د تجسس كلمه له جاسوسي كولو ځخه اخيستله شوي
ده تجسس په عربي ژبه كي د يو چاد پټو رازونو پلټلو او تر لاسه كولو او د چا د پټـو عيبونو معلومولو ته وائي
همدا راز غیبت د یوچا د یو داسي عیب بیانولو ته وایې چي که هغه پرې خبر شي نو خفه کیږي دادواړه په خپل ځای نا
وا عملونه او خطر ناكي اخلاقي ناروغۍ دي ، دا رنځونه په هره ټولنه كي شته او په مونږ كي هم شته ، ددي رنځ ذكر
كول هم په دې وجه ضروري دی چي مونږ د اخلاقي نيمګړتيا ْوو د بيانولو په درشل كي يو، دا عمل هم د دي عمل لرونكي
انسان لپاره او هم د نورو لپاره د زياتي پريشاني باعث ګرزي او د تجربې له مخي ددې عمل مرتکب انسان ددوام په
صورت كي په وروستي مرحله كي د ليونتوب په رنځ اخته كېږي ، اسلام د نيكمرغي دين دی او غواړي يوه داسي خوشاله
هوسا ټـولنه وجودولري چي په هغي كي سليم الفطرته انسان وجود ْولري كوم چي له دي رنځونوځخه پاکه وي په دې اساس
كوم شيان چي د انساني ټولني د فساد او ورانولو عوامل ګڼل كېږي , سوله له مېنځه وړي او بد امني را مېنځ ته کوي
هغه ئي حرام ګـرزولي دي ددې رنځ علاج داده چي مسلمان ددي په ځای چي په نورو پسي څراغ واخلي او د نورو د عیبونو
تلاش وکړي خپلو عيبونو ته متوجه شي او هغه اصلاح کړي او د نورو خلګو د عيبونو له تلاش ځخه خپلي سترګي پټي
اوژبه او غوږونه بند ْوساتي .
الله تعالى فرمائي :
يأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اجْتَنِبُواْ
كَثِيراً مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلاَ تَجَسَّسُواْ وَلاَيَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضاً
َيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُواْ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ
تَوَّابٌ رَّحِيمٌ *
(ترجمه) اې د ايمان خاوندانووژغورۍ ځانونه خپل له ډيرو شكونوځخه دا ځكه چي ځيني شكونه
ګناه دي او د خلګـو د پټـوعيبونو تلاش مه كوۍ او تاسي په خپل مينځ كي يو بل په بدو مه يادوۍ آيا په تاسو كي كوم
يو دا خوښوي چي د مړه ورور غوښي ْوخوري؟ (هیڅکله نه) بلكه له دې ځخه كركه كوۍ او له الله تعالى ځخه ووېرېږۍ په
يښتيا سره چي الله تعالى زيات توبه منونكی او مهربان دی .
عن ابي سعيد و جابر قالا قال النبي صلى
الله عليه وسلم: الغِيبَةُ أَشَدُّ مِنَ الزِّنَا، قالوا يا رسول الله : وَكَيْفَ الغيبة أشد من الزنا؟ قال:
انَّ الرجل ليزني فيَتُوبُ فَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَيْهِ، وان صاحب الغيبة لايغفر له حتى يغفرها له صاحبه (شعب ا
ايمان)
ابو سعيد او جابر رضي الله تعالى عنهما روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل
غيبت له زنا ځخه زياته سخته ګناه ده . پوښتنه ْوشوه چي دا څرنګه؟ رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ْوفرم
ايل: دا ځكه چي يو نارينه مسلمان كه زنا ْوكړي او بيا توبه ْوكاږي الله تعالى ئي توبه قبلوي او د غيبت كونكي
توبه ترهغه وخته نه قبليري ترڅو چي له هغه كس ځخه ځان معاف نكړي د چا چي ئي غيبت كـړی وي .
عن أنس بن
مالك قال: قال رسول اللَّه صلى الله عليه وسلم: لَمَّا عُرِجَ بي مَرَرْتُ بِقَوْمٍ لَهُمْ أَظْفَارٌ مِنْ نُح
َاسٍ، يَخْمِشُونَ وُجُوهَهُمْ وَصُدُورَهُمْ، فَقُلْتُ: مَنْ هؤُلاَءِ يَا جِبْرِيلُ؟ قَالَ: هؤُلاَءِ الَّذِينَ
يَأْكُلُونَ لُحُومَ النَّاسِ، وَيَقَعُونَ في أَعْرَاضِهِمْ. (أحمد و أبوداوود)
انس بن مالك رضي الله
تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د معراج په شپه چي كله آسمانونو ته ْوختلم يه
يوه ډله انسانانو تېرشوم چي د كوټـو نوكان ئي ْوو او خپل مخونه او ټټرونه ئي پري داړل ما له جبرائيل عليه الس
ام ځخه پوښتنه ْوكړه چي دا څوك دي؟ هغه راته ْوويل چي دا هغه انسانان دي چي د خلګـو غوښي خوري او د هغو په
عزتونو كي لويدلي وي اوخبري په كي كوي .
