( روهي ) دخپل پيرنوميالي افغان پوه ، مفكراولارښود( دوهمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7848
پروفيسر خالق رشيد- کاناډا
دخبریدو نیټه : 2006-06-29

۲- روهي دخپل عصريو ايديال روڼ اندى (روښانفكر)  و

_ زه رون اندى يم ، نه پردى پالى ..

داډيره موده كيږي چې هلته اودلته ديوشميرافغاني خپرونو ه لارې په دغه اړه ليكنې كيږي چې رون اندي څوك دي ؟ اويوبيلګه ييز رون اندى (روشنفكر ) موږ چا ته ويلى شو ؟ 
داهغه پوښتنې دي چې جرړې يي دافغانستان له خپلواكۍ څخه راپه دې خوا دافغانستان دمعاصرتاريخ ديوې مهمې برخې په توګه دمعتبرواسنادو له مخې په پوره ډاډ سره موږ څيړلاى شو. زه په ځانګړې توګه له امان الله خان څخه وروسته تر م عاصروڅيروپورې تل په دغه اړه فكركوم  چې يوڅوك داسې پيداكړم چې هغه د ټول لږ په ليك لوست پوه كسان (چې يوشميريې وڼ اندي ياروشنفكران بولي ) وستايي اودهغه په كړو وړو كې دې داسې څه نه وي چې دهغوله مخې بايد ګوته ورته ونه نيول شي. امان االله خان دافغانستان په روښانفكري تاريخ كې يوبيلګه ييز څوك دى چې ان پښتون دښمنه پردې پالي قسم خوا ه ځواكونه  چې دپښتنوپه سيوريو هم دتومت داغونه لګولي هم دهغه په شخصيت باندي اعتراف كوي اوددې توان نه لري چې ددغه حقيقت په وړاندې دې مقاومت وكړي .ان استاد خليلي چې ويل كيږي پلار يې امان الله خان دخپلوناوړو كړو وړو له امله دقضاوت په ډكركې محاكمه كړ هم دغازي امان الله خان د جنازې پرمهال جلال آباد ته ورغى اوهلته يي هغه مشهو ه قصيده (شهريار بازآمدي ...) (۱) ده ته دده دلويئ له امله نذركړه .(له بده مرغه چې دغه قصيده اوس دده مداحان دده په چاپي ديوان كې نه راوړي اويايې له منځه وړې وي )  چې ددې مانا په خپله دهغه په وړاندې د درناوي سرټيټول وو.
داسي كسان لكه امان الله خان په راوروسته كي هم لږ نه وو، خو له بده مرغه چې په افغانستان كې دسړي پيژندنې م عيار اودهغه آرونه د بيلابيلو ډلو ټپلود غيرعلمي او نامعيارى ارزونې دتول په ترڅ كې رامنځ ته شوي دي  له بده م رغه چې دوى په دغه غيرعلمى تول پارسنګ كې كسان اوډلي اچولي اوبيايې په مشهوره خبره له (خپل مذاق ) سره سم قضاوت پرې كړى دى .همدا لامل وچې په نژدې تيره نيمه پيړۍ كې افغانستان يوه داسي ملي ، علمي او ټولينيزه بيلگه ونه مونده چې اوس يې دنوي نسل مخې ته را وړاندې كړي . هغوى چې په سياست كې ونښتل ، هغوى خو په تمامه دباندنيواړيكو له مخې په دې په هيڅ وشميرل شول چې له پرديوسره يې اړيكي كلك كړل او دهغو دپيروانو او پلويانو په تور دتوتوپه حساب شول .
هغوى چې په علمي او فرهنګي چاروكې بوخت وو ، په هغو ى پسي قومې اوسمتي اړيكي  غم شول اودهغو په ګناه يي ان ثار هم ونيول شول اوهغه يې د پرديو په اشاره غلط تعبيراوتفسيركړل او ونه شواى كيداى  چې په دغه ګډوله ټولنه كې د ددې وړتيا ترلاسه كړي چې ديوې بيلګې اوبيلګه ييز كس په توګه دې په ملي سويه دمنښت ډګرته راووځي اوياد په علمي ګركې د دافغانستان دهرې ډلې له خوا ومنل شي. 
