نړۍ وال جال (Internet)د خیر او شر په مېنځ کي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8882
قدوسي سلیمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-09-03

په دې اوسني وخت کي د تماس وسایلو د تکنالوژي په ب کت زیات پرمختګ کړي دی ، د مصنوعي سپوږمیو انکشاف لیدونکو او کتونکو ته ددې وخت او چانس ورکړ چي کله هم و غواړي او زړه یې وي هغه څه وګوري چي هغه ته د کتونکي اړتیا وي ،همداراز  ددې تر څنګ یو بل انکشاف چي ټوله نړۍ یې هک پک کړه هغه نړۍ وال جال(Internet)   دی چي کاروونکی ته  ددې  فرصت ورکوي چي په م یونونو پاڼي چي د بېلابېلو اهدافو لپاره پلي شوي دي یو بل پسي واړوي کومي چي هم ډېر پراخ ضررونه په بر کي لري او هم د خیر  او نېکي بې سرحده معلومات اوچانسونه .

او عام وګړي د معمول په شان ددې نوي مېلمنې ټکنالوژي هرکلی کوي په هغوی کي ځیني هغه څ وک دي چي له دې جال ځخه  ناوړه ګټه آخلي او ځیني بیا ورځخه د خیر او ښېګڼي افاده او استفاده کوي اوځیني به داسي هم وي چي دواړه اړخونه یې کاروي .

هر پوه او هوښیار  کتونکی چي کله دا نړۍ وال جال ګوري دا ورته له ورایه څرګندېږي چي دې جال په خپلو پاڼو کي هم زیات زهرجن مواد ذخېره کړي دي چي د انسان دین ، اخلاقو او ارزښتونو ته یو ستر ګواښ دی او هم یې ګټور علمي او پوهنیز معلومات ساتلي دي ، همداراز  یې د روزني او تربیې او د عامه اذهانو د تنویر لپاره د هرچا په مخ درڅې پرانستلي دي دي چي کولای شي هم پخپله ورځخه استفاده وکړي او هم انساني ټولني ته د هغه له لاری د بېساري خدمت مصدر وګرځي .

هغه څوک چي په وېښتابه او ځیرکتیا له دې جال سره خپل تعامل ساتي  هغه په دې پوهېږي چي داجال ډېري زیاتي ګټي او بې شمېره خزانې لري چي کولای شي د سترګو په رپ کي بېله دې چي څه مصارف ځیني وغواړي خپلي څېړني  او ګټورمعلومات د کتونکو د استفادې لپاره په کي وړاندي کړي او کولای شي په هغې کي له خېره شویو بحثونو او څېړنو ځخه په استفادې سره خپله علمي پانګه غني کړي .

په مقابل لوري کي د باطلو افکارو او تحریف شویو ادیانوداعیونو او همدا راز د عقایدو او اخلاقي ارزښتونو ډاکوګانو او غلو دا جال د خپلو شومو اهدافو لپاره کارولی او ورځخه ناوړه استفاده کوي چي غواړي مسلمانان له خپل دین او اخلاقو ځخه د حیوانیت ، شهوت پرستي ، الحاد ،نصرانیت او فساد  ژوري جهنمي کندي ته ور ټیل وهي دا خو لا پرځای پرېږده چي د هغوی وخت ، شتمني او استعدادونه هم لوټوي .

یو هوښیار مسلمان  وګړی په دې کي هیڅ د یوې لحظې شک نلري چي د اسلام ددښمنانو هغه مقاصد چي ددې جال له لاري یې پرمخ بیایې اودتحقق آرمان یې لري هغه د مسلمانانو ددین ، اخلاقي ارزښتونو اوفرهنګ له مېنځه وړل دی  په داسي حساس وخت کي په کار داده چي مونږ د خپل ولس د وېښتابه لپاره په مساجدو، ښوونځیو، دیني مدارسو ، پوهنتونونو کي کانفرانسونه او سېمنارونه جوړ کړو او له دې جال سره د تعامل لپاره د خپل ځوان نسل ذهنیت چمتو کړو چي څرنګه یې باید استقبال او تلقي کړي او په څه شکل کولای شي د هغه له ضررونو او منفي تاثیراتو ځخه ځان وساتي او د ځان ، هیواد، ولس او مذهب دچوپړ لپاره همداراز د اخلاقي ارزښتونو او کلتور د خوندي ساتلو لپاره و ځخه ګټه واخلي .