عن البراء بن عازب قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
يا معشر من آمن بلسانه ولم يدخل الإيمان في قلبه، لا تغتابوا المسلمين ولا تتبعوا عوراتهم، فإنه من يتبع عو
اتهم يتبع الله عورته، ومن يتبع الله عورته يفضحه في بيته. (أبوداوود)
له براء بن عازب رضي الله تعالى
عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْو فرمائيل : اې د داسي مْومنانو ټولۍ څـوك چي په ژبه مْومنان
ياست او زړونو ته مو ايمان نه دی ننوتلی د مسلمانانو عيبونه مه بيانوۍ دهغوي اسرار مه پلټۍ او پرده ئي مه
اّّخلۍ ، الله تعالى له هغه چا پرده پورته كوي څوك چي د بل مسلمان ورور پرده لوڅوي او الله تعالى چي د كوم چا
د لوڅولو اراده ْوكړي دخپل كورپه دننه كي ئي رسوا كوي.
عن أبي هريرة أن النبيّ صلى الله عليه وس
م قال: إياكم والظن فإن الظن أكذب الحديث ولا تحسسوا ولا تجسسوا ولا تنافسوا ولا تحاسدوا ولا تباغضوا ولا
تدابروا وكونوا عباد الله إخوانا و في رواية ولا تناجشوا. (متفق عليه)
ابوهريره رضي الله تعالى عنه
وايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل : په چا بدګـماني مه كوۍ ځكه چي تردې غټ درواغ نشته اود چا
خبرو ته د هغوي د خوښي خلاف غوږ مه نيسۍ اودچا د عيبونو او اسرارو پلټـنه مه كوۍ ، او يوله بل سره ( په دنیوي
چارو او بدو کارونو کي ) سيالي مه كوۍ ، او يوله بل سره دښمني او كينه مه كوۍ اويوبل بد مه هيسوۍ او يوبل ته مه شا
كوۍ اود الله تعالى بندګان وروڼه جوړ شۍ .او په يوه روايت كي دي چي يوشي چي نه ئي آخلۍ قيمت ئي مه پورته كوۍ
.
في الصحيحين عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لا تحاسدوا ولا
تباغضوا ولا تجسّسُوا ولا تحسّسُوا ولا تناجشوا وكونوا عباد الله إخواناً. وفي رواية: لا تحاسدوا ولا تناجشوا
ولا تباغضوا ولا تدابروا ولا يبِعْ بعضكم على بَيْع بعض وكونوا عباد الله إخواناً. المسلِم أخو المسلم لا
يَظْلِمه ولا يَخْذُله ولا يَحْقِره. التقوى هاهنا ـ ويشير إلى صدره ثلاث مرات ـ بحَسْبِ امرىء من الشر أن يَح
ْقِر أخاه المسلم. كلُّ المسلمِ على المسلم حرامٌ دَمُه ومالُه وعِرْضُه. (القرطبي)
ابوهريره رضي الله
تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : يوله بل سره كينه مه كوۍ ، اويوبل بد مه ايسوۍ،
اود چاد عيبونو تلاش مه كوۍ ، اود چا پټـو خبرو ته غوږ مه نيسۍ ، او د نه اخيستلو په صورت كي د چا د مال قيمت مه
پورته كوۍ او د الله تعالى بندګـان وروڼه جوړ شۍ ، په بل روايت كي دي: يوله بل سره كينه مه كوۍ ، د نه اخيستلو په
صورت كي د چا د مال قيمت مه پورته كوۍ ، اويوبل بد مه ايسوۍ ، او يوبل ته شا مه ګـرزوۍ ، اودبل چا د سامان د خرڅو
و په وخت كي د هغه په ګاهك (خريدار) خپل شیی مه خرڅوۍ ، او د الله تعالى بندګان وروڼه جوړ شۍ ، مسلمان دمسلمان
ورور دی نه به په هغه ظلم كوي، او نه به ئي رسوا كوي ، او نه به ئي سپكه وي ، پرهيزګاري او د الله تعالى وېره د
ته ده – او درې ځلي ئي خپلي سينې مباركي ته اشاره ْوكړه ، د مسلمان لپاره همدغه ګناه كافي ده چي خپل مسلمان و
ور ته په سپكه سترګه ْوګوري ، د هرمسلمان وينه او مال او عزت په بل مسلمان باندي حرام دي.