دټولينيزې ودې دقوانينو له مخې په دغه اړه ددغه ټكي يادول اړين دي چې ،  ثابت ټولنيز قوانين په يوه ټولنه كې يوازې دهغې ټولنې دپخوالي او پياوړې ټولنيزې او اقتصادي ودې او ټو نيزثبات په ترڅ كې رامنځ ته كيداى شي له دې سره سم  ديوې سالمې ټولنيزې فضا شونتياهم په همدغه ټيكاو (ثبات) كې وړاندوينه هم دپاملرنې وړكيدونكي ده  .
په افغاني ټولنه كې نه يوازې داچې دټولنيزو قوانينو پته نشته  په دې و وستيو كې په دغه ټولنه كي هغه ټولنيز قراردادونه چې په طبعيي توګه موجود وو اودلته يې  ددغې ټولنې په ټولنيز چا پيريال باندې واكمني كوله هغه هم له يوې خوا په هيڅ شماره شي اوله بلې خوا په داسې حال كې چې بديل هم نه ورته په ګوته كيږي په شعوري توګه له منځه تلونكې دي اوپه سوكه ييزې وركې يې ورمخه ده  . دهمدې لامل پايله به دا كيږي چې پ دې پالي ځواكونه ووايي موږ  په خورا سختى سره كولاى شو په افغاني ټولنه كې يوتيپيك افغان عالم داسې چې په تيرو ديرشو كالوكې يې په رښتياهم په روڼ اندۍ سره د افغاني هويت اوددغې ټولنې دسرلوړئ له پاره ګام اوچت كړى وي ومومو.
په داسې حال كې چې په افغاني ټولنه مين هيواد پال پوهان اوڅيړونكي  له دغه شان طرحې سره هيڅكه هم دهو، سرنه شي ښورولاى . افغانستان سره له دې چې په تيرو شلوديرشو كالوكې پردي پالي حركت سخت وځاپه ،پردي ټپو ښيواوكيڼونړۍ يدنوكه له يوې خوا په دغه هيواد كې ددغه هيواد تجربه شوي  ټولنيزارزښتونه بې ارزښته كړل . له بلې خوا له دې سره سره هم  په دې ونه توانيدل چې ګواكي هرڅه ته دې ، دپاى ټكى كيږدي . نه ، ددغه هيواد دهرقام په زړه كې داسې كسان هم شته چې پرهغوى باندې افغانستان دزړه له كومي ګران دى اوتراوسه پورې يې دهغو ى په شان چې چا خرڅ كړ، چا په وينو و نګاوه اوڅوك يې اوس هم دپرديو دتاخت اوتازله پاره كاروي دزړه له كومي دنفرت اوكركې په پوله ولاړدي . دوى ت اوسه هم په خپل هيواد افغانيت  وياړي اوپه دې باوري شوى چې كه له دغه هيواده ديوې شيبې له پاره هم په يوه خوا كيږي هغه ددوى شته والي اوافغانيت ته دمړينې ګواښ دى.
