کاوړ یاغضب اسباب او درملنه یې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8819
قدوسي سلېمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-08-31

غصه يا غضب او يا کاوړ هغه يوه فطري خاصه ده چي انسان كله  دمتوقع خلاف يو عمل وويني او يا د مزاج مخالفه خبره واوري له هغه سره چي فورا كوم رد فعل او يا عكس العمل پېښ شي هغه ته غصه او يا غضب وائي دا په هر انسان كي موجود وي خو په چاكي زياته او په چا كي كمه وي ، څوك ئي ژر ښكاره كوي او څوك ئي پټـه ساتي او زغمي یي ديوچا غصه ژر ختمېږي او له چا سره ترډيره وخته پاته وي دا فطري غبرګون د منشا مطابق كه یې عامل قوي وي نو کاوړ هم زیات وي او كه عامل یي  ناڅه وي نو غضب هم كم وي , د هر چا غصه يو له بل ځخه تو پير لري خو په عمومي شكل په شرعي لحاظ دغصې اظهار او دهغې  په کار اچول يو غير مرغوب عمل دي او اسلام دا عمل په هیڅ شکل ښه نه ګڼـي صرف په هغه وخت كي ستائيلي كارګڼل كېږي چي كله د اسلامي شعائرو او اخ اقي معيارونو بي احترامي  , توهين او سپكه كېږي او يا تر پښو لاندي كېږي په هغه وخت كي په فوري شكل كه له يو م سلمان ځخه دديني غيرت په بنياد يو قوي غبرګون ښكاره شي نو هغه ته په هغه غصه اجر او ثواب ْوركيږي او دا غبرګون او كاوړ د مسلمان د ايمان د قوت نښه ده او په هغه باندي لازم هم دي چي كله داسي منكر ْوويني چي هلته د الله تعالى د حكم توهين او ددېني شعایرو پایمالي کېږي مخنيوی يې وکړي ، كه هغه مسلمان حليم او سرد مزاج  هم وي خو سكوت كول ْورته حرام دی او په هره ممكنه وسيله چي وي د الله تعالى له حدودو ځخه دفاع ْورباندي فرض دي .
او نور په هرحالت كي غصه كول او غضب ښکاره كول دكامل مسلمان صفت نه دي اوالله تعالى دا خوي د شيطان لمسْوونه بللي ده  فرمائي :
إنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إذا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا ف ذا هُمْ مُبْصِرُونَ* 
(تفسير) په ريښتيا سره هغه كسان چي هغوي د تقوى خاوندان دي كله چي له هغوي ځخه د يطان د لمسوني په سبب كومه ګـناه ْوشي او ياغضب ورشي فورا دالله تعالى عذاب او ثواب ورپه يادشي او بصيرت ورته پيدا  شي.او خپله غصه تحمل كړي .
عن ابي سعيد الخدري قال خطبنا رسول الله صلى الله عليه وسلم ف ال : ألا إن الغضب جمرة توقد في جوف ابن آدم ألم تروا إلى حمرة عينيه وانتفاخ أوداجه فإذا وجد أحدكم من ذلك شيئا فليلزق بالأرض. (مسند أبي يعلي)
له ابي سعيد الخدري رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی فرمائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته خطبه راكړه او په خطبه كي ئي ْو فرمايل چي غصه د اوريوه سكروټه ده چي د انسان په دننه كي بليږي آيا تاسي نه ګورۍ چي كله يوچا ته غضب ْورشي سترګي ئي سرې شي او سترږلي ئي ْوپړسېږي ؟ نو كله چي له تاسو ځخه يوچا ته دا كيفيت پيښ شي نو په زمكه پوري د ْونښلي يعني هغه د كيني او له ځايه د نه ښوري .
