( دبېنوادپاتاپه با علامه رشاد(رح)پخپله يوه ليکنه کي ،چي د( ادبي نث
ونه ، دبېنواياد ، دکارنامو مېرمني ، دګلوګېډۍ ) په نامه کتاب د( بېنواياد) دبرخي په ١ ــ ١٣ مخونوکي چاپ سوې ده ،
ږغېدلی دئ . ښاغلي اکبرکرګرهم د دغي موضوع په ارتباط دښکلامجلې په ګڼه کي څه ليکلي دي . زماسره هم په دې برخه کي
يولړخبري سته چي يادونه به يې دراتلونکوڅېړنوله پاره بې ګټي نه وي . م هوتک )
دبېنواپاتا
دارواښادعبدالروف بېنوا( ١٣٦٣ ش مړ) دمړيني خبرکابل ته د١٣٦٣ ش کال
دجدي په پای کي را ورسېدئ . په سخته ناروغتيايې تردې پخواغوږېدلي وو. زموږ فاضل استاد علامه رشادبابا(١٣٠٠ ــ ١
٨٣هـ ش ) په دغوشپوکي دزړه دناروغۍ له امله دکابل په علي آبادروغتون کي بستري و. دعلامه استاد(رح) دکورنۍ ،
دوستانواومتعلقينومصلحت پردې سو، چي دبېنوادمړيني خبر له استاد(رح) څخه پټ وساتل سي . موږټولوکوښښ کاوه چي ع
امه مرحوم دخپل تېروني اشنااوملګري په غم غمجن نه سي . دعلامه استادمرحوم روغتيايي حالت مخ پرښه کېدلوسو. دم
عالج ډاکټرارواښادپوهاندنوراحمدبړېڅ له خواپه کورکي دبشپړاستراحت کولوتوصيه ورته وسوه اواستاد(رح) ته يې
په کورکي بستروغوړاوه . زه به لکه څرنګه چي روغتون ته هره ورځ داستادخدمت ته حاضرېدلم ، کورته به مي هم هره ورځ
ځان وررساوه . ورځ مي يې هېره ده ، چي کومه وه ، داستادپوښتني ته ورغلم . په څېره کي يې دژورخپګان نښانې ليدل کېدلې .
پرمېزباندي کاغذ ورته پروت واوداسي راته ښکاره سوه چي شعريې ليکه . قلم يې کښېښواو تر سترګويې اوښکي راايله سوې
. په وارخطايي مي پوښتنه ځني وکړه :
ــ چاپه خبرکړلاست ؟
په نيولي آوازيې راته وويل
:
ـــ ديوچاپه ناپامي کي ترخوله ووتل اووروسته نوپه ټول حال خبر سوم . نوريې نواوښکودخبروکولومجال
ځني واخيست اوڅوشېبې دواړه پټه خوله کښېنستلو . ماسکوت مات کړاوپه ډېرادب مي ورته وويل :
ــ استاده !
مرګی حق دئ خواوس موږته ترهرڅه زيات ستاسي صحت مهم دئ . وې فرمايل :
ـــ هو ! ټول همداراته وايي
.
بيايې نودپيل سوي وېرني ( مرثيې ) مطلع راته ولوستل .
دقلم څوکي لمبه سه سوځه سوځه لاندي باندي
چي په تاليکلي کېږي داشنادمرګي ساندي (١)
وروسته يې په بزرګوارۍ سره زما دهڅوني
اوتشويق په خاطروفرمايل :
ـــ په دې مرثيه کي مي ستااقتفاء کړې ده .
زه لاس وپښه سوم خوډېرژرمي درک کړه چي دعلامه مرحوم مرادزماهغه مرثيه وه چي دلوی استادعلامه حبيبي
مرحوم پرمړينه مي ويلې وه اوسرليک مې ساندي ليکلی و(٢) .