افغانيت دهرافغان له پاره دملي پيژندپاڼې لوى لاسوند اووياړدى ، ددغې نوموني آرلغت پښتنولي ده ، چې دپښتنودستروياړاو اوچت ټولنيزفرهنګ اوتاريخې هويت له مخې په افغانستان كې اوسيدونكو قومونونو لكه تاجكانو، هزارګانو ، ازبكانواونوروهم دځان كړى دى، او دا (افغانيت ) دافغانستان دملي شته والي اوملي اډانې داسې بنسټ دى چې اوس يې ددغه هيواد دټولوقومونو دملي پيژندپانې په كرښوكې لوړځاى ترلاسه كړى دى . افغانيت او پښتنولى اوس كه څوك مني اوكه نه ، دافغانستان دټولوقومونو په رواني ، اخلا ي ، ګروهي اوكله هم په حماسي وياړونو كې ځاى نيولى دى . هغوى چې دافغانيت له قانونمند آرڅخه دتبليغاتي اوتعصبې ناندريو ترسيوري لاندې ځان پټوي ، اوپرديوته خدمت كوي ، هغو په خپله ددغه ټولنيزهويت پرجرړو باندې په علمي توګه پوهيږي ، خوله دې سره سره هم هڅه كوي چې په افغاني ټولنو كې په دغوټولنيزو  رښتياووباندې سترګې پټې كړې اودخپلي ناپوهې  خاورې دنورپرمخ هم ور واچوي .
آيادغه پردې پالي حركتونه به ددې جوګه شي ، چې  په افغاني ټو نيزه اډانه كې به كوم بدلون رامنځ ته كړي ؟ زه خوپه دې باوريم ، چې ددغه كار شونتياكله هم په دغه ټولنه كې انځو يدونكي نه ده ، په دې چې ننۍ پردۍ پالې مغكورې ټولې لنډمهالي اوبهرنۍ توطيې دې چې سياسي لنډپارې دندې له ځان سره لري اوپه اوږمدتي ډګركې په پنځاني (طبعيي) توګه  هيڅ كيږي  .
وګورئ ، په تيروڅلوروكالوكې عملا موږ وليدل چې په پښتنوڅه راغلل ؟ اوتراوسه څه پرې روان دي ، رښتنې هزاره ، هيوادپال تاجك ، بلوڅ او ازبك اودهغو رښتني استازې په عملي توګه دپښتنوله دغې قربانۍ څخه نه انكاركوي اونه ددغه قام په ملي اوتاريخي رسالت باندې سترګې پټوى ، هغوى هره شيبه ددې له پاره تيارى نيسي چې ځان په هرډول چې وي دخپل ځانګړي رسالت له مخې چې هيواد په وړاندې يې لري په دغه بهيركې ورګډ كړي ، د روس پر ضد جهاد هم له پښتنو پيل شو، خو وروسته دغه يوموټي ملت په هره خوا كې خپل ځان دعمل ډګرته راوړاندې كړسره له دې چې پردي پالو دبري په پاى كې په پرديو وسپارل ، خو بيايې هم هغه څه چې رښتياوو اوهغه څه چې دملت خپله هڅه وه ، هغه يې په خپل ټول ځواك سره عملي كړه .دافغانستان لږكي خوهسي هم په دغه ټولنه كي د ټټاراو نانواى ، مسګراواهنګرله چم ګاونډه دباندې نه وتلي وواونه هم دهيواد دملي برخليك اودفاع په كاركې دپښتنوانډول وو،كله چې دشلمې پيړۍ په خورا سختوحالاتوكي دملي برخليك پوښتنه طرح شوه ، دوى لكه نن چې دام يكايي څپاو په وړاندې پټه خوله دي ، همداسې د روسانو په وړاندې هم ترهغه مهاله چې نوريې دمرګ اوژوند پوښتنه امنځ ته شوه پټه خوله وو، څوچې په پاى كې ناچارشول هلته اودلته يې ځانونه راڅرګندكړل ، له بده مرغه چې دلږ كيويوشمير دهيواد دملي برخليك په ترڅ كې مخكې تردې چې دهيواد اوملت په وړاندې خپل رسالت ته اوږې وركړي ، د پ ديودنفوذ اواغيزښكارشوي ، د دوى يوشمير ددې پرځاى چې ددغه هيواد داوسيدونكو په شان يې بايدخپل ملي دريځ ساتلى واى ، داسې لنډې  منډې وكړې  چې دهغه په پايله كي يې نه يوازې خپل لږكې دملي سياست اوملي دريځ دايرې ته په ښه نامه  راوړاندي نه كړل ، بلكه هغه يې دنورو دقوماندو تابع كړل اودنورو له پاره يې په خپل كوراوخپل هيوادكې دبدم غيولاملونه شول. كله چې دلږكيوپردي پالي ځواكونولاس ته  وسله ورغله  ، نو بيايې سترګې  پټي شوې اوپه هغه څه يې لاس پورې كړ چې دملي جوړښت په لويه دايره كې يې له شرمه پرته بله بريانه درلوده اونه پرې سرلوړي شول. 
