د ښو اخلاقو ارزښت په اسلام کي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8728
قدوسي سلیمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-08-26

اخلاق هغو انساني تصرفاتو ته ْويل كيږي چي له يوه انسان ځخه دنورو په مقابل كي بي له تكلفه پېښېږي دا تصرفات كه ستائيلي وي او نور خلګ ئي ښه ْوبولي او يا د يو قوم په اجتماعي كلتور كي ښه ګڼل شوي وي ښه اخلاق ْورته وائي او كه بالعكس دا تصرفات مذموم او غيندلي وي او خلګ ئي ښه ْونه بولي او يا ديوه قوم په رسم ورواج كي ښه نه وي ګڼل شوي هغه ته بد اخلاق وائي او دا د ثقافتونو د اخت اف په وجه په هره ټولنه كي ځانګړي مفاهيم او مدلولات لري خو په مسلمانانو كي كه هغوي د هر ثقافت او كلتور سره تعلق ْولري د اخلاقو مفهوم په دې بنياد يو دي چي دلته اخلاق له مذهب سره مستقيم تماس لري په اسلام كي ښه اخلاق هغو كړو وړو ته وائي چي هغه داسلام له اصولو سره موافق اود اسلام له هداياتو ځخه ئي سرچينه اّخيستي وي او بد اخلاق په اسلام كي هغه تصرفات او يا له هغه قول وفعل ځخه عبارت دي چي هغه اسلام حرام بللي دي او مسلمانان ئي له هغه ځخه منع كړي وي هغه څوك نيكمرغه او بختور دي چي هغه د ښو اخلاقو په زيور ښائسته وي او بد مرغه هغه څوك دي چي الله تعالى له دي نعمت ځخه محروم كړي وي .
د اسلام دښمنان هروخت ددې لپاره سنجيده پلانونه لري چي په ټولو مم كنو وسائلوسره ْوكولاي شي مسلمانان له خپل دين ځخه لېري كري او د هغوي اسلامي تشخص چي د هغوي په اخلاقو كي تم ثيل شوي دي له مينځه يوسي د هغوي مشران (لكه زوئيمر) په ځينو تاريخي سيمنارونو كي دي نتيجي ته رسيدلي دي او وایي چي زمونږ ددعوت او تبلیغ هدف باید دا نه وي چي يو مسلمان د مسيحي او يا يهودي شي او نه مونږ بايد كله هم دا توقع ْوساتو خو زمونږ لپاره دا هم يوه لويه كاميابي ده چي له هغوي ځخه اسلامي تشخص لري كړو اخلاق ئي فاسد كړو د اخلاقي فساد په وجه به په نهاية الامر كي هغوي بيدينه شي او خپل مذهب به پرېږدي يا به لا دين شي او دا زمونږ پاره كفايت كوي او يا به زمونږ مذهب ته غاړه كيږدي او يهود او نصارى ددي لپاره په جهاني سطحه ددولتونو او تنظيمونو او افرادو په سطحه هركال زياتي پانګي اچوني كوي هغوي اوس هم زمونږ كورونوته دننه په مستقيم او غير مستقيم طور لاره موندلي دي خو زمونږ ْورته هيڅ پاملرنه نشته په دي اساس دې ته زياته توجه په كار دي چي د مسلم ان قوم پيژندنه په اخلاقو باندي ده كه كله هم زمونږ اخلاق لوټ شول نو بايد په دي پوه شو چي هرڅه موخدا ناكرده ْوبايلل .
هغه څوك چي ښه اخلاق ْولري هغه د الله تعالى هم خوښ وي او د الله تعالى د بندګانو هم خوښ وي اوپه اسلامي ټولنه كي هم د عزت مقام لري او د يوچا چي اخلاق فاسد او بد وي هغه د الله تعالى هم بد هيسي او د الله تعالى د بندګانو هم نفرت او كركه ځېني كيږي او په ټولنه كي هم سپك وي او هيڅوك ئي هم ښه نه هيسوي او عزت نلري..
زمونږ لپاره زمونږ ګران پيغمبر رسول الله صلى الله عليه وسلم د ښو اخلاقو معياردي هغه په ډيرو عالي اخلاقو متصف انسان ْو.
الله تعالى هغه ته په قراّنكريم كي خطاب كوي او فرمائي: 
( وانك لعلى خلق عظيم )
په ريښتيا سره ته په لو يو ښو خويونو موصوف ئي.
بل ځاي الله تعالى په قراّن عظيم الشان كي فرمائي:
 (لقد كان لكم في رسول الله اسوه حسنه )
په ريښتيا سره چي ستاسولپاره په رسول الله صلى الله عليه وسلم كي د ښو اخلاقو راهنمائي او نمونه وه او ده.
