دقلم څښتنانو ته سرتورسر اولمنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8923
قدوسي سلیمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-09-05

قلم هغه مقدسه آله ده کوم چي د قرآنکریم یو سورت (سورة القلم) د هغه په نوم نومول شوی دی ، الله تعالی د هغه او دهغه د لیکنو په تقدس قسم یاد کړی دی ، درې ځلي یې په قرآنکریم کي ذکر راغلی دی ، همدا راز قلم د تعلیم او تعلم او افهام وتفهیم یوازینۍ غوره وسیله ده .
قلم هغه فعاله وسله ده چي د پرګنو تقدیرونه بد لوي ، د هغوی زخمو نو ته پټۍ او رنځونو ته یې درمل تهیه کوي ، قلم په جسمي حاظ وړوکی خو داغېزو له پلوه یې هیڅ یو قوت  مخي ته نشي تم کېدلای  ، قلم په خپله توري اوبه څښي خونوروته ڼا ورکوي ، قلم په خپله د کاغذ په مخ اوښکي تویوي ترڅو دنورو اوښکي وچي کړي .
قلم د زړونو او افکارو ترجماني کوي او چي کله په مستي شي پټ رازونه لوڅوي د قلم مقام ډېر وچت دی او د ستایلو لپاره یې د قاموسونو الفاط کفایت نه کوي .
چاته چي الله تعالی دقلم نعمت ورکړی دی  ډېر نېکمرغه دي او چي څوک یې ورځخه بې برخي کړي دي هغوی ړانده او کاڼه دي .
 آیا د الله تعالی ددې ستر نعمت مونږ هغه احترام ساتلی دی کوم چي د هغه د تقدس او هغه مقام وړ وي کوم چي الله تعالی ورکړی دی؟
زمونږ لیکوالان خو د هغه اوښکي تویوي آیا د ځورېدلو انسانانو اوښکي یې هم و باندي وچي کړي دي ؟
 آیا زمونږ د قلم واکمنانو په هغو ترږمیو کي چي زمونږ  ټولنه په کي راګېر ده د قلم وړانګي خپرې کړي دي ؟
آیا زمونږ قلمونو زمونږ د ولس رنځونو ته درمل او د هغوی پرهارونو ته پټۍ  برابري کړي دي ؟
 آیا مونږ د خپل قلم د تقدس خیال ساتلی دی ؟
 آیامونږ  هغه قلمي خدمت چي زمونږ  دېن او مسلم انه ټولنه یې را ځخه غواړي کما حقه ادا کړی دی ؟
قلم خو داسي توره ده که یې ددښمن په مرۍ نه کېږدې د خپل خاوند مرۍ پرې کوي آیا دا توره مو زمونږ ددین او فرهنګ ددښمنانو په غاړه ور اېښي ده او که به سبا زمونږ په غاړه اېښي وي ؟
الله تعالی د فضل وکړي نن خو ما دا پوښتني مطرح کړې خو سبا به دا پوښتني قلم پخپله د محشر په ورځ  د الله په حضور کي مطرح کوې آیا مونږ به هغه ته په هسکه ټنډه مثبت ځوابونه ورکړی شو؟
مخکي له دې چي د قلم موضوع نوره هم پسي وغزوو ځما هغه عمومي نېوکي ته به راشم کوم چي زه یې د قلم په څښتنانو لرم .
زه چي کله د نړۍ وړال جال (Internet) په مخ پښتو پاڼي ګورم او له نورو پاڼونو سره یې مقایسه کړم زیاتي نېمګړتیاوي وینم چي ځما په خیال هر کتونکی چي لږ څه پوهنه ولري ضرور به یې دا نېمګړتیا محسوس کړي وي دا نړیوال جال مونږ ته د یو ښه خدمت فرصت راکوي چي علمي څ ېړني وکړوهم خپل معلومات زیات کړو او هم خپلو هېوادوالو هغه معلومات په خوږه پښتو ژبه د قلم په څوکه وړاندي کړو چي د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ووایې ،ولي مونږ له دې فرصت ځخه ګټه نه اخلود وخت او حالاتو هم دا غوښتنه ده چي په هره ساحه کي زمونږ پوهنه زیاته شي او زمونږ هرڅه د علم او پوهني په رڼا کي تحقق ومومي   که څه هم زه پخپله نه ادیب ، نه شاعر او نه لیکوال یم خو د نورو پرګنو په شان مونږ هم ډېر ښه ادیبان ، لیکوالان اوشاعران ل لي او لرویې خو د هغوی زیاتي هغه لیکني چي ما په پښتو سایټونو کي لوستي بې ګټي او بې محتوا وي چي د لیکونکي وخت یې هم ضایع کړی وي او د لوستونکي وخت هم ضایع کوي او د هیڅ داسي یوه رنځ درمل په کي نه وي کوم چي زمونږ وستونکي  او ځوان نسل اړتیا ورته لري .