نن وى اوكه سباوي ، دوى به هم لكه دپښتنوپه شان دخپل هيواد ددفاع اوجوړوني ډګرته راوړاندي كيږي اوديوه ملي پياوړي ځواك په جوړولو كې به خپل رغنده دريځ ترسره كوي .
دوى ديوه واحد افغان دسترپيكرتوك دي . لكه استاد روهي به وي   په افغانستان كې د دموكراسئ دعملي كيدو ترټولو مهم لاسوند په خپله ددغه هيواد داوسيدونكو(كه څه هم  دوى به ديوه مهال له پاره دهغې عملي كيدو ته غاړه كي نه ږدي)  له عملي تفاهم څخه پرته بله لاره نه ده. 
داستاد الفت دفلسفي او رواني څيړنې په ترڅ كې يوه سپارښتنه داده چې ژوندي ملتونه هغه دي چې دخپلې ودې اوپرمختګ  په بهيركې خپل خادمان اوخاينان وپيژني ... په افغاني ټولنه كې تراوسه هم دغه علمآ په ډاګه شوې نيمګړتيالا په خپل حال پاتې ده . اتراوسه هم دغه ټولنه كې په خبره پوه كسان د ړندو اوكڼوپه ببولالوپسي په وياړوسره روان دي ، لاتراوسه هم دغه ټولنه دخپلې ودې اوشهامت هغه پړاوته (ان په روښانفكري سويه ) ونه رسيده چې دځان له پاره دخپل رښتينې لارښوونكي كه روهي  ديوې بيلګې په ګوته غوره كړاى شي. داكاريوه رښتيني شهامت اوقربانۍ ته اړتيا لري  اودغه چال چلند كه په مادي لحاظ څوك نه شي زغملاى ددې له پاره لوى معنوي لاملونه هم شته چې انسان ته دنيكمرغئ لوى زيرى له ځان سره لري .
پښتانه خودخداى لري په خپل ټولنيزجوړښت كې هغه مشهوره خبره تراوسه هم له ياده نه باسي ، هغه چې په ژوندنې ښه نه لري اوپه مرګوني بد . كيداى شي دعلمي ټولنپوهنې دڅيړنوله مخې  كې ددغه فكت په رڼاكې يوڅه وويلاى و، داسې چې ښايي يوشميركسان دغه خبره په سرسري توګه هيڅ وبولي اويايې په هيڅ وارزوي ، خوزه فكركوم چې ددغه اصل ترشا ديوى ټولنيزې رښتيا خورا مهم اوپوخ لامل هم پروت وي ، په دې مانا چې داډول دريځ ديوچا اويوه قام په وړاندي دځيركۍ اوپوهې پرآرنه پيل كيږي بلكي داديوې خورا لويې كمزوري نښه ده . چې هغې ته بايد ديوې ټولنې دپوهې اوشعور ټيټه زينه ووايو. كله كه موږ په يوه ټولنه كې ديوه فرد اويوې ډلې په باب دناپوهو اوكمزورو كسانواوياهم داسې چا چې هغوى په پوهه اونادانۍ كې دناروغئ پړاو ته رسيدلي وي  (هوښيارليونيان يا هم متعصبين )  اوپرهغو باندې بيا ضاوت كوو په داسې حال كې موږ بى شكه چې له يوه علمي تناقض سره مخامخ كيږو. لكه چې په تيرودريولسيزوكې موږ داشان بيلګي خورا زياتې وليدې . اويايې اوس هم دانترنيت پرمخ ننداره كوو. داټولې خبرې اوداټولې اوسنى ستونزې دافغانستان د روڼ اندو په منځ كې ديوې ملي پراخ نظرۍ دنشته والي له دريځ څخه سرچينه اخلي . دتعصب لرونكودغه وړې خبرې زموږ دملت ملي اډانې ته