عن أبي
هريرة، قال: سُئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن الغيبة، فقال: هُوَ أنْ تَقُولَ لأخِيكَ ما فِيهِ، فإنْ كُنْتَ
صَادِقا فَقَدِ اغْتَبْتَه، وَإنْ كُنْتَ كاذِبا فَقَدْ بَهَتَّهُ. (الطبري- مسند اّبي يعلى)
ابوهريره
ضي الله تعالى عنه فرمائي چي له رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ځخه د غيبت متعلق پوښتنه ْوشوه رسول الله
صلى الله تعالى عليه وسلم ْوفرمايل چي ستا د ورورعيب بيانول ، كه ته په هغه عيب ْوئيلو كي صادق وي نو غيبت د
ْوكړ او كه د دروغ وییلي وي نو تور(بهتان) د ْولګـولو.
عن أبي هريرة، عن النبيّ صلى الله عليه وس
م قال: هَلْ تَدْرُونَ ما الْغيَّبَةُ؟ قال: قالوا الله ورسوله أعلم قال: ذِكْرُكَ أخاكَ بِمَا يكره ، قال: أر
يت إن كان في أخي ما أقول له قال: إنْ كان فِيهِ ما تَقُولُ فَقَد اغْتَبْتَهُ، وَإنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ ما تَقُولُ
فَقَدْ بَهَتَّهُ. ( مسلم )
ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم
وفرمايل " آيا تاسوته معلومه ده چي غيبت څه شيی دى؟ اصحابو ْوفرمايل چي الله تعالى او د هغه رسول په دې علم لري
رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ْوفرمايل د خپل ورور مسلمان هغه عيب بيانول چي دهغه ئي اظهار نه خوښېږي
ابوهريره رضي الله تعالى عنه وائي چي ما وويل چي كه زما په وروركي موجود عيب بيان كړم اّيا دا به هم غيبت وي ؟
رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم وفرمايل چي كه ته ستا په مسلمان ورور كي موجود عيب بيان كړې دا غيبت ده او
كه په هغه كي نه وي او ته ئي پورى ْوتړې نو دا بهتان ( تور ) دي .
غيبت كول صرف د هغه چا لپاره ګناه نه ده چي غيبت
كوي بلكه د غيبت آوريدونكي لپاره هم دومره ګناه ده لكه د غيبت كوونكي په دې وجه بايد په هغه مجلس كي ګډون
ونكړو چيرته چي غيبت كېږي او كه په کي ناست یو او څوك زمونږ په مخكي غيبت كوي هغه له دي كار ځخه منع كړو.
عن بن عمر رضي الله تعالى عنهما قال نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن الغيبة والاستماع الى ا
غيبة و عن النميمة والاستماع الى النميمة. (الطبراني)
له عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما ځخه
وايت دی فرمائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم له غيبت كولو او همداراز د غيبت له آوريدلو ځخه ، او له چغ
خوري او چغلخوري ته له غوږ ايښودلو ځخه نهي او منع كړي ده .
د ذکرشویو آیتونو او احادیثو له مخي مونږ ته په
كار دادی چي خپل غوږونه , ژبي , اوسترګـي د نورو مسلمانانو وروڼـوكه خپل وي او كه پردي له پټوخبرو اود
پټوعيبونو له تعقيب او لوڅولو ځخه همدا راز د هغوي له غيبت او بدګـوئي ځخه بند ْوساتو , نه په خپله داكار
ْوكړو او نه نوروته ددې كار اجازه وركړو چي مونږ ته ئي واوروي په تيره بيا چي داخبري زمونږ د خپلو خپلوانو م
ګـرو او دوستانو په متعلق وي ځكه چي داقسم اعمال تفرقه , فساد, نفرت اوكركه دعامو مسلمانانو او په خاصه توګـه
د خپلوانو په مينځ كي اچوي كه څوك مونږ ته د چا اسرار بيانوي هغه له دې كار ځخه بند كړواو له داسي كسانو سره
ناسته ولاړه محدود كړو چي د نورو اسرار نقلوي دا ډېر شنيع او قبيح عمل دي تجربې ثابته كړي ده چي دا عمل ټـو
نه ورانوي كورونه نړوي د ژوند لذت ختموي امن او سوله ګډوډه كوي او مسلمانان په پريشاني او بدبيني اخته كوي
.
