اول ځان پسې جهان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8851
قدوسي سلیمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-09-02

 

الله تعالی جل شانه په خپل سپېځلي کتاب کي خپلو بندګانو ته داسي ارشاد کوي :

لاخیرفي کثیر من نجواهم الا من أمر بصدقة او معروف او اصلاح بین الناس و من یفعل ذلک ابتغاء مرضاة الله فسوف نؤتيه اجرا عظيما .

د هغوی (مشرکینو) په زیاتو مجلسونو او خبرو اتروکي خیر نشته مګر که چا په خیرات کولو او یا یو نېک کار او یا د خلګو تر مېنځ  په  روغي جوړي او اصلاح امر کړی وي، او چاچي دا ( د خی ات کولو او نېک کار او اواصلاح دحکم کولو) کارونه د الله تعالی درضا د غوښتلو په خاطر وکړل هغوی ته به  مونږ په نژدې وخت کي  ستر اجر او ثواب ورکړو.

یو چاته نصېحت کول او په نېک کار حکم کول  له بدو کارونو ځخه د منع کولو  له کار سره تړلی دی  دا معنا چي امر بالمعروف له نهي عن المنکر سره  د ټولني د اصلاح او سمون لپاره لازمي دی ، داسلوک  له انساني ټولني سره د هغه عاقلانه میني زېږنده دی چی انسان  یې له خپل چاپېریال سره په هغوی باندي د خیر د پېرزویني لپاره خپلوي ، دا د اصلاح او اخلاقي رغوني کار  مخکي له دې چي یوه مذهبي وجیبه یې وګڼو د ټولني د معنوي پرمختګ یو حقیقي لامل ګڼلی شو .

ځکه خو الله تعالی جل شأنه د همدې اصلاح ي عمل لپاره لومړی هغه څوک په خپله اصلاح ګماري څوک چي د ټولني لپاره یې دې  اصلاحي خدمت ته ملا تړلي وي فرمایې :

یا أیها الذین امنوا لم تقولون مالاتفعلون کبر مقتا عند الله أن تقولوا ما لاتفعلون .

اې د ایمان خاوندانو ولي هغه څه نوروته وایاست کوم چي پخپله یې نه کوۍ دا د ال ه تعالی زیاته غصه راپاروي چي په خپله یوکار نه کوۍ او نور په هغه ګمارۍ .

 د قرآنکریم په بل آیت کریمه کي الله تعالی د بني اسرایلو علماوو او مصلحینو ته مخاطب دی فرمایې :

أتأمرون الناس بالبر و تنسون أنفسکم و أنتم تتلون الکتب أفلا تعقلون .

آیا تا سودومره عقل نلرۍ چي نورو خلګو ته په نېکي او احسان کولو امر کوۍ او خپل ځانونه مو هېر کړي دي په داسي حال چي آسم اني کتاب هم لولۍ ؟

ددې موضوع څېړلو ته ځکه اړتیا ولېدله شوه چي نن سبا د اصلاح او د ټولني او چاپې یال د اخلاقي  رغوني ږغونه هر ځای او په هرلوري کي پورته دي خو په هغه څه چي آورو یې او یا یې لولو عمل کوونکي ډېر لږ لیدل کېږي حال دا چي له مونږ ځخه هریو د بل تر اصلاح ړومبی د خپل ځان په اصلاح م کلف دی او تر هغه وخته چي اصلاح له خپل ځان پیل نشي د ټولني اصلاح ممکنه نه ده .

الله تعالی فرمایې :

قد أفلح من زکاها و قد خاب من دساها .

په رېښتیا سره کامیاب دي هغه څوک چاچي خپل ځان له ګناهونو ځخه پاک کړ او ناکام دي هغه څوک چا چي خپل نفس د ګناهونو په مرتکب کېدلو سره ذلیل کړ .

په ېښتیا هم چي مصلحین به هغه وخت په خپله اصلاحي پروسه کي کا میابه کېږي چي کله د نورو له اصلاح ځخه مخکي خپل ځانونه له هغو رنځونو ځخه پاک او روغ کړي کوم چي  غواړي ټولنه او چاپېریال یې ځیني روغ ي .

انبیاء کرام علیهم السلام الله تعالی په څلوېښت کلني عمر کي په رسالت مبعوث کړي دي چي کله به  یې عقل او تجارب د کمال مرحلې ته ورسیدو او هغوی له وړې او غټي ګناه ځخه تر نبوت مخکي او ه نبوت ځخه وروسته معصوم او پاک دي او دا زمونږ مسلمانانو عقیده ده ، د هغوی له عصمت ځخه یو الهي حکمت هم دا دی چي هغوی مبلغین او مصلحین دي او د هغه چا د تبلیغ او اصلاح دعوت  موثر او اغېزمن نه شي جوړېدلای چي پخپله نه وي اصلاح شوي دا ځکه که مصلح یا مبلغ پخپله په یوه ګناه اخته وي هغه بیا کله بل چاته وی ای شي چي دا غلط کار مه کوه او که بل څوک منع هم کړي نو هغه بیا ضرور پخپله مبلغ ته ګوت نیونه کوي چي که دا کار غلط وي ته یې ولي کوې .