په پياوړې توګه زيان رسوي . اوكه چيرې دا لړۍ همداسې دوام وكړي ، يوه ورځ داسې هم رات ونكې ده چې هلته به موږ ديوه ملت په توګه په داسي يوه برخليك وراوړو چې نه يوازې به ديوې ملي ژمنې دتحقق له پاره سره يوموټى شو، بلكه هغه څه چې په اعتقادي اوفرهنګي برخه انساني ټولنې ته زموږ برياوه هغه به هم له لاسه وركوو. يوشميرهوښيارليونيان چې دنورو له پاره كاركوي ، هغو يوازې دنورو قومانده اوري هغه مني اوهغې ته ګوري ، هغو دې ته نه ګوري چې موږ په يوه ګډه ټولنه (افغاني ) ټولنه كي ديوملت په توګه ژوند كوو، موږ بايد پرديوته دپرديو په سترګو وګورو په دې چې هغوى موږ خپل نه بولي اونه به دخپلوي له پاره لاس رااوږد كړي . يوشميركه وايې چې ګاونډې هيوادونه له موږ سره ګډ اړيكي لري ، داپه خپله يوه سياسي دوكه ده چې ځان پرې غولوو ، دوى به كله هم له موږ سره خپل ارزښتونه ګډ نه كړي اونه به په خپل هيوادكې موږته دداسې چا په سترګو وګوري چې ګواكي موږ اودوى يومهال په يوه جغرافيايي چاپيريال كې په يوشان تاريخي ، فرهنګي او اعتقادي اړيكوكې ژوند كاوه . اوس موږ له ګاونډيوسره په هيڅ ډول يوشى نه يو، ايران دايرانيت په فكركي دى ، پاكستان دخپل پاكستانيت اوازبكستان دخپل ازبكيت اوتاجكستان دخپل تاجكيت ، كه زه هرڅومره ووايم چې زه ايرانۍ يم ، زه شيعه يم ، ايراني مې بياهم افغان بولي ، كه زه ووايم چې ازبك يم ، بياهم خپل فكرلري اوخپله لامذهبي راباندي چلوي ، لكه چي په تيرو شلوديرشو كالوكي موږ اوهغوى چې دغربت ژوند يې په دغو ګاونډيوهيوادو كې تيركړى دى عملآ هم وليدل . 
روهي ديوه افغان په توګه تل په دغه باره كې په دى نظرو، چې افغانان (هغوى چې ملي وياړيې افغانيت وي ) بايد له دغو ناروغيوڅخه چې دپرديوله پاره په افغانستان كې لاره اواروي ځانونه په يوه خوانه كړي ، كه په دغه ترڅ كې له يوې شعوري ځيركۍ څخه كاروانه خيستل شي  دوى به كله هم ديوتلپاتې ، هوسا، دموكراتيك اومتمدن ژوند په لور ګامونه اوچت نه كړي ، د روهي په اند ترټولوم همه اودپاملرني وړخبره داده چې افغانان بايد دملي مفكوري په رڼاكې په ملي احساس سره دنوې  پوهنې اونوي عصر دبد وني ارزښتنوپه ترڅ دخپل ځان ،خپلې ټولنې اوخپلې راتلونكې اوهوسا،خوندي اويوموټي افغانستان دپرمختګ ، خپلواكۍ اوسرلوړئ په برخه كې ګامونه پورته كړي . دداسي نړۍ ليد په لرلو سره موږ  په افغاني جرات سره ويلاى شو چې روهي په افغاني ټولنه كې د رون اندي بهيرپه سركې يوروښانه اوتلپاتې ايدل پوه اوروڼ اندى و چې زموږ راتلونكي يې په وياړاوسرلوړۍ سره په پلونوباندې ځانونه منزلونوته رسولاى شي.

