د وخت د اداره کولو پنځوس رغنده ګړنلارې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8528
ژباړه: الهام الله نيازی
دخبریدو نیټه : 2006-08-15

ژباړه: الهام الله نيازی
 داسې ډير له موږ څخه شته چې د کال په اوږدو کې د وخت له تنګۍ او کمښت څخه سرټکوي او وايي چې نه شي کولی هر ورځ د قرآن کريم د يوې سپارې څلورمه برخه تلاوت کړي، په داسې حال کې چې د وخت اداره کول زموږ د دين او کلتور يوه برخه ده. داسې ډير ياتونه، حديثونه او نور علمی آثار شته چې موږ د وخت د اهميت او د هغه د غوره ادارې او تنظيم په اړه هڅوي. چې له هغو څخه يو د العصر سوره ده چې الله تعالی په کې وايي ژباړه: ( قسم مې دې وی پر مازديګر چې انسان په تاوان کې دی، م ګر هغه کسان په تاوان کې نه دي څوک چې نيک کارونه کوي او نورو خلکو ته د حق وينا او صبر/ زغم وصيت کوي )، بل د سول اکرم صلی الله عليه وسلم حديث شريف دی چې وايي: ( دوه نعمتونه دي چې ډير وګړي په کې پر غفلت او ترې لا پروا دي هغه روغتيا او وخت دي ) او له علمي آثارو څخه د ابن جرير هغه مؤلفات دي چې د خپل ژوند په اوږدو کې يې ليکلي چې هره ورځ يې ( ليک لوست نه ) ۱۴ پاڼې ليکلې دي. په دې مانا که چيرې موږ د ابن جرير مؤلفات چې هغه پر خپل ژوندانه ليکلي د هغه پر عمر و ويشو نو هره ورځ يې۱۴ پاڼې ليکلې دي.
  
 خپلې موضوع ته راګرځو او نوموړې کړنلارې يادوو ت څو له موږ سره د وخت په ساتنه او غوره اداره کې مرسته او همکاري ترسره کړي :
  
 1. د وخت غوره اداره د يو سخت او پرلپسې کار مانا نه لري چې په پايله کې يې ستړيا او سختي رامنځ ته شي.
 2. وخت بايد د کار، کور، وغتيا، نفس او کورنۍ تر مينځ و ويشل شي او هر يو ته يې خپل حق ور کړل شي.
 3. وخت د تورې په څير دی که چيرې يې ته غوڅ نه کړې هغه به تاغوڅ کړي.
 4. بايد د خپلو ورځنيو، اونيزو، مياشتنيو او کلنيو کارونو او فعاليتونو لپا ه مهال ويش ولرئ.
 5. ايا پوهيږئ چې د وخت ۷۰ فيصده مو په هغه څه کې تيريږي چې هيڅ ګټه نه لري او...
 6. ۱۵ فيصده يې پر ډول او سنګار.
 7. بايد خپل کارونو بل ته هم و سپارئ.
 8. پر خپلو مهمو او بيړنيو کارونو پيل وکړئ.
 9. هر هغه څه ته پاملرنه وکړئ چې له تاسو څخه يې مدير/ منيجر غواړي.
 10. له خپلو مستخدمينو سره نيغ په نيغه مرسته وکړئ نه داچې له هغوي څخه کار واخلئ.
 11. خپل عام او نه بيړنی کارونه د مهمو او بيړنيو کارونو په پرتله و ځنډوئ.
 12. کله چې خپل کارونه تر اخيرنۍ ګړۍ و ځنډوئ نو په دې پوه شئ چې د اور وژنې په سياست کې ژوند تيروئ يا هر هغه چې پوهان يې د يوې ترنګلتيا اداره پر ترنګلتيا نوموي.
 13. کله چې د خپل ژوند لپاره پ ان و نه لرئ نور وګړي به مو ځان ته راکاږي او تل به د هغوي د موخو او لومړيتوبو په خدمت کې ياست.
 14. په ژوند کې د هر هدف  ( آخرت، کورنۍ او دنده ) لپاره خپل وخت پر مناسب نسبت و ويشئ.
 15. ستاسې د ژوند اهداف بايد مح دود او د پلې کيدو وړ وي او هم د پلې کيدو لپاره محدود وخت ولري.
