هر انسان که د عمر په هره مرحله کي وي
یواځینۍ هېله یې داوي چي تل روغ رمټ او ځوان پاته شي او دې هدف ته د رسېدلو لپاره خپله قیمتي سرمایه لګوي او په هیڅ
شکل دې ته تیار نه وي چي یا خو ناروغ شي او یا بوډا شي او ځواني یې ختمه شي مونږ به دلته ځیني هغه اصول ذکر کړو چي
هغه له یوې خوا ځواني سالمه ساتي او له بله پلوه د اسلامي شریعت له اصولو سره څه ټکر نلري ، لاندني اصول په پام
کي ونیسۍ ستاسي دفاعي سیستم به قوي وي وظایف به په سلیمه توګه اجراء کوي او د رنځونو مخنیوی به کوي .
صحتمنه غ
اء تر هر څه د مخه بنیادي محور ده چي انسان د نېکمرغه ژوندد خپلولو، د ځواني د پاللو او د رنځونو په مقابل کي
ددفاعي سیستم د فعاله ساتلو لپاره ورته اړتیا لري نو راځۍ په ګډه دا اصول وګورو او په خپل ورځني ژوند کي یې م
عمول او خپل عادت وګرځوو :
1- په الله تعالی ټینګه د مسلمان عقېده وساته او په هغه خپل ځان سپاره
2- د لمانځه
پابند اوسه په هر حالت د الله تعالی حمدوثنا او شکر ادا کوه
3-د الله تعالی بې شمېره احسانونه هر وخت او هر
چېرته په یاد ساته چاچي سلیم او په ښکلي څېره پیدا کړی یې
4- هغه امیدونه مه ساته چي ستا د امکاناتو له دایرې
ځخه دباندي وي بلکه د ځان لپاره ځیني واقعي هدفونه وټاکه او د تحقق لپاره یې لېڅي درونغاړه
5- خپل هرڅه د مثبت
عاقلانه مزاج په سیوري کي سرته رسوه
6- له خپل ګاونډي سره ښه کوه او قدر یې کوه او بل مسلمان ته هغه څه خوښوه
چي ځان ته یې خوښوې
7- خپل جسم او ذهن دواړه تل فعال ساته
8- خپل ورځني تمرینونه او ورزشي مشقونه جاري ساته چي
هره ورځ څه ناڅه تګ کول دی
9- له تازه هوا او د لمر له وړانګو ځخه هره ورځ ګټه آخله
10- تل صحت منه غذاء خوره او
دا د ژوند معمول وګرزوه
11- د خوراک هضمېدل له خولې ځخه پیل کېږي په همدې اساس خوراک ښه زویه
12- ډېر ساړه او ډېر
تاوده مشروبات مه څښه او د خوراک په مینځ کي هم اوبه او یا مشروبات مه څښه
13- چي کله له خوبه راپاڅي او یا د
خوب لپاره بستر ته ځې دروند خوراک مه خوره
14- ترڅو چي وږی شوی نه یې څه مه خوره او تر مړښت مخکي له خوراک ځخه
اس آخله
15- په اونۍ کي یوه ورځ ځان هوسا ساته او څه کار مه کوه
16- روغني خوراکونه مه خوره
17- طبیعي خو
اکونه چي په کوم شکل الله تعالی پیدا کړي دي حتی الامکان هغه خوره
18- په ډبو کي د تیارشویو خوراکونو له
خوړلو ځخه حتی المقدور ځان ساته چي هغه جسم ستومانه کوي
19- کوم خوراکونه چي ډېر وختي پخ شوي وي هغه مه خوره
ځکه چي انزایمونه او غذایې عناصر یې له مینځه تللي وي
20- د خپل خوراک50% سبزیجات او تازه شنه واښه و ګرزوه
21-
خپل خوراکونه په بخار پخوه او شنه سابه نیمه پخوه تر څو یې مواد ونه سوځول شي
22- څلور سپېن شیان په خوراک کي لږ
یامه استعمالوه مالګه ، بوره ، اوړه ، وریجي اویو تور شی چي هغه تور مرچ دی
23- د خپل بدن سیستمونه تل د روژو
له لاري سروس کوه او روژه ماتي په طبیعي تازه او پاکو مشروباتو کوه
24- هغه خوراکونه چي غازونه او کیمیاوي
مواد لري مه استعمالوه
25- هغه خوراکونه چي حافظه او یا مصنوعي مواد ورسره وي مه خوره
26- له نشه یې شیانو لکه
الکولیک ، پان ، نسوار او سګرېټ څکلو ځخه ځان ساته
27- تور ټېنګ چای مه څښه او په ځای یې شېن چای او یا غرنۍ پاڼي
استعمالوه او هغه خوراک چي ویټامېنونه لري هره ورځ استعمالوه
28- معدني او یا تصفیه شوي اوبه په زیاته
اندازه هره ورځ څښه
29- که ممکنه وي هره ورځ درې ځلي حمام ته د کولمو د تشولو لپاره ورځه او دا خپل عادت جوړ کړۍ
30- تر لامبلو مخکي هره ورځ خپل ځان ته مساج ورکړۍاو لاسونو او پښو ته په مساج کي زیاته پاملرنه وکړۍ
31- هره
ورځ اوه کجوري په تشه خوا خوره
32- په هره میاشت کي درې روژې أقلا نیسه
33- هره لسمه ورځ یوه قاچوغه عسل په ت
ه خوا خوره
34- په تودو اوبو له لامبلو ځخه ځان ساته او په یخني او تودوخي کي په یخو اوبو د لامبلو هڅه کوۍ
۳۵- هره ورځ یو اجتماعي نېک عمل سرته ورسوۍ چي دا صحت ته ډېره ګټه رسوي
۳۶- له بې ګټي سوچونو او فکرونوځخه ځان
ساتې چي دا هاضمه کمزوري کوي
په اخیر کي ټولو هغو وروڼو ته د جسماني صحت په هکله وړاندېزونه لري خپل پې
نهادونه دې لیکني ته ور ضمېمه کړي همدا راز د جسماني غذاء تر څنګ روحي غذاء چي اسلامي انفرادي او اجتماعي
اخلاق او واجبات دي مراعات کړي و الله ولي التوفیق .