د روژې مبارکه میاشت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9149
قدوسي سلیمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-09-17

ټولنه ستاینه هغه پروردګار لره ده چي د بشریت د نېکمرغۍ لپاره یې د کال په اوږدو کي په مسلمانانو یوه داسي مبارکه میاشت لورولی چي هغه په مادي اوروحي لحاظ د ګټو او اجرونو او په جسمي او رواني لحاظ له الهي حکمتونو ځخه ډکه ده ، هغه د بډای او مسکین بادشاه او ګداد م ساوات میاشت ده ، هغه دېرش ورځنی اسلامي کورس دی چي د روغتیا پالني تر څنګ د اجتماعي تعاون ، هم آهنګي او همد دي عملي درسونه ښیې ، هغه د نوافلو، عباداتو،  صیام او قیام او عالي اخلاقي روزني ت بیت ګاه ده ، او درود او سلام دوي د الله تعالې په هغه غوره او ګران محبوب چاچي تر دغه میاشت مخکي به یې لا مټي ور ونغښتلې او د عبادتونو تر څنګ به یې د سخا دسترخوان د غرېبو او بېوزلو انسانانو د خوشاله کولو لپاره وغوړولو ، او دسخا درجه به یې د نور کال په نسبت په همدغه میاشت کي نهایې ن طې ته لوړېدله ، او دهغه په ټولو ملګرو او پلویانو چاچي ددې دین د خپرولو په لاره کي له هېڅ ډول قرباني څخه سر نه دی غړولی او په هغه چا چي  د قیامت تر ورځی د هغوی په تګلاره روان وي او په مونږ ګناهګارانو چي د رسول الله صلی الله علیه و سلم غوره امت ته مو نسبت کېږي (آمېن)

ګرانو لوستونکیو وروڼو؛

 د روژې مبارکه م یاشت له عادت سره سم هرکال د مسلمانانو مېلمنه کېږي ، مونږ د سر په سترګو وینو چي زمونږ ډېر وروڼه د دې مبارکي م یاشتي له راتګ ځخه مخکي له دنیا ځخه رخصت شي ، داعمالو سلسله یې قطع شي او قسمت یې نه وي چي له مونږ سره یوځای د همدغه مېلمنې میاشتي هرکلی وکړي او د هغې له فیوضاتو څخه ګټه واخلي ، خونېکمرغه هغه څوک دي چي دا میاشت ور باندي راغله او د هغې د هرکلي لپاره یې بشپړ تیاری نېولی وي مخکي یې د هغې په فلسفه ځان پوهولی وي او په مطلوب شکل دا مې منه میاشت وپالي اوله برکتونواو وخت ځخه یې ګټه واخلي .

مخکي له دې چي دا مبارکه میاشت راورسېږي راځۍپه بشپړه امانتداري او رېښتېنولي  له ځان سره ځیني پوښتني مطرح کړو ترڅو دا میاشت بې له طاعت او عبادت څخه زمونږ له لاسه ولاړه نشي او دهغې قېمتي شېبې وړیا ضایع نه شي .

آیا مونږ په همدغه مبارکه میاشت کي د توبې اېستلو عزم کړی دی ؟

 آیا له ټولو ګناهونو او منکراتو څخه مو د اس د اخېستلو او د کایناتو له لوی پروردګارسره د یوې نوي صفحې د پرانستلو اراده کړي ده؟

 آیا مونږ ددې مبارکي میاشتي د ورځني عبادت لپاره یو منظم تقسېم الأوقات برابر کړی دی چي د هغه له مخي د همدغه مبارک موسم د شپو او ورځو هرکلی وکړو ؟

که مونږ  رېښتیا هم په تېر وخت پښېم انه یو چي هسي مو له لاسه ووت او په راتلونکي کي د ګناهونو او شرعي مخالفتونو د پرېښودلو هوډ مو کړی وي نو مونږ د ژوند په ارزښت پوه شوي یو او نور به خپله آینده رغوو په همدې شکل به مونږ له معنوي سکون او د الله تعالی له نعمتونو څخه لذت واخلو او که مو همدا موسم هم تش د تېر په شان له لاسه ووت نو په دې باید و پوهېږو چي خپل عمر مو ضایع کړ او نېکمرغي مو په برخه نه وه .