 16. که چيرې د خپل وخت لپاره پلان و نه لرئ يو ورځ به پښيمانه شئ.
 17. د خپل ژوند مهم لس هدفونه و ليکئ او هره شپه مخکې له دې چې بيده شئ د ترسره کيدو په اړه يې سوچ او فکر وکړئ.
 18. د ورځنيو کارونو مهال ويش بايد لږ تر لږه اوه دندې ولري، البته په دغو دندو کې بايد فطري نه دندې نه وې شاملې لکه خوراک، څښاک او داسې نور.
 19. همدا راز بايد د خپلو فصلي او کلنيو رخصتيو پاره مهال ويش ولرئ او زياتره وخت يې په اړه خبرې اترې وکړئ، ځکه نفس راحت ته اړتيا او ليوالتيا لري.
 20. خپلې وړتياوې حس او په غوره ډول يې پر کار واچوئ او هم يې د ځواکمنتياو او کمزورتيا نکتې په ډاګه کړئ.
 21. د وخت له څلورو برخو څخه تل هڅه وکړئ چې په دوهمه برخه کې واوسئ، مانا دا چې خپل مهم کارونه مخکې له دې چې بيړني شی ترسره کړئ.
 22. د ورځې په اوږدو کې خپل اصيل او د استراحت ګړۍ و پيژنئ، اصيلې ګړۍ هغه ګړۍ دي چې نفس او ذهن دواړه په کې فعال او نشيط وي چې د استراحت په ګړيو کې يې نشطات او حرکات کميږي. پر عادي ډول اصيلې ګړۍ د سهار لوم ړنۍ ګړۍ شميرل کيږی چې د ځينو هنر مندانو او اديبانو په آند نوموړې ګړۍ له ماسپښين او ماخوستن وروسته وي.
 23. خپل مهم ورځني کارونه په اصيلو ګړيو کې ترسره کړئ نه دا چې پر انټرنيټ او د ورځپاڼو پر لوستلو يې ضايع کړئ.
 24. خپل ټول کارونه يا معاينات راټول کړئ، تيت پرک يې مه پريږدئ له يو څخه بل ته په انتقال کې خپل وخت مه ضايع کوئ. د مثال پر ډول له ناآي څخه وروسته د غاښو ډاکټر ته ولاړ شئ.
 25. هڅه وکړئ چې حساب وکړئ ترڅو څرنګه خپل وخت تير کړئ اګر که يوه ورځ هم وي. د هر کار لپاره ځانګړی وخت وټاکئ په دې هيله چې پر راتلونکی ژوند مو مثبتې اغيزې ولري.
 26. د ژوند پر مهمو برخو ټينګار وکړئ پر جزئياتو يې ځان مه مصروفوئ.
 27. له ضايع شوی وخت څخه ګټه پورته کړئ لکه د الوتکې او ډاکټر د انتظار وختونه او له هغه ډاکټر سره معامله مه کوئ چې له مخه يو ځانګړی او محدود وخت نه درکوي.
 28. له تيارو جوړو شوو ورځنيو، اونيزو او مياشتنيو مهال ويشونو څخه ګټه پورته کړئ.
 29. لويديځوال وايی وخت پيسې دي او عرب وايې وخت له زرو هم قيمت دی.
 30. تر ټولو لومړی خپلې محتمله ستونزې حل کړئ او پر هغه څه وخت مه ضايع کوئ چې څه ګټه نه لري.
 31. ژوند ډير تنګ دی،  د دښمنيو په زياتولو او ستونزو په راپيدا کولو يې مه تريخوئ.
 32. د روغتيا او وخت پر سمون يوه داسې تيردنه چې راحت او سکون ورسره مل وي له دې څخه غوره ده چې پر خپل مخالف بريالي شئ.
 33. په تجربه او تدريجي ډول خپل د خوب ګړۍ راکمې کړئ.
 34. تر شونې بريده خپلې غونډې لنډې کړئ.
 35. پر ډيرو پاڼو، ملفونو او دوسيو خپل ځان مه کړوئ، هر هغه څه ته چې اړتيا لرئ ترتيب او نور اضافه يې له منځه يوسئ.
 36. په کار کې د وسواس تر حده د تميز او مثابرت تر مينځ فرق وکړئ.
 37. سپارښتنه وکړئ، سپارښتنه وکړئ، سپارښتنه وکړئ.