عن الأحنف بن قيس، عن عم له يقال له جارية بن قدامة السعدي، أنه سأل رسول الله صلى الله عليه وسلم، ف ال: يارسول الله، قل لي قولاً ينفعني وأقلل عليّ لعلي أعيه، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لا تغضب فأعاد عليه حتى أعاد عليه مراراً كل ذلك يقول لا تغضب. (الحاكم و البيهقي)
له احنف بن قيس (رض) ځخه روايت دي  چي دهغه تره جاريه بن قدامه السعدي (رض) له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه پوښتنه ْوكړه چي يارسول الله يوه داسي  خبره راته ْوكړه چي هم ماته ګټـه ورسوي او هم مي ياد شي رسول الله صلى الله عليه وسلم په جواب كي ورته ويل چي" غصه او كاوړ مه كوه" هغه بيا بيا دا پـوښتنه تكرارا كوله او رسول الله صلى الله عليه وسلم په جواب كي په مكرر شكل صرف همدا ورته ْوئيل چي : غصه مه كوه. 
 مونږ بايد په هروخت كي د خپلي غصې مخنيوی ْوكړو په ع بي ژبه كي يوضرب المثل دي وايئ :
( من أطاع غضـبه أضاع أدبه) (الأمثال و الحكم)
 چاچي د خپلي غصي ْومنل خپل ادب ئي له لاسه وركړ .
كله چي انسان ته غصه ْورشي  په هغه وخت كي د هغه د سكوت كولو كو ش كوي او كه نور هم غضب غالب شي  كه ولاړ وي هغه دكيني ، او كه ناست وي ډډه د ْولګوي 
عن أبي ذرقال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اذا غضب أحدكم وهو قائم فليجلس فان ذهب عنه الغضب والا فليضطجع. (ابن  حبان)
له ابوذر رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمائيل: كه ه تاسو ځخه  يو چا ته غصه ْورشي او ولاړ وي نو هغه د كيني كه ئي غصه  ختمه نشوه نو ډډه د ْولګوي .
او کاوړ داور يوه لمبه ده لكه چي مخكي په حديث كي ذكر شو او د اور علاج اوبه دي بناء كه ضرورت شي نو په ځان  د اوبه توئي كړي او ياد اودس ْوكړي  همدا ئي هغه علاج دي چي په سنت نبوي كي ذكر شوی دی .
او كه ستا بل مسلمان ورو ته غصه ْورشي نو ته تحمل او  درګذ ركوه د حلم او بردباري او درګذرپه هکله هم ډير څه راغلي دي خو خلاصه ئي داده چي حلم  او بردباري او عفو او درګذر د انبياْوو او صلحاْوو او پوهانو خلګو خوي دي  او چي كله ستاغصه ناك ورور نارمل حالت ته راْوګرزي  ستا له ْوئيلو بغير به په خپله غصه نادم او پښيمانه وي  او ستا سو په م ينځ كي به هم کومه شخړه نه وي جوړه شوي .
عن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم قال موسى بن عمران عليه السلام يارب من أعز عبادك عندك ؟ قال من اذا قدرغفر. (البيهقي)
له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: موسى عليه السلام  له الله تعالى ځخه پوښتنه ْوكړه چي اې پروردګاره ستا په بندګانو كي ستا په نزد څوك ډير عزت من دي ؟  الله تعالى ْورته ْوفرمايل هغه څوك چي د انتقام قدرت  ْولري او عفو او بښنه ْوكړي .
عن سهل بن معاذ عن أبيه أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال من كظم غيظا وهو قادر على أن ينفذه دعاه الله على رؤس الخلائق يوم القيامة فيخيره في أي الحور شاء. (الترمذي)
سهل بن معاذ رضي الله تعالى عنه روايت كوي وائي چي رسول ال ه  صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: چاچي خپله غصه ْوزغمله په داسي حال كي چي هغه د خپلي غصې د نافذولو توان در ود الله تعالى به  ئي د قيامت په ورځ د ټـولو خلګو په مخ كي را ْوغواړي او اختيار به ْوركړي چي كومه حوره ئي خوښه وي هغه د په نكاح كړي.
يو شاعر خپلي ميرمني ته وائي  چي ځما د کاوړ په وخت سکوت کوه او څه مه وایه .
