( روهي ) دخپل پيرنوميالي افغان پوه ، مفكراولارښود

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7847
پوفيسر خالق رشيد - کاناډا
دخبریدو نیټه : 2006-06-29

پروفيسر خالق رشيد - کاناډا

دپوهنوال خالق رشيد ليکنه - کاناډا

===================ارواښاد استاد محمدصديق روهي

روهي مرغلرې :

_ دافغانانويوالى يوازې د خوشال تر ايدلونو لاندې كيداى شي ...

_  زموږ لوى عيب دادى چې پياوړى سيال نه شو زغملى ، په تورونو يي وژنو...

_ زه رون اندى يم ، نه پردى پالى ...

_موږ بايد په ژوند كې انتفاد منونكي اوسو.. .

_افراط كه ښى وي اوكه كيڼ دانسان دښمن دى ...

+++++++++++++++++++++++++

  ټاټوبى اوفرهنګي لا ښوونې    

زه نه غواړم چې داستاد روهي په بيوګرافي باندې دلته خبرې وكړم ، يوازې ديوې لنډې څرګندوني په ترڅ كې دهغه په ملي اوفرهنګي خصيت اودهغه په تاريخي ټاټوبې  باندې غواړم

دهغه ديوه زده كوونكي په توګه يوڅو ټكي هغه ته دخپل اراد ت په نامه دلته ووايم .

استاد روهي دپښتني اوپښتانه هويت اوګيان (پوهې ) په پاسوال ټاټوبې  (پكتيا ) كې زيږيدلى ،اودخپل ځان له پاره يې خپل تخلص ديوه تاريخي وياړ پربنسټ(  وهي)  ټاكلى دى . دافغانستان هره څنډه ددغه هيواد په تاريخ كې ديوه داسې  تلپاتې اوزرين څپركې وياړ له ځان سره لري ، چې هغه په هروخت اوهره دوره كې ددغه هيواد يوتاريخي پښت روزي اوپه خپل  شتون اوسوچون كې يې هغه تير برم كه څوك وغواړي اوكه نه له ناشعورڅخه راباسي اوپه شعوركې يې ديوې رښتيا په توګه راژوندى كوي ، روهي د روه دتمدن داسې تلپاتې استازى دى چې اوس دافغانستان او آسيا په تاريخي اوعلمي وياړونوكې اوچت مقام لري .دروهي ټاټوبى هغه سيمه ده چې دپښتون اوافغان نوم اولرغونى وياړ له يوې لرغوني مودې را دې خوا ترننه موږ ته ساتلى او اليږدولى دى .  هندي سانسكريتې (فرهنګ ) اواتهاس (تاريخ) پوهان اوس په دې سره يوه خوله دي اودا منې چې دويدي س ودونو لومړنى زانګواوپالنځى داوسني افغانستان جنوبې برخه په تيره بيا هغه سيمې چې (كرومو ) (كرمې ) ګومتى (ګومل ) كټواد (كټواز) كابورا (كابل ) او لوګره (لوګر) سيموپه منځ اويا ورڅيرمه پرتې دي .

