آیا دژوند د وروستۍ شېبې د پوښتنو لپاره د ځواب چمتو کړی دی؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8737
قدوسي سلیمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-08-27

(ان أرید الا ا اصلاح ما استطعت و ماتوفیقي الا بالله )
انسان ... هر انسان چي کله دا درک کړي او یایې یقین پیدا شي چي ټاکلی ژوند یې نور په ختمېدلو دی او نور په دې فاني دنیا کي د پاته کېدلو وخت نلري ، او د مرګ د استاځي تصور یې بار بار مخي ته اخوا دېخوا کېږي ځیني پوښتني د هغه او ځان تر مینځ مطرح کېږي که دا انسان د آخرت له انسانانو ځخه وي او د الله تعالی د ملاقات تنده او تمنا ور سره وي ضرور له خپل ځان سره دا پوښتني کوي او ځواب یې د خپلو اعمالو په دفتر کي لټوي :
آیا کوم نېک کارونه چي ما ته ممکن وو هغه ما کړي دي تر څو مي د نیکي پله د بدیو په پله درنه شي ؟
آیا حتی الامکان له الله تعالی ځخه وېرېدلی یم او که مي د هغه له حدودو ځخه تېری کړی دی او د شیطان په پلونو م ي قدمونه اېښي دي ؟
آیا هغه فرایض او واجبات چي الله تعالی زه ورباندي مکلف ګرزولی وم ما په صحیح توګه تأدیه کړل او که مي سستي او تقصېر په کي کړی دی ؟
آیا ما په خپله ټولنه او چاپېریال کي هغه مطلوب رول ولوبولو کوم چي اسلام له ما ځخه غوښت او که د یوه حیوان په څېر یواځي مي له خوب خوراک او څښاک سره کار وو اوبس ؟
آیا د الله تعالی د مخلوقاتو په هکله مي تقوا خپله کړي وه او که مي د خپل نفس د خواهشاتو په پیروي کي خپل قیمتي ژوند ضایع کړی دی؟
آیا د الله تعالی د بندګانو هغه مالي او اخلاقي حقوق چي د الله تعالی له لوري ځما په ذمه واجب الأدآء وو ما پوره کړي او که مي اوس هم په غاړه پاته دي ؟
 ځما هغه مسلمان ورور چي ما یې عزت او مال او نفس ته په مختلف شکل د نقصان رسولو هڅي کولې آیا ماله هغه ځخه ځان معاف کړی دی او که به د قیامت په ورځ ځما د نېکیو له رأس المال ځخه د هغه حق اخېستل کېږي ؟
هغه بې سرپناه مسلمان ورور چي ځما مرستي ته یې ضرورت وو او ماته یې پناه راوړه سره له دې چي ددې امکان وو چي ما یې مرسته کړي وای آیا ما یې مرسته وکړه او که نه؟
آیا د هغه بېوزله چي بله یې هیڅ اسره نه وه ما یې لاس ونیولو او د هغه په مشکل کي مي هغه ته اوږه  ورکړه او که نه ؟
آیا ځما هغه پوروړی چي تنګ لاسی وو ما ورباندي زړسوی وکړ او هغه قرض مي ورته معاف کړ او یا مي انتظار ورته واېست او که مي نور هم مجبور ، ذلیل او تنګ کړ ؟
ایا ځما مور او پلار چي تر ټولو انسانانو ځما د زیاتي پاملرني او احسان حقداروو ما یې کما حقه پامل نه وکړه او هغوی مي خوشاله وساتل او که مي سرچپه ورته د پرېشاني او اذیت اسباب تهیه کړل؟
آیا د ژوندانه د خوشالي او ځواني په ښکلو شېبو کي مي الله تعالی په یاد وو او که د غفلت او عیاشي په نشو مست وم العیاذ بالله ؟