خذي العفو مني تستديمي مودتي............................................................ ولا تـنطقي في سوأتي حين غضب 

  زماسينه ده پراخه ګلې كله به خپه نشي ..............................................چي ماته  غصه راغله بيا د زور خبري مكوه
يوبل شاعر  د کاوړ تاوانو ښیې اووائي چي د ملګري خاطر ساته او چي کاوړ ورته درشي نو زغمه یې داسي نه چي د کاوړ د په کار اچولو په نتیجه کي ستاسي ملګرتیا په دښمني واوړي :
دار الصديق إذا استشاط تغضّباً......................................فالغيظ يخرج كامن الأحقاد 

ولربَّما كان التغضّبُ باحثاً ...................................................... لِمَثَالبِ الآباءِ وال جدادِ
   چي كله هم ستا ملګري ستا غصه را وپاروي نو خاطریي ساته او مراعات ئي كوه ځكه چي غصه دزړه پټ رنځـونه را ْوباسي او زړې او پخوانۍ دښمنېوي راسربېره کوي غالباً كاوړ ددې باعث كېږي چي دپلرونو او نيكه ګانو عيبونه را لوڅ كړي  .
    بل شاعربیا وائي چي که مقابل لوری ناپوه انسان وي او تاته غصه درشي نود خپل عزت د ساتلو په خاطر خامخا تحمل کوه  :
لا تُرجِعَنَّ إلى السّفيهِ خطابَهُ ......................................................... إلا جوّابَ تحيّةٍ حيّاكها
فمتى تحرّكُهُ تحرّكُ جيفةً ........................................................ تزدادُ نــتْناً ما أرَدْتَ حِرَاكَها

    ناپوه كس ته د سلام له جواب ځخه پرته د بلي خبري جواب مه ْورګرزوه ځكه چي هغه لكه مړزګه داسي ده چي څومره ئي په يو او بل مخ اړوې بدبوئي ئي زياتېږي .
بل شاعر بيا وایې چي کله ځما ملګری په ما تېری وکړي نو زه برداشت کوم ځکه چي ځما حوصله به بالآخره هغه خپلي ناپوهي ته متوجه کړي او په هغه څه چي کوي پښېمانه به شي .
وأحْلُمُ عنْ خِلّي وأعْلَمُ أنّني ----------------------       متى أجْزِهِ حِلْماً عن الجَهْل يَنْدَمِ
زه ددوست په مقابل كي تحمل كوم او په دې پوهيږم چي زما تحمل هغه په خپل جهالت  پښيمانه كوي .
آیا ستا کاوړ(غضب) ستایلی دی او که غیندلی ؟
هیڅوک به په مونږ کي داسي نه وي چي کاوړ نه ورځي او یا یوه داسي شېبه نه ورباندي راځي چي کاوړ هغه بېواکه نکړي خو پوښتنه داده چي مونږ څه چلند ورسره کوو آیا هغه په مونږ واکمني کوي او که مونږ د هغه واکمنان یو ؟

کاوړ د مفعول اواغېزې په اساس په دوو ډولونو وېشو :
لومړی ستایلی کاوړ :

ستایلی کاوړ هغه دی چی د اخلاقي معیارونو د توهین ، او د حق د تر پښو لاندي کیدلو په اساس یوه مسلمان ته ورشي دا ډول کاوړ د ایمان د قوت او د حق پرستي د نصرت نښه ده او دا ډول کاوړ او عکس العمل ددې نبوي حدیث په اساس له مسلمان ځخه مطلوب دی کوم چي صحیح مسلم را نقل کړی دی :
عن أبي سعيدرضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : "مَن رأى منكم منكرًا فليغيره بيده، فإن لم يستطع فبلسانه، فإن لم يستطع فبقلبه، وذلك أضعف الإيمان .