دغه پورتنۍ نومونه يووخت لكه دنن په شان هسې ساده دځايونومونه نه وو، بلكه دا هريوديوه فرهنګي اواعتقادي تمدن زانګوبلل شوي دي . دبيلګي په توګه ددغه اوسنى كټواز ويې په زړه پښتواوزړه سانسكريت كې دكټواد په بنه راغلى دى ، دغه سيمه ان تراوسنې ګرديزاوخوست پورې دمقدوني سكندر دراتګ په شپوورځوكي دسانسكريتې اوبوديستې اعتقاداتودڅيړنو داسې لوى علمي مركزوچې له اوسنې هندوستان ، تبت اودپوديستې ګروهمنوسيموڅخه به زده كوونكي  دلته راتلل اودلته به يې خپلې زده كړې دعلومو(معقولواومنقولو)   په بيلابيلوپرخو كې پشپړولي .اولوى لوى ګيانيان به دلته روژل كيدل اوبيرته به دهند اوجنوبي آسيا بيلابي وبرخوته استول كيدل . ، (په ځدراڼوكې اوس يوقام شته چې په ګيان خيلو باندې نامتودى ، دګيان ويۍ په سانسكريت كې اوس هم ژوندى دى اوپه اوسنۍ هندي ژبه كې يې د پوهاند اوعالم له پاره كاروي ، خوپه ځدرانو كې ددغه پښې شته والى په خپله دپوهې اوفرهنګ په برخه كې دپښتنود ادعاله پاره يوښه لاسوند (دليل) دى چې سړى ويلاى شي پښتانه اوپښتوژبه له دغه مهم ارزښت سره له ډيرپخوا څخه اشناوه. چې ددغې اشنايي لمرڅرك په خپله همدغه روه اودهغې علمى لوړتياوه . كه يوڅوك دا ادعاوكړي چې راځئ دافغانستان نوم په روه واړوو ، نوترهغوى چې اوس په نادانۍ سره دافغانستان پرځاى دخيالي خراسان خوبونه ويني د روه علمي اوفرهنګي وړتياهم لرغونې اوهم په علمي  اوملي لحاظ اوچته ده. ځكه چې وه خوترخراسانه زيات دافغاني ملي  هويت څرګندتيا دتاريخ په يوه پړاوكې كولاى شي ،كه له احساساتو اوتعصبونوسره تيرشو اوعلمي قضاوت ته غاړه كيږدو ، افغانستان په خراساني دوركې لكه ننۍ افغانستان (له امريكايې څپاوه راپه دېخوا ) ددغې خاورې داوسيدونكو دپوره واكمنې خاوند نوم نه و، هرڅه چې اوس موږ دخراسان په وياړونوكې ه ځان سره لرو ، هغه په داسې حكومتوپورې اړه لري چې دهغوى اريايې توب دتاريخ په وړاندې دپوښتنې وړدى ، په خ اساني پيركې له عربورانيولې  ترتركي غزانواوچنګيزيانوپورې ټول پردي پردغه هيواد باندې برلاسي وو، تاسې وګورئ چې په دغه پيركې افغانستان څه نه دي ليدلي اوڅه يې نه دې زغملي ؟ ترهغو چې موږ په شعوري توګه ددغې دورې تا يخ په ملي روحيى سره ونه څيړو موږ نه شوكولاى ځان په دې قانع كړو چې ګواكي ترافغانستان خو په خراسان كې زموږ ملي اوتاريخي هويت په هراړخيزه توګه هم دروند واوهم خوندي .بله داچې كه دخراسان نامه دومره ملي وړتيا اودروندوا ى درلوداى نوبياخوفارسيان ليونيان نه وو، چې پرځان باندې يې ايران نوم ايښود . خراسان موږ ته داسلام له رڼاپ ته نور كوم لوى برى اودپاملرنې وړ بريا چې په هغه كې  اريايي پرتم وليدل شي له ځان سره نه لري .

په هرډول د روه زړه همدغه اوسنۍ لويه پكتيا ده چې پرپښتوژبه برسيره يې په زړه كې دنورو ژبو اوګروهوبشري نوميالي شهكارونه راايجاد اورامنځ ته شوي دي  ، دنوميالي ګريك _ پښتون آرى واكمن (څښتنه ) چې ده ته د (روه ) ټولواكمن هم ويلاى شود واكمنۍ آباده اودخوښييوسيمه همدغه سيمه وه،په همدغه لړكې  د روه بل پښتوپالي اوپښتوويونكى  واكمن مناندر يا ملنډا (چې دواكمنۍ لړى يې له پنجابه تركندهاره پورې څرګنده ده اوميرژكه يې له پاتې شوونو څخه تراوسه موږ وينو ) دملنډاپڼو لومړنۍ پښتوكتاب چې دده اوناګاسينا خبرې اترې رانغاړي دهمدغې سيمې (روه )  په تمدني برياوو پورې اړه لري.

روهي ګيانيانو دتاريخ په اوږدو كې دپښتنودعلم اوپوهې توغ په پرتم سره ساتلى دى، همدغه سيمه ان داسلام دسپيڅلي دين له راتګ څخه راپه دې خوا هم ديوه ژوندي ف هنګي مركز په توګه پاتې شوې ، په غزنوي اوغوري دوروكې ددغې دوروله نامتومركزونو څخه يوهم دغه دلويې پكتيا اوسنى  مركزد گرديز ښار و چې ددغې سيمې يوشميرنوميالي پوهانو لكه ګرديزې اودهغه تاريخې اثر زين الاخبار  له دغې سيمې اوددغې سيمې له فرهنګي كاروان سره تړاولري چې دپوهې په تاريخ كې  دهرچا له پاره  نه  هي ودونكي دي . دلوديانو اوسوريانودپلرونوټاټويې همدغه لويه پكتياوه ، چې نه يوازې يې په هندوستان كې پاچهاهى جوړې كړې بلكه هلته يې د پښتون ،پټان اوافغان تمدن اوفرهنګي بنسټونو ډبرې هم كيښودې . دشمالي هندوستان دتصوف سر اري اود

