عيسی اسد - تهران ( ايران )
د اسلام د سرکينيو وختونو تاريخ
ته يوه ځغلنده کتنه موږ دې حقيقت ته رسوي چې په نبوي مدني ټو لنه کې تر ډيره حده د ښځو ضايع شوي حقوق ترلاسه شو
او خپل لوړ مقام يې تر لاسه کړ، ښځه تر اسلام مخکې له خپلو مسلمو حقوقو محرومه وه
دوهم خليفه حضرت عمر (رض) په دې هکله وايي.
په خداى قسم په جاهليت كي موږ د ښځو لپاره په هيڅ ارزښت قايل نه وو، تر څو چې پاک خداى د هغوى په
هکله آيتونه نازل کړل او د هغوى لپاره يې حقوق او امتيازات په نظر کې ونيول. د اسلام ظهور د ښځو لپاره د برکتونو
او امتيازاتو سرچينه شوه يو مفسر په دې هکله ليکي:
مېرمنه د اسلام له برکته خپلواکه او په نفس متکي شوه د هغې اراده او عمل
چې د اسلام تر ظهوره د نارينه له ارادې سره تړلې وه خپلواکه شوه او هغه مقام ته ورسېده چې تر اسلام مخکې يې چا
تصور هم نه کاوه.
اسلام نن ښځې ته هغه مقام ورکړ چې په هيڅ وخت کې نه و ورکړل شوى خو د دې پوښتنې په هکله چې د اسلام په سرکينيو
وختونو کې د ښځې عزت، وياړ او سرلوړي تر کومه موجوده وه يو ليکوال دغه پړاو ډېر لنډ بولي او
وايي:
د ښځو په
اړه د اسلام ليدتوګه هغه د عربو له جاهليته وژغورله او د مېرمنو ټولنيز موقعيت يې له نارينه وو سره يو شان کړ
او له حقوقي پلوه يې د هغوي مقام د نارينه وو په شان کړ او د همدغه تفکر او قانون جوړونې په اساس اسلامي ټولنې
بڼه خپله کړه چې د اسلام د ګران پيغمبر له وفاته وروسته تر لنډې مودې پورې يې دوام وکړ.
دغه ادعا کولاى شو چې په ٢٥٥ ه ق کال کې جاحظ لومړنى مسلمان پوه دى چې په اسلامي نظام کې يې د نارينه او ښځې د برابرۍ خبره
په ډاګه کړې ده دى باوري دى چي ښځي په نبوي ټولنه کې له نارينه وو سره يو ځاى جوماتونو ته تللې خو نن سبا يعني د
جاحظ په وخت کې حالات بدل شوي دي او ښځه تر يوه حده د نارينه په پرتله لږ امتيازات ل
ي.
جاحظ وايي زه او بل هيڅ هوښيار سړى اوس دا نه وايي چې ښځې د نارينه په پرتله يوه يا دوه درجې ټيټ
مقام لري خو داسې نارينه چې ښځې ډېرې سپکوي او هغوي تر ځان ښکته بولي يا د هغوى حقوق تر پښو لاندې کوي.
نوموړى د جبران نظريه غوره بولي او وايي اسلام داسې احکام صادر کړل چې ظاهراً د ښځې په تاوان دي
خو په بدل کې يې داسې احکام هم صادر کړي چې هغه جبرانوي او که دغه احکام ښه وڅېړل شي ګورو چې نارينه او ښځې مساوي ح
قوق لري ولې د ښځې مقام د نبوي ټولنې په پرتله را ټيټ شو؟ په دې هکله بايد څو علتونو ته اشاره وکړو لومړى د واکم
نانو استبداد او ځان منمي ده پر دې سربېره ناسم او غير اصيل دودونه او رواجونه دي د شرعې او دودونو تعارض، تحجر
او د روڼ اندۍ ښکارنده هم هغه عوامل دي چې د ښځې مقام او امتيازات يې د نبوي ټولنې په پرتله راټيټ کړل.
راځئ چې په
دغو درستو عواملو په تفصيل سره وغږېږو استبداد او د واکمنانو ځان منمي هغه عمده علت دى چې ښځې ته يې ډېر تاوان و
ساوه هغو کسانو چې دغه عامل ته يې پام کړى دى باوري دي چې په حکومت کې استبداد ښځې له اجتماعي موقيعت څخه محرومې کړې دي او د ځان منمۍ فشار ډېر ښځو ته متوجه دى.