له أبي سعید رضي الله تعالی عنه ځخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په تاسو کي که یوچا یو بد کار ولید نو په لاس د یې مخنیوی کوي ، که یې د لاس وس نه وو په ژبه د دهغه کار مخنیوی کوي ، که یې په ژبه هم د مخنیوي توان نه وو نو په زړه کي د هغه کار بد ایسوي او د زړه بد ایسول د ایمان دزیاتي کمزورتیا حالت دی .
عن عائشة رضي الله عنها نها قالت ما خير رسول الله  صلى الله عليه وسلم  بين أمرين قط إلا أخذ أيسرهما ما لم يكن إثما فان كان ثما كان أبعد الناس منه وما انتقم رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لنفسه في شيء قط إلا أن تنتهك حرمة ال ه فينتقم بها لله (بخاري و مسلم)
له  عائشه صديقه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دي فرمائي چي رسول ال ه صلى الله عليه وسلم چي كله هم په دْوو كارونو كي خوښ رضاشوی دی اّسانه كار ئي خوښ كړی دی خو تر هغه وخته چي هغه كاربه ګـناه  نه ْوو او كه به هغه كار ګـناه ْوو بياتر  هرچا ليري ځيني ګرزيدلو او كله هم رسول الله صلى الله عليه وسلم دځان لپاره انتقام نه دي اخيستي مګر كه به د الله تعالى دحكم توهين كيدلوبيا ئي د الله تعالى لپاره انتقام اخيستلو.
دا ډول کاوړ هغه وخت خپل خاوند د منکر کار د مخنیوي  لپاره را پاروي چي کله یو داسي عمل وویني چي هغه د الله تعالی حکم پایمال کوي او دا ډول کاوړ ستایلي څه چي په مسلمان باندي لازمي دی .
دوهم ډول غیندلی کاوړ دی او دا دوه ډوله دی  :
طبیعي :

اودا هغه ډول کاوړ دی چي ژر انسان ته ورشي او ژر له مینځه لاړشي او ددې ډول کاوړ اسباب هغه خبري او کړه وړه دي کوم چي په ورځني ژوند کي د انسان له مزاجه سره ټکر خوري او په یوه ورځ کي په لس هاوو ځله راځي او ځي او بېرته را غبرګېږي .
غير طبيعي :

او غیر طبیعي هغه ډول کاوړ دی چي زیات وخت په بر کي نیسي او و اني پېښوي او ډېر تاوانونه ځیني رسېږي او اسلام له دې دواړو ډولونو ځخه مسلمان منع کړی دی او چاچي دا ډول کاوړونه پرېښودل د هغوی لپاره یې د ستر اجر او ثواب ژمني کړي دي ځکه چي دواړه ډول کاوړونه مسلمان ته تاوانونه سوي او مسلمانان کمزوري کوي او د هغوی هغه قوت له مېنځه وړي کوم چي اسلام یې ورځخه غواړي .
 او دا ډول کاوړ هغه شرعاً نامطلوب کیفیت دی په انسان کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه کس ته هغه وخت  درې ځلي په ټینګار سره وویل ( لاتغضب) (( غصه مه کوه ))  کله چي هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم ځخه وغوښتل چي ماته وصیت وکړه.
هغه څه چي کاوړ راپاروي :
کله چي یوه خبره د یوه انسان د خصي رایې سرچپه وشي او یا په بل عبارت دده د رایې مخالفت وشي ده ته کاوړ ورځي او ددې عامل له وړوکتوبه  د بل چا د رایې په نه احترام عادت کېدل وي یعني هغه څوک چي له ماشومتوبه د بل د رایې په عدم احترام عادت شوی وي او د وا دینو په مرکزي تسلط د هغه غلطه روزنه شوي وي هغه کس چي کله هم د متقابل لوري مخالفه رایه واوري فوراً کاوړ ورځي .
بل هغه چاته زیات کاوړ ورځي چي د مسئولیتونو فشار ور باندي زیات وي لکه دکورنۍ ،د زامنو او دښځي مصارف او نفقې ، او یا د وظیفې د زیاتو کارونو تراکم او د وظیفې دزیاتو مسئولیتونو په وجه په  تېره بیا کله چي د یو متسلط او سخت د مراقبت څښتن مدیر تر څارني لاندي کار کوي .