سهرورديه طريقي نوميالي پښتون پير دهنددپنجاپ دمليركوټله صدرالدين صدرجهان چې نوميالي پښتون ټولواكمن اعلحضرت سلطان بهلول لودي يې  په خپل معنوي بركت ترډلي پورې بريمن وهڅاوه اودده دمعنويت له فيضه دهندټولواكمن شو، هم په لويه پكتيا پورې اړوندو.

اوپه همدې شان لويه پكتيا نن هم له خپل دغه برم څخه نه رالويدلي اونه وړه شوې ده ،  په دغه روانه پيرۍ كې دانګرپزي روسي او اوسنيوشيطاني ښكيلاكي ځواكونو په وړاندې هم په دغه اتله حوزه كي دمقاومت اولارښونې ، علم اوفرهنګ پالنې ډي پياوړى ځواك اوس هم ژوندى دى ، داهم ماته څرګنده ده چې دهند دآزادۍ غورځنګ دانګريزنړيوال ښكيلاكي ځواك په وړاندې د همدغو خړو غروله تړو اوددغو سرلوړو نښترو له سيوريو څخه لارښونه كيده حاجې ميزاعلي خان فقيرايپې په خپل يوه ليك كې نهرو ته وليكل : ((  ... دهندوستان په اوږدو او لنډو كې له اخبارونو(سركاري ) څخه دا په ډاګه كيږي چې دوى په موږ پسې دتبليغانو يوبې سارى لام را پيل كړې دى، دوى فكركوي چې زموږ هلي ځلي هسي بې پايلو منډې رامنډې دي، خوموږ دخپلو كينه ناكو دښمنانوپه دغو درواغوباندې له دې امله ښه پوهيږو چې موږ په خپل قام مينان يو، دوى غواړي چې موږ له خپلې آزادۍ څخه بې برخې كړي ، خوتاسې  جناپ په بشپړه توګه ډاده اوسئ چې ترڅو موږ هغه ظالمان له خپل هيواده دتورې په زور نه وي ايستلي اويا مو په دغه جهاد كې خپل سرونو دقبرترتله نه وي رسولي ، ترهغه پورې زم وږ اوپرهند باندې دهندد حكومت (انګريز) ترمنځ سوله ناشونې ده .زموږ له پاره دآزادۍ يوه وړه شيبه دغلامى ترژ ګونو كلونه اوجته اوارژښتناكه ده ... (( نهروته دليك يوه برخه د ۱۹۳۷ كال د سپتمبر ۱۶ )) .

له دې ټولو خبرو څخه مى موخه يوازې يوټكى واوهغه داچې زم وږنوميالي پوه استاد روهي له دغسي يوې تاريخې اوفرهنګي حوزې سره تړاولري  په دغه تاريخي اوفرهنګي حوزه كې اوس هم دهماغو نومياليو دپجيانو كمى نشته ، اوس دلته دپوهي پراساساتو دنوي عصر له تكل سره سم دنوي ژوند په ور هڅه پيل شوې ده همداده چې  په دغه ترڅ كې دنوميالي پوهاند روهي نوم اوځاى دافغانستان د هروګړي اوهرعلمې اوفرهنګي پوهنځي له پاره دهغه دوړتياله مخې يوآشنانوم اويوتلپاتې پيژندل شوى روهي كركتراومعنويت دى.

  وهي څوك و ؟  

_  زموږ لوى عيب ناپوهي ده ځكه پياوړى سيال نه شو زغملى ...

