که مونږ په ریښتیني معنا وغواړو چي زم
ونږ ټولنه نېکمرغه شي نو ضروري ده چي افراد یې نیکان شي او دا کار مونږ له خپل ځان ځخه پیل کولای شو کله چي مونږ
صالح شو بیا بل هم د نېکي لورته را بللی شو ددې لپاره ورځنۍ ذاتي محاسبې ته اړتیا ده په دې اساس مونږ ته په كارده
چي هره ورځ يو څه وخت د خپل ځان د محاسبې لپاره بېل كړو چي په هغه كي د خپلو روزمره اعمالو جائزه واخلواو ددي
پاره غوره وخت د ماخوستن د لمانځه ځخه وروسته تروېده كيدلو مخكي دی ، دتېري ورځي نيك اعمال او ګـناهونه يو له
بل سره مقايسه كړو، كوم نيك كارونه چي مو كړي دي په هغه د الله تعالى شكر اداكړو چي هغه ددې نيكو كارونوتوفيق
اكړ او كوم ګناهونه يا غلطياني چي له مونږ ځخه شوي دي په هغه توبه ْوباسو او له الله تعالى ځخه بښنه او مغفرت
ْوغواړو , هسي هم مونږ ته سبا ( اقرء کتابک ) زمونږ د اعمالو دفتر تسلیمېدونکی دی که مونږ په دې
کار کي جدي یو داهرڅه بايدپه يوه راجستر کي له ځان سره نوټ كړو په همدي شكل د راتلونكي ورځي لپاره د نيكو اعما
و يوه ايجنډا د ځان لپاره تیاره کړو او دا عمل بايد دائمي ْوكړو دا كار به له مونږ سره زمونږ په اصلاح كي زيات
مْوثر ثابت شي او نيكان خلګ او د الله تعالى دوستان دا كاركوي.
الله تعالى فرمائي :
ياأَيُّهَا
الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُواْ اللَّهَ إِنَّ
اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ *
اې د ايمان خاوندانو له الله تعالى ځخه وْويريږۍ اوْودګوري هر نفس
چي څه ئي وړاندي كړي دي دسبا ورځي لپاره او وْويريږئ له الله تعالى ځخه په ريښتيا چي الله تعالى ښه خبر دي په
هغه څه چي تا سو ئي كوۍ .
بل ځای الله تعالى فرمائي :
وَمَا تُقَدِّمُواْ لأَنْفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ
تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ*
كوم نيك اعمال چي تاسو د خپلو ځانونو
پاره وړاندي كوئ هغه به تاسو دالله تعالى په نزد مومئ په ريښتياسره چي الله تعالى ستاسو دكردار كتونكئ او
يدونكئ دئ.
عن شَدَّادِ بنِ أَوْسٍ ، عنْ النبيِّ قَالَ: الْكَيِّسُ مَنْ دَانَ نَفْسَهُ وَعَمِلَ
لِمَا بَعْدَ المَوْتِ، وَالعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَهُ هَوَاهَا وَتَمنَّى عَلَى الله. (ابن ماجة والت
مذي و غيرهما)
له شداد بن اوس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل
: زيرك او هوښيار هغه څوك دي چي له ځان سره ئي محاسبه ْوكړه او له مرګ ځخـه وروسته د راتلونكي ژوند لپاره ئي
تياري ْوكړه او بيوسه او كمزوري هغه څوك دي چي د نفس دغوښتنو پـيروي كوي او د الله تعالى رحمت ته ئي ډډه لګولي
وي .
وَيُرْوَى عنْ عُمَرَ بنِ الْخَطَّابِ قَالَ: حَاسِبُوا أَنْفُسَكُمْ قَبْلَ أَنْ تُحَاسَبُوا
وَتَأهبوا لِلْعَرْضِ الأَكْبَرِ وَإِنَّمَا يَخِفُّ الْحَسَابُ يَوْمَ القِيَامَةِ عَلَى مَنْ حَاسَبَ
نَفْسَهُ في الدُّنْيَا . (ابن كثير وغيره)
له عمر بن الخطاب رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي هغه ْوفرم
ايل : له خپلو ځانونو سره په دنياكي حساب ْوكړئ مخكي له دې چي له تاسوسره په اّخرت كي حساب ْوكړل شي ، او تياري
ْوكړي د الله تعالى حضورته دلوئي وړاندي کېدلو لپاره او په ريښتيا چي د قيامت په ورځ به حساب د هغه چا لپاره
سپك اواسانه وي چاچي په دنيا كي له ځان سره حساب كړی وي .
وأخرج ابن أبي شيبة وأبو نعيم في الحلية
عن ميمون بن مهران قال لا يكون الرجل من المتقين حتى يحاسب نفسه أشد من محاسبة شريكه حتى يعلم من أين مطعمه
ومن أين ملبسه (الدرالمنثور)
له ميمون بن مهران (رح) ځخه روايت دي چي هغه ْوفرمايل : بنده تر هغه وخته پوري
د تقوى څښتن نشي جوړېدلای ترڅو چي له ځان سره داسي حساب ْونكړي لكه يو څوك چي له خپل شريك سره د خوراك اوجامې ح
ساب كوي .
او خپل ځان خو هرچاته ښه معلوم ده او خپلي نيمګړتياوي هرڅوك ښه پيژني الله تعالى فرمائي بل ا
انسان على نفسه بصيرة ٭
انسان خپل ځان ډېرښه ويني .
له د باندي ځخه كوم واعظ او يا معاتب ته ضرورت نلري كه دا
محاسبه يو څوك له ځان سره په دائمي شكل ْوكړي نو بيا به ورته معلومه شي چي د الله تعالى په حقوقو او له بندګانو
سره په معاملاتو كي د هغه كوم نواقص موجود دي او څوك چي خپل داخلي احساس او ضميرئي ملامت نكړي په هغه بهرني م
ْوثرات او خارجي فشار هم بياكومه اغيزه نشي كولای