کله بیا د کاوړ عامل بېوسي او ناتواني وي په تېره بیا کله چي په یوه انسان ظلم کېږي او د ظلم له شړلو ځخه عاجز وي او د ظالم په وړاندي بېوسه وي  هغه ته په نه څه او هرځای زیاته غصه ورځي .
د ابتلا په وخت کي کله چي انسان له دې ځخه غافل شي چي آزموینه هر انسان ته رسېږي او که څوک و باندي صبر وکړي د الله تعالی په نزد یې ستر اجر او ثواب دی او بل دا چي آزموینه انسان ته یوه خبرداري وي او یا د هغه د ګناهونو کفاره ګرځي او یا د نورو سترو مصیبتونو ځخه هغه راګرځوي او یا دا چي یواځي دی نه دی چي په دې آزم ویني اخته شوی دی بلکه نور انسانان له ده ځخه زیات په شدیدو آزموینو اخته شوي دي  ، ددې غفلت په نتېجه کي هغه ته د آزمویني له رسېدلو سره سم کاوړ ورځي .
هغه ته ځکه کاوړ ورځي چي د ابتلا او آزمېیښت له هغه اجر او ثواب ځخه غافل شي چي په هرآزمېیښت کي د انسان درجې  ورباندي پورته کېږي او ګناهونه یې پرې  تویېږي  لکه په دې حدیث ریف کي چي راغلي دي :
عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم-: ما يصيب المسلم من نصب ولا وصب ولا هم ولا حزن ولا أذى ولا غم حتى الشوكة يُشاكها إلا كفر الله بها من خطاياه .
له أبوهریره رضی الله تعالی عنه ځخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :  هرمسلمان ته چي کومه ستوماني ، پرېشاني  ، دوک ، غم ، نقصان او تاوان  ، اندېښنه حتی چي یو آغزی هغه ته  ور جګ شي الله تعالی یې په هغه ګناهونه تویوي  .
انسان ته هغه وخت کاوړ ورځي چي کله له دې ځخه غافل شي چي کوم تکلیف هغه ته متوجه دی دا دالله تعالی پرېکړه ده او دالله فیصلې ته به انسان حتماً د تسلیم کیدلو سر ټېټوي او په قضا او قدر د هغه ایمان دی که دا عقېده د یوه مسلمان پخه او راسخه وي بیا به د هر مصېبت په وخت کي د هغه عقلي توازن برقرار وي او کله به هم پرې انه یا په غصه نه شي  دا ځکه دکامل مسلمان هر وخت الله تعالی په یاد وي اود آزمېیښت په وخت کي د الله پرېکړي ته غاړه ږدي  او له ( انالله وانا الیه راجعون )  ځخه علاوه نور څه یې له خولې ځخه نه راوځي او په دې کلماتو د هغه زړه ته سکون او ډاډ رسېږي او له کنترول ځخه نه وځي . 
د کاوړ تاوانونه :
د کاوړ روغتیایې ضررونه :
د کاوړ زیات روغتیایې نقصانونه او ضررونه دي چي غصه ناک انسان پرې اخته کېږي روغتیایې نقصانونه یې دي لکه د ویني د فشار لوړېدل ، د معدې دپرهارپیدا کېدل ، دزړه په نا وغېیو ، د پوستکي په ناروغېیو او نورو عصبي  او دماغي تکلیفونو اخته کېدل  .
د کاوړ م عنوي تاوانونه :

کوم معنوي تاوانونه چي غصه ناک انسان ته د کاوړ په نتېجه کي رسېږي په مثبت او ګټور شکل له ژوندانه سره په چلند قدرت له لاسه بایلي له نورو سره یې او یا یې له خپل ځان سره په ټکرونو کي اچوي خپل قیمتي وخت  یې بې ګټي له لاسه وځي او له وخت ځخه په واقعي شکل استفاده نشي کولای .