دغیبت او تجسس کولو ځیني عوامل اود هغوی معالجه
غیبت کول ځیني بنسټیز عوام
او اسباب لري چي دلته به مونږ له هغوی ځخه ځیني په ګوته کړو او تر هغه وخته چي دا عوامل پای ته ونه رسېږي د
غیبت مخه هم نشي نیول کیدلی :
1 ـ یو هم د غیبت له اساسي پاروونکیو ځخه کاوړ (غضب) دی کله چي انسان ته کاوړ ور
ي خپل توازن وبایلي ، په خپل ځان کنترول له لاسه ورکړي او چا ته چي په کاوړ شوی وي په هغه باندي چي زړه یې وي
هغه تورونه لګوي او چي څه په خوله ورځي هغه ورپوري تړي او د مقابل لوري خوږ ځایونه او د ضعف نقطې راسپړي تر څو
هغه د نورو خلګو په وړاندي رسوا او ذلیل کړي او په دې شکل خپل کاوړ سوړ کړي همدا وجه ده چي په ګڼ شمېر روایتونو
کي مونږ ته لارښوونه شوي ده چي مسلمان ته کاوړ نه ورځي او کله بیا کاوړ ورشي نو هغه یې زغمي او حوصله او تحمل
کوي او چاته چي په کاوړ شوی وي له هغه ځخه سترګي پټوي تر څو د غیبت کولو په ګناه او همدارز په نورو ګناهونو لکه
بهتان ، افترا، د مسلمان ورور سپکاوی اخته نه شي .
او قرآن کریم دې خوی ته په اشارې سره مسلمانان داسي ستایې :
(وإذا ما غضبوا هم يغفرون )کله چي هغوی (مسلمانانو) ته کاوړ ورشي بښنه او درګذر کوي .
1 ـ دوهم هغه شیی چي انسان
په غیبت کولو باندي اړباسي هغه کینه او دښمني ده کله چي یو انسان له بل انسان سره په دښمني کولو اخته شي نو ددې
لپاره چي د دښمني په هغه اور چي دده په زړه کي بلېږي اوبه تویې کړي د هغه په غیبت کولو پیل کوي ځکه خوزمونږ مقدس
شریعت مسلمانان په دې امر کوي چي له هغو کارونو ځخه ځان وساتي چي هغه دښمني را پاروي تر څو یې له نامطلوبو آثارو
ځخه وساتل شي ځکه چي زړې دښمني او کینې چي كله زیاتي شي انسان په ګناهونو او لویو جرمونو اخته كوي همدا وجه ده
چي مسلمان الله تعالی په دې مکلف ګرزولی دی چي د منازعې په صورت کي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه
وسلم حکم ته مراجعه وکړي او هغه ته په غاړه ایښودلو سره خپل جنجال حل او فصل کړي او خپل جنجالونه د نه اوږدوې
ترڅو په دښمني نه واوړي الله تعالی فرمایې :
(واذا تنازعتم في شيئ فردوه الی الله ورسوله)
كله چي تاسي د یوشي په هکله په خپل مینځني جنجال اخته شۍ نو د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه
وسلم حکم ته د هغې جنجالي موضوع په هکله مراجعه کوۍ .
او كه په دې شکل هم جنجال پای ته ونه رسېږي نو بیا د مصلح
ین او درېیمان مسلمانان ددې متخاصمو طرفونو په مینځ کي جنجال حل و فصل کړي او د هغوی په مینځ کي د روغه جوړه
اولي تر څو د هغوی په مینځ کي کینې او دښمني پای ته ورسېږي او اسلام ددوو په مینځ کي په سوله راوستلو زیات
ټینګار کړی او د الله تعالی په وړاندي یې ددې کار ستر اجروثواب او فضیلت بیان کړی دی لكه چي په دې حدیث شریف کي د
الله تعالی غوره او ګران پیغمبر (ص) فرمایې .
عن أبي الدرداء قال: قال رسول الله صلى الله عليه
وسلم: ألا أخبركم بأفضل من درجة الصلاة والصيام والصدقة ؟ قالوا: بلى، قال: إصلاح ذات البين، وفساد ذات البين
هي الحالقة. (ابن حبان)
له ابي الدرداء رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وس
م وفرمايل: آيازه تاسوته هغه نيك عمل در ْوښیم چي دهغه درجه د نفلي لمانځه، نفلي روژې اوخيرات کولو تر درجي
لوړه اوبهتره ده؟ اصحابو ْوفرمايل هو يارسول الله ، رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ْوفرمايل : چي هغه نيك
عمل ددْوو په مينځ كي روغه او سوله راوستل دي ، اود دوْو په مينځ كي ورانی جوړول یو داسي عمل دی چي نېک اعمال له
مېنځه وړي
۳ـ بل د غیبت کولو اساسي عامل حسد دی او مسلمان ته په کار ده چي له حسد او د حاسد له حسد ځخه په الله
تعالی سره پناه وغواړي .
