجنګ دمیدان تبلیغات دی  و لی په ا ووسنی بده امنیتی وضع کی که خارجی قواوی ووزی ډیره لویه انسانی فاجعه به منځ ته راسی           

ولی په هر صورت که دامنیت دراوستلو په مقابل کی دولت په داسی ستر اتیژی لکه په تیرو٥ کلنوکی چه ومخ ته ایښی وه مخ ته ولاړسی شایدپسله یوه یادووکلنوڅخه به هغه ناخوالی چه دبی امنیتیوپه نتیجه په وجودراځی تلافی به ئ دولت ته دامکان څخه لیری کار وی ځکه دولت په تیرو٥ کلنوکی داردواوپولیسو وقطعاتوته هغه پخوانی ملیشی چه دجنګی ګروپونوکی تنظیم اوهم یوتعدادجنګ سالاران چه ددوی ټوله تجربه دانسانانودمنځه وړل ،چور چپاول اودعامه شتمنیو سوځول وه معرفی کړی او دهغو دلاری دولت غواړی په مملکت کی امنیت راولی اوهم دولت په ولایاتوکی دجنګ سالارانو څخه جنګی لبا سونه ایستلی په عوض کی دقومندان ،ولسوال ، اونورو چارواکو مقدس لباسونه په واغوستل چه خلګ نور دهغو څخه دشکایت ویلو حوصله نه لری ځکه ددولت چارواکی دخلګو شکایاتو ته داهمیت په سترګه نه ګوری او ډیر بی پروا چلند ورسره کوی دولت باید دتیر و٥ کلنو دبی امنیتیواصلی عامل ولټوی په داسی حال کی چه ددولت چارواکی لوړ نه ګوری او غواړی چه په کښته کی اوبه صافی کړی چه دانو وخلګو ته دیولوبی په ډول معلومیږی ٠ دولت کولای سی چه صرف څو محدودی دبی امنیتیو پیښی وڅیړی اواصلی منبع ځانته معلومه کړی ولی دولت په دتیرو کلنو کی هیڅ یو موثر قدم نه دی اخستی چه په نتیجه کی په مملکت کی امنیت ورځ په ورځ دګواښ سره مخامخ کیږی مثلا دکابل دښار دجوزا د٨ نیټی دترافیکی پیښی څخه دبی امنیتیو په ګټه کار اخستل یا دبلخ دپوهنتون دانجونو ولیلی ته څوځله دشپی له خوا دپولیسومزاحمت چه په رشتیا سره ددغسی دامنیتی قواؤ م وجودیت دافغانستان خلګ وځانته ښکاره سپکاوی بولی اویا٣ کاله مخکی دکابل دبی امنیتیو اصلی عاملین همغه په پو یسی لباسونوکی جنګی ګروپونه وه چه دشپی په بندیز کی به ئ دوکانونه اوکورونه چور اوچپاول کول ولی وروسته هغه چه پخوانی داخله وزیر یوتعداد مجرب پولیس جذب اومقررکړل په تیجه کی دکابل ښاریانو دارامی تنفس وکړ ی  ولی بیا هم ډیر دپخوانی جنګی ګروپو ډلی پکښی فعالیت کوی معلومه سوله چه ٨ دجوزادترافیکی پیښی څخه وروسته وبی ام نیتیو ته هم هغه دپولیسوپه لباس کی جنګی ګروپونه وه چه پولیسی لباس ئ وایستی او چور اوچپاول ته ئ زمینه م ساعده کړه اویا یو تعداد دپولیسودجملی څخه خپلو کورونو ته ولاړل نوکه په دغه شکل دافغانستان اردو اوپولیس اکمال اودحربی ښوونځی اوحربی پوهنتوتونونودروازی تړلی وی نو دافغانستان دولت به دخارجی تیریو اوداخلی بی امنیتیو په مقابل کی په دغه مسلحو قواؤ باندی وکړای سی چه دوطن او خپلو خلګو دفاع وکړی چه دا ټوله دافغانستان دولت ته لوی تجربی دی چه باید دخلګو په ګټه زده کړه ځینی وکړی ٠