توکم پېژندنه اوتوکم پوهنهEthnography&Ethnology

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8111
کانديد اکاډيمېسن م . انور( نوميا ی)
دخبریدو نیټه : 2006-07-12

کانديد اکاډيمېسن محمد انور نوميالی - ډنمارک

هغه هیوادونه چي په سیاسي جغرا فیه کي يې رنګه قومونه او بېلا بېل تو کمونه د تا ریخي انتخاب په حکم د یو ځا یي ژوند دپا ره خوښ نا خوښه ځای پر ځای سوي وي، د کورني یا د باندني حالاتوله بدلونه سره يې هرو مرو دا پوښتنه منځ ته راځي چي د توکمیز نوعیت یا ایتنیکي هویت پرمادي او معنوي مشخصاتو يې د پوهني رڼا واچوله سي.
په نونسمه پېړۍ کي چي د لویي برتانیې د اقتصادي پیاوړتیا او سیاسي پراختیا څپې د افغانستان سیمي ته نېغي راورسېدې نو د آسیایي ولسونو د پېژندني او څېړنیزي پوهني په بهیر کي د افغاني ولسونو پلټني ته هم ټینګه توجه راوګرزېده او ګڼ ختیځ پوهان دې کارته وجوغېده چي زموږ د رنګه قومونو پر سیاسي، کلتوري، ژبني او تاریخي م سایلو باندي یو زیات شمېر څېړني او پلټني سرته ورسوي.
د دغي زمانې په دوران کي له پیاوړو انګریزي ختیځ پوهانو څخه یو هم هغه کړولئ څېړونکى او غښتلئ پلټونکی چي"هینري والټر بیلیو" نومېدئ، د افغانانو پر بېلابېلو تاریخي، ومي، سیاسي او کلتوری اړخونو با ندي يې د یو زیات شمېر تالیفا تو په وسیله د کره پېژندني او سوتره پوهني ښه پو ه رڼا واچوله. نوموړي دخپلو څېړنو او پلټونو د جدي اهمیت په اړه داسي استدلال کاوه چي د افغانستان د خلګو وا عي پېژندنه او هراړخیزه پوهنه د برتانوي نفوذ له پوره بر یالیتوبه سره ډېره مرسته کولای سي. بیلیو په خپل هغه اثر کي چي "د افغانستان توکمونه " نومېږي یو ځای داسي وایي چي: " د یوه قوم رشتیا نۍ پېژندنه پر هغه قوم د بري نیمه برخه ده" . یو بل ځای بیا د خپلو مطا لعا تو په رڼا کي یوه پېړۍ وړاندي زموږ د نننیو بد مرغیو په باب داسي پېش ګویي کوي: " ښا یي د منځنۍ آسیا په دغه ګوټ کي د سیاسي پېښو بهیر تر هغه ز یا ت د افغانستان خلګو ته د لوېدیځو ملتونو پام راوګرزوي، لکه څو نه چي د بر تا نوي هند له انګرېزانو سره د دوی تېرو جګړو، ورته  را وګرزاوه".
د"هینري وا ټر بیلیو" هغه بې سارې لیکنه چي"د افغانستان د ایتنو ګرافۍ په باب یوه پلټنه" نومېږي زموږ د هیواد د ټولو تا ریخي قومونو د پېژندني او د توکمونو د پوهني په باره کي په زړه پوري موا د لري. شپږ کا له پخوا چي د دې پښتو سوي ا ثر ځیني برخي ښا غلي عارف خزان د" لېمه" په مجله کي خپرېدوته چمتو کولې نو دا اړتیا لیده کېدله چي د عادي لوستونکو د لازیاتي پوهېدني دپا ره ځیني تخنیکي کلما ت ښه ترا رو ښا نه سي. ما د خزان صا حب له غوښتني سره سم یو شمېر څ ګندوني په وړاندي ترتیب وکښلي چي ښايې د عمومي معلوما تو له زیا تېد وسره هم مرسته کولای سي.