كانديد اكاديمسن محمدصديق روهي په افغاني ټولنه كې ديوه داسي ستوري ځاى لري چې ډيرلږ كسان دهغه رڼا ته په لومړي اوسرسري كتني سره ځيركيداى اودهغه رمزته رسيداى شي. هغه په معاص وټولنيزو علوموكې يوڅو بعدي پوهاند و چې تراوسه هم دهغه په افكاروباندي لكه څنګه چې يې حق دى ، كارنه دى شوى ، په دې هيله چې يوورځ به موږ په دې وتوانيږو چې د روهي دټولنيزو څيړنو اوهلوځلوپه رڼاكې ديوه پراخ علمي ريسرچ له پاره لاره پرانيزو اوپه دغه وياړ سره به ديوې نوې علمي هڅې په لور ګام اوچت كړو.  تردغه سرليك لاندي دم ګړۍ زه په لنډيزسره داستاد روهي په يولړ هغو لارښونوباندې رڼا اچوم چې هغه زما په خاطره كې دده د درسونو اولارښونوپه توګه پاتې دي . كه ژوند و، اودمهاجرت اوغربت تورې وريځي زموږ له سرونو په يوه خوا شوې ،داستاد آثارمو لاس ته اغلل ، ددغه كار لړۍ نوره هم سره وغزوو څووكولاى شو روهي لكه څنګه چې و هغسې نوره هم په خپله علمي وړتياكې وګو و او ويې پيژنو .

 ۱_  روهي دنويوپوهنوپه ډګركې لوى پوهاند و .

_موږ بايد په ژوند كې انتفاد منونكي اوسو.. .

روهې دافغانستان په هغو روڼ اندوپوهانو كې راځي  چې خپلې لوړې زده كړې يې په عصري توګه له هيواده بهرپشپړې اوله هغووروسته دپوهې له يوه نوي تكل اوتجربې سره هيواد ته راستون شو، ده په خپلو ليكنواو څيړنوكې زموږ ټولنه او دڅيړنوبهير له يوه پاڅون اوبدلون سره مخامخ كړ، دنوې ليكنې ، دنوې كره كتنې ، دنويوڅيړنو يوه نوې لاره يې په خپل وخت كې په داسې توګه پرانيسته چې په افغاني څيړنوكې يې  منطق ، دليل اوبحثونه دهسې وچو خوشبينيواوخيالي اټك ونه پرځاى واكمن كړل. هغه ژموږ دپاشلي څيړنيز پهيراودنوي نسل دسالمې روزنې په ترڅ دڅيړنې هغه اصول چې په علمي نړى كې يې دعلمي تيورۍ اوپه پيښوباندې دسالم قضاوت اصول  منل اوتاييدول زموږ په واك كې راكړل ، روهي لومړنۍ پښتون ليكوال و چې په ادب اواد

بې تيورۍ كې يې د پرتلييزميتود په رڼاكې خپل ادبې ارژښتونه له نړيوالو هغو سره پرتله كړل ، دده دبې سارو آثارواوڅيړنوب كت و چې موږ خوشال اودهغه داندو ژوند فلسفه دعلم په دايره كې وپيژندله . موږ يې دلومړي ځل له پاره په هنر اوادپ كې دكره كتنې له نوي علمي ميتود سره آشناكړو اوپه دغه ترڅ كې يې زموږ دتشو( نسيا) لاپوشاپو روحيه  په رښتياينه او( نقد ) باندې را واړوله . همداوه چې په دغه ترڅ كې په رښتياينې سره هم دځان اوهم دنورو په وړاندې بې رحمه و. يو م هال مادماسترې تيزسس دده ترلارښونې لاندې ليكه ، په دغه ترڅ كې مادده دآثارو په باره كې هم يوڅه ليكلي وو، دده نوم د استاد تږي ترنامه دمخه راغلي و ، ماچې كله هغه پاڼې دكتنې له پاره ده ته وركړې ، په سبايې دليكوالوله انجم ن څخه تليفون راته وكړ، چې نن بايد زه دى زمادليكنې په اړه وګورم ، كله چې ورغلم ، ده په خورا آرامه اوعالمانه توګه راته وويل ، چې تا زما په اړه تبصره تر استاد تږي دمخه راوړې ، په داسې حال كې چې زه خپله په دغه برخه كې داستاد تږي پوروړى يم . زه هيله كوم چې زمابه باب خپله تبصره تر نيازي (تږي ) وروسته راوړي . استاد روهي په هغه ورځ په دغه دوره كې هغه ټول بهيرماته ټكي په ټكي تشريح كړ. زه هماعه مهال پوه شوم ، چې روهي څوك دى اوڅه له موږه هيله لري؟ روهي زموږ دادب پوهنې اوپه تيره بيا دكره كتنې په برخه كې هغه ځاى لري لكه چې  ټي . اس . اليوت يې په انګريزې ادپ پيژندنه  اوكره كتنه كې لري  . زه ځان په دې نيكمرعه پولم چې د دوو علمي رتبو (پوهنملي ،اوپوهندويې ) له پاره زمالارښود استاد هم دى و، زما دپوهندويي رتبې اثر دپښتودوو ادبې بهيرونو ( استوګن اونااستوګن ) تيوريكه شننه اوتشريح وه ، همدغه اثرو چې بيايوشميررا پسې ناحقي اوغيرعلمى ډنډورې هم واچولې ... په داسې حال كې چې دايواړتياوه اوپه دغه ترڅ كې ما په خپل اثركې دبښتو ملي اويوموټې ادب په پاڼوكې هم دتش په نامه انقلابې اوهم تش په نامه جهاد ي ادب نومونې  په خپل وخت كې لنډ پالې اولنډ پارې نومونې (اصطلاحات ) وبللې. استاد روهي په خپله په دغه ټكي باندې باوري و جې ليكوال  اوشاعران ددغې روانې بدمرغى مسوول په دې نه دې چې دوى په كې نه اوس رول لري اونه يې پخوا درلود.دوى بايد يوازې  زموږ داحساساتواوعواطفواستازې وې ...