حسد کوونکی انسان ددې لپاره چي د حسد هغه لمبه چي د هغه په کوګل کي بلېږي مړه شي د هغه
چا د بدنامولو او بدرنګه کولو لپاره چي دی ور سره په حسد اخته ده له غیبت کولو ځخه مرسته اخلي او دا وسله په
کار اچوي او خپل سیال مسلمان ورور په داسي کلماتو او تورونو باندي ولي چي د هغه له شان سره نه ښایې همدا وجه ده
چي زمونږ د اسلام پاک دین حسد یو له هغو بدو عملونو ځخه شمېرلی دی چي د مسلمان نېک عملونه داسي خرېیی لکه پتری
چي وېښتان خرېیي او ښه اعمال داسي سوځوي لکه اور چي لرګي سوځوي .
۴- بل د غیبت کولو عامل کله ناکله ټوکي او م
سخرې هم جوړېږي داسي هم زیات پېښ شوي دي چي کله په ټوکو کي دمقابل طرف د هغه په مخ او یا د هغه په غیاب کي په غیبت
کولو اخته شي او دا دخواشیني ځای دی چي دا عمل نن ورځ په مونږ زیاتو عادي مسلمانانو کي شته کله چي مونږ په
یوځای کي سره راغونډ شو دیوبل د توهینولو او یا د مجلس د حاضرینو د خندولو لپاره یو په بل پسي ټوکي او مسخرې
کوو او دا د ناپوهانو او جهالو عادت دی .
تاسو به آوریدلي وي چي کله موسی علیه السلام خپل قوم بني اسرایلو ته
حکم وکړ چي غوا حلاله کړي هغوي دا پسخند وګڼلو او په هغه پوري یې مسخرې پیل کړي موسی علیه السلام ور ته وویل
: (أعوذ بالله أن أكون من الجاهلين) له دې ځخه چي زه له جاهلانو ځخه و شمېرل شم په الله تعالی س
ه پناه غواړم . د قرآنکریم ددې قصې له څېړلو ځخه دا جوته کېږي چي ټوکي ، پسخند او مسخرې د جاهلانو عمل دی هوښیار
انسان ته په کار ده چي په داسي عمل اخته نشي چي هغه د ده په جهالت دلالت وکړي او د جهالت تر څنګ په ستره ګناه
غیبت اخته شي .
۵ ـ بل هغه عمل چي هغه په غیبت کولو منجر کېږي هغه د ځان ښکاره کول او یا په بل عبارت خودنمایې
ده تاسو به لیدلي وي چي کله یو څوک خپل ښه خویونه شمېري او تر څو چي ځان ښه وښیي د بل مقام راښکته کوي د مثال په
توګه داسي وایې چي : فلانی په هیڅ نه پوهېږي او نورو ته دا ثابتوي چي یواځي دی پوهېږي او دی تر هغه بل سړي غوره
او بهتر دی په دې شکل هغه د غیبت کولو د ستري ګناه مرتکب کېږي .
۶ ـ بل کله چي یو انسان له ځان ځخه دفاع کوي نو
ددفاع په حالت کي بل څوک تورن کوي هغه کولای شي چي له ځان ځخه دفاع وکړي او د یو چا نوم یاد نکړي خو هغه وایې چي دا
غلط کارونه زه نه کوم بلکه فلانی یې کوي .
د مثال په توګه که یو څوک درته ووایې چي ویل کېږي ته دروغ وایې ته کو
ای شې ورته ووایې چي زه دروغ نه وایم اوبس خو ته داسي ورته وایې چي زه دروغ نه وایم فلانی دروغ وایې او یا داسی
وایې چي یواځي ما دروغ نه دي ویلي بلکه هغه فلاني چي له ماسره په دې کار کي یوځای وو هغه هم دروغ وایې چي په دې
کل د غیبت کولو په جال کي ګیر شوې .
۷ ـ کله بیا انسان په یوه داسی مجلس کېوزي چي هلته د یو معین شخص غېبت کېږي
نو هغه هم ددې په خاطر چي د ملګریو زړونه خوشاله وساتي د هغه کس عیبونه بیانوي او هغه داغونه یې لوڅوي کوم چي
یې انډیوالانو ته نه وي معلوم او په دې شکل د غیبت کولو په ګناه اخته شي .
۸ ـ کله بیا انسان د همدردي او زړسوي
په وجه په غیبت اخته شي د مثال په توګه وایې فلاني مسکین په داسي کار ونیول شو چي عزت یې ټول پوري ولاړ خدای د یې
چاره وکړي ته وا له دغه سره د څه وو؟ کېدای شي چي واقعا یې زړه ورباندي خوږ شوی وي خو دا چي د هغه نوم یې واخیست
او عیب یې ښکاره کړ په غیبت اخته شو ده کولای شوای چي نوم یې وانخلي او همدردي یې ښکاره کړي وای په دې شکل به هغه
د الله تعالی په وړاندي د اجر او ثواب مستحق ګرزېدلی وای لیکن شیطان د وسوسې له لاري هغه له دې اجر ځخه غافل کړ
او سرچپه یې په ګناه اخته کړ .