عن أبي الدرداء قال سألت عائشة عن خلق رسول ال ه صلى الله عليه وسلم فقالت كان خلقه القرآن يرضى لرضاه ويسخط لسخطه (الدر المنثور عن البيهقي)
له ابو الدرداء رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي فرمائي چي ما له له أم المْومنين عائشهْ صديقه رضي الله تعالى عنها ځخه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د اخلاقو په هكله پوښتنه ْوكړه هغي په جواب كي ْوفرمايل: چي د هغه مبارك اخلاق قراّن كريم ْوو چي په كوم كار به الله تعالى راضي كيدلو په هغه كار رسول الله صلى الله عليه وسلم هم خو اله كيدلو او په كوم كار چي به الله تعالى ناراض كيدلو رسول الله صلى الله عليه وسلم هم په هغه كار غصه كيدلو.
عن زينب بنت يزيد بن وسق قالت كنت عند عائشة إذ جاءها نساء أهل الشام فقلن يا أم المؤمنين أخب ينا عن خلق رسول الله صلى الله عليه وسلم قالت كان خلقه القرآن وكان أشد الناس حياء من العواتق في خدرها (ا در المنثور عن ابن مردويه)
له زينب رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دي وائي چي زه له عائشه رضي الله تعا ى عنها سره ناسته وم چي د شام د مسلمانانو ښڅي راغلې او عائشه رضي الله تعالى عنها ته ئي ْوويل چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په اخلاقو مو خبر كړه هغي په جواب كي ْورته ْوويل: چي د هغه اخلاق قران كريم ْوو او په پردو كي تر پټو پيغلو ئي زياته حيا درلودله.
يعني كه څوك درسول الله عليه وسلم د اخلاقو په هكله پوښتنه لري ق اّنكريم د ْوګوري ځکه چي په قراّنكريم كي اوامر او نواهي ذكر شوي دي هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په عملي ژوند كي موجود ْو.
عن أبي عبد الله الجدلي قال قلت لعائشة كيف كان خلق رسول الله صلى الله عليه وسلم قالت لم يكن فاحشا ولا متفحشا ولا سخابا في الأسواق ولا يجزي بالسيئة السيئة ولكن يعفوا ويصفح (الت مذي)
له ابو عبد الله الجدلي رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي هغه له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د اخلاقو په هكله پوښتنه ْوكړه هغې په جواب كي ْوفرمايل چي رسول الله صلى الله عليه وسلم نه بدخولۍ ْوو او نه په قصد سره ښکنځا كوونكۍ ْوو او نه په بازارونو كي په لوړ آوازسره نعرې وهونكۍ ْوو او نه ئي د بدو بدله په بدو سره ْوركوله بلكه عفو او درګذر ئي کاوه.
عن عائشة سمعت سول الله صلى الله عليه وسلم يقول ان المؤمن ليدرك بحسن الخلق درجات القائم الليل الصائم النهار (أحمد وأبو داود وابن حبان والحاكم)
له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دی فرمائي چي ماله رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه واوريدل چي هغه ْوفرمايل: په تحقيق سره مْومن په ښه خوی سره د هغه چا درجات موندلای شي څوك چي ټوله شپه په نفلي لمونځونو ولاړ وي او هره ورځ نفلي روژې نيسي.
عن أنس أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال إن العبد ليبلغ بحسن خلقه عظيم درجات الآخرة وشرفات المنازل وانه لضعيف العبادة وانه ليبلغ بسوء خ قه أسفل درجة في جهنم (الطبراني والخرائطي)
له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى ال ه عليه وسلم ْوفرمايل چي بنده په ښه خوي سره داخرت لوړو درجاتو ته او د جنت هسكو بلډنګونو ته رسېږي حال داچي په عبادت كي به كمزوری وي او په بدخوئي سره د جهنم ښکتو درجو ته رسېږي .
عن أبي هريرة قال قال سول الله صلى الله عليه وسلم إن حسن الخلق يذيب الخطيئة كما تذيب الشمس الجليد وإن سوء الخلق يفسد العمل كما يفسد الصبر العسل (البيهقي)
له ابوهريره رضي الله تعالى ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل خوش اخلاقي داسي ګناهونه وېلي كوي لكه لمر چي برف (يخی) وِېلي كوي او بد اخلاقي داسي اعمال خرابوي لكه مصبر چي شهد خرابوي.