کاوړ د انسان سترګي د م ثبتو کارونو له میني ځخه ړندوي ځکه چي هغه هرڅه د نفساني خواهشاتو په هېنداره کي ویني  او یا د خپلي غصې او تعصب په سترګو هرڅه ته ګوري .
کاوړ د انسان زیات فرصتونه او چانسونه  له لاسه بیایې . کاوړجن انسان دځان او نورو په هکله روغ قضاوت نشي کولای .کاوړ د انسان ټولي کارنامې او پرمختګونه له مېنځه وړي کله چي خلګ هغه د غصې په حالت کي وویني چي په خوله څه ورځي هغه وایې او چي څه یې زړه وي هغه کوي د هغه کارنامې هېروي  او یواځي دده کاوړجنه څېره په یادساتي .کاوړ انسان په زیاتو ستونځو کي اچوي .کاوړ  د کاوړجن انسان سیالانو او دښمنانو ته ددې فرصت ورکوي چي په هغه برلاسي شي کاوړ د زیاتو ستونځو او اجتماعي جرمونو سبب ګرځي لکه د ښځو وهل د زامنو ټکول او طلاق اچول او داسي نور .
نتېجه ګېري :
ددې څېړني په نتېجه کي مونږ په دې توانېدلای شو چي د کاوړ څرنګه مخه ونیسو کله چي دیوه تکلیف ، ابتلا او آزمېیښت  په نتېجه کي تاسو ته کاوړ راشي باید څه وکړۍ ؟
۱ ـ سمدلاسه (ولاحول ولاقوة الا بالله  ـ انا لله وانا الیه راجعون ) ووایه په دې  ستاسو د کاوړ لمبه ښکته کېږي او زړونه مو ډاډمن کېږي .
۲ ـ  ځان ته په دې ډاډېینه ورکړه چي یواځي ته نه یې چي له دې ستونځي سره مخامخ یې بلکه نور خلګ له تا ځخه  په زیاتو ستونځو اخته دي .
۳ ـ دا عقیده ټینګه وساته چي له کومو ستونځو سره چي ته لاس او ګرېوان یې دا د الله تعالی مقدر دی او الله تعالی چي څه تاته لیکلي وي په هغه باید خوښ و اوسې او ته په هیڅ شکل دالله تعالی فیصله نشې په شا ګرزولای .
۴ ـ  په کوم مصیبت چي ته اخته یې تر دې ست ي آزمویني شته د الله تعالی د شکر مقام دی چي تر دې په غټ مصیبت اخته نه یې او الله تعالی په هر څه قادر دی .
۵ ـ که کوم مشکل چي ته ورسره مخامخ یې هغه د یو بل مسلمان له خوا درته متوجه وي او هغه ستا غصه راپارولي وي نو د هغه مسلمان ورور لپاره د عذر تلاش کوه او هغه په دې کار کي معذور ګڼه روایت دی چي ( التمس لأخیک سبعین عذرا) د خپل مسلمان ورور لپاره اویا عذرونه لټوه  که نور هیڅ عذر په سترګو درنشي او هغه دا مشکل صداَ درته ایجاد کړی وي نو هغه ناپوه او جاهل وګڼه او تر جهالت او ناپوهي لوی عذر نشته چي ته ځان ته قناعت پرې ورکړې او خپل کاوړ پرې سوړ کړې او د نافذولو مخه یې ونیسې  .
۶ ـ  له هرتکلیف ځخه وروسته راحت اوله هري تیارې وروسته رڼا وي ، کېدای شي الله تعالی له دې آزمېیښت ځخه وروسته ښې شېبې ستا په قسمت کړي وي صبر  وکړه د صبر مېوه خوږه وي .
په اخېر کي الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه زمونږ د قهر او غصې لمبې په خپل رحمت سره سړې کړي یواځي هغه دزړونو واکمن او په هرڅه قادر او ددعا قبلوونکی دی .