استاد روهي په خپلو نظريانواوليكنوسره نه يوازې دپښتنو دځوان نسل په روزنه كې ټاكوونكي برخه ترسره كړه اودرناوى يې كيده بلكي هغه دافغانستان دفارسي ژبوليكوالواو اعرانو په منځ كې هم خپل بې سارى محبوبيت دژوند ترپايه ديوه مشرعالم اوپوهاند په توګه وساته ، دفارسي ژبې ځوانمرګ شاعر ارواښاد قهارعاصى ايران ته دخپل سفر په ترڅ كې دشعر په مجله كې د استاد روهي يوه مقاله له پښتوڅخه په فارسي ژباړلي اوخپره كړې وه ، كله له هغه هيواده (ايرانه ) خورا خواشينۍ بيرته راغى ، ماددغې مقالي دژبارې اوخپرولو لامل ترې وپوښته ،ده په ډيره رښتينې ژبه  لكه چې عادت يې و راته وويل :((  ده افغانستان بدون روهي وباخترې ديګه كې است ... هرچه ديدم ، تاچيزې را نشركنم  كه ايرانيان نګويند ازماګرفتند درنوشته هاى ديگران نيافتم لذا اين مقاله وزين استاد را ترجمه كردم ... )).

په هرډول پښتواوپښتنو ته استاد روهي په خپل وخت كې په خپلې فرهنګ پالې روحيې سره يولړداسې كارونه ترسره كړل چې هغه له شكه پرته موږ په بنسټيزو اوكيفي كارونو اوخدمتتونو يادولاى شو، دده تر مشرۍ لاندې پښتوټو نه په دې بريالۍ شوه چې په نوي علمي كيفيت سره خپلې څيړنې پرمخ بوځي . ده همداشان په راوروسته كې هم دعلومو آكا يمې ، ليكوالو انجمن اوهمداسې دكابل پوهنتون په علمي كارونو كې خپل ځاى او خپل صلاحيت درلود. په شپتموكالو كې ده دكابل پوهنتون پښتوڅانګې ماستري دورې زده كوونكو ته دتدريس چارې ته اوږې وركړې اوددغو زده كوونكو دعلمي اوعملي كارونواودرسونو لارښونه په خپل پوره صلاحيت سره سرته ورسوله. په دغه مهال ده  دمعاصرو ادبياتو، اوخوشال پوهنې په برخه كې رغنده لارښونې وكړې اوپه دغه ترڅ كې خپله اوچته ونډه ترسره كړه . دكابل پوهنتون دعلمي ترفيع ګانو لارښونه په هغه مهال له پوهنتون څخه دباندې پوهانوله پاره  ډيره ساده خبره نه وه ، ان چې كله كله خو به په دغه اړه دباندنې استاد دصلاحيت پوښتنه ترهرڅه دمخه طرح كيده ، خوديوشميرهغوعلمي څيرو لكه استاد وهي په وړاندې كله هم داشان پوښتنې نه طرح كيدې اونه يې هم چا اړتيا محسوسوله . 

 ددې ليکني دوهمه برخه له دې ځايه ولولی