 38. دا زده کړئ چې څرنګه دوه کارونه په ورته وخت کې ترسره کړئ، لکه د بريښنا ليک لوستل او پر تيلفون خبرې کول.
 39. هر هغه چا ته چې وخت مو ضايع کوي د (نه) کلمې ويل زده کړئ.
 40. خپل دفتر پر داسې ډول ترتيب کړئ، پرته له دې چې له خپلې چوکۍ پورته شئ ټولو اړينو توکو ته لاس بری ولرئ.
 41. په زيرمه کې ټول هغه اړين توکي زيرمه کړئ چې د خرابيدو وړ نه وي لکه پاڼې، رنګ او ق طاسيه، څومره بده ده چې يوه شپه مارکيت ته د يو بيړنی تقرير د ليکنې لپاره د يوې پاڼې پيرودنې ته وځئ.
 42. د انډيوالونو سره د پيژندنو او اړيکو شبکه جوړه کړئ، ترڅو په مشروعي او سمو کړنلارو د کارونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي او په بيړنيو حالاتو کې اړين معلومات تر لاسه کړئ.
 43. په شرکت کې مو دفتر بايد د تيريدو د لارې په معاکس اړخ کې موقعيت ولري، ځکه تاسې پوليس نه ياست، که چيرې مو دفتر د تيريدو پر لار موقعيت ولري ډير وګړي به در څخه د مختلفو مامورينو د دفترونو پوښتنه وکړي آن تر دې چې د اوبو له ځايه به هم و پوښتل شی.
 44. د هر هغه چا لپاره چې د ستاسو زيارت کوی او وخت مو در ضايع کوي ساعت پر هغه ديوال وځړوئ چې تر شامو دی او د هغه نظر پر پريوځي نه دا چې ساعت ځان ته مخامخ و ځړوئ او د هغه پر ځای يې تاسې ګورئ.
 45. په دفتر کې داسې پاسته او مخملي فرنيچر مه ځای پر ځای کوئ چې يو زيارت کوونکی په کې د ډير وخت لپاره کښيناستل خوښوي. که مو فکر کړی وی په زياترو هغه هوټ ونو کې چيرته چې وګړي ډوډۍ يا يو ګلاس چاي څکښی داسې چوکۍ په کې ځای پر ځای شوی چې له ۱۵ دقيقو ورسته په کې نفر ستړيا حس او پاڅيدو ته اړ کيږي.
 46. له هغو وګړو سره سخته رويه وکړئ څوک مو چې وخت در ضايع کوي.
 47. هغه څوک چې مو وخت در ضايع کوي د دې پر ځای چې هغه د تاسو زيارت و کړي تاسو يې زيارت وکړئ، ځکه تاسې کولی شئ چې څومره زر وغواړئ هغوي پريښودلی شئ په داسې حال کې چې تاسو له هغوي څخه د پريښودلو غوښتنه نه شي کولی.
 48. د دې پر ځای چې خپله دروازه د وګړو پر مخ و تړئ يا هم له چا سره سخته رويه وکړئ داسې اشارې استعمال کړئ ترڅو ټول پوه شي چې تاسو مصروف ياست او د ضايع کيدو لپاره وخت نه لرئ. نږدې ۷۰ فيصده وګړي د ورته اشارو احترام کوي.  
 49. د وخت څخه د لا زياتې ګټې د پورته کولو پر موخه تر شونی بريده د خپلې دندې سره نږدې و وسيږئ.
 50. په پرلپسې ډول پر ټيلفون له ۵ دقيقو څخه زياتې خبرې مه کوئ.
  
 خپله موضوع د غاښو د ډاکټر په وينا پاې ته رسوو چې وايې: ( زيات ه ناروغان د خپلو ناروغيو عذرونه د وخت کمې ښايې آن تر دې چې دوي د غاښونو د پاکولو لپاره بشپړ وخت نه لری، د دې سره سره چې له موږ  هر يو هره اونۍ نږدې ۱۲ ګړۍ پر ټولنيزو مناسباتو تيروي. په پاې کې ډاکټر صيب زياتوي  که چيرې وګړي پر مناسب ډول خپل وخت تنظيم کړي نو ډير ډاکټران به اړ شي چې خپل کتنځايونه وتړي.