اوس په داسي ح ال کي چي یو پلو له خپلو کره مأخذونوڅخه ډېرلیري لوېدلی یم خو بل پلو بیا ښاغلي خزان صا حب ما ته لیکلې بلنه اکړې ده چي په" لېمه" کي د" هینری والټر بیلبو" د هغي خـپرېدونکي څېړني د لازیاتي پوهېدني دپاره چي " د افغا نستان د ایتنوګرا فۍ په باب یوه پلټنه"  نو مېږي ، ما ته په کا ر ده چي دایتنوګرافۍ او ایتنولوجۍ پر علمي مفا هیمو باندي یو څه زیا ته رڼا واچوم. د دې دپــاره چي د ویاړلي خزان صاحب او نورو لوستونکو ناز پر مځکه و نه لوېږي نو ځکه په تش لاس او وېجا ړه دماغ دې ته اړېږم چي یو څو تو ضیحي ټکي په دې باب ولیکم.
د خبري سر باید د ایتنوس ( ETHNOS ) له کلمې څخه را وموښلوم .د ا یوه لرغونې یوناني کلمه ده چي چــا په " نژاد"، چا په " قوم" او چا په " ذ ا ت" سره تعبیر کړې ده. خو د نن زمانې د یو علمي تعریف له مخي چي د ایتنوس دپا ره ټا کل سوی دی، نو ټیک معنا يې په اوسني وخت کي د پښتو ژبي د "توکم" له کلمې سره خوله په خوله برابرېدای سي. ځکه ایتنوس یا توکم په خپله خا صه ا صطلاحي معنا د وګړو هغه ثابت غوندي ټولنیز هویت افا ده کوي چي په ټا کلې سیمه کي په تاریخي لحاظ جوړسوی وي او د ژبي، کلتور، وحیاتو او ځاني احسا س ټا کلي خصوصیات يې، چي په نسبتي توګه ثبات لر ي، تر ځا نګړي نامه لاندي تثبیت کړي وي.
د ایتنوس د کلمې له پیونده څخه یو زیات شمېر مشتقات منځ ته راغلي دي چي د هغو په جمله کي ایتنوګرافي او ایتنولوجي د هغو دوو علمي څانګو نومونه دي چي د نونسمي پېړۍ د انسان پېژندني یا انتروپولوجۍ پــــه څېړنو کي يې ځای نیولی دی. دغه دوې بېلا بېلي علمي څانګي، سره له هغه چي د واحدي مو ضوع یعني توکم، کلتوري حالات او خصوصیات د بېلابېلو دریځونو له مخي څېړي خو د نومونو د استعمال په بر خه کي يې په نړیواله سویه د پوهانو تر منځ یو لړمناقشې تیري سوي دي. همدغه منا قشې او مبا حثې بیا کـله نا کله د دې ستونزي سبب سوي دي چي د دغو د وو څا نګو ترمنځ مفهومي حد بندي د ابهام په ګــډ وډي کي ومروړي او له څېړونکو څخه سمه لاره ورکه کړي. په هغو کلونو کي چي د شرقي او غربي بلاکونو ترمنځ د سړې جګړې تودې ورځي وې، نو داسي اورېده کېده چي شرقي پوهان په خپلو څېړنو کي یوازي د ایتنوګرافۍ نوم غوره ګڼي خو غربي پوهان بیا د ایتنولوجۍ پر یوازني نامه با ندي ټینګا رکوي. معـنا  دا چي په هغه وخت کي علمي پ ېکړي هم د غټ سیاسي بېلتون ترنا وړي اغـېزې لاندي وې او توکمیزي  څېړني په ختیځ کي د ایتنوګرافۍ په نا مه او په لوېدیځ کي دایتنولوجۍ په نا مه یادېدلې.
د دې د پاره چي نور هم د نړۍ په علمي محا فلو کي د د غو دوو څانګود نوموني تا ریخي سا بقه لږ څه په مستنده توګه روښا نه سي نو منا سبه يې ګڼم چي د لته زما د هغو پخوا نیو او نا چاپه یا دا ښتونوله جملې څخه چي د ملي او ایتنیکي مسایلو د تیورۍ په با ب مي لس دوولس کا له پخو ا را غونډ کړي وه، ځیني هغه تو ضیحي برخي دلته را وړاندي کړم چي له دې بحثه سره اړه لري:

 ایتنوګرافي او ایتنولوجي :  
 دغه دواړي کلمې چي تردې اوسه لا د انګرېزي او روسي ژبو په ټ ولو دایرةالمعارفونو او قاموسونو کي له فرهنګي ارزښته یا استعماله څخه نه دي لوېدلي، د لفظي جوړښت له مخي په " ایتنو پېژندنه" او "ایتنوپوهنه" سره تر جمه کېدای سي. لومړۍ کلمه زیا تره د بشري طوایفو د بیان، د توکمونو د تش یح او د بېلابېلوا قوامو د ښووني په معنا راوړه سوې ده. خو دوهمه کلمه بیا د اقوامو د پوهني، د انساني توکمونو د پلټني او د بېلابېلو طوایفو د پېژندني په مفهوم ثبت سوې ده. د دې دواړو کلمو په معنا کي زیاترو غربي قاموسونو د نژادونو د پېژندني او یا پوهني عبا رتونه هم راوړي دي چي البته د " ایتنو" د مخوندي افاده يې د معمول له مخي په " نژاد " سره کړې ده. په ځینو مواردو کي دې کلماتو د مراد فونومو رنګ هم اخیستئ دى او هره یوه له هغې بلې سره یو شاني ګڼلې سوې ده. لاکن یو بل چیري بیا یوې کلمې ته پر هغې بلي باندي ترجیح ورکول سوې ده. د " ایتنوګرافر" او " ایتنو وجیسټ" نومونه هم له دوی څخه را وتلي دي چي د لفظي خصوصیت له مخي لومړی په " توکم پېژندونکي" او دوهم په" توکم پوهېدونکي"  سره ترجمه کېدای سي.
د بریتانیکا دایرةالمعارف د " ایتنولوجۍ او ایتنوګرافۍ" تر عنوان لاندي داسي لیکي:" په واردواره کي په دغو نومو هغه علوم یادېده چي د بشري نژادونو د تا ریخ او خپرېدني چاري يې څېړلي. خو په اوسنیو زمانو کي، چیري چي وګړي په انګرېزي ژبه خبري کوي، هلته دا نومونه عموماً یوازي پر کلتوري څېړنو باندي ایښوول کېږي. ایتنوګرافي د هغو توصیفي څېړنو نوم دی چي د یوې ټا کلي سیمي پر ټاکلو قبـیلـو یا قومونو باندي ږغېږي خو ایتنولوجي بیا په زیا ته اندازه پر تیوریکي اړخو باندي بیان کوي. په انګلـنـډ کي دغه توپیر نور هم تر دې اندازې پوري انکشاف کړی دی چي ایتنولوجي یوازي د کلتوري انکشاف د تاریخي مسا یلو په پلټنه پوري مح دود وي، لا کن د ټولني او کلتور د مقایسوي او عمومي څېړنو د پاره د " ټولنیزي ا نسان پېژندني" نوم په کار اچوي. د متحده ولایا تو انسان پېژندونکي بیا غوره ګڼي چي د دا سي ټــولـــو چا رو د پاره د ایتنولوجۍ کلمه د یو عام نا مه په توګه تر استعما ل لا ندي راسي.
ایتنولوجي او ایتنوګرافي د انسان پېژندني (انتروپولوجۍ) د څانګو په توګه له ارکیالوجۍ، ژبپوهني او بدني انسا ن پېژندني، جغرافيې او همد ا رنګه تا ریخ سره نیژدې ا ړیکي لري." د مرا جعې نمبر (۱)
 د دې دپاره چي د دغو دواړو کلماتو د رواجېد و او استعمالېدو په توپیر نور هم ښه ترا وپوهېږو نو باید هغه سابقه يې هم ترنظر تېره کړو چي د نړۍ په علمي حلقو کي يې تېره کړې ده. د اجتماعي علومو په یو تشریحي قا م وس کي چي د "یونسکو" په سپا رښت په ۱۹۶۵ کال کي راوتلی دی پر دغو کلما تو دا سي خبري سوي دي: "

