حكيمان او يا يوناني طبيبان چي كله د یوه رنځور درملنه پيل كوي نو تر علاج مخکي ْورته جلاب ْوركوي تر څو چي هغه فاسد اخلاط او عناصر ئي له جسمه ْووزي کوم چي رنځ ته وده ورکوي او يا ددرملني مخنیوی کوي ترڅو د رنځور بدن د علاج منلو ته تيارشي اوبيا وروسته دوا ْوركوي چي ژ اثر ْوكړي په همدې شكل زمونږ لپاره هم اسلام دهرنيك عمل له كولو او د هربدكار له پريښودلو ځخه مخكي د نيت د ا خلاص او دزړه د صفائي جلاب وړاندي كوي.
د هر نيك عمل لپاره د نيت اخلاص او دزړه صفائي ضروري ده د اخلاص م عنا داده چي ستا دا نيك عمل صرف د الله تعالى درضا او خوشاله كولولپاره دی په نيت كي به د هم دا وي چي په دې كار الله تعالی زه مكلف كړي يم او هغه له ما ځخه په دې كار خوشاله كېږي ځكه ئي كوم زړه به هم له دنيوي لالچه ، طمعي او له ريا ځخه پاك ساتې په هغه صورت كي به ستا عمل د قبليدلو وړوي او د الله تعالى رحمت او توفيق به د شامل حال وي عمل كه نيك هم وي خو چي د الله تعالی رضا د په كي مقصد نه وه مردود او غير مقبول دي رسول الله صلى الله عليه وس م فرمائي:
عن عمربن الخطاب قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم انما الأعمال بالنيات وانما لكل امرئ مانوى ـ الحديث (البخاري)
د اعمالو د قبليدلو دارومدار په نيتونو پوري موقوف او تړلي دي او هر څوك به دخپل عمل هغه ثمره اّخلي چي په نيت كي ئي وي.
په دې اساس علماوو په كتابونو كي دا په صراحت ْوئيلي دي چي عمل كه هرڅومره نيك وي خو چي نيت په كي خالص لله نه وي هغه عمل مردود دي او د نيت ځای زړه دي او په هغه الله تعالى علم لري بناء تر هر څه له مخه دزړه روغول په كاردي ابوهريره رضي الله تعالى عنه د دې حديث راوي دي وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي:
عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان الله لاينظر الى صوركم واموالكم ولكن ينظر الى قلوبكم واعمالكم. (مسلم وغيره)
په يښتيا سره چي الله تعالى ستاسي شكلونو او مالونو ته نه ګوري بلكه د تاسي زړوونواوعملونو ته ګوري.
په دې حديث شريف كي اول زړه ذكر شوی دی او بيا وروسته عمل ذكر شوی دی په دې اساس تر نيك عمل د مخه دزړه صفا كول ضروري ده داسي نه چي پښتانه وائي: تاوان د كيږه د مرده ګانو ارواح د مه پرې خوشاله كيږه .داسي نه چي نيك عمل د هم كړي وي او الله تعالى هم درته په غصه وي (هم بوره هم بدنام ) په بل حديث شريف كي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرم ائي:
عن نعمان بن بشير قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ألاو إن في الجسد مُضْغةً إذا ص حت صلح الجسد كله وإذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهي القلب . (البخاري)
خبر ْووسی چي په بدن كي يوه ټوټه غوښه ده كه هغه روغه شي ټول بدن ْورسره روغيږي او كه هغه فاسده شي نو ټول بدن ْورسره فاسد كېږي.خبر ْووسئ چي هغه زړه دی.
عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان أول الناس يقضى يوم ال يامة عليه رجل استشهد فاتي به فعرفه نعمه فعرفهاقال فماعملت فيها قال قاتلت فيك حتى استشهدت قال كذبت ولكنك اتلت لان يقال جريء فقدقيل ثم أمر به فسحب على وجهه حتى القي في النارـ الحديث (مسلم)
ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: په ريښتیا سره ړومبی سړی چي د قيامت په ورځ به د فيصلې لپاره راْوستل شي هغه څوك به وي چي هغه به په دنيا كي شهيد شوي وي الله تعالى به خپل نعمتونه ْور په يادكړي هغه ته به ور په ياد شي الله تعالى به پوښتنه ځيني ْوكړي چي تا په دي نعمتونو كي كوم ښه كار ْوړلو هغه به په ځواب كي ْورته ْووائي: چي زه ستا په لار كي تر هغه وخته جنګېدلم ترڅو چي شهيد شوم الله تعالى به ْورته ْووائي چي دروغ د ْووئيل ته خو په دي نيت جنګېدلې چي خلګ ْووائي چي فلاني ډېر زړه ور دي هغه خلګو درته ْووئيل ح كم به ْوشي او پړمخي به ْوڅكول ( کش کړل ) شي او په دوزخ كي به واچول شي.(الله تعالى د مونږ ته پناه راكړي)