۹ ـ کله بیا یو څوک د تعجب او حیرانتیا په وجه د غیبت کولو مرتکب شي د مثال په
توګه په لویه مجمع کي ووایې چي زه خو دې ته په تعجب کي یم چي فلاني څرنګه دا بدکار کولو او په هغه خو د چا شک هم
دداسي غلط کار نه راتلو په دې شکل د غیبت په ګناه اخته شي .
۱۰ ـ او کله بیا هیڅ عوامل نه وي خو انسان د ناخبري
او یا غفلت په وجه د غیبت کولو په ګناه اخته وي په هر حالت د غیبت کوونکي پوهول په کارده چي وروره غیبت کول ست
ه ګناه ده او د خپل مسلمان ورور بد مه وایه په دې د هغه هیڅ تاوان نه کېږي بلکه د غیبت کوونکي او د غیبت آو
ېدونکي نقصان ده چي دواړه په ګناه اخته کېږي .
د غیبت کولو د معالجې لپاره یوڅو آساني لاري
:
انسان په فطري توګه ځان ته ګټه رسول او له ضرر ځخه د ځان ساتل خوښوي ددې فطرت په غوښتنه هغه ته په کارده چي
کومه خبره د هغه له خولي ځخه راوځي مخکي له دې چي ویې کړي و یې سنجوي چي آیا دا خبره هغه ته ګټه رسوي او که تاوان
که هغه خبره د فایدې او ګټي وي ودیې کړي او که هغه خبره ضرر او تاوان وي نه دیې کوي .
تر هرڅه د مخه د غیبت کولو
په وخت کي انسان باید فکر وکړي چي کومه خبره چي د هغه له خولې راوځي له ضرر ، فساد ، نفاق او تاوان ځخه پرته نوره
هیڅ ګټه نلري او همداراز هغه په دنیوي آزموینه د الله تعالی په قهر او د هغه په دردناک عذاب اخته کوي نو
هوښیار انسان ته په کارده چي خپل ځان ته ووایې چي ولي داسي خبره وکړم چي دومره لوی ضرر او غټ فساد ځیني جوړېږي
.
دوهمه داچي هر رنځ درمل او علاج ته اړتیالري او تر درملنه مخکي د مرض تشخیص کول او د هغه د میکروبونو
پېژندل ضروري دی په همدې شکل غیبت کول یو اخلاقي رنځ دی چي معالجې ته ضرورت لري او د میکروبونو وژل یې ضروري ده
کوم چي دې رنځ ته وده ورکوي .
لکه څرنګه چي مخکي مو یاد کړل چي هغه عوامل چي انسان غیبت کولو ته ور پوري وهي ډې
دي خو عمده وجوهات یې غصه ، حسد او دښمني ده کوم چي مونږ غیبت کولو اود تورونو لګولو خواته ورټېل وهي د خوا
یني ځای خو داده چي کله مونږ په یوه بدني ناروغي اخته شو او یا د یوې معمولي ناروغۍ اثر زمونږ په بدن ښکاره شي
فوراتر ټولو ښه او مشهور متخصص معالج ته مراجعه کوو د میکروب د تشخیص لپاره د معالج د هدایت سره سم قیمتي د
ویني او نورو موادو آزمویني کوو او معالج نسخه راکوي او د هغه هدایات په پام کي نیسو او نسخه استعمالوو او
کوم پرهېز چي راته راکړي د هغه هم پابند اوسېږو او که جوړ هم شو خو بیا هم د ډاډېیني لپاره څو ځلي بیا هغه معالج
ته ورځو تر څو چي د رنځ له ختمېدلو او د میکروبو له وژل کېدلو ځخه بشپړ ډاډمن شو خوکله چي مونږ په روحاني تکلیف او
یا اخلاقي رنځ اخته شو هیڅکله هم معالج ته د ورتللو فکر راسره نه وي ، هیڅ غم یې راسره نه وي سره ددې چي د قیامت
په ورځ به روح او بدن دواړه د جهنم په اور کي سوځول کېږي روایت دی چي یوچا أبوذر الغفاري رضی الله تعالی عنه
ته یولیک ولېږو او په هغه لیک کي یې له أبوذر ځخه وغوښتل چي قیمتي علم ور ته وښیي ، أبوذر (رض) په ځواب کي ورته
ولیکل چي : (( علم خو ډېردی خو که د په قدرت کي وو له هغه چا سره بد مه کوه له چاسره چي مینه لري په دې عمل وکړه
اوبس)) .
