ډاکټر طارق رشاد / هالنډ زموږ د رښتينو افغانانو او يا لږ تر لږه درښتينو موثرو افغاني کړيو او روڼ اندو دنده ده چي د اوسنيو حالاتو اوتاريخي شېبو خطر او حساسيت درک او د ولس تر منځ دقبيله پالني ( Tribalism) قوم پالني ( Ethnics) اوسيمه ايزو ګټو پر ځای هيواد پالني ( Patriotism ) او ملت پالني تفکر ته وده ورکړو اوپه دې لاره کي ولس ته خپل ملي ارزښتونه ور وپيژنو او د هغو د ملاتړ لپاره يې وهڅوو ، څو د ملي ټولني او ملي يووالي پر لور ګام واخلو، نه د ملي افتراق او ملي بېلتانه پر لور ، چي زموږ دغه ملي ارزښتونه په لاندي ډول دي :
_ ملي هويت
_ ملي ګټي
_ ملي واکمني
_ سياسي خپلواکي
_ مځکنۍ بشپړتيا
_ ملي _ رسمي ژبه
_ ملي سرود
_ ملي سمبول
_ ملي بيرغ
_ ملي يووالی
_ ملي کلتور
_ ملي تاريخ
_ ملي وياړونه
_ ملي امن
_ دولتي نظام
_ اساسي قانون
او لکه څنګه چي هردولت پر درو ستونو ولاړ دی لکه هيواد ، ولس ، او واکمني او اساسي قانون بيا د ملي ژوند د بنسټيز سند ، يا ملي وثيقې اويا هم د يوه هيواد د ولس او واکنۍ تر منځ د عمل ، ظوابطو او اړيکو د يوې حقوقي تدوين شوي ټولګي او ملي ارزښت په توګه د غه ټول ملي ارزښتونه تسجيلوي ، چي منل او پلي کول يې دټول ولس او چارواکو لپاره يوه وجيبه ګڼل کيږي او دغه تسجيل شوی ملي ارزښتونه دي ، چي موږ د ملي يووالي لوري ته بيايي او زموږ په ملي سياسي کلتور بدليږي ، نه پر قومونو او سيمو باندي د ويشل کيدو او پاشل کيدو پر لور ، ځکه دا ويشل او پاشل د نورو د ګټو سره تړاو لري نه زموږ د ملي ګټو سره .
بله د ارزښت وړ خبره داده چي ولس ملي ګټي تشخيص او تفکيک کړي او هغه له فردي ، ګوندي ، تنظيمي ، قومي او سيمه ايزو ګټو پخوانيو زړو ازمويل شو او تنګو سياسي او ايډيا لوژيکي معيارونو څخه لوړي وګڼي او د ملت جوړوني په بهير کي چي يوه تاريخي او تدريجي عمليه ده اوسياسي ، اقتصادي ، ټولنيزه او کلتوري وده په هغه کي څرګند رول لري ونډه واخلي .
متمدن متلونه هم چي د بيلابيلو نژادونو څخه جوړ شوي وي يو شمير ملي ارزښتونه او ملي هويت چي په ا ساسي قانون کي هم تسجيل شوي مني او فرد چي ځان د ټولني غړي ګڼي په هغه کي جذبيږي او د Assimilation عمليه تر سره کيږي .
بل د قومونو تر منځ Integration يا ) د وړو د غټو سره د هغو د شمېر پر انډول ) امتزاج دی چي ډيره بنسټيزه ، تاريخي اوتدريجي عمليه ده .
خو په افغانستان کي له اووه ويشت کلنۍ جګړې ، ملي افتراق او بيلتونپالني وروسته دملت جوړوني عمليه په اوسني وخت کي په دي اړينه بريښي چي له يوې خوا له دباندي څخه د Globalization يا نړيوال ادغام له ګواښه سره او له بلي خوا په دننه کي د سيمه ايزو او پر قومي کرکو ولاړو واکمنيو او د Decentralization يا له مرکز څخه د فرار له ګواښ سره مخامخ ده اوددغه تفکر پلويان د يووالي پر ځای پروېشنه اوDenomination عقيده لري ځکه ددوی او ددوی د ملاتړو ګټي په ملي يووالي کي نه بلکي په ملي بېلوالي کي دي .
نو ددې لپاره چي په ګران هيواد افغانستان کي د رښتينو افغانانو په توګه د کورنيو جګړو او دګاونډيو هيوادونو او پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو او د شخړو د دايمي حل لپاره بنسټيزه لاره پيدا کړو ، لازمه ده پر ملي يووالي ټينګار او د ملت جوړوني په عمليه کي فعاله ونډه واخلو ، په ملي _ سياسي او ټولنيزو _ کلتوري چارو او د ملي ارزښتونو په دفاع کي هيڅ ډول معامله ونه منو ، پر خپل ملي دريځ ټينګار وکړو او په کړونو کي رښتيني واوسو .