امام ابن الجوزي (رح) فرمایې : عامو خلګو ته چي ګو م په عجیبه شکل وخت ته دکې ورکوي که یې شپه روڼه وي نو په بې ګټي خبرو باندي وي او ورځ یې په خوبونو باندي تېرېږي او که وېښ وي نو په بازارونو او د تقریح په ځایونو کي وي  ددې ډول انسانانو مثال د هغه چا دی چي په بېړۍ کي سپاره وي او یو له بل سره په خبرو لګیا وي او هغه بېړۍ روانه وي خو دوی په دې نه وي خبر چي چې ته مو وړي ، او داسي کسان مي ډېر لږ ولیدل چي د سفر په تیاري او د څوري په برابرولو کي زیار باسي نو د الله تعا ی روی ته وګورۍ د نېکو اعمالو له موسمونو څخه ګټه واخلۍ مخکي له دې چي له لاس څخه مو ووزي .

په بل مورد کي فرمایې : انسان ته په کارده چي د خپل وخت عزت او قدر وپېژني او یوه شېبه هم د الله تعالى د رضا د لاس ته راوړلو څخه پرته په بل څه کي ضایع نکړي ، او یو تر بل غوره او نېک کارونه او نېکي خبري ځان ته خپلي کړي او تل یې نیت د خیر د کارونو وي چي کله هم په کي سستي او ستوماني محسوس نکړي .

له عامر بن قیس (رح) څخه نقل شوی دی چي یو چا ورته وویل : خبري راسره وکړه هغه په ځواب کي ورته وویل د یو څو شېبو لپاره لمر ونېسه زه به خبري درسره وکړم  .

رېښتیا هم چي عمر ډېر په چټکتیا سره روان دی  .

هغه څوک چي دنیوي کاروبار او تجارت کوي یوه شېبه هم د یوه ډېر نژدې ملګري لپاره نه ضایع کوي او که کله هم د ګټي یو چانس ورته په لاس ورشي نو پالتو یې له لاسه نه ورکوي  او که یې له لاسه ووزي ډېر ورباندي خواشینی او غمجن وي  ،  مونږ  داسي اخروي موسمونه چي په هغه کي له الله تعالی سره تجارت زمونږ لپاره زیاتي ګټي لري ولي په پام کي نه نېسو تر څو د نېکو عملونو او عبادتونو لورته ګړندي شو او هغه ستري ګټي چي د الله تعالی له لوري ثوابونه او جنتونه او اخروي بې شمېره نعمتونه او دنیوي نېکمرغي وي دي لاس ته راوړو .

دغه د روژې مبارکه میاشت هغه لوی فرصت دی چي نیکان ورته تیاری نېسي او پرهېزګاران ډېر ورته خو اله وي  او وېښ مسلمانان  یې په ډېره مینه انتظار باسي ، دا میاشت د ګناهونو د بښ و،  د جنت د ګټلو او د جهنم له عذابونو څخه د نجات  موسم دی  خو د هغه چا لپاره چي زړه یې روغ ، اندامونه يې په شرعي موازینو برابر وي او د هم دغي مبارکي میاشتي شپې او ورځي یې مسلمانانو ته په ضرر رسولو او بې ګټي کارونو کي نه  ضایع کوي .

که مونږ  د روژې  د مبارکي میاشتي ورځي په خوب کولو او شپه یې په قطعه بازي ، د تلوېزیوني فلمونو او ډرامو په کتلو ، او په بې ځایه محفلونو تېره کړونو د روژې نیولو له اجر او ثواب څخه بېشکه بې برخي شولو .

دا د ګوتو په شمېر یو څو شپې او ورځي دي  چي کله میاشت  را بره شي ور باندي پوه نه شو چي څرنګه ووتله نو راځۍ چي له دې اخروي تجارتي  موسم سره په هغه شکل تعامل وکړو لکه ددنیا د تجارت له موسمونو سره  چي يې کوو که رېښتیا مو په دې یقین وي چي یوه ورځ له دې فاني نړۍ څخه تلونکي یو او هلته مونږ د نېکو اعمالو سرمایې ته اړتیالرو . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

رغم أنف رجل دخل عليه رمضان، ثم انس خ قبل أن يغفر له (رواه ا ترمذي والحاكم)

د هغه چا د پوزه په خاورو سپېره شي  چي د روژې میاشت ورته راغله او ور څخه ولاړه مخکي له دې چي دده ګناهونه په کي وبښل شي .

په دغه مبارکه میاشت کي داحادیثو له مخي د جنت دروازې خلاصي شي او د دوزخ دروازې وتړلي شي او شیطانان قید کړل شي ، د همدغه میاشتي روژې که یو څوک د هغې د ضوابطو له مخي ونېسي ټول ګناهونه ورته بښل کېږي ، او له دوزخ څخه د نجات اوبرائت سند دالله تعالی له لو ي ورکېږي .