  ایتنولوجي  (او همدارنګه ایتنو ګرافي) :  
  ا ف. ۱. د ایتنو ګرافۍ کلمه په اوسني وخت کي نسبتاً په ثا بت ډول د انتروپولوجۍ په لیکنو کي د دې دپا ره استعما ېږي چي" د بشري ټولنو په باره کي توصیفي څېړني" افا ده کړي. دغه ټولني چي په ایتنوګرافي کي تر بحث لاندي نیولي کېږي، که څه هم حتمي نه ده، خو معمولاً هغه په نامه داسي لومړنۍ ټولني دي چي د سیاسي او اقتصادي انکشاف له پلوه نسبتاً د ساده مرحلې په سطحه کي وې. خو توصیفي څېړني چي لا هم ارومرو ځیني تعمیمات لري او بله دا چي له تېري نیمي پېړۍ را په هیسته د ټو لنیزي انتروپولوجۍ په مسایلو کي له تیوریکي چوکاټه څخه د استفا دې تعا مل خورا زیات انک اف کړی دی، نــو ځکه د نن ورځي د ایتنوګرافۍ لیکني، چي زیاتره د اجتماعي انتروپولوجیسټیانو له خوا څخه کېږي، ا ومرو تر ډېره حده تیوریکي خصوصیا ت لري. دا خبره چي اوسني اجتما عي انتروپولوجیسټیان په عام ډول د خپلو ځانو په باره کي ایتنوګرافران دي نو يې د ایتنوګرافۍ او اجتماعي انتروپولوجۍ تر منځ پو لي یو د بله سره پرله ګډي کړي دي. *

الف.۲. د ایتنو لوجۍ کلمه د معنا له پلوه پر دغه شا ن ثا بت حا لت باندي نه ده پا ته سوې او رشتیا هم د پلټني هغه پراخه ساحه چي وار د واره تر دغه نامه لاندي وټا کل سوه اوس د درو ګونو بېلا بېلو څانګو ترمنځ وېشلې سوې ده چي د اجتماعي، کلتوري او بدني انتروپولوجۍ په درو جلا جلا نومونو یا دېږي. دغه کـلمـه لکه څنګه چي ښا یېده هغونه ډېره ګټوره و نه خته او تر یوې اندازې پوري يې له دې جهته په ارزښـت كي کـمی راغئ چي ایتنولوجۍ داسي ادعاء درلوده چي د مسایلو د توضیح دپا ره کار ورکوي، خو په تېره پـېـړۍ کي د توضیح طرزونه پر بل حا ل واوښته او ډولونه يې خورا ډېر زیات سوه.
ب. ۱. دا کلمات د نونسمي پېړۍ په منځنیو کلونو کي د لومړي ځل دپا ره د عمومي انتروپولوجۍ په ساحه کي تر استعمال لاندي راغله. په سر کي داسي ښکارېدله لکه ایـتـنولوجي چي یو ډول تا ریخ وي. د ایتنو ګرافۍ د تو صیفي څېړنو په مقا بل کي " د قومونو تا ریخ د ایتنولوجۍ په نا مه یا دېدئ." **
خو د پېړۍ په پای کي بیا د دې دوو م وضوعا تو تر منځ چنداني فرق او تفاوت نه کېدئ. ځکه نو ای. بی. تا یلر په ۱۸۹۱- م کا ل کي چي کله د ایتنوګرافۍ دنده ټاکي نو وايې چي " ایتنوګرافي هغه علل  پلټي چي د کلتور پدیدې يې منځ ته راوړي دي او هغه قوانین څېړي چي همدا پدیدې يې تابع دي."  یو څو پاڼي وروسته بیا دا خبره تشریح کوي چي د کلتور انکشاف " د ایتنولوجیکي څېړني یوه څ انګه بـلله کېږي." ***
خو یو شمېر پوها نو بیا زیار ایستلی دی چي د دې کلماتو تر منځ پخوانی بېلوالی وساتي. په دې ترتیب نو ای. ایچ. کیني د ایتنوګرافي د تعریف په بر خه کي وایي چي " که ټیک خبره وسي نو تر ساینس د ادبیاتونوم ورته منا سب دی. ځکه دا یو سوچه توصیفي بیان دی چي د خلګو له مشخصا تو، تعاملاتو، ټولنیزو او سیاسي حالاتو سره اړه لري، پرته له دې چي د دوی تر منځ د ممکنو فزیکي مناسبا تو یا خپلویو مسایل په نظر کي ونیول سي. د دې څانګي موضوعا ت د خلګو بېلا بېل ګ وپونه دي چي یو له بل څخه ګوښي یا جلا په پام کي نیـول کېږي . دا له ایتنولوجي څخه فرق لري، ځکه هغه که څه هم کټ مټ په سر سره دغه بشري ګــروپونه مطالعه کوي خو دوی ټوله د یوې یا زیاتو لـرغـونو کورنیو د غړو په توګه یو د بل سره د اشترا ک په وجه او ملاحظه تر کتني لاندي نیسي.****