ورپسې يې دارواښادبېنوا دځوانۍ دشپو ورځواوددوی دکورنۍ په باب اوږدې آم وزنده خبري راته وکړې . دخپلي ملګرتيا څوپه زړه پوري خاطرې يې راته وويلې اوپه هغوکي يې له پغمان څخه دراتګ پ وخت دڅوتنوسپاهيانو کيسه راته بيان کړه چي ارواښادبېنوادوزارت په موټرکي له ځان سره دکابل ښارته راوستل (٣) . دخبرپه پای کي يې يوه يکلې پاڼه اوڅه پيسې راکړې ، ويې فرمايل :
ـــ سبابه دافغان اعلانات دفترته ورسې اودمرحوم بينوادپاتااعلان به و
کړې ، رسيدبه يې ځني واخلې .
د ٌ پرسترګو ٌ ترويلووروسته مې لاس مچ کړ اورخصت مي ځني واخيست . زمادهغه وخت خوښي او مباهات هيڅکله
له ذهنه نه وزي چي علامه استادبه ديوه کارکولوته امرکړم . دامردتعميل تروخته به په کاليوکي نه ځايېدلم . په
هغه سبامي سهارپه خړه بياله خيرخانې مېني څخه مخ پرښارونيو. دمخه تردې مي چي دافغان اعلانات ددفترمامورحاض
سوی وي ، ځان هغه دفترته رسولی و. دافغان اعلانات څانګه په سالنګ واټ کي وه . په دې ترڅ کي دوه درې تنه نورهم داع
انوخپرولواوپيسوتحويلولوله پاره دفترته را ورسېدل اودموظف مامورله راتګ سره سم زه لومړی سړی وم چي
داستادپاڼه مي پرمېزورته کښېښو و له . دمامورله کړووړوڅخه داسي ښکاره سوه چي ددغه رازاعلان درسېدوانتظاريې
کاوه . له مقدمې پرته يې راته وويل :
ـــ بيادر! ای اعلانه تيرکده نميتانم .
ځني ومي
پوښتل :
ـــ علتش پرسيده ميتوانم .
راته وېويل :
ـــ هدايت مقامات است
.
کاغذ اوپيسې مي راواخيستلې اواستاد(رح) ته مي ټول حال ووايه . ډېرمتاثرسو. وې فرمايل
:
ـــ په دې شکوفان نظام کي دبرحاله سفيردپاتااجازه هم نسته . سبايې پخپله وروړم .
غوښتل مي
چي ددوی دناروغۍ اودډاکټرله خواداستراحت دسپارښتني يادونه ورته وکړم . جمله مي ترخوله پوره راوتلې نه وه چي
په قاطعيت يې راته وويل :
ـــ دبېنواحق تردې خبروډېرلوړدئ .
سباته مي زړه کښانده و.له ځانه سره مي ويل ، خدای مه کړه داستادروغتياته څه خط
پېښ نه سي . د اتو شاوخوامي دافغان اعلانات ددفترمخي ته ځان ورساوه اودسړک پردرې ګزي مي ورو وروقدم وهل پيل کړل
. څه شېبه وروسته مي استادپه سترګه سوچي دفترته وروخوت . له بيرته راکښته کېدلوسره سم مي ځان په وليد. راته وې م
سل :
ـــ ليدل مي چي تعقيبوې مي . خدای دي برکتونه درکړي .
له
جيبه يې داعلان رسيدراوايست په اندېښمنه لهجه يې وويل :
ـــ اعلان خويې واخيست . وګوروچي نورڅه
پېښېږي .
سباته زماپه شان نوروډېرودوستانوسهاروختي دراډيوفوتي اع
انوته دوياندله خولې څخه د ٌ پايان اعلانات فوتی ٌ ترويلوپوري غوږنيولی و، خودبېنوادپاتااعلان يې وانه ورېد.