په مقابل لوري کي کله چي نوري پاڼي  په نورو ژبو ګورو هر هغه څه به په کي له ورایه په سترګو کېږي کوم چي هغه ټولنه ورته اړتیا لري حتی چي په عمومي توګه د ټولي بشري ټولنی دستونزو حل لاری راباسي نو ولي زمونږ لیکوالان له داسي لیکنو ځخه لا تر اوسه بې تفاوته پاته دي او تر څو به د همدغه افسانوي او بې ګټي لیکنو پر لیکلو او لوستلو خپل وخت ضایع کوو حال داچي علمي او اصلاحي لیکنوته  زم ونږ دهېواد او ټولني چي  د نوي انکشاف او جوړښت په حالت کي ده ورته زیاته اړتیاده .
 ایا دا به ښه نه وي چي د یوه انګرېزي ناول د ژباړلو په ځای یوه داسی موضوع وڅېړو چي هغه زمونږ د ځوان نسل د یوه بدني او یا روحي رنځ درمل وګرزي او دهغوی هغو پوښتنوته ځواب ووایې کومي چي لا تراوسه بې ځوابه پاته دي؟
د یوه عاشقانه شعر د لیکلو پرځای به دا ګټور نه وي چي یو حکیمانه او مصلحانه داسي څه و لیکو چي هغه د یوچا په کړو وړو کي بدلون  او په ژوند کي یې نوښت راولي ؟
د بې ځایه مناظرو او یو پر بل د تنقیدونو په ځای به دا ښه نه وي چي هغه څه ددې جال په مخ په پښتوپاڼو کي وړاندي کړو چي هغه زمونږ د ټولني اساسي اړتیاوي پوره کړي حال داچي مونږ هریو دا ارمان لرو چي کله به زمونږ پښتون قوم د پوهنيزي سیالۍ لوړ مقام ترلاسه کړي ؟
مونږ چي کله له ورورسره په جنګ یو هم تربور توروو چي هغه شیطانت ورته کوي ، که له مېرمني سره په جنګ شو خواښیه توروو چي هغې راته بلا کړي ده ، او که د ملت په سطحه له ستونځو سر مخ شو ګاونډي هېوادونه توروو چي هغوی لاسوهنه کوي آیا له کور ځخه مو ددې ستونځو د لاملونو د څېړلو هڅي کړي دي او دهغو د حل لاري او چاري مو رااېستلي دي ؟
مونږ خو په خپلو لېکنو کي عادتاً په نورو تل تنقیدونه کوو آیا هغه نېمګړتیاوي چي په مونږ کي دي هغه مو پلټلي او اصلاح کړي دي
تر کومه وخته به مونږ په تق یدي شکل همدغه تګلاره خپله کړي وي او کله به نوښت په کي راولو چي دانوښت د وخت مهم ضرورت دی او دا چوپړ به څوک وهي ؟
زما په خیال لیکوالان او د قلم خاوندان دې پوښتنوته ځواب ویلای شي او د هغوی دنده چه چي نور د قلم د کا ولو زاړه مېتودونه پرېږدي چي (هزار هزار سلام خیریت انجام به صدشوق تمام ) هغه وختونه ښه وو خو تېر شولو اوس د انټرنټ دور ده او قلمي جهاد را ځخه مطلوب دی.
نو زمونږ هغو درنو لېکوالانو ته چي د قلم په وسله سمبال او الله تعالی ورته د ادب او پوهني په ډګر کي بېساري  استعدادونه ورکړي دي  ځما دا وړاندیز دی چي راځۍ سر له نن ځخه له خپلو ځانونو سره دا پرېکړه وکړو چي خپلو هېوادوالو او من حیث المجموع دې اسلامي ټولني ته ددې نړیوال جال (Internet) په مخ هغه وړیا خدمتونه وړاندي کړو کوم چي له مونږ ځخه هیڅ مصارف نه غواړي او همدا راز  که م و قدرت ورسېږي د منشوراتو اوکتابونو په بڼه کي هغه څه خپلو پښتنو لوستونکیو ته تقدیم کړو چي هغه زمونږ په فکر مفېد او ګټور وي ( خیر الناس من ینفع الناس )که له مونږ سره د موادو کمښت وي نو له دې جال ځخه په استفادې سره دا خلاء ډکولای شو او دا دروازه د هرچا په مخ خلاصه ده .
زه له ډېره وخته وروسته په دې هیله یوه داسي ښارته ولاړم چي هلته د هغه ښار په کتابتونونو کي  په پښتو ژبه لیکل شوي کتابونه زیات  خر څېدل په دې هیله چي هلته به په پښتو کي لیکل شوی نوي آثار اوکتابونه واخلم خو له بده مرغه هلته مي په پراخه پېمانه داسي څ ه مي و نه موندلو چي هغه زما دا تنده ماته کړي که څه هم کتابونه زیات چاپ شوي خو علمي او پوهنیز کتابونه مي ډېر لږ ولیدل  بالمقابل که مونږ د خپلو ګاونډيو هیوادونو پاکستان او ایران کتابتونونوته ولاړشو وبه ګورو چي په هره موضوع باندي چي  کوم یو کتاب وغواړي هغه به په اردو او فارسي ژبو کي تالیف شوي یا ژباړل شوي ومومې نو ځکه مي ددې وړاندیز اړتیا احساس کړه هیله ده چي دا پیغام به یو بل ته ورسوۍ اوپه دې هکله به خپلي مشوري او وړاندېزونه ونه سپموۍ  .

