د روچستر
پوهنتون څیړونکو دکمپیوټري نوو پراسسرونو(Processors) په جوړولو لاس موندلی دی چې کولای شي له ۳ زره ګیګا ه
تزه یا ۳ تراهرتزه محاسباتي سرعت سره برابر د ډيرو چټکو ټوټو (Chips) تولید شونی کړي.
د دې پوهنتون دکمپیوټري
انجینرۍ پروفیسور مارک فلدمن اعلان کړی چې د بلستیک دیفلکشن ترانزیستور (BDT) په نامه نوې تکنالوژي کولای شي چې د
فزیکي محدودیت له امله د ترانزیستورنو(Transistors) دکوچني کیدو د بهیر له ودریدو څخه مانع شي ځکه له دې تکنالوژۍ س
ه تولید شوي ترانزیستورونه په اوسنیو پراسسرونو کی د ګټی وړ ترانزیستورونو برخلاف،د خاذني ظرفیت د لایې نه
رونکي دي.
په اوسنیو ترانزیستورونو کې ددې برخې شتون دهغوی د ډیر کوچنی کولو یو له مهمو خنډونو څخه دي .
د دې
پوهنتون دڅیړونکو په مټ په نوې تکنالوژۍ کې د (۲ ډي ګاز الکترون) په نامه له نیمه هادي موادو څخه جوړې یوې لایې څ
خه ګټه اخیستل شوې ده چې د ترانزیستورونو په دننه کی د الکترونونو لیږد آسانه کوي
که څه هم د بي ډي ټي (BDT)
تکنالوژۍ پر بنسټ د دې ډول پراسسرونو د تولید خبره اوس یواځې په نظري ډول مطرح شوې ده او دعمل پړاو ته نه ده
اوتې.
د دې تکنالوژۍ ځیني کارپوهان راتلونکی پړاو د ټوټو (Chips) جوړول ښیي.
د یادونې وړ ده چی دامریکا د علومو
ملي بنیاد د بي ډي ټي (BDT) ټوټو د لمړنیو بیلګو د جوړولو لپاره همدا اوس ۱.۱ ملیون ډالره د روچستر پوهنتون په
واک کې ورکړي دي.