۳_ روهي تعصب نه درلود :
كه موږ هم متعصب شو زموږ اومتعصيبينو ترمنځ توپير څه شو ؟

په دغه اړه ترهرڅه دمخه ديوې پراخې ټولنيزې انساني غميزې  په وړاندې موږ داسې يوڅوك ا چې هغه په خپله په دغه ترڅ كې له انساني زوال اوبدمرغۍ پرته نورڅه نه وينې ليداى شئ . روهي په دغه اړه له يوه مخكښ اوانساني پيغام سره دعمل ډګرته راووت اوپه خپل وخت كې دهغوى په وړاندې چې دوى په رښتياهم ځانونه په توپيرونو اوتعصبونوباندې څربول كلك ودريد ، ده افراط نه مانه اودتفريط په وړاندې يې مقاومت او ټينګار له دې امله و چې ده په هغو كې ديوه عام ټولنيزركود تياره وړاندوينه كوله .همداوه چې ده هم د دوستانو اوهم سيالانو په وړاندې خپل ځان اوهغوى چې له ده سره په يوه مرام اويوه تګلاره يوه خوله وو په همدغه خبره لكه چې دمخه موياده كړه په علمي اوقانونمنده توګه باوري كړل .
روهي په دغه ترڅ كې لكه په آسياكې د نه زورزياتي لارښوونكي ، بودا ، مهاتم اګاندي ، پاچاخان  اواستاد رشاد داسې راوپړكيد. اوپه دغه خبره يې ځان په خپله ټولنه كې د رښتينې افغانيت وړوپوړيوته دهرچا په زړه كې ورساوه . چې له بده مرغه داډول خبرې تراوسه هم په افغاني ټولنې كې له خورا لږ وكسانوڅخه اوريدل كيږي .
روهي نه يوازې دافكر ديوې طرحې په توګه دافغاني ټولنې دځوان نسل په منځ كې طرحه كړبلكى ده په دغه ترڅ كې په عملي توګه هم برخه واخيسته ، هغه مهال چې خوشال فرهنګي ټولنه په افغانستان كې دده په مشرئ س ه جوړه شوه ، په هغه كې ترهرڅه دمخه په همدغه آر باندې ټينګار وشو ، چې زموږ دابريا به د افغانستان له پاره ديوه بيلګه ييزګام په توګه ملي اهميت ولري ، زموږ دټولو فرهنګي هلوځلو هرپرمختګ بايد دافغانستان ټول روڼ اندي اوپه خبره پوه كسان دهيواد په هره برخه كې محسوس كړي ، خوشال ټولنه يوملي افغاني سراسري ارګان و، چې دهيواد دهرقام اوهرې سيمې دافغاني استازېتوب په كې كيداى شو. تر خوشال ټولنې دمخه هم يوشميرانجمنونه اوټولنې جوړشوي وې، داسې چې يوازې يې ديوه سمت اويوه ولايت استازيتوب  كاوه، يوشميريې دولتي ملاتړدرلود ، اودخاصوملحوظاتو پربنسټ جوړ وي وو. خو روهي په خپل ټول در ايت اولارښونې سره خوشال فرهنګي ټولنه دفرهنګي اوملي ارزښتونو په پام كې نيولو س ه دهيواد په سختوحالاتوكې  دفرهنګ ژغورنې اوامن ساحل ته لارښونه كړه اودهغې په رڼاكې يي ديوه ملي ګام په پورته كولو سره خپلوخلكو اوهيواد ته داپه ډاګه كړه چې كه هرڅوك په دغه ټولنه كي وايي چې زه يم اوله ماپرته بايد نو دلته نه وي  په دغه كار سره نه يوازې دخپل ځان دبربادئ مقدمه په خپل لاس برابروي بلكي دهيواد دبربادئ له پاره هم په نادانۍ سره خپل  لاس دنورو په لاس كې وركوي اودهغو له پاره لاس په كاركيږي  .