ج . ۱. انترپولوجي د دې پر ځای چي د تکا مل یا د انشعاب له نظ يې سره سم د ا صلي موریني  یا مبدې سره علاقه ونیسي، اوس يې دې لوري ته توجه را ګرزولې ده چي موجودي ټولني د ب ـشــپـــــــړو سیستمونو په توګه د دندي یا وظیفې له مخي داسي تحلیلوي چي دا سیستمونه له فزیکي اورګانیزمونو سره د قیاس په وسیله هسي پرتله کړي چي زیا تره اغراق هم په ګډ وي .

په دې ترتیب نو د اجتماعي انتروپولوجۍ دې ته مخه سوه چي نوي ټا کلي هد فونه او میتودونه يې له پخوانۍایتنولوجیکي انتروپولوجۍ څخه فرق وکړي او نو ځکه د ایتنولوجۍ کلمه د ځینو پوهانوله خوا څخه یوازي په دې پوري محدوده سوه چي " سوچه تا ریخي یا خو م ا قبل التاریخي غوندي پلټني " کښېباسي . پـه دې ډول نو " رادکلیف براون " په ۱۹۳۶-م کا ل کي ایتنولوجي د قومونو د تا ریخ په څېر تعریف کړه چي د هغې په دا ېره کي " د نژادونوتا ریخ، د ژبو تاریخ او د کلتورونو تاریخ، که د ژوندیو ولسونو له مطا لعې څخه لاس ته راځي او که د ارکیالوجۍ له بقایاوو څخه، ټوله را شاملېږي. " *****

ج. ۲. په ا مریکا کي ایتنولوجي که څه هم د اجتماعي انتروپولوجۍ سره مقا بله کیږي، خو افا دې ته ې يې معمولاً پراخه ساح ه ټاکلې سوې ده. هلته اجتماعي انتروپولوجي ویل کېږي چي د اجتماعي کلتور پر ځای ا صلاً له اجتماعي جوړښته سره سر و کا ر لري. (د مثال د پا ره دا اثر وګورئ ******
" اې. آی. کرویبر" ایتنولوجي داسي تعریفوي چي"د ګروپونو په توګه د ولسونو، د دوی د ک تورونو او د دوی د ژوندانه د تاریخونو ساینس دی، پرته له دې څخه چي د پرمختګ درجه يې په نظر کي ونیول سي."
خو " بیدني" بیا ایتنولوجي فقط له کلتوري انتروپولوجۍ سره یو شاني بولي.*******

