په كندهار كي د جاپانيانوله خواڅلور ښوونځى جوړسول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8235

دخبریدو نیټه : 2006-07-20

محم دعمر واحديار/كندهار

 

د روان لمريز كال د چنګاښ د م ياشتي پر ۲۸ چي د عيسوي زېږديز د جولاى له ۱۹مي سره سمون خوري د DNC موسيسې له خوا د كندهار و ښووني او روزني رياست ته څلور م كتبه رسماً وسپارل سوه.

د غونډي مراسم د كندهار ښار په محمود طرزي ښوونځى كي د غرمې پر ۱۱ بجې د قرانكريم په تلاوت سره پيل سوه. وروسته د كندهار د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي پرانيستونكې وينا وكړه، نوموړى د جاپان د خلكو له مرستي څخه د منني ترڅنګ، د دې ښوونځيو پر جوړښت او تخنيكي اسانتياوو وږغېدئ چي په ډېر عصري ډول جوړ سوي دي.

وروسته د يادي سوي موسيسي ساحوي انجينر محمدقاسم زهيري د خپلي پروژې په اړه معلومات وركړل، ده وويل چي د دې پروژې كار د DNC (Dai Ninppon Construction) ركت له خوا د SSC  (System Science Consultant) شركت په مشوره د ۲۰۰۵ كال د مى په مياشت كي د جاپان د خلكو په مرسته د اته سوه زره امريكايي ډالرو په لګښت پيل سوى وو. د ده په وينا د پروژې د لومړي پلان له مخي په څلورو ښوونځيو كي د پږو تعميرونو جوړول شامل وه، چي هر تعمير يې لس_لس ټولګۍ لري. چي له هغو ځني په محمود طرزي او ميرويس نيكه ليسه كي د دوو_دوو تعميرونو، په احمدشاهي اول او شهيد عبدالاحد كرزي ښوونځيو كي يې د يوه_يوه تعمير په جوړولو كار بشپړ سو.

ده وويل چي د دې پروژې په دوهم پلان كي د درو ښوونځيو چي په ډنډ كي د فاضل كندهاري، د كندهار په عالي دارالمعلمين كي د تجربوي ښوونځى او په لويه واله كي د شهيد عظيم الله ښوونځى د تعميرونو جوړول شامل وه. خو په ډېر تاسف سره يې وويل چي بنسټيز كارونه يې لا پيل سوي دي، مګر په كندهار كي د و وستيو امنتي ستونزو له امله يې كار نيمګړى پاته سو.

وروسته د كندهار امنيه كومندان مل پاسوال عزيز وردګ د ښوونځيو پر امنيتي ستونزو خبري وكړې او ژمنه يې وكړه چي د ښوونځيو د امنيت ساتلو لپاره به هيڅ ډول مرسته و نه سپموي.

غونډه د دوعايي په ويلو سره د غرمې پر يوه بجه پاى ته ورسېده، پاته دي نه وي چي په مراسمو كي د كندهار پر نورو ولايتي چارواكو برسېره د اط اعات او كلتور رئيس عبدالمجيد بابي هم ګډون كړى و.

                         د كندهار د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي او امنيه كومندان عزيز وردګ

http://benawa.com/upload/uploads/1153369689_1.JPG

                                        د جاپان د خلكو په مرسته د محمود طرزي نوى جوړ سوى ښوونځ

http://benawa.com/upload/uploads/1153370019_2.JPG

http://benawa.com/upload/uploads/1153370591_3.JPG