پوهنمل محمود نظري - لندن
د طب بنسټ اېښودونکي یوناني اسکولاپیوس چي لکړه یې په لاس کي ده او مار پر پیچل شوی دی د نن ورځي د طب سمبول ګڼل کیږ
ی.
البته اوس د مار او لکړی د دوو ځانګړو نښوو(سمبولونو) نه کار اخېستل کیږي چي یو یې مار د اسکولاپیوس په لکړه پیچل شوی دی چي اسکولاپي نومیږي او بل یې دوه ماره دهرمس په کړی (کادوسیوس) پیچلی شوی دی چي یو جوړه وزرونه هم لري چي دا بیا کادوسیوس هرمس نومیږي .
کوم
یو یې دطب اصلي سمبول دی ؟
اسکو
اپیوس او د هغه طبی نښې:
اسکولاپیوس د طب بنسټ اېښودونکی ایښوونکی بلل کیږي او د ژوند
پېچلی تاریخ لري هغه د آپولو د یوه الهه ( کورونیس) زوی
وو که څه هم چي آپولوخپله پر کورنیس عاشق واو هغه یې اومیدواره کړې هم وه خو
کورنیس په بل چاعاشقه وه او غوښتل یې د هغه سره واده وکړي، نو د آپولوخور آرتمیس هغه ووژله او هغه ماشوم چي د
هغې په نس کي و د عمل په واسطه ژوندی را ویست او د هغه نوم یې اسکولاپیوس کېښود بیا آپولو هغه یو قنطورس چي چی
ون نومیده ته ورکړ چي هغه ته د شفا هنر ورزده کړی
.
Asculapius, the Roman god of healing
اسکولاپیوس په جراحي اود طبي بوټو( نباتاتو) په استعمال کي دومره ماهر شو چي مړي یې را ژوندي کول نو د م
ړو فرمانروا (هاوس) د ده دې کارو نه په غوسه شو او زیوس ته یې شکایت وکړ او زیوس هغه د
تندرپه برېښنا سره مړ کړ.
اسکولاپیوس درې لوڼي درلودې چي مدیترنا، هایجنا او پاناسیا نومېدی
چي هر یوه یې بیاپه ترتیب سره د طب، سلامتیااو شفا سمبولونه شول .
د ۵۰۰- ۱۲۰۰ د میلاد نه مخکي اسکولاپیوس د یونانی- رومي طب د پام ور اصلی قانون و خلکو د هغه پرستش کاوه او همداسې د هومر په لیکونو کي اسکولاپیوس تل ژوندی طبیب بلل شوی دی چي په جګړو کي یې شفا بخښونکی کارونه تر سره کړی دی. د طب پلار( بقراط) ادعا کوي د اسکلاپیوس له پښته دی.
مار او لکړه په طب څه
اړه لري؟
د یو مشهوریوناني داستان په اساس هغه وخت چي اسکولاپیوس یو ناروغ چي ګلایوکس نومیده معاینه کوي یو مار یې کوټې ته ور ننوت اسکلاپیوس په خپله لکړه هغه مار مړ کړ، په دې وخت کي یو بل مار کوټې ته ا
ورننوت چي په خوله کي یې یو ډول واښه نیو
ي وه هغه یې د مړه مار په خوله کي ورکړه او هغه مړ مار ژوندی شو اسکولاپیوس د هغه و
وسته د هغو واښو نه د خلکو په ژوندی کیدو کي کار اخیست .
کادوسیوس هرمس:
د یوناني نکل په اساس هرمس د مایا او زیوس زوی
و د یو داستان په اساس هرمس خپله لکړه د دوو مارانو چي په جګړه اخته وه ونیوله اود هغو جګړه یې ودرول او دواړو
مارانو ځانونه پر لکړه وپیچل چي تر اوسه ځیني په غلطی سره د دې سمبول نه کار اخلي.
هرمس
د تجارت او ثروت سمبول دی چي په غلطی سره د طب په سمبول مشهور شوی دی هغه یو چالباز سړی او د غلو ملاتړ هم وو.
د یو بل نکل په اساس کله چي ارتمیس د آپولو خورکورونیس مړه کړه هرمس اسکولوپیوس د عمل په واسطه له هغې له نسه را ویست او داسي ویل کیږي چي هرمس د اسکولوپیوس ماما و.
د طب حقیقی نښه کومه ده ؟
داسي مالومیږي چي باید
اسکولاپیوس د طبابت سمبول وي ولي بیا هم ډېر ځایونه د هرمس د نښو نه استفاده کیږی .
په
۹ پیړۍ کي یوامریکایي ډاکټر خپل سمبول دهرمس نښه وټاکل هغه ویل چي هرمس یو تاجر او
پیامبر وو. او په ۱۹۰۲ کي دامریکا پوځ د هرمس نښې خپرې
کړې چي بیایې ډیر ژرپه خلکو کي رواج وموند.
داسکولاپیوس لکړه د
استحکام او قدرت نښه ده او د ډاکټرانو په ښو اخلاق هم دلالت کوی او مار بیا د ژوند
بښلو نښه ده چي زوړ پوست غورځوي او نوی پوست چي ددوباره ژوند اوځوانۍنښه ده راوړي
.
تر اوسه په ډیرو هیوادو کي نوي ډاکټران دبقراط قسم اخلي او وایي:
«زه د آپولو په طب او اسکو اپیوس ، هايجيا و پاناسیا اوپه ټولو الهېو قسم اخلم او هغوی اهدان نیسم... »