پاڅه قلمه

 

پاڅه قلمه د شهېد ملت آرمان ولېکه ....................................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه

ته خو خنجر یې ددښمن مرۍمو غوڅه کړه ته

لږ   وخوځېږه له رازو یې پرده لوڅه کړه ته

د زړه درمل د ځورېدلي مسلمان ولیکه  .................................................  دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان و ېکه

قلم ه ته خو وېده نه یې دا وېده کړه پورته

له تا د هیچا پرده نشته ځه د ننه کورته

دناخبرو د پوهني یو عنوان ولېکه  ...........................................................  دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان و ېکه

قلم ه تاته پرګني سترګي په لاره دي نن

د جهالت په ځولنوکي ناکراره دي نن

په خپلو اوښکو د پوهني یو داستان ولېکه ........................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه

قلمه تاته په سلګو کي منتونه کوي

داځورېدلي په ژړا درته سوالونه کوي

چي په پوهنه کي یوبحث څه آسان ولیکه ................................................  دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه

قلمه څوک چي ستا دپاکو اوښکو سپکه کوي

د حق په لاره کي دتا له میني کرکه کوي

ته یې په ونډه کي غضب د پاک سبحان ولیکه ...................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه

قلمه ته خو سر نوشت د ملتو بد وې

ته سمتونه د بېوزلو پرګنو بدلوې

څه په قسمت ددغه عصر دانسان ولېکه ................................................   دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه

(قدوسي) ویني  هره ژبه کی لیکني کوې

د ملـتونـــو پوهـــول ـوتـــه څـــېړني کوې

څه په پښتو کي لږ په ګټه د افغان ولېکه................................................. دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه