پر لېوه چې نوره و ټڼېده نو خپل
ځڼل ته يې مخه كړه او غار په غار و گرځېد، د ځڼلي ټولنې ټولو ژويو، ساكښو، افرادو او آن خزندوو ته يې اعلان وكړ، چې
سبا د لمر خت سر سم د ټولې ځڼلى ټولنې استازى د ځڼل په بره چينه كې يوې ورځنۍ غونډې ته حاضرېږي، چې زموږ پر ملرو، د
ځڼلى ټولنې په غړو، بوده گانو، ژويو او ټولو ساكښانو د ظلم، تيرى او د ژويو د حقوقو څخه د سر غړونې مخه
ونيسي.
د لمر خت سره سم د غونډې ځاي ته د زمرى په گډون ډېر لويان را ټول شول، ځينې په غونډه كې ور گډ او ځېنو
نورو يې د ځان د امنيت په خاطر له لرې نه په تماشه او سيل وو،
د غونډې مشرانو مېلمنو او نورو ځاضرينو ته ښه
اغلاست وويل شول د غونډې كوربه لېوه پاڅېده، مننه يې وكړه ، د غونډې اجنډا يې بيان كړه، ويې ويل، چې د غونډې موخه
په ژوو او ځڼلى ټولنې ته د منسوبو حيواناتو د حقوقو ساتل او د هغوي امنيت خوندى كول دى،
زياته يې كړه: په
ڼو سترگو ورته گورو، چې زموږ پر ملرو ظلم كېږي، هغوى ډارول كېږي، هغوى ذبح او حلالول كېږي، د سترگو ليدلى حال
درته وايم، چې ځڼل ته د نېږدې كلى د رمې تر څنګ تېرېدم، لويه رمه وه، معصومې مېږې، نازولى گډان او پسونه او پاكې
پاكې وزې پكې وې، په ډېر ښكلى او باسليقه ډول په ورشو كې څرودلې، ډېر په زړه پورې منظر يې درلود، پدې صورت كې يو ناڅ
اپه په ډېره بې رحمۍ سره ډزونه وشول، يو تندر جوړ شو، درز او دروز شو، تا به ويل، چې اسمان غوټ را پرېووت، دا ښكلې
رمه لور پر لور پر منډو شوه، ډېرې معصومې مېږې او وزې له كمرونو څخه را ولوېدې، د ډېرو مېږو پښې ماتې شوې، هغه چې و
وېدې او لاندې شوې د هغوي خو بېخي حساب نه كېده.
دا ظالم او بې رحمه شپون وو، چې د ټوپك ډزې يې وكړې او دا معصوم
ه رمه يې و ترهوله، اخر تاسې وواياست، چې دا ولې، دا زموږ وروڼه او خويندې (مېږې او گډان) انسانانو ته څومره گټه
سوى، هغوي ته وړۍ وركوى، شيدې وركوى، بلكې ټول ژوند يې ور سم كړى خو دوى يې بيا ذبح كوي، او وژني يې او داسې په بې
رحمانه ډول يې هېروي لكه ما چې پدغو گنهـارو سترګو وليدل، چې بې رحمه شپانه څه پرې وكړل! نور لېوه له ډېره غمه د
خبرو كولو توان له لاسه وركړ
بيا د غونډې مشر مېلمه زمرى ستېج ته وغوښتل شو، چې خپله له تجربې او پوهې ډكه
وينا واوروي، هغه د سياسي راز ساتنې په خاطر د خپلې غاړې له درد نه شكايت وكړ، چې ډېرې خبرې نه شم كولى خو د لېوه
نظر د تاييد وړ دى او موږ ځڼلي ټولنه بايد د داسې چلندونو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شو، د ژويو حقوق بايد تر
پښو لاندې نه شي هېچا ته بايد د تېري او ظلم اجازه ورنه كړو، بيا يې په لوړ غږ سره وويل، چې ايا ټول پدې موافق
ياست؟ ټولو حاضرينو په نارو او د مخې ښۍ پښې په پورته كولو سره خپله موافقه وښوده،
گيدړې هم د زمري په
اجازه حاضرينو ته په سلامي شوه او د چرګانو له سخت حالت نه يې سر وټكاوه، چې په تڼو كوټنيو كې د اسارت شپې تې
وي.
پيشو هم څه ويل غوښتل خو د غونډې د وخت كموالي ياري ورسره و نكړه
په پاى كې داسې پرېكړه ليك چمتو
شو:
• ټوله ځڼلى ټولنه په يو غږ سره د ژويو د حقوقو څخه سرغړونه په كلكه غندي.
• سرغړوونكى او ويره
اچوونكى بايد محاكمه شى.
• ټول هغو وسايل، چې ويره اچوى او تباهى منځ ته راوړى بايد له منځه لاړ شى او نور
يې د جوړېدو اجازه نشته.
• نور بايد هېڅ ژوي و نه ترهول شى، نه وتړل شى او نه هم په كوټنيو يا بندو ځايونو كې
زندانى كړي شى، مېږه چې د ځنګلى ټولنې يو مظلوم قشر دي په خپله خوښه هر چېرې او پرته له شپانه څخه څړځايونو ته ت
اي شى.
پرېكړه ليك چمتو او د زمرى له خوا د ښۍ پښې په بټه گوته مهر او ټولو خواوو ته صادر شو.
۲۰۰۵\۱۱
۱۰