دډاکټر طارق رشاد ليکنه / هالنډ
لکه څنګه چي ديوې ټاکلي مودې لپاره د ولسمشرۍ ، ولسي جرګې ، مشرانو جرګې ، او سيميزو جرګو لپاره ولسي ټاکني د ولسواکۍ يو څرګند اصل دی ، نو لازمه ده چي لومړی ددغو ټاکنو لپاره داسي چاپيريال رامنځ ته شي چي ټول ولس له زور او زره پرته ، په خپله خوښه او ازاده اراده انتخابات او ټاکني وکړي او په ولس کي دغه سياسي تفکر غښتلی شي چي ولسمشر به ددوی په مستقيمه اوپه رښتينې رايه ټاکل کيږي . ددوی رښتنينی استازی او ددوی دحقوقو ملاتړئ به وي .
او هغه څوک هم چي دولس له خواټاکل کيږي او ولس پر هغه باور کوي له دغه باوره ناوړه ګټه وانخلي او په تېر ژوند کي يې قومي ، نژادي ، ژبني ، مذهبي ، سيمه ايزو کرکو او جګړو ته لمن نه وي وهلې او هيڅکله په ملي افتراق او بېلتون تورن او لاسونه يي د هيوادوالو په وينو سره نه وي او داوسني تصويب شوي اساسي قانون پر بنسټ او له تعصبه پرته پر دواړو رسمي ژبو پښتو او دري بشپړ برلاسی او په دواړو ژبو ښه وينا ، ليکل او لوستل وکړای شي او اداري چارواکي يي هم دا کار او انډول تر سره کړای شي ،اود ټول رښتينی افغان ولس د باور ملي شخصيت وي ، نه په سيمه ا يزو قومي ، نژادي ، ژبني ، مذهبي کرکو لړلی بدنام شخص چي تل د ملي افتراق او بېلتونپالني تخم پاشي ، او تر خپلو د ګاونډيو او پرديو ګټي ورته ګراني وي او د افغانستان د هيواد له نامه او دافغان ملي هويت له نامه سره يې کرکه ښوولې وي ،او زموږ په ساده ، سپېڅلې او د ميني ډکه افغاني کورنۍ کي د کرکي ديوالونه وهي اوزموږ په ګډ افغاني کور کيد بېلتانه کورګي جوړوي څو ددغه ديوالونو شاته خپلي رښتيني څېرې پټي کړي ، چي دا ډول اشخاص دافغانستان د اوسني او جاري اساسي قانون پر بنسټ چي نه ځانونه افغانان ګڼي او نه د افغانستان ، نه يوازي د ولسمشرۍ د کانديدلو حق نه لري بلکي دملي افتراق او ملي خيانت په تور دملي محکمې او دجګړې په تور دنړيوالي محکمې سره مخامخ دي او دولسمشرۍ لپاره چي هم کوم شرايط ټاکل سوي دي دغه ټکی دي په کښي څرګند او روښانه وي او بل د ولسمشرۍ کانديدان داسي ملي سياسي او ټولنيز _ کلتوري اشخاص وي چي د ټول ولس او يا د ټول ولس د اکثريت د باور وړ وي هغه څوک چي د د کانديديدلو لپاره لس زره رايي نه شي تر لاسه کولای هغه به څنګه د لسو مليونو د اکثريت رايي تر لاسه کړي ، بل دا چي زموږ ټولنه يوه دوديزه ټولنه ده چي د مشرتابه موسسه يې په ملي ، سياسي ، ټولنيز کلتوري ژوند کي د برياليتوب او ثبات غوره شرط دی ، او کانديد هم هغه څوک وي چي پر ځان غوښتني او شخصي تنظيمي ، ګوندي او سيمه ايزو اغراضو يې پښه ايښې وي او دهر چا سره په ملي روحيه ، پاک زړه او پاک نيت مخامخ شي ، احساسات يې مغلوب نه کړي ، د تعقل او تدبير له مخي چاري سرته ورسوي ، د ښو اخلاقو بېلګه ، دخلکو مهربان دوست ، او د هيواد او يو موټي ملت د دښمنانو دښمن وي .
رحم، حوصله او تحمل ، قناعت او توکل ، پاک نيت ، اومهربان زړه ، بي غرضه او بي عوضه د کارکولو ، حق ويلو ، حق غوښتلو ، او حق کولو ، زړه ورتيا ولري ، د ولس مينه او خلوص ترلاسه کړي ، د بيت المال ، ملي بودجې ، او د ولس د ښې ښېګڼي ددښمنانو ، د اداري اوټولنيز فساد ،جګړه مارو ، قومندان سالارانو ، دملي افتراق او د شر او فساد د عناصرو سخت دښمن وي ، دولس سره نرم خودملي يووالي اوملي فرهنګ له دښمنانو ، سيمه ايزو سرغړونکو قومندانانو ، جګړه مارو او متخلفانو سره معامله ګرنه بلکي د کلک چلند خاوند واوسي . دولسواکۍ پر ځای سياسي او پوځي توطيو ته لاس وانه چوي ، پر ازادو رسنيو او ميډيا باور ولري او له هغه لاري ځان وارزوي .
کابل چي د ټول افغانستان پلازمېنه او سياسي _ کلتوري مرکز دی په هغه کي د اوسني اساسي قانون پر بنسټ ددواړو رسمي ژبو پښتو او دري انډول په ٍټولو اداري او کلتوري چارو کي وساتي او دا کار له ځانه ، مرستيالانو ، کابينې ، او ټولي ادارې څخه پيل کړي او دهغه په وړاندي عمل يو افغاني ضد عمل وګڼي .
رښتيني ملي پوځ ، ملي پوليسو ، ملي امنيت ، اوملي ادارې ته ژمن واوسي ، دخپل ملي _ سياسي ، ټولنيز_ کلتوري پروګرام تر څنګ او حتي د هغه په سر کي خپل کوټلی اقتصادي پلان وړاندي کړي ، د ولس د اقتصادي ښې ښېګڼي او مادي بيا رغوني تر څنګ ، د ټولنيز عدالت ، سولي ، ولسواکۍ ، او معنوي بيا رغوني ټينګ ملاتړی واوسي .
دمشرتوب د وخت د هري چاري مهالوېش وړاندي او لکه څنګه چي ولس ته وعده ورکوي هغه تر سره کړي او په تشو وعدو يې ونه غولوي .
په کورنيو او بهرنيو اړيکو اواداري چارو کي د پرله پسې کار توان ولري ، مجرب ، د کار په ټولو رمزونو پوه او خپلي هيلي د نړيوالو تر غوږو هم ورسولای شي ، او دهغو اقتصادي مرستي راجلب کړي ، نړيوال ښه شهرت ولري چي له هغه سره د هيواد حيثيت هم تړلی دی ، څو نړيوالي بشري ټولني ته افغانستان د يو سالم ، مدني غړي په توګه وروپېژني ، زموږ تاريخ او کلتور هغو ته وځلوي او نړيوالو ته دا باور پيدا شي چي موږ يوازي جګړه ايز کلتور نه بلکي د سولي ، ورورۍ ، ګډ ژوند ، مدنيت ، ولسواکۍ ، پرمختګ ، کلتور هم لرو ، او دهغه تر څنګ د خپلو ملي ګټو ، ملي وياړونو ، ملي او اسلامي ارزښتونو ، کلتور هم ، او موږ له هيچا سره په راکړه ورکړه کي تر سياسي خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ ، مځکنۍ بشپړتيا ، ملي ګټو ، او ملي ارزښتونو نه تيريږو .
او ولسمشر هم يوازي په بهرنۍ هنداره کي ځان ونه ويني ، بلکي کورنۍ هينداره کي هم ځان ووني لکه حديث شريف چي دی (( کُن في الناسٍکٍ احدُ مٍن الناس )) ياني لکه څنګه چي ولس دی ته هم هغه ډول اوسه .
خو په ټولنيز ډول بايد ولسمشر (( عادات الساداتٍ ، سادات العادات )) واوسي .
ومن الله التوفيق