ج. ۳. د اروپا په قا ره کي ایتنولوجي همدارنګه په یوجا مع مفهوم سره استعمالېږي. په فــــر ا نســــــه او الما ن کي زیا تره داسي کلي ا فا ده لري چي ( بې له فزیکي خصوصیا تو څخه) نور نو ټوله د هغـــــــو ولسونو اجتما عي او کلتوري مطا لعات کښېباسي چي په نامه ابتدایي یا د لیک تر مرحلې وړاندي قومونه بلل کېږی." د مرا جعې نمبر ( ۲ )
د دې دواړو کلما تو تر تا یخي سا بقې چي را تېر سو او د منا قشو یا مباحثو له ابهامه څخه يې ځان راوباسو نو وینو چي د پیاوړو ژبو په هر قام وس او هر دایرة المعارف کي بیا هم د ایتنوګرا فۍ او ایتنولوجۍ د و ا ړه نومونه په مخه راځی او د هر یوه په پېژند نه او ښوونه کي د تعریف او توضیح دپاره بېلا بېل عبا رتونه په کاراچول کیږي. ځکه د پوهني دغه دوې څانګي، سره له هغه چي پر یوه موضوع با ندي ږغېږي خو لــه دې یووالي سره بیا هم بېلوالۍ لري او د نومونو توپـېر يې دلـته، هـلته په څ ـېـړنواو پلټـنو کي پا لل کېږی. د مثا ل په ډول همد ا ګړی زما په وړاندي د بي بي سي اینګلیـش ډیکشنري ، چي په ۹۹۳-م کا ل کي چاپ سوې ده، دغه نومونه يې د واړه څنګ پرڅنګ په بېلا بېله توګه له خپلو تعریفا تو سره دا سي را وړي دي :
ا یتنوګرافي د انسا ن پېژ ندني هغه څا نګه ده چي په دې کي بېلا بېل کلتورونه تر څېړني لاندي نیول کېږي او بیانېږي.
ا یتنولوجي د انسا ن پېژندني هغه څانګه ده چي په دې کي د خلګو د بېلا بېلو نژا دونو د جوړښت او کلتور خبره تر څېړ ني او مقا يسې لا ندي نیوله کېږي.
په دې نیت چي د پښتو ژبي په توکمیزو لیکنو یا ایتنیکي څېړنو کي د مفهومي ګډوډۍ مخه نیولې سوې وي نو قریب څه د پاسه لس کا له وړاندي مي په کا بل کي د اقوامو او قبا یلو د وزا رت م جلې ته یوه لنډ کۍ مقا لـه وکښله او په هغې کي مي د لومړي ځل دپا ره یوه داسي نوې خبره را وړاندي کړه چي باید "پښت ـــون ـ پېژندنه " او " پښتون پوهنه" د څېړني د بېلا بېلو څا نګو په بڼه تثبیت سي. په دې لیکنه کي زما عـــلمـي مط ب دا ؤ چي موږ با ید په پښتو څېړنو کي هم ایتنوګرافي او هم ایتنولوجي دواړه سم سره و پېژنو او بېلا بېل مفاهیم يې پرخپل ځای باندي استعمال کړو. بیا نو نه یم خبر چي هغه لیکنه څه سوه، خو غا لب ګمان مـي دا دی چي ښایي د اسلامي نا تا ر په تـنـظـیـمي با ډاسکو کي به دا مجا ل نه وي ورته برا بر سـوی چي د چاپ مخ وویني .