هغه سړي په ډېره حیرانتیا له أبوذر (رض) ځخه پوښتنه وکړه چي : داسي څوک د کله هم لیدلي دي چي له خپل مح
بوب سره بد او یا زیاتی کوي ؟ هغه په ځواب کي ورته وویل : هو ستا خپل ځان تر ټولو خلګو تاته زیات غوره او مح
بوب د ی کله هم چي د الله تعالی نافرماني کوې له خپل ځان سره دبد وکړو .
په دې اساس که مونږ له خپلو ځانونو سره
په رېښتیا هم مینه لرو نو په مونږ لازمه ده چي له غیبت کولو او له دښمني او حسد ځخه چي مونږ په غیبت کولو ګماري
خپل ځانونه ټینګ وساتوترڅو دد نیا او آخرت له سخت عذاب ځخه خلاصون پیدا کړو .
کله چي مونږ ددوستانو په داسي
محفل کي کېنو چي هلته د یو مسلمان ورور غیبت کېږي نو ددې په ځای چي خپل ملګري په غیبت کولو خوشاله کړو باید فکر
وکړو چي په غیبت د ملګرو خوشاله کول دالله تعالی قهر او غصه راپاروي او الله تعالی ناراضه کېږي په دې اساس
باید له غیبت کولو ډډه وکړو او که مو قدرت ورسي ملګري هم په احسنه طریقه د غیبت کولو په نقصان او ګناه خبرکړو
په دې صورت کي به مو أمربالمعروف او نهی عن المنکر چي د هر مسلمان فریضه او دنده ده سرته رسولي وي او الله تعا
ې به راځخه راضي وي .
بل باید دا هم په پام کي ونیسو چي د غیبت کولو یوستر نقصان دادی چي هغه زمونږ نېکي له م
ېنځه وړي په هغه لویه ورځ چي له نېک عمل ځخه ماسوا به نور هیڅ انسان ته ګټه نشي رسولای او دنیکیو قیمت به ډېر لوړ
وي په کار داده چي هغه په نه څه له لاسه ونه باسو او په غیبت کولو سره زمونږ نیک عملونه له مېنځه ځي او د حشر
په بازارکي به خداناکرده زمونږ په لاس کي د نیک عمل هغه قیمتي متاع نه وي کوم چي به زمونږ ورته زیاته اړتیاوي
. په دې حدیث شریف کي څه فکر کول په کاردی :
رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو پوښتنه وکړه ( هل تدرون من المفلس؟ ) آیاتاسوخبر یاست چي تنګ لاسی څوک دی ؟ اصحابو ورته وویل : ( قا
وا: المفلس فينا يا رسول الله، مَن لا درهم له ولا متاع) په مونږ کي خو تنګ لاسی هغه څوک دی چي څوری او نغدي
نلري ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :( فقال (ص): المفلس من أمتي مَن يأتي يوم القيامة بص
اة وزكاة وصيام، ويأتي قد شتم هذا، وقذف هذا، وأكل مال هذا، وسفك دم هذا، وضرب هذا، فيعطى هذا من حسناته، وهذا
من حسناته، وإن فُنيت حسناته، قبلَ أن يُقضى ما عليه أخذ من خطاياهم فطرحت عليه، ثم يطرح في النار) ځما د امت
تنګ لاسی هغه څوک دی چي د قیامت په ورځ به له ځان سره لمونځونه زکاتونه اوروزې په داسي حالت کي راوړې چي دې
ته به یې ښکنځلي کړي وي ، په دې بل به یې تور لګولی وي ، ددې بل به یې مال په ناجایزه خوړلی وي ، ددې بل به یې ویني
تویې کړي وي او دا بل به یې وهلی وي نو دې ټولو ته به دده نېکي ګاني ور ووېشلي شي ، که مخکي له دې چي ددې کسانو غاړه
ووځي دده نېکي ختمي شي د هغوی ګناهونه به را وړل کېږي او په ده به اېښودل کېږي او بلآخره به د جهنم په اور کي
واچول شي .
ریښتیا هم چي د قیامت دورځي ډېري سختي صحني او وېروونکي مرحلې دي ، یوه داسي ګناه چي زمونږ روزمره
معمول ده او ډېره یې وړه ګڼو د قیامت په ورځ زمونږ ټولي هغه نېکېوي چي سرمایه او رأس المال به مو نور څه نه وي له
مینځه یوسي د افسوس او خواشیني ځای به وي ، نو په کار داده چي دا احادیث مونږ په هروخت او هر مجلس کي به پام کي
ونیسو او خپلي ژبي له داسي خبرو کنترول کړو چي ګټه خو هیڅ نلري او سرچپه لوی تاوان راته رسوي .