کېدای شي که نیتونه روغ وي او زمونږ واکمنان او د پوهني او روزني کادرونه له ژورخوب ځخه راوېښ شي ، په بشپړ اخلاص او تعقل سره ددې کار لپاره مناسبي د حل لاري چاري راوباسي چي څرنګه کولای شي زم ونږ ځوان نسل له دې جال ځخه ګټه واخلي او په عین وخت د هغه له ضررونو ځخه په امن کي شي ، لیکن څه چي ښکاري هغه داده چي مسلمانان ډېر ناوخته ویښېږي او اسټېشن ته هغه وخت وررسېږي چي ګاډی ور ځخه تللی وي .

خو دلته به زه څه نور هم اضافه کړم ددې لپاره چي ددې جال کاروونکي د همدغه جال په پاڼو کي نغښتیوګواښونو ته پام وکړي او په عین وخت کي ورځخه ګټه واخلي او هم به ځیني منفي اړخونه چي د کاروونکي په زیان ختمېږي په ګوته کړم امید دی دا بحث به په دې لاندي کرښو دلوستونکیود زیاتي استفادې وړوګرځي .

۱-  تر ه څه لومړی خو به دا ووایم چي مسلمان ته په کارده چي کله د لمانځه وخت شو او یا یې له مسجد ځخه اذان تر غوږ شولو باید سمد لاسه خپل کمپیوتر بند کړي او د لمانځه تیاري وکړي الله تعالی فرمایې :

 في بیوت اذن الله أن ترفع و یذکر فیها اسمه یسبح له بالغدو والآصال رجال لاتلهیهم تجارة و ابیع عن ذکرالله و اقام الصلاة و ایتاء الزکاة یخافون یوما تتقلب فیهاالقلوب والأبصار. (النور :۳۶-۳۷)

هغوی(مسلمانان) په داسي کورونو(مساجدو) کي ورځي  عبادتونه کوي چېرته چي الله تعالی د اذان د پورته کولوحکم کړی دی او چېرته چي د سهار او ماښام د الله تعالی تسبیح او تهلیل وشي ، دوی (صحابه کرام ) هغه نارینه دي چي تجارت او خرید وفروخت دوی د الله تعالی له یاد او د لمانځه له په وخت اداکولو او د زکات له ورکولو ځخه نه مشغول کوي او دهغه ورځي له سزا ځخه یې وېره شي په کومه ورځ چي به زړونه او سترګي اوړي او ااوړي (لالهانده او پرېشانه او سرګردانه به وي )

یعني صحابه کرام هغه څوک دي چي د اخرت  د ورځي د خوف  په وجه یې کله هم دنیوي کاروبار او معاملات اونور مص وفیتونه په وخت باندي په مساجدو کي د لمانځه له ادا کولوځخه نه راګرځوي په دې اساس هر هغه څوک چي کمپیوتر ته کېني تر هرڅه د مخه په هغه کي بین المللي تر ټولو غوره د اذان پروګرام ډاونلوډ اوانسټال کړي (کوم چي فکر کوم یوه فلسطیني ځوان جوړ کړی دی الله تعالی د یې اجر ورکړي) او په اوتوماتیک شکل به ا ان ورته کېږي چي کله یې هم اذان واورېدلو فورا د کمپیوتر بند کړي او د الله تعالی دا فریضه د په احسنه او مطلوبه طریقه سره ادا کړي  که هلته نژدې مسجد وي خو په جماعت سره د لمونځ ادا کړي او که مسجد نه وي نو هم لمونځ د په اول وخت کي ادا کړي اذان کولای شۍ له دې ځای ځخه وړیاپورته کړي همدا راز په دې پاڼه کي زیات اسلامي مواد دي چي وړیا او مفت یې ډاونلوډ کولای شۍ .  http://www.prayertimes.ps/Bilal.asp

۲- دا جال یوه داسي وسیله ده چي که یې د خیر لپاره کاروې یو ستر نعمت دی چي انسان ور ځخه ددنیا او آخرت لپاره کار اخېستلای شي او که یې د شر او فساد او ګمراهي او د نورو د ګمراه کولو لپاره کاروي نو د الله تعالی یو ستر عذاب دی نو په دې اساس په مسلمان لازمه ده چي هغه داجال دهغو د خیر د کارونو لپاره وکاروي چي هغه ته یې په دین او دنیا کي ګټه ورسېږي او د ځان لپاره یې د الهي عذاب یوه وسیله و نه ګرځوي .