آیا ځما د ژوند ملګریه ځما مېرمن چي زه یې د امیدونو او هېلو سرچینه وم ما ورسره ښه معامله کوله او د یوه ښه م لګري په صفت مي ورسره ژوند تېر کړلو او د هغې د هغو خدمتونو چي ځما او ځما د اولاد یې په غاړه اخېستي وو ما یې قد داني وکړه او که مي د یوه څاروي په صفت ورسره معامله کوله او خپل کار مي ځیني اخیستلو؟
آیا د خپل اولاد مي اسلامي روزنه وکړه او د هغوی په خټه کي مي د بهترینو اخلاقو زړي وکرل او که زه پخپله یوه ناصالحه قدوه وم چي هغوی مي هم بد اخلاقي ته اړ اېستل ؟
دا یو څرګند حقیقت دی چي د ژوند په وروستۍ مرحله کي کله چي انسان نور له ژوند کولو ځخه مایوس شي او د ایمان څرک یې په زړه کي وي په سل هاوو داسي پوښتني ور سره په زړه کي تکرارېږي او له ځواب ځخه یې بې ځوابه پاته کېږي د قبر د تنهایې ، د قیامت د ورځي د الله تعالی حضور ته د مخامخ درېدلو هغه تصورات او صحنې  په سلهاوو ځله د سترګو مخ ته راځي او هم داسي تکرارېږي تر هغه وخته پوري چي تر څو ساه ورکوي او خپل حقیقي مالک ته ځان سپاري .
داخو هغه پوښتني وې چي له یو مومن مسلمان سره مطرح کېږي او که یو څوک له اهل الدنیا ځخه وي او له اسلامي عقیدې ځخه برخمن نه وې له هغه سره بیا په بېل شکل پو ښتني مطرح کېږي هغه په لاندي شکل وي :
آیا په ټولنه کي مي ځان ته مرکزي مقام وموندلو ؟
آیا ځما د توقعاتو سره سم مي بشپړه سرمایه د ځان او اولاد لپاره یوځای کړه او که مي د سستي په نتېجه کي کم کار کړی او په کار داوه چي نوره مي هم زیاته سرمایه رایو ځای کړی وای ؟
آیا له ژوند ځخه مي بشپړ خوند واخیست او که مي نور خوند هم ځیني اخېستلای شوای ؟
آیا ځما کوم ژوند چي زه ځیني برخمن وم له ویاړونو او کارنامو ځخه ډک وو او که هسي عبث تېر شولوچی هیڅ مي په کي ترسره نکړلو؟
هغه کسان چي د آخرت د نعمتونو تږي وي د هغوی د سوچ او فکر محور الله تعالی وي او هغه څوک چي ددنیا په لذتونو کي غرق وي د هغوی د تصوراتو محور خلګ او ددنیا ژوند وي او هره ډله د خپل وروستني حساب اجراءات بشپړوي هغوی دد ې حسابونو په نتېجه کي یا خو ډاډمن کېږي  او د پوښتنو ځوابونه یې مثبت او ګټور وي  او یا د پوښتنو په وړاندي بې ځوابه پاته کېږي او د ملامتي ګوتي خپل ځان ته نیسي ځکه چي هغه څه چي ورته ممکن وو سرته یې رسولي وای و یې نه کړل  دا احساس ورته م خامخ کېږي چي فرصتونه یې ضایع کړی دی او هغه وخت چي څه یې باید پکي کړي وای نور یې د غفلت په نتیجه کي له لاسه وتلی دی ، فلانۍ بهترینه موقع وه چي هغه فلانی کار یې کړی وای  د ژوند په تېر وخت کي ډېري هغه صحنی ورته په یاد کېږي چي کولای یې شوای یو عمل پکي سرته ورسوي خو ویې نکړل او اوس ورباندي د ندامت اوښکي تویوي په هرحالت انسان چي کوم ًخ ځان ته خپل کړي وی  د هغه په هکله به اندېښمن وي .