هم دا وجه ده که نن مونږ په خپل چاپېریال ، ټولنه او ننۍ نړۍ کي وګورو کومه ګډو ي او بې نظمي اوپه هره کچه انحرافات چي وینو د هغوی ستر لامل هم دا دی چي زمونږ مصلحین د نورو له اصلاح سره خو مینه بېشکه لري خو د خپل ځان په اصلاح  کي هډو سوچ نه وهي لکه هغوی چي لا تر اوسه دې نتېجي ته نه وي رسېدلي چي د نورو تر اصلاح مخکي یې د خپل ځان اصلاح ضروري او لازمي ده .

دا داسي مثال لري لکه ډاکټر چي پخپله رنځور وي او د رنځورانو د هغه رنځ معالجه او در ملنه کوي کوم چي دی پخپله په هماغه رنځ اخته دی ، د نورو رنځورانو د هغه بکټېریا او جراثیم د وژلو لپاره درمل ورکوي کوم جراثیم چي پخپله دده په جسم کي دي او دده روغتیا ور ځخه اغېزمنه ده خود خپل ځان درملنه نه کوي دډاکټر دې تصرف ته به یو څوک عاقلانه ووایې ؟  او آیا هغه رنځور به دې معالج ته د خپلي ناروغتیا د علاج لپاره مراجعه وکړي کوم چي خبر ي ډاکټر پخپله په همدغه رنځ اخته دي او د خپل ځان له معالجې ځخه عاجز او بېوسه دی ؟  ځواپ په کلي توګه منفي دی چي هیڅکله نه .

د اسلامي روزني او تربیې ځانګړتیا په همدې کي ده چي هغه د م ور له خیتي ځخه نیولي بیا تر لویښت پوري د انسان د سلو کیاتو او اخلاقو نګراني او پرله پسي څارنه کوي تر څو لوی شي او د ټو لني د یوه صالح فرد په توګه بروز وکړي  او بالاخره همدا د انبیاوو دنده او رسالت چي د ټولني او چاپېریال اصلاح او رغونه ده په غاړه واخلي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر  فریضه سرته ورسوي .

په همدې اساس په هغه چا چي دا رسالت یې خپل کړي او د ټولني اصلاح خپله وجیبه ګڼي  ، لازمه ده چي حتې المقدور د نورو د اصلاح تر څنګ د خپل ځان اصلاح ته هم زیات پام وکړي  .

نن که لوېدیزه مېډیا او د هغوی خپرندویه وسایل مسلم انان په ډول ډول تورونو توروي او یا زمونږ مقدس دین د هغوی د ناولیو غشو نښه ګرزېدلی بنیادي لامل یې زمونږ غیر اسلامي کړه وړه دي ځکه خو قرانکریم او نبوی احادیث مونږ بار بار دې ته متوجه کوي چي خلګو ته په خپلو اعمالو دعوت ورکړۍ اونه په خپلو اقوالو, یو حدیث شریف دی چي (ص) فرمایې :

کونوا دعاة الناس بأعمالکم لا بأقوالکم .

خلګو ته دعوت پخپلو عملونو سره ورکړۍ نه په خپلو ویناګانو او لیکچرونوسره .

دلته یوه خبره د خپلي تجر بې له مخي لیکم هغه داچي دا لیکني ما څه موده  م خکي پیل کړي څه چي ما لیکلي او یا زما د مطالعي په دوران کي د کتابونو په پاڼو کي زما مخي ته راغلي هغه مي دپه الله تعالی قسم وي داسي تلقي کړي لکه ماته چي یې هرتوری مخاطب وي او هغه رنځونه چي ما یې د معالجي لاري چاري ټولي هغه مي په خپل ځان کي لیدلي دي نو ددې لیکني په پای کي الله تعالی ته د نفس و شیطان په مقابل کي د خپلي بېوسي لاس پورته کوو چي اې لویه ربه ته مو په خپل فضل او کرم اصلاح او روغ کړې او ددې توفیق راکړې چي هغه څه چي مو دنورو لپاره لیکلي په خپل ځان تر ټولو مخکي عملي کړو او زمونږ لیکني او ویناوي ستا په نزد زمونږ لپاره نه په م ونږ باندي حجت وګرزوي و ماتو فیقي الا بالله علیه توکلت و الیه أنیب .