بله خبره داده
چي کله دا زمونږ مسلمان ورور چي مونږ به مخامخ له هغه سره مدارات او مینه کوله او پسي شا به یې مونږ غیبت کولو
د قیامت په ورځ د الله تعالی په حضور کي راسره مخامخ شي او راته ووایې چي ما خو له تا داسي امید نلرلو چي داسي
په سپکو ورکو به مي یادوې ولي د ځما غیبت کولو اوولي د ځما عزت لوټولو ؟ څومره د شرم او خجالت ځای دی مونږ به په
ځواب کي څه ورته وایو چي زمونږ په مخونو د هغه د غیبت نښي او نښانې له ورایه څرګندي وي که انکار کوو زمونږ ژبي
به شاهدي ورکوي چي زه د دده په غیبت خوځولم نو کله چي هم د یوچا غیبت کوو باید دا صحنه په پام کي ونیسو او د
هغه لویې ورځي له خجالت ځخه ځانونه وساتو .
بل داچي مونږ د خپل ژوند څومره قېمتي وختونه د نورو د عیبونو په پ
ټلو کي ضایع کړل که دا وختونه مونږ د خپلو عیبونو په اصلاح او معالجه کي لګولي وای څومره به ښه وای .
له یوه
د سلف صالحینو ځخه یوه سړي د یوبل چا په هکله پوښتنه وکړه چي فلانی په څه لګیادی هغه په ځواب کي ورته وویل : (نح
مد الله ونشکره) بیا یې پوښتنه ځیني وکړه هغه ورته وویل : (نحمد الله ونشکره) هغه پوښتنه ځیني وکړه چي زه د ف
اني د حال احوال پوښتنه در ځخه کوم او ته د الله تعالی شکر ادا کوې هغه ورته وویل چي د الله تعالی شکر په دې
اداکوم چي یو داسي انسان مي ولید چي خپل عیبونه یې ټول اصلاح کړي دي او د نورو پوښتنه کوي او د هغوی په چارو کي
فکر وهي .
د زیاتي خواشیني ځای دی چي خپل ځانونه مو هېر کړي دي د خپلو هغوعیبونو تلاش مو پرې ایښی دی چي له ح
ده زیات دي او د نورو د عیبونو په تلاش ور ځخه مشغول پاته یو .
( یادونه)
البته دا نوع
غیبت او د مسلمان د عیبونو تلاش په هغه صورت کي حرام دی چي د مسلمان عیبونه د هغه تر ذات پوري محدود وي او ضرر
یې صرف یواځي ده ته متوجه وي اوكه يو څوک داسي عیب ولري چي د هغه عیب ضرر ټولني ته متوجه وي او که څوک پرې خبر نه
کړل شي کیدای شي اجتماعي ستونځي را مېنځ ته کړي او یا امنیت ګډوډ کړي , يا يو څوک د بل چا په خلاف په داسي عمل لاس
پوري کول غواړي که هغه پرې خبر نکړل شي کېدای شي په یو ستر مصیبت او یا فتنه یې اخته کړي نو په هغه صورت کي په
ومړۍ مرحله کي داسي لاري چاري باید په کار واچولي شي چي هغه فرد یا ګروپ له هغه جرم ځخه لاس واخلي او که هیڅ چا
ه بله نه وه نو بیا که د هغه دا عیب مربوط لوري اونورو خلګو ته واضح کړل شي او یا اسلامي دولت پرې خبر کړل شي
نو دا هغه غیبت او تجسس نه ګڼل کېږي کوم چي اسلام مونږ له هغه ځخه منع کړي یو بلكه پرداسي مجرمینو پرده اچول
په خپل ذات کي یو ستر جرم دی او که یو څوک له باوري خبرتیا سره سره خوله پټه ونیسي نو د جرم د واقع کېدلو په
صورت کي هغه هم برابر شریک ګڼل کېږي او د سزا مستحق دی دا ځکه لکه مخکي چي مو وویل چي ددې اخلاقي نییمګړتیاوو
ه تحریم ځخه د اسلام د مقدس دین بنیادي مقصد د نېکمرغي او پرامنه ټولني بنیانګذاري ده او که په جرایمو له پ
دې اچولو ځخه د اسلامي ټولني امنیت ته ګواښ متوجه وي او یا د الهي قوانینو سرغړونه کېږي نو بیا یواځي د اسلامي
دولت نه بلکه د ټولني د هرفرد مسؤلیت دی چي د جرایمو په مخنیوي کي چي په هرشکل وي فعاله ونډه واخلي .
نو اې زم
ونږ پروردګاره مونږ د خپلو عیبونو په اصلاح مشغول کړې او د نورو مسلمانو وروڼو له غیبت کولو او د عیبونو له ت
اش ځخه زمونږ سترګي پټي ، ژبي بندي او غوږونه مو ځیني کاڼه کړې او د قیامت د لویې ورځي له مفلسانو ځخه مو مه ګ
زوې (آمېن)