په هر حا ل که موږ " ایتنوس" په توکم سره ترجمه کړو نو ایتنوګرافي کېد لای سي په " تو کم پېژندنه "
او ایتنولوجي کېدلای سي په  "توکم پوهـنه" پښتو ژبي ته واړوو. توکم پېژند نه یو توصیفي بیان ګڼــل کېدای سي چي د توکم د ک توري حا لا تو او خصوصیاتو څرنګوالۍ ښیي، خو توکم پوهـنه بیا یو تعلیلي بیان بلل کېدای سي چي د توکم د کلتوري حا لاتو او خصوصیاتو عـوامل او سببونه ښیي. په دې حسا ب نو  توکم پېژ ند نه د " څرنګه how " پوښتني ته او  توکم پوهـنه د" ولي why "  پوښتني ته په  خـپـلـو څېړنو او پلټنو کي جوابونه وایي. د ټا کلي مثال په توګه که پوښتنه داسي اوړاندي سي چي پښـتون ولس څونه قبیلې، تپې، خېلونه، پلریني او پښې یا ښاخونه چیري او څرنګه لري نوسم ټیـک جواب يې د"  پښتني توکم پېژندني" په توصیفی یا حکایتي بیان سره ویل کېدای سي. خو که بیا پوښتنه په داسي بڼه وسي چي ولي دونه قبیلې، تپې، خېلونه، پلریني او څانګي دلته، هلته په یوه یا بله بڼه منځ ته راغلي دي نو جواب يې د " پښتني توکم پو هـني" په تعلیلي بیان سره ویل کېدای سي. په " توکم پېژند نه" کي هرڅوک له خواصوڅخه نیولې تر عوامو پوري ټوله خپله ونډه اخیستلای سي.

 خو" توکم پوهـنه" بیا یو مسلکي کا ر دی چي یوازي هغه کسا ن سم په پوهـېـږي چي د توکمیزو جریاناتو د پــیـدایــښــت ، پرورښت او پایښت په طبيعي او تاریخي قانونمندیو باندي يې پوره سد رسېږي.
 د دغوڅرګند ونو په رڼا کي د " هـینری والټر بیلیو"  توکمیزه پلټنه تر هغه ځایه چي د بېلابېلو ا قوامو نومونه يې ثبت کړي دي د ا فغا نستا ن د وګړو توکم پېژندنه  ګڼله کیږي. خو دا چي همدا نومونه يې بیا د اروپایي، پرشیايي او هندي اقوامو له نومونو سره تړلي دي زموږ  د ګډ و او ګڼو ولسونو په باب یوه توکم پوهـنه بلله کېدای سي. په دې حساب نو د ده څېړنه"  د ا فغا نستا ن د توکم پېژندني او توکــم پوهـني یوه پ ټنه " ګڼله کېږي.

کانديد اکاډيميسن محمد انور  نومیا لی -  د تینګهوی کمپ، د ستوهولم ښا رګوټی، ډ نما رک، 06.07.2000


Reference Number (1) Encyclopaedia Britanica , U.S.A. 1970, p. 792
Reference Number (2) Group of Authors, A Dictionary of the Social Sciences,U.S.A1965, pp. 245-246

Refer to: E.E. Evans-Pritchard, Social Anthropology , London : Cohen & West, 1951, ch. IV

** Refer to: J.C. Prichard, The Natural History of Man, London: Bailliere, 1843, P.132 

*** Refer to: Primitive Culture, London: Murray , 1871, Vol. 1, pp. 19, 23.

**** Refer to: Ethnology, Cambridge: Cambridge University Press, 1896, pp.2, 3.

***** Refer to: Radcliffe-Brown, The Development of Social Anthropology, Chicago ( Mimeograph ) , p. 30.

****** See; D. Bidney , Theoretical Anthropology, New York: Columbia University Press, 1953, P. 101

******* Refer to: Anthropology, New York: Harcourt , Brace, 1948, p. 5

 

په بېنوا ويبپاڼه کي د خپروشويوليکنو چاپي حقوق ساتل سوی دی . دکاپي کولو او بيا خپرولو څخه مخکي د بېنوا ويبپاڼي له خپرنيزي څانګي سره اړيکي ټينګ کړﺉ .