او روهي په رښتياهم دهر ول ځان غوښتونكواو تعصبې پلانوپه وړاندې په خورا ميړانې سره مبارزه كوله . اوتل به يې دخپل استدلال په ترڅ كې ويل چې موږ بايد له متعصبينوسره متعصب نه شو ، په دى چې بيا زموږ اوهغوى ترمنځ څوك توپيرنه شي كولاى ...

۴_ روهي د زياتي اوكمي دښمن و
افراط كه ښى وي اوكه كيڼ دانسان دښمن دى ...

يووخت مى ښه په ياد دي چې دسوسيالزم دماتي شپې ورځي وې ، په افغانستان كې ه چا پرځان باندې داسې ماسكونه را غوړول چې فكريې كاوه ، دهغو په ترڅ كې به څوك دوى اوددوى كړه وړه اوهويتونه سره توپيرنه شي كړاى ، په دغه تاوده بازار كې ، خبره دې ته راورسيده چې هرچا پرته له دې چې دزمان په راز او رمز باندې ځان پوه كړې ، دا چغې وهلي چې كه دغه حالت بدل شي نو بس دا وطن به جنت شي ، په دغه توره تمبه كې داسې هم شوه ، چې يو ميرخو لا دمومن  خان دښامار تسمې هم ترملاكړې اوخلكو ته يې ښوده چې ګواكي دښامار په وژلوكي دوى هم برخه اخستى اوپه دغه نوي ډګركې به خلك دوى دناليدلي جنت په لورلارښونه كوي . استاد روهي په دغه حالت خپل نظردرلود اوهغه داچې : (( ګرباچف دشوروي لويه امپراطوري دړې وړې كړه ، خواوس هم په هماغه شوروي كې ژوندكوي ، هغه ته دشوروي كم ونست ګوند  په دومره لوى زيان سره  دومره نه دى په قهر لكه زموږ  په هيواد كې چې يوشميرافراطيان (ښي اوكيڼ ) اكتر نجيب اودهغه نظام ته په حق اوناحقه ګواښيږي ، دغه دوستان چې دوى داشان افراطي طرحي لري ،له دوى څخه لاره وركه ده له بده مرغه چې  دوى ځانو په هغو دموكراتيكو ارزښتونو چې كلونه كلونه يې  ځانونه دهغو حاميان بلل نه سم بالوي ، دوى اوس هم د نړۍ دعام بدلون په ترڅ كې ځانونه دړندو اوكڼوپه شان نيسي ...
روهي په ټولنيزه اوانساني زادئ باندې د زړه له كومي باوردرلود ، اودايې دهرچا ترغوږ پورې په پوره وياړسره رسوله چې افغاني ټولنې ډيربدې پې ورځي زغملې په دغه ټولنه كې يوكور اويوه كورنۍ هم دجګړې له داغه په يوه خوا نه دي پاتي ، ددغې ټولنې د دردونو اوټپونو د درملني يوازنۍ لاره په دغه هيوادكې د رښتينې دموكراسي تامين اوديوې سراسري سولې سمبالول دي. استاد وهي خپل دغه نظردافغانستان د روڼ اندې ځواك په استازې ان ترنړيوالوټولنې ، خبري رسنيوپورې ورساوه .
ده به وي   چې افغانستان د افراطي كړو اوافكارو قرباني شو. زمان اوپيښوپه رښتياهم وښوده  خوله بده مرغه چې دافراط دغه ت يخ غړپ لاتراوسه هم زموږ دملت له ستوني څخه نه دى تيرشوى . لاتراوسه هم زموږ ملت پردي وژني او دپرديو دافراطي توطيواومعاملوتود ډګردى . : دادهرچا حق دى چې رون اندى شي اوبايد شي خو دې ته يې بايد پام وي چې ښه رون اندى هغه څوك دى چې پردى پالى نه وي ...

۵- دروهي تلپاتي يادګار
_ دافغانانويوالى يوازې د خوشال تر ايدلونو لاندې كيداى شي ...