۳- بل هغه څه چي د دې جال کاروونکو ته یې ښوول ضروري ګڼم  هغه داچي کله یې هم سترګي په حرامو ولګېدلې سمدلاسه د هغه کړکۍ بندوي ځکه چي حرام نظر د شیطان له غشو ځخه یو زهرجن غشی دی لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

النظره سهم مسموم من سهام ابلیس .

حرام نظر د شیطان له غشو ځخه یو زهرجن غشی دی .

چي د یو څو شېبو په لذت سره زړه فاسدوي چي انجام به یې له خواشیني او پښېماني ځخه پرته بل څه نه وي او حرامو ته کتل په زړونو کي تیاري زیاتوي ، سینه تنګوي ، دالله تعالی له یاد ځخه انسان غافل او سستوي او د ایمان لذت ختموي همداراز شیطان د حرامو کتلو په ذریعه بالآخره انسان د معاصي او شهواتو خندق ته ورپوري وهي چي هغه په عاقبة الأمر کي له انسان ځخه د خپلو لوبو لپاره هغه توپ جوړ کړي کوم چي م اشومان ور باندي لوبي کوي .

۴- بل داچي دا جال باید ستا دعمر قیمتي ګړۍ ضایع نکړي چي ټول وخت په هغه باندي مشغول یې او ټول وخت په بېځایه پلټلو(searching) او د پاڼو په اړولو او رااړولو باندي تېر کړې دا باید په پام کي ونیسې چي ستا په ذمه باندي حقوق او واجبات دي که هغه د حلالي نفقې تلاش دی ، که د والدینو خدمت دی ، که د کور پاملرنه اود ماشومانو تربیه ده او که د خپلوانو او اقرباوو او دوستانو پوښتنه او ګروېږنه ده دا هرڅه به ملحوظ ساتې .

۵- هڅه کوه چي کله هم داجال پرانیزې اسلامي معلوم الحاله پاڼي اوګټور اجتماعي سایټونه چي د هغوی ه کتني ځخه ستا معلومات زیاتېږي د خوښي (Favorite) کتنځایونه وټاکې او د هغو ځایونو له کتلو ځخه ډډه وکړې کوم چي ستا دېن او اخلا و ته ګواښ متوجه کوي او یا تا د فتنې لور ته ور غواړي او له بې ځایه خبرو ځخه ولو که د مذهب په هکله وي ځان وساتې ځکه چي د خبرواترو په غرفو(Chatroom)کي نصیحت څه اثر نلري او دا په یو شکل د دین توهین بلل کېږي ، همداراز ددې هم خیال ساته چي د اسلام له دښمنانو سره کله هم مناظرو ته ور ونه دانګې په تېره بیا چي کله ستا معلومات نېمګړي وي پرېږده چي هغه څوک یې ځوابونه ووایې چي الله تعالی ورته پوره علم ورکړی دی .

۶- په دې هم پوه شه چي دا جال به یا خوته ځانته ښکار کړي اویا به تاښکار کړي ، که ته د هغه غوره او د خیر ځایونه په نښه کړې او ګټه ور ځخه واخلې پوه شه چي هغه د ښکارکړلو او که هغه در باندي کوډي وکړي او د ضرر ځایونو ته د ور کش کړي او ستا د عمر قېمتي وخت ،ستا سرم ایه او ستا په غاړه کي پراته حقوق او واجبات او دالله تعالی یاد او فرایض در ځخه لوټ کړي نو پوه شه چي ته یې په داسي حال کي په جال کي ګیر شوې چي تا ته یې پته هم ونه لګېدله نو مخکي له دې چي وخت د له لاسه ووځي ځان پوه کړه او م خکي له هلاکت ځخه د هغه له ځنځېرونو او رسیو ځخه ځان وباسه . وما علی الرسول الاالبلاغ .