په دې وخت کي دا پوښتني او تصورات څه ګټه نه کوي ځکه چي نور د کارکولو وخت له لاسه وتلی دی او اوس ور باندي غور او سوچ څه فایده نه رسوي ، مونږ ولي دداسي ورځي انتظار باسو او ولي په عملي ژوند کي د یوې داسي ورځي د پوښتنو ځوابونه نه چمتو کوو په کومه ورځ چي یې مونږ یې ځوابونو ته سخته اړتیا لرو آیا دا به ښه نه وي چي د وروستۍ ورځي یو پروف سر له اوسه ځان ته چمتو کړو آیا دا به ښه نه وي چي هره ورځ او یا أقلا هره اونۍ یو څو ګړۍ د دې حساب لپاره ځانګړي کړو ؟ او کومي پوښتني چي د ژوند په وروستیو شېبوکي به له م ونږ سره مطرح کېږي  اوس له ځان سره مطرح کړو او ځوابونه ورته پیدا کړو؟
ځواب یې په طبیعي طور مثبت دی او هر عق من انسان په دې کي څه اختلاف نلري چي واقعا دداسي محاسبې سر له اوسه أشد ضرورت دی نو بیا ولي مونږ ورته پام نه کوو؟
ددې په خاطر چي په خپل ژوندانه او سلوکیاتو کي مثبت او منفي اړخونه وڅارل شي ، کېدای شي  دا ډول محاسبه ه انسان سره په دې کي مرسته وکړي چي هغه نېمګړتیاوي چي روغولو ته ضرورت لري صحیح یې کړي ، او ځیني کارونه چي د غفلت په وجه د انسان ورته پام نه وي ورته پام یې شي ،دا ډول محاسبه کولای شي چي د یوه انسان په ژوند کي زیاتو م فاهیمو او کړووړو ته په کلي شکل تغیر ورکړي .
ځما په خیال د وروستۍ ورځی لپاره د انسان دا وختي محاسبه کولای شي له زیاتو اهل الدنیاوو ځخه أهل الآخره جوړ کړي ځکه چي هغوی به ددې حسابونو په پای کي دې نتېجې ته رسېږي چي ددنیا هرڅه هسي تش خیالونه او اوهام دي چي په مرګ باندي پایته رسېږي او همېشنيی ژوند د آخرت دی چي د بشپړي توجه وړ او حقدار دی او د ژوند په دې پاته وخت کي هغه څه کول په کار دی کوم چي د آخرت په دایمي ژوند کي انسان ته زیات مفید او ګټور ثابت کیدای شي ځکه ددې دنیوي ژوند وروستی ټاکلي حد مرګ دی او هر څه به ځای په ځای پاته شي او له مرګه و وسته وخت په دې وجه أهم او د پاملرني وړ دی چي هغه أبدي او دایمي دی .
او که انسان دا ډول حسابونه وروستۍ ورځي ته پرېږدي او په ژوند کي ورسره څه کار ونلري که هغه کس  له أهل الأخرت ځخه هم وي خو د مرګ په وخت کي دا ډول حساب له ندامت ځخه پرته بله هیڅ ګټه نلري ځکه چي په هغه ورځ به  ضرور ددې آرمان کوي چي ولي یې زیات نېک کارونه نه کول ولي یې د الله تعالی د مخلوق په حقوقو کي کوتاهي کوله کاشکې مخکي یې ددې په هکله سوچ کړی وای تر څو یې نن د نېکیو بېلانس زیات او ګناهونه یې کم وای او که وختي دا حساب له ځان سره ونیسي کېدای شي زیاتي هغه نېکیوي چي د تغافل په نتېجه کي ور ځخه بې تفاوته پاته دی ورته پام یې شي ، هغه اخلاقي نېمګړتیاوي چي د مسلمانانو د اذیت سبب ګرځي هغه پ ېږدي، او د الله تعالی له بندګانو سره روغ او صادقانه معاملات وساتي  په همدي شکل به خپلي کږې روغي کړي او خپل نواقص به اصلاح کړي او د نیکو کارونود خپلولو هڅي به ګړندۍ کړي ځکه چي معلومه نه ده کله به د مرګ د استاځي په وسېله ور باندي د ژوند لاره قطع شي او د عمل نړۍ به پای ته ورسېږي .
 إن الحسنات يذهبن السيئات ذلك ذكري للذاكرين‏(‏ هود‏114)