عن أبي موسى الأشعري قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم حسن الخلق زمام من رحمة الله في أنف صاحبه والزمام بيد الملك والملك يجره إلى الخير والخير يجره إلى الجنة وسوء الخلق زمام م ن عذاب الله في أنف صاحبه والزمام بيد الشيطان والشيطان يجره إلى الشر والشر يجره إلى النار (البيهقي)
ه ابو موسى الاشعري رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل خوش اخلاقي دانسان په پوزه كي د الله تعالى د رحمت يو مهاردي چي د الله تعالى په واك كي دي او انسان د نيكوكارونو لورته بیایي اونيك كارونه ئي جنت ته كشوي اوبد اخلاقي دانسان په پوزه كي دالله تعالى د عذاب يو مهاردي چي يوسر ئي د شيطان په لاس كي دي او شيطان ئي د شر خواته كشوي اوشرئي د دوزخ لورته بیایي.
عن ابن مسعود قال: م ارءاه المْو منون حسنا فهو عند الله حسن وما رءاه المْومنون سيئا فهو عند الله سيئ (مسند الامام أحمد)
ابن مسعود رضي الله تعالى عنه فرمائي: يوكار چي مسلمانان ښه ْوګڼي هغه كار د الله تعالى په نزد هم ښه دي او كوم كار چي مسلمانان بد ْوګڼي هغه د الله تعالى په نزد هم بددي. .
د مسلمان لفظ له اسلام ځخه اخيستل شوي دي او د اسلام معنا ده د الله تعالى اوامرو تسليم كيدل او غاړه ْورته ايښودل
(الاسلام هوالاستسلام لما أمرنا الله به ورسوله)
او د مسلمان د لفظ معنا ده د الله تعالى اوامروته ځان تسليمْوونكی او غاړه ايښودونكی ، هغه چاته كامل مسلمان نشي ويل كيدلاي چي هغه د الله په دائمي عصيان او نافرماني كي اخته وي او كه دالله تعالى له اوامرو ځخه منكرشي خو ښکاره كافر دی په دې كي هيڅ شك نشته كه څه هم ئي نوم د مسلمان وي او نسب ئي مسلمان وي مقصد داچي كله هم په اسلامي معيار برابر مسلمانان كوم كار ښه ْوبولي او هغه كار له اسلامي تش يعاتو سره منافي او مخالف نه وي نوهغه كار د الله تعالى په نزد هم ښه دي.
عن صفوان بن سليم قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ألا أخبركم بأيسر العبادة وأهونها على البدن الصمت وحسن الخلق. (ابن ابي ا دنيا)
صفوان بن سليم رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْو فرمايل: باخب ْووسۍ زه تاسوته يوداسي عبادت درښئيم چي هغه هم آسانه وي اوهم په بدن سپك وي هغه عبادت پـټه خوله او ښه خوی دی .
عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم قال أكثر ما يدخل الجنة التقوى و حسن الخلق. (المستدرك)
له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرم ايل: زيات تره هغه نيك عمل چي هغه به مْومنان جنت ته د ننه باسي هغه تقوى او ښه اخلاق دي.
عن أبي ر قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم اتق الله حيثما كنت واتبع السيئة الحسنة تمحها وخالق الناس بخلق حسن. (المستدرك)
له ابوذررضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرماي :هر چېرته چي وي له الله تعالى ځخه ويريږه او په ګنـاه پسي نېكي كوه ځكه چي نېكي ګنـاه ختموي او له خلګو سره په ښه خوي ګوزاره كوه.
عن إسامة بن شريك قال قلنا يا رسول الله ما خير ما أعطى المرء قال حسن الخلق. (ابن حبان)
له اسامه بن شريك رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي مونږ له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه ْوپوښتل چي هغه ښه نعمت كوم دي چي انسان ته ْوركړل شوی دی هغه ْوفرمايل : ښه خوي او اخلاق
يوشاعروائي:
لعمرك ما الانسان الا بدينه------------ فلا تترك التقوى اعتمادا على النسب
فقد رفع ا اسلام سلمان فارس--------------و قد وضع الشرك الشريف أبالهب

ستاپه خالق د زما قسم وي چي د انسان انسانيت په دين او ښواخلاقو باندي دی ، په نسب باندي د اعتماد په وجه تقوا مه پريږده ، ودِ نه کتل چي سلمان فارسي رضي ا له تعالى عنه سره ددې چي يوعجمي غلام ْوو خواسلام څومره لوړ مقام ته ْورسولو او ابولهب د قوم سردار ْوو خو ش ك څومره دذلت مقام ته راښکته كړو.
بل شاعروائي:
الناسُ أخلاقُهُمْ شتّى وإن جُبِلُوا----------------- على تَشَابُهِ أرواحِ وأجْسَادِ
د خلګو خويونه او عادتونه يو له بل ځخه بېل دي كه څه هم ئي ارواحونه او كلونه يوبل ته ورته پيدا شويدي.
يوبل شاعر داسي وائي:
أما المُزاحةُ والمِراءُ فدعْهُم َا--------------------------خُلُقان لا أرضاهُما لصَدِيْقِ
ټـوكي او مذاق او دخبرو جګړه پريږده دا دواړه عادتونه زه د خپل دوست لپاره نه خوښوم.
بل شاعر بيا اخلاق داسي توصيف كوي
خير ما ورَّث الرجالُ بنيهم--------------------- أدبٌ صالح وطيب ثناءِ
هو خيرٌ من الدنانير والأوراق----------------------في يوم شِدّة ورخاءِ
ت ك تفنى والعلم والأَدب ----------------الصّالح لا يفنيان حتى اللّقاءِ
بهترين ميراث چي نارينه ْوو خپلو زام نو ته پري ايښي هغه ښه اخلاق او ښه نېکنامي اونېک ګویي دي دا په بده او ښه ورځ كي تر دينارونو او ډالرونو ډېرګټ ور دي ، دينارونه او نوټـونه به ورك شي خو پوهنه او ښه اخلاق د مرګ تر ورځي نه ورك كيږ ي.
يوبل شاعر داسي وائي :
لكل شيء حسن و زينةٌ------------------ وزينة العاقل حُسنُ الأدب
د هرشي لپاره ښائست او ګېڼ ه وي خو د هوښيار سړي ګېڼه ښه اخلاق دي.
بل شاعربيا بل څه وائي:
أُحبُّ مكارم الأخلاق جُهدي ------------------ وأكره أن أعيب وأن أعابا
وأصفح عن سباب الناس حلماً-------------وشرُّ الناس من يهوى السّبابا
ومن هاب الرجال تهيّبُوهُ --------------------ومن حقر الرجال فلن يهابا
څما ښه خويونه خوښ دي او دا مي نه دي خوښ چي يا په چاپسي بد ْووايم او يا بل څوك بد راځخه ْووائي او د خلګو د ښکنځلو برداشت كوم او بد ترين د خلګو هغه څوك دی چي پو چ خولی وي او د ښکنځلو عادت ئي وي , او څوك چي د نورو دعزت خيال ساتي د خلګو په زړونــو كي به هم دده عزت وي او چي نورو ته په سپكه سترګه ګوري كله به ئي هم د نورو خلګو په زړونـو كي هيبت او عزت پـيدانشي.
يوبل شاعر داسي وائي:
لا تحسبنَّ العلم ينفع وحده---------------------ما لم يتوّج ربّه بخلاق
داسي فكر مه كوه چي يواځې پوهنه ګټه رسوي كله چي د پوهني خاوند په اخلاقو ښائسته نه ْوي.
ليس البليَّة في أيامنا عجب --------------- بل السلامة فيها أعجب العجب
احفظ لسانك واحترزمن قوله-------------- فالمرء يُجرح باللسان ويُعطب
واحذر معاشرة اللئيم فإنها------------ تُعدى كما يُعدى السَّليم الأجرب
ليس اليتيم الذي قد مات والده ------------ بل اليتيم يتيم العلم والأدب
په دې ورځو كي فتنې د حيراتيا وړ نه دي بلكه له فتنو ځخه خلاصون اودځان ساتل د زياتي حيرانتيا خبره ده , خپله ژبه له خبرو ْوساته ځكه چي سړی په ژبه هم زخمي كيږي او هم هلاك كيږ ي له كنجوس سړي سره ناسته ولاړه مه كوه ځكه چي له كنجوس ځخه كنجوسي داسي اخيستله كيږ ي لكه روغ سړی چي له پمن سره كيني او ه هغه ځخه پمنتوب اّخلي. يتيم هغه څوك نه دي چي پلار ئي مړ وي بلكه يتيم هغه څوك دي چي پوهنه او اخلاق نلري.
بل شاعروائي:
كل الأمور تمرّ عليك وتنقضي-------------- ----- إلا الثّناء فإنَّه لك باق
ولو أنني خُيِّرت كل فضيلة-----------------ما اخترت غير مكارم الأخلاق
هرڅه او هرحالت چي وي هغه به په تا تيرشي له نېکنامي پرتـه بل هیڅ شي بقانلري كه يو څوك ما په نيكو كارونو كي خوښ رضا كړي نو له ښو اخلاقو پرته به بل څه غوره نه كړم .
كم من أخ أعددته لشدائدي -------------- حتى بلوت المرّ من أخلاقه
كالملح يحسب سكراً من لونه ------------ومجسه ويحول عند مذاقه
ډير وروڼه او ملګري مي د سختو ورځو لپاره تيار كړي ْوو اخير هغوي ترخه ْوختل لكه مالګه چي په لاس كي او په رنګ ئي له برې (خوږې) ځخه فرق نه كيإي او په څکلو كي ئي معلومات ْوشي. او پته ئي ْو لګېږي چي مالګه ده.