يو مسلمان متفکر قاسم
امين د استبدادي حکومت غلبه په اسلامي ټولنو کې د ښځې د مريي کېدا عامل بولي هغه باوري دى کله چې استبداد پر ټولنې واکمن وي اغېز يې يوازې په پاچا پورې نه محدودېږي ب
کي د هغه شاوخوا کسانو او بيا ټيټې پرګنې ته هم رسېږي تر دې چې دغه بهير په ټولنه کې
دود شي او هر زورور په کمزوري ظلم او تېرى کوي د دغه ډول حکومتونو يوه نتيجه دا شي چې
نارينه د خپل جسماني ځواک په مټ تل ښځې توهينوي.
د ښځې د سپکاوي يو سبب اخلاقي فساد دى چې دا هم د
استبدادي حکومتونو نتيجه ده، ممکنه ده ځينې کسان دا فکر وکړي چې که په چا ظلم او تېرى وشي په راتلونکې کې به تر
خپل لا س لاندې په کسانو ظلم ونه کړي خو تجربې ښودلې ده چې په دغه ډول ټولنو کې فضيلتونه وده نه کوي او له رزايلو
پرته د بل شي د ودې فرصتونه نه وي موجود.
په دغه ډول ټولنو کې وګړي داسې روزل کېږي چې د قدرت په وړاندې خاضع وي او له ډاره
هر کار کوي او په دې ډول روږدي کېږي په نتيجه کې د مظلومې پرګنې په توګه د ښځې حقوق تر پښو لاندې کېږي په دغسې يوه
ټولنه کې مېرمنه په ډېرې پستۍ کې ژوند کوي او تل د نارينه فرمانبرداره پاتې کېږي.
ايرانى متفکر ع
امه طبا طبايي د رسالت په پړاو کې په يهودو او نصاراوو کې د ښځې د ټيټ مقام علت د هغوى د استبدادي حکومتونو له
امله بولي.
پر
دې سربېره د اسلام په تاريخ كي په ډاګه راغلي چې قانون واکي له لنډې مودې وروسته ورو_ورو ځاى زور واکۍ ته پرېږدي او فردي استبداد ورو_ورو ځان څ
ګندوي او هر څه چې واکمن ووايي هغه د قانون په توګه انګېرل کېږي خوشنونکې خبره خو دا ده چې په هغو حکومتونو کې چې
د اسلام په نوم اداره کېدل د حاکم غوښتنو ته ديني رنګ ورکول کېده او واکمن به يې ظل الله باله.
نو
په دغه ډول حکومتونو کې د ښځو د مقام خبره نه وي.
ځينې کسان باوري دي چې د ځينو ټولنو
واجونه او غير اصيل دودونه هم د دې سبب شول چې ښځې خپل پخوانى مقام له لا سه ورکړي.
که څرنګه چې تر اسلام مخکې اکثره ټولنې نر واکه وې نو ځينې اسلامي پوهانو هم له خپلو
ټولنو اغيز منلې او له اسلامي حکمونو سره_سره يې اسلامي متنونه د نارينه واکۍ په ذهنيت سره تفسيرول له بلې خوا اسلامي کلتور د روم او اېران له تمدن سره مخامخ شو چې په
دواړو کې نارينه واک چلاوه نو خپل خلوص يې له لا سه ورکړ.
مسلمان عالم محمد شمس الدين پر دې ټکې ټينګار کوي چې فقهيان عرف او دودونه د ديني نصوصو د پوهېدو د مرجع په توګه معتب
ه بولي.
په
داسې حال چې معلو مه نه ده چې دغه عرف د رسوالله مبارک او امامانو په وخت کې هم موجود و تر څو د شرعي احکامو او م
سايلو د درک مرجع وي بلکې اجمالاً او ځينې وخت په تفصيل سره پوهېږو چې د دغه عرف ځينې
عناصر له مستحدثه يا نويو رامنځته شويو عرفونو څخه دي چې اسلام يې نه تائيدوي بلکي د فرهنګي انتقال نتيجه ده چې
له نورو دينونو او تمدنونو سره د اسلامي ټولنې د تعامل له امله رامنځته شوي دي او
دغه عرفونه د ديني متنونو د درک او فهم مرجع نه شي کېداى مهدي شمس الدين د ښځې د مقام پيکه کېدل داسي
بيانوي:
له دې وروسته چې اسلام د نارينه او ښځې حقوقې او معرفتي مقام يوشان وباله او رسوالله مبا
ک خپله ټولنه په همدې اساس جوړ ه کړه د سلب کېدا يو ډول تصور رامنځته شو چې د دوو عواملو نتيجه وه:
لومړى د شريعت پرمختللو احکامو ته د خلکو توجه کمزورې شوه ښايي د نارينه واکۍ د تفکر له امله وي چې ډېره مخينه يې درلوده.
دوهم د هغو افکارو او عادتونو اغېز و چې له نورو ټولنو لکه ب
ېتانيا فارس او هند څخه يې پر اسلامي ټولنو حمله کړې وه. د دغو دوو عواملو نتيجه دا
وه چې مسلمانه مېرمنه يوازې جنسي تميلاتو،اميندوارۍ او د کور کارونو ته محدوده شي
او په دې ډول ښځې د نارينه په پرتله ټيټ مقام ته ورسېده او په ټولنيزو مسلو او سياست کې له ګډون او د تعليم له حقه
محرومه شوه.
په داسې حال کې چې دغه نظر د اسلام له ليد توګې سره توپير لري نو اوس د مېرمنو عيني موقيعت له هغه څه سره ډېر
توپير لري چې قران او سنت انځور کړي دي قاسم امين هم غلط دودونه او د جاهليت سنتونه د ښځې د مقام د انحطاط عامل
بللي او باوري دى چې د خلکو په ذهنونو کې د جاهليت د وخت عادتونه پاتې دي چې په تثبيت کې يې استبدادي حکومتونو م
هم رول درلودلى دى.
دغو درستو عوام
لو ښځه د مرييتوب، جهالت، او مطيع انسان مقام ته راکوز کړې ده.
د ويلو ده چې دودونو او استبدادي حکومتونو دا ډول د ښځې د مقام په پيکه کېدا کې رول درلودلى دى که څه
هم دوهم عامل تر دودونو ډېر رول لوبولى دى.
بل عامل چې د ښځې مقام يې د اسلام تر سرکېنېو وختونو راکوز کړ له عرف او شرعې سره
تعارض و د علومو په برخه کې انسان بدلون او تحول ته چمتو دى او دين هم درست هغه مسايل وړاندي کوي چې انسان په
ژوند کې ورسره مخامخېږي له دې کبله د اوچت اسماني دين د ما
کانو په توګه هر مسلمان دنده لري چې له ديني پوهې او فهم څخه غلط دودونه او د جاهليت رسوبات پاک
کړي.
هغه انځور چې له ښځې څخه په اسلامي ټولنه کې وړاندې کېږي د دې ښودنه کوي
چې يو انحراف شوى دى په دې معنى چې ځيني ديني احکام له غلطو دودونو سره اغښل شوي دي بايد عرف يو بدليدونكى څيز وبولو نه ثابت شوى يوازې اسلامي قوانين او احکام دي چې نه
بدلېږي.
د ټولنو اصلي مصلحانو يعنې پيغمبرانو د خپل وخت دودونه او رواجونه
اصلاح کړل او نا سمې ليد توګې يې لېرې کړې.
په دې ډو ل يې د ښځې حقوق احيا کړل د
اسلام ګران پيغمبر (ص) د ښځې او نارينه په يو شان والي کې الهي حکمونه خلکو ته ابلاغ کړل هغه وخت چې نجونې ژوندۍ
ښخېدلې د هغه حضرت له لوري يې درناوى وشو، قران مجيد د هغه وخت دودونه بدل کړل او دغه خبره يې وکړه چې د انسانيت
په لاره کې لوړوالى او وده په خاصې پرګنې پورې اړه نه لري او ښځه هم د لوړاوي پوړۍ کچ ته
رسېدلاى شي.
د حيري شيرازي په باور که که هغه څه چې اسلام ازاد کړي دي د ع
فونو او دودونو له امله بند کړو بايد د پايلو تاوان ته يې په تمه و اوسو دى وايي هغه څه
چې مهم دي دا دي چې باور وکړو که اسلام د يوې مسلې لپاره کوم صادر کړى وي حکم بيان کړو او اعلان وکړو چې تر
اوسه مو د هغه تخصصي لاره نه ده بشپړه کړې اسلام ته ستر خدمت دادى چې دين سخت او مشکل و نه ښيوو او دين ته تر ټو
و لوى خيانت دا دى چې ووايو د ديني احکامو تر سره کول ناممکنه دي. يو مسلمان عالم وايي په ځلونو مې ليدلي دي چې
يو مسلمان په ناپوهۍ کې د هغو دودونو دفاع کوي چې پاک خداى د هغو د حقانيت لپاره هيڅ دليل نه دى راوړى له دې کبله
د ټولنې د شعور لوړول په تېره بيا د ديني مسلو په اړه ډېر اړين دي او بايد سوچه اسلامي
احکام له له غير ديني دودونو او عرفونو ليرې کړو چې دا د هر مسلمان ديني او انساني دنده ده په تېره بيا اسلامي م
صلحان او پوهان دنده لري چې په دې برخه کې کار وکړي.
زموږ په پښتني ټولنه کې
هم ډيرې داسې مسلې شته چې بايد ورته پام وشي چې ښځه يې له خپلو ډېرو انساني او اسلامي حقوقو محرومه کړې
ده.
اوس به پر نورو هغو علتونو خبرې وکړو چې د اسلام د سرکينيو وختونو په
پرتله يې په ټولنه کې يې د ښځې مقام ته تاوان رسولى دى.
تحجر او جمود پالنه هم
هغه عامل دى چې د ښځې اصلي مقام ته يې ډير تاوان رسولى دى چې موږ يې ژوندى مثال د طالبانو په وخت کې وليد په بېلا
بېلو ټولنو په تېره بيا په اسلامي ټولنو کې افراطي ليد توګې او ناسمې ګروهنې چې د اسلام په نامه تر سره کېږي ښځې له خپلو ډېرو انساني حقوقو محرومه کړي دي په اسلامي ټولنو
کې د ښځو حقوقو او حدودو پر علمي اړخ سربېره اعتقادي اړخ پيدا کړى دى يعنې بې اساسو دودونو او باورونو د اسلامي
متنونو ځاى نيولى دى او د اسلام د حقيقي اصولو فلسفه هم نه ده توضيح شوې، نو ځکه د ښځې په هکله د اسلامي مقرراتو
نتيجه د اسلام د اساس په ضد د تبليغ لپاره په يوې وسيلې بدله شوې ده.
دغه فکر
چې ښځه يوازې د کور په ګوټ کې کښېني او حتى په حجاب کې هم د تعليم حق نه لري او بايد له
هر علم او کماله محرومه وي له اسلام سره اړخ نه لګوي او د انساني عواطفو په ضد ده. په
کلي ډول هغه کسان چې دين ته ګروهمن کېږي او بيا بيرته منحرفه کېږي تر هغو ډېر ځېږه او انساني ضد وي چې دين يې نه وي
منلى خو تر دغې پرګنې منحرفه متدينه کسان ډېر خطر ناک دي. د دغې پرګنې انساني عواطف د ديني عاطفې تر اغېز لاندې راغ
ي وي او د استاد مطهري په وينا دغه کسان کج سليقه خشکه مقدس بللي. نوموړى وايي تاريخ د دې ښودنه کوي چې تر ټولو
بې رحمانه وژلې جنګونه او کړاوونه د همدغو کسانو له خوا شوي دي
له صليبي جنګونو رانيولې تر ډېرو نورو ستونزو پورې ډېر مشکلات هم دوى راپنځولي دي. څرګنده ده چې د يوه ديني
نظام په سيوري کې د دغو ناسمو دودونو او خرافاتو جرړې وباسو.
د ځينو پوهانو
ه لوري په نالوستۍ کې د ښځې ساتل هم د دغې غلطې ليد توګې سمبول دى. محمد غزالي په تحريرالمراة کتاب کې په اسلامي ټو
نه کې له يوۀ انحراف څخه داسې سر ټکوي : مسلمانان له ښځې سره په چلند کې د اسلامي شريعت له لارې منحرفه شوي دي او
جعلي روايتونه په دوى کې دود شوي دي له همدې کبله مسلمانه ښځه له دين او دنيا څخه پاتې
ده او د غفلت او ناپوهۍ کندې ته غورځېدلې ده. د ښځې تعليم ستره ګناه بولي جومات ته يې نه
پرېږ دي پردې سربېره د وخت په سياسي حالاتو خو بيخي نه ده
خبره. په داسې حال کې چې ډېرو ديني عالمانو په ټولنه کې د ښځې مقام مهم بللى او وايي:
د احصاييو له مخې ښځه د ټولنې نيمايي برخه جوړوي او که د ماشومانو په روزلو او پر
خاوند د هغې اغيز ته پام وشي نو ويلاى شو چې تر نارينه ښځې زياتې دي داپه داسې حال کې دي
چي ښځي تل له افراط او تفريط سره مخامخ دي او ډېر لږ ورسره عادلانه چلند شوى دى.
حتى ډېر ځله کله چې ښځي تعليم کوي يوه خطرناک مار ته ورته بللي شوي دي چې زهر خوري. له بده مرغه ډېر پښتانه ښځې ته سپک نظر لري او هغه نا اهله مخلوق يې ګڼي چې د خاوند په
وړاندې يوه کنيزه ده او هيڅ اختيار او اراده نه لري داسې بوټانو ته ورته ده چې کله خاوند وغواړي نو ليرې يې غو
ځولاى شي.
هغه په کور کې محبوسه وي او د کار يا حتى د علم د حاصلولو له پا
ه له کوره بهر نه پرېښودل کېږي. د دوى په گمان پاکه او صالح مېرمنه دوه ځله له کوره بهر ځي لومړى د پلار له کوره د خاوند کور ته او دوهم ځل د
خاوند له کوره ګور ته. په داسې حال کې چې قران مجيد په کور کې د ښځې اسارت د هغې ښځې سزا ټا کلې چې ناسم کار يې کړى وي
او څلورو مسلمانانو پرې شاهدي ورکړې وي د نساء سورې په ١٥ ايت کې لولو:
البته دغه حکم د هغه وخت لپاره و چې د زنا حد لا نه و جاري
وى دغه ډول ناسمو دودونو په ټولنو کې دومره رسوخ وکړ چې ښځه يې په اسلامي کاتور کې له خپل مقامه ښکته کړه د دغې
ناخوالې د علاج له پاره بايد سوچه او دوديز اسلام سره بېل کړو.
رسول الله (ص) مبارک په ټولنه کې د ښځو د شتون په هکله وايي:
کنيزانې هم جوماتونو ته له راتګه مه منع کوئ.
په يوه بل روايت کې حضرت محمد (ص) له نارينه وو غواړي چې په جوماتونو کې د ښځو د شتون مخه ونه نيسي
هغه مبارك فرمايي:
که ستاسو مېرمنو له تاسو اجازه واخيسته چې د لما نځ له پاره جومات ته ځي نو اجازه ورکړئ.
ياده دې وي چې د
سول الله مبارک په وخت كي جومات پر عبادي مرکز سربيره سياسي او ټولنيز مرکز هم و.
دغه روايتونه د دې ښودنه کوي چې په هغه وخت کې ځينو نارينه وو خپلې ښځې جوم
اتونو ته نه پرېښودې او رسول الله مبارک هغوى له دغه کاره منع کړي وو.
له دې سره_سره چې مسلمانو عالمانو پرله پسې هڅې وکړې چې انحرافي افکار ليرې کړي خو
تر اوسه پورې ځينې غلط دودونه د نړۍ د مسلمانانو په تېره بيا د پښتنو په افکارو کې د
ديني ارزښتونو په توګه انګېرل کېږي.
دغه تريخ واقيعت بايد ومنو چې ډېرو ټولنو
عمومي کلتور حتى د تعليم يافته پرګنې فرهنګ له افرطي ليد توګو اغيز منلى دى او باوري
دي چې د پخلي، خياطي او صفايۍ په څېر کارونه د ښځو دندې دي او که ښځه له دغو کارونو سر
وغړوي نو کورنى نظام به ورسره ګډ وډ شي.
له بده مرغه په پښتني ټولنه کې
داسې خلک هم پيژنو چې په تيورۍ کې يې دغه خبره منلې وي خو په عمل كي ښځه له ډېرو هغو حقوقومنع کوي چې اسلام ښځو ته ورکړي دي. د اسلام له نظره د ښځې له لوري د کور د کارونو تر سره کول د يوه اخلاقي
ارزښت په توګه او له مېړه او بچيانو سره د مينې له امله دي ګني ښځه د کور د کارونو په
بدل کې مزد تر لاسه کولاى شي. يو بل ناسم دود چې په اسلامي ټو لنه په تېره بيا په پښتنو
کې ډېر ليدل کېږي په يوه ټولۍ کې د مېرمنې د نوم نه اخيستل دي
يعني د ښځې د نوم په اخيستو سره حتى روڼاندي نارينه شرمېږي په داسې حال کې چې دا د
ناسمو تعصباتو نتيجه ده او اسلام هيڅ کله په دې هکله څه نه دي ويلي.
استاد مرتضى مطهري په دې هکله وايي: هغه څه چې وروسته دود شول دا دي د ښځې د نوم
اخيستل په يو ډول بې ستري ګڼل کېږي په داسې حال کې چې حضرت محمد (ص) په خپلو خبرو کې تل د خپلو مېرمنو نومونه
اخيستي دي.