په راتلونکې
اونۍ کې به د سوني (Sony) شرکت خپل هغه لپ ټاپ (Laptop) کمپیوټرونه چې په هغه کې د کلک ډیسک (Hard Disk) په ځای د فلش حافظې
ځای په ځای شوې ،بازار ته وړاندي کړي.
له څه مودې را پدیخوا کارپوهانو دفلش له حافظې سره د هارډډیسکونو د ځای
نیوونې په هکله وړاندویینه کړې وه.
له هارډډیسکونو سره په پرتله د فلش حافظه سپکه ،بی غږه،چټک او کم لګښته ده
او د خوځنده ټوټو د نه لرلو له امله د هغوی د ژوبلیدو احتمال ډیر کم دی.
که څه هم له هارډډیسک سره په پرتله، د
فلش د حافظی د هر ډول بیه لوړه معلومیږي خو بیا هم د دې حافظې د بیې دکموالي بهیر په داسې ډول دی چې د سوني په ډول
دځاني کمپیوټرونو (Personal PC) ځیني تولیدوونکي د فلش له حافظې سره د هارډډیسکونو بدلون پیل کړی دی.
په پخوانیو
ولونو کې د Vaio UX90 په نامه د سوني (Sony)نوی لپ ټاپ د ۳۰ ګیګابایټي (GB) هارډډیسک په ځای د ۱۶ ګیګابايټي فلش حافظې
لرونکی دی او له دې سره سم د هارډډیسک لرونکي لپ ټاپ په پرتله یې بیه د ۳۴۰ ډالرو په شاوخوا کې زیاته ده او بیه
یې ۱۸۰۰ ډالره اعلان شوې ده.