زیات تره مفسرین په دې عقیده دي چي په همدغه مبارکه میاشت کي یوه شپه ده چي په قرآنک یم کي یوه سوره (سورة القدر) د هغې په نوم نومول شوي ده هغه د لیلة القدر شپه ده ، په همدغه شپه کي قرآنکریم نازل شوی دی په همدغه شپه کي د عبادت اوخیریه کارونو اجر او ثواب دزرو میاشتو (درې اتیا کلونو او دریو میاشتواو دریو ورځواوشپو) له عبادت سره برابر دی ، یعني تقریباً په همدغه شپه کي عبادت په خپل وسېع مفهوم سره د ټول ژوند له قبول شوي عبادت سره مساوي دی ، په همدغه شپه جبریل علیه السلام دنورو فرشتو په ملګرتیا ځمکي ته د ټول کال د پرېکړو او فیصلو د تنفېذ په غرض راښکته کېږي  ، دغه شپه د الله تعالی د هغو بندګانو لپاره چي د ا له تعالی په عبادت کولو او په نېکو کارونو کي لګیاوي د امن ، سلامتیا ، سکون او ډاډېیني شپه ده چي ډېر په کي خوشاله وی ( همدا د سورة القدر مختصر مفهوم وو) .

همداراز روژه د الهي اجر او ثواب ترڅنګ زیاتي طبي ګټي هم لري ، تاسوبه ډېر داسي ناروغان لېدلي وي چي د کال په اوږدو کي به د ډول ډول ناروغیو شکایت کوي خو کله چي د روژې په م بارکه میاشت کي ورڅخه پوښتنه وکړې نو وایې به چي ډېرښه یم ، د طبي څېړنو له مخي هم د روژي د نیولو زیاتي روغتیایې ګټي دي  .

د روژې  د مبارکي میاشتي فضېلتونه اوح کمتونه ډېردي . همداراز تربیوي ، اجتماعي ، اقتصادي او روغتیایې بېل بېل خصوصیتونه لري که یې په تفصیل سره وڅېړو نو هر خصوصیت یې بېل بحث جوړوي خو دلته مونږ د هغې د راتګ په مناسبت یواځي د لوستونکیو د پام د رااړولو لپاره و ته یو عمومي نظر اچوو .

دروژې د فرضیت دلایل :

 درمضان د م یاشتي روژه نیول د هجرت په دوهم کال کي د شعبان د میاشتي په درېیمه ددوشنبې په ورځ فرض ګرزول شوي ده هغې فرضیت په قرآنکرم او نبوي احادیثو او د امت په اجماع سره ثابت شوی دی , منكر يې بې له شکه کافر دی، فرضیت یې په لاندنیو نصوصو سره ثابت شوی دی الله تعالی په قرآن کریم کي فرمایې :

یاأیها الذین آمنوا کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون (البقرة ۱۸۳)

اې هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی په تاسو باندي روژه نېول داسي فرض کړل شوي ده لکه له تاسو څخه مخکي په امتونو، قومونواو پیغمبرانو باندي چي فرض کړل شوي وه ددې لپاره چي ځانونه له ګناهونو څخه وساتۍ او د تقوا خاوندان شۍ.

ما په هربحث کي دې خب ي ته اشاره کړي ده چي د اسلام د مبین اساسي مقصدونه د ټولني نېکمرغي او د جرایمو مخنیوی دی خواه که انفرادي وي او که اجتماعي حتی هغه عبادتونه چي هغه د اسلام بنیادونه دي لکه لمونځ،  روژه، زکات اوحج که په عمیق نظر ورته وګورو او هغه نصوص وڅېړو کوم چي د هغو د فرضیت په هکله موجود دي د عبادت تر څنګ د انساني ټولني سعادت او د ګناهونواو جرايمو مخنیوی یې نصب العين  وي همدغه د روژې د ف ضیت آیت کریمه چي اوس مو وړاندي کړ ددې ګواهي ورکوي چي الله تعالی د روژې د فرضیت اساسي مقصدداښودلی دی چي مس مان د تقوا خاوند جوړ شي د تقوا معنا داده چي د الله تعالی دعذاب وېره په پام کي نېول او د هغو اوامرو پابند اوسېدل کوم چي الله تعالی او د هغه رسول (ص) مونږ د هغو په کولو مکلف کړي