داستاد روهي له فرهنګي يادګارونو څخه يوهم  دهيواد په خورا سختو شپو ورځو كې د خوشال فرهنګي ټولنې جوړول اوددغه ملي اوفرهنګي ارګان لارښوونه كول وو. دده په لارښوونې سره دغې ټولنې ته په كوزه اوبره پښتونخواكې دملي پالوپښتنوپاملرنه ور واوښته ، ددغې ټولنې لويې په دې كې وه چې ددغه فرهنګي پرتم اوغورځنګ ملاتړ دهيواد په كچه دټولو قومونو اوفرهنګې كړيو له خوا وشو، ددغې ټولنې په لارښوده شورا دټولو هغو ومونو اوفرهنګونو اوژبو استازې وو چې هغودافغاني فرهنګ دغوړيدواوبډاى كيدو ملي اراده درلوده . ده په هغوسختو پوورځوكې چې هيواد ديوې فرهنګي ضد فضا منګولوته لويده اودكابل د ورانيدو كيسه راپيل كيده خوشال ټولنه په خپلو معنوي لارښوونو سره لارښونه كړه .دټولنې په مرامي تګلاره كې يوه خبره داوه چې ددغې ټولني له پاره به دهيواد په هره برخه كې لارې چارې اواريږي ، اودهيواد په هره برخه كې به يې څانګي پرانستل كيږي ، چې له بده مرغه دبيلابي وعواملو له مخې تراوسه پورې ددغه كارله پاره كار ونه شو، موږ غوښتل چې دخوشال ټولنې ترملې اوفرهنګي ارمانو اندې ديوه ملي فرهنګ اوفرهنګي فضا په رامنځ ته كولو سره دخپل هيواد دشعوري روزني په ترڅ كې رغنده ګام اوچت كړو ، خوله بده مرغه چې په دغه ترڅ كې پښتنوپه لومړي اونورو په دويم ګام كې خپلې خپلې لارې ونيوې اويوى لوى ارمان چې دهغه په ترڅ كې موږ په ډيرو ستونزو باندې بريالي كيداى شوو اوله دغې لارې مو دملي فرهنګ اوملي شعور دويښولو اوپاللو په برخه كې په خلاصو مټوكاركولاى شو، په لوى لاس له ياده ويوست . موږ نه وايو چې موږ په دغه ترڅ كې زيات تاوان وكړ، موږ په يوشميربرخوكې دځوانوهڅو له پاره الهام شوو، خوكه دخوشال اوخوشال ټولنې  ارمان موپه شعوري توګه څارلى واى اوله ځان ساتيو موكارنه واى اخيستى  په دغه كارسره موږ بې شكه په لويوبرياووباندې وراوښتى واى . خوشال ټولنه په خپله زموږ دځوانو هڅوله پاره يوه مدرسه وه ، چې ارمان يې له پرونه ، ترنن اوسباپورې  ډاډم ن اود خوشال دميراث په توګه تلپاتي دى . په دې چې موږ په دغه ارمان سره كه نه نن نه شو، سبا اوكه سباهم نه وي بله ورځ خامخا راټوليدونكي يو. 
 كله موچې دشمشاد نوم دټولنې دمجلي له پاره ټاكه ده داخبره وكړه چې په دغه نامه سره به موږ وكولاى شو دخوشال بابا ملي اوفرهنګي ميراث ته په ګډه دغوړيدو اوخوريدو لارې چارې برابرې كړو. او وهي په دې د زړه له كومي باوردرلود
يادونه : دغه ليکنه لمړﺉ ځل د ښکلا مجلې په پرله پسې يويشتمه ګڼه او دوهم ځل يې له دې ځايه ( بېنوا ويبپاڼي ) لولی . هېره دي نه وي چي د ارواښاد استاد روهي د لسم تلين دجرمني په سيمينار کي ښاغلي ډاکټر شېرولي شېر ولوستل .