د پشلمي اهمیت او ارزښت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9148
قدوسي سلیمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-09-17

د پشلمي اهمیت او ارزښت

 

د روژې د نیولو لپاره پشلمی کول  هم سنت دی او هم په دې اساس ضروري ده تر څو په  راتلونکي ورځ کي ستوماني او کمزوري احساس نکړو ځکه چي روژه مونږ د الله تعالی د رضا لپاره نېسو او د روژې په ورځ کي به په مختلف شکل عبادتونه او د خیر کارونه سرته رسوو نو که مو پشلمی نه وي کړی کېدای شي زمونږ عبادات او د اجر او ثواب هغه کارونه چي مونږ یې اراده کړي وي د سستي او ستوماني له وجهي متاثر او أغېزمن شي په دې صورت کي به هغه مطلوب اجرونه زمونږ له لاس ځخه ووزي  کوم چي مونږ یې آرزو ل و.

دلته به مونږ په دې بحث کي د پشلمي اهمیت او په نبوي سنت کي د هغه ارزښت وڅېړو.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې  :

تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي ا سُّحُورِ بَرَكَة

تاسي پشلمی کوۍ دا ځکه چي په پشلمي کولو کي برکت دی .

پشلمی د هغه خوراک او څښاک نوم دی کوم چي یو مسلم ان یې تر سپېدو مخکي د راتلونکي ورځي د روژې د نېولو لپاره کوي ، په دې کي برکت دی دا معنا چي په هغه کي د الله تعالی له لوري زیات خیر او اجر دی .

مونږ او تاسي زیات داسي وژه نیوونکي لیدلي چي  هغوی د پشلمي د خوراک پابندي نه کوي کله یې کوي او کله یې نه کوي او ځیني به مو داسي هم لیدلي وي چي بېخي پشلمی نه کوي هغه تر وېده کېدلو مخکي زیات خوراک وکړي تر څو ډېر وېده شي اویا یې د سستي په وجه پشلمي ته د راپورته کېدلو اراده نه وي خو داسي کول ځکه نه دی په کار چي په دې شکل د نبوي سنت مخالفت دی او ښه کار نه دی  او هم انسان د پشلمي له برکتونو او اجرونو څخه بې برخي کېږي  .

روژه نېوونکی انسان باید پش می وکړي او په خپل وخت کي چي تر سپېدو تقریباً یو ساعت مخکي وي ویې کړي ولوکه یو کوپ چای او یا یو غوړپ اوبه هم وي او نور خوراک ته یې زړه نه کېږي ځکه چي په پشلمي کولو کي زیات اجرونه ، ثوابونه او برکتونه دي او بل داچي د سول الله صلی الله علیه وسلم د حکم اطاعت او دهغه د امر منل د لاندي آیت له مخي په مونږ فرض دی او په هغه کي زم ونږ دنیوي او اخروي کامیابي ده .

الله تعالی فرمایې :

مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ

چاچي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړلو نو هغه د الله تعالی اطاعت وکړلو.

په بل ځای کي الله تعالی فرمایې :

وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزاً عَظِيم ا٭

او چاچي د الله تعای او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم ومنل نو هغه رېښتیاهم په ستره کامیابي سره کامیاب شولو .

یو هم د پشلمي له برکتونو څخه دادی چي هغه د مسلمانانو شعار او د هغوی ځانګړتیاده او د اهل کتابو له روژې څخه د م سلمانانو د روژې فرق په پشلمي سره دی رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایې :

فَصْلُ مَا بَيْنَ صِيَامِنَا وَصِيَامِ أَهْلِ الْكِتَابِ، أَكْلَةُ السَّحَر (رواه مسلم)

زمونږ مسلمانو او د اهل کتابو( یهود او نصاری) د روژه نېولو فرق په پشلمي کولو سره دی .

د پشلمي کولو له برکتونوڅخه داهم دی چي هغه انسان عبادت کولوته تقویه کوي او د هغو په اداکولو کي او د هغه په خیریه کارونو کي ورسره مرسته کوي ، ځکه که یو څوک وږی او تږی وي په هغه باندي سستي او کمزوري غلبه کوي او هیڅ فعالیت سرته  نشي رسولای .

بل داچي هغه څوک چي پشلمی کوي الله تعالی او د هغه ملایکه په هغه باندي رحمتونه او درودونه لېږي له عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنه څخه دا م فوع حدیث را نقل شوی دی  چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : 

إِنَّ اللَّهَ وملائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَی المُتَسَحِّرِينَ» رواه ابن حبان، والطبراني في (الأوسط)

په رېښتیا سره الله تعالی او د هغه فرشتې په پشلمي کوونکیو باندي درودونه او رحمتونه لېږي .

بل داچي پشلمی کول د هغه بد اخلاقي مخه نېسي کومه چي د لوږي په نتېجه کي پېښېږي ، تاسوبه لېدلي چي ځیني کسان په روژه کي زیات بد اخلاقه شي او روژه یې د خپلي بد اخلاقي لپاره بهانه ګرځولي وي او ویل کېږي چي فلانی روژې اخیستی دی .

په داسي حال کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه مشهور حدیث کي مسلمانانو ته لارښوونه کوي چي که په روژه کي یو څوک درته بده خبره او یا ښکنځل وکړي نو په نور عکس العمل لاس مه پوري کوه او صرف دومره ورته وایه چي ځما روژه ده ځکه چي روژه دا معنی چي د انسان ټول اندام ونه باید د انسان په کنترول کي وي او په هغه څه کي یې ونه کاروي چي په هغه کي ګناه اومعصیت وي په دې شکل به مونږ روژه په ظاهري او معنوي شکل روغه نېولي وي .

بل دا چي د پشلمي وخت  ډېر مبارک وخت دی دا دالله تعالی د راښکته کېدلو وخت دی څرنګه چي د هغه له شان س ه وړ وي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:

يَنزِلُ ربُّنا تباركَ وتعالى كلَّ يلةٍ إلى السماءِ الدُّنيا حين يَبقى ثُلثُ الليل الآخرُ يقول: مَن يَدعوني فأستجيبَ له، مَن يسألني فأُعطِيَه، من يَستغفِرُني فأغفِرَ له ( واه البخاري)

الله تعالی هره شپه دشپې په وروستۍ درېیمه برخه کي د دنیا سمان ته راښکته کېږي او وایې : څوک دی چي له ما څخه کومه دعاوغواړي او زه یې هغه دعا قبوله کړم ؟  څوک دی چي له ما څخه یوڅه وغواړي او زه یې ورته ورکړم ؟ څوک دی چي له ما څخه بښنه وغواړي او زه بښنه ورته وکړم .

بل دا چي د پشلمي وخت د استغفار او له الله تعالی څخه دبښني غوښتلو غوره او بهترین وخت دی ، الله تعالی په خپله ددې وخت ستاینه په قرآنکریم کي کړي ده فرمایې :

وَبِالأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ  ٭

او مسلمانان هغه څوک دي چي په سپېدو کي له الله تعالی څخه تل بښنه غواړي .

بل داچي له پشلمي څخه وروسته د سهار د لمانځه لپاره اذان کېږي که یوچا پشلمی کړی وي هغه د موذن د همدغه دعوت اجابت کولای شي او د سهار لمونځ په جماعت سره په مسجد کي ادا کولای شي .

همدا راز که په پشلمي کي یوڅوک په عبادت کولو باندي د قوت د لاس ته راوړلواودسنت نبوي د پرځای کولو نیت وکړي دا په خپل ځای کي یو بېل عبادت دی چي د الله تعالی په نزد ستر اجر ري .

داهم باید په پام کي ونېسو چي هغه قادر اوړ مقتدر ذات چي په پشلمي کي برکتونه اچوي هغه د پشلمي له پلوه د روژه دار په نورو عبادتونو کي هم برکتونه واچوي چي زمونږ وژه دارانو ور ته زیاته اړتیا او د هر مسلمان دزړه تمنا ده .

خ اصه داچي د پشلمي ګټي ډېري دي  دالله تعالی په شرایعو او احکامو او مکلفیتونو کي د انسان د نېکمرغي او ښېرازۍ زیات هغه اسرار او رموزات موجود دي چي عقلونه او فکرونه ورته حیران دي او درک یې نه ي کولای مونږ باید د خپل شریعت پابند واوسو په دې کي مو ددنیا او آخرت کامیابي او بری دی .

والله المستعان وعليه التكلان وصلى الله وسلم على نبينا محمد