داستادکورته په تلوارورغلم . ارواښادخواخوږی صاحب ترمادمخه رارسېدلی و . علامه استادپه
جدي لهجه راته وفرمايل :
ـــ صادق (٤) ته مي هم ويلي دي ، ته به هم په پوهنتون کي هرچاته داخبره ورسوې چي دولت پرخپل تندي
باندي يوبل ملي ضدداغ کښېښو . دبېنوادپاتااخيستلوممانعت يې وکړ . موږبه که دخدای رضاوه دده له
(٣)
پاره په خپل کورکي دقرآن
عظيم الشان دختم سرښته وکړو.
داستادامرمي پرځای کړ.
د
ې کاله ورسته چي دروسانوپه امردګرباچف دپروسترويکا په تعقيب په افغانستان کي دملي روغي جوړي ترنامه لاندي د
ژيم دبقاله پاره نوې هڅه پيل سوې وه اوپه دې لړکي دکابل په اريانا هوټل کې دارواښادبېنواددريم تلين دنمانځ
وغونډه جوړه کړه ، ارواښادعطايي پخپلوخبروکي کي وويل :
نن
دهماغه بېنوامرحوم په ياددلته راغونډ سوي يو چي درې کاله وړاندي موږچادهغه پاتااخيستلوته نه پرېښوو
و.
ارواښادخواخوږي صاحب راته وويل : دې غونډي ته زموږملګري هم دعوت
سوي وه خوموږد اعتراض په نامه غونډي ته حاضرنه سولو . زه ( هوتک) دې غونډي ته دښاغلي هيوادمل په بلنه ورغلی وم .
په غونډه کي ډاکټرطارق رشاد دعلامه بابا هغه مرثيه ولوستله چي مطلع يې ماپه وړاندي کرښوکي تاسي ته راوړې ده
.
کلونه تېرسول . زه دازل کښلوکاناډاته راورسولم . په ١٩٩٨ع کال
داکتوبرپه مياشت کي چي علامه رشاد(رح) امريکاته تشريف راوړی و . زه يې ليدلوته ويرجينياته ورغلم . څودخوندشپې وورځي مي ددوی په محضرکي
تېري کړې . وروسته مونيويارک ته ګډ سفروکړ اوپه نيوجرسي کي علامه مرحوم دارواښاد بېنواقبرته ولاړ. دشپې چي کو
ته راغی راته وې فرمايل :
ـــ بېنواته مي وويل : ٌ آرام بيده سه . نور
وسان اوهغه روسپال په وطن کي نسته چي موږيې ستاپاتا اخيستلوته لاهم نه پرېښولو ٌ .
له علامه رشاد(رح) سره دازماوروستۍ ليدنه کتنه وه . ماپه کاناډاکي پخپل
کتابتون کي دکارمېزته مخامخ هغه عکس ځوړندکړی دئ چي علامه مرحوم دارواښادبېنواقبرته لاس په دوعاولاړدئ
.
خدارحمت کندآن عاشقان پاک طينت را
+++++++++++
محمدمعصوم
هوتک
اوکويل ـــ اونټاريو
داګسټ لومړۍ ٢٠٠٦ع
لمنليکونه
(١) ددې مطلع لومړی نيم بيتی
داستاد(رح) په نوي چاپ سوي اثر(ادبي نثرونه ... ) کي داسي لاس خوړلی راغلی دئ
:
دقلم څوکي لمبه ، سېځه سوځه لاندي باندي
(٢) دغه مرثيه دکابل مجلې د١٣٦٣ش کال په دوهمه ګڼه
کي چاپ سوې ده خوزمانوم يې ځني غورځولی و . داستاديادپه مجموعه کي بيازماپه نامه چاپ سوې ده .
(٣) داکيسه علامه استاد د( داسي وزيران هم پيداکېږي ) ترسرليک ليک
اندي وروسته وليکل .
(٤) مراديې دارواښادانګار کشرزوی صادق انګاروچي په دغه
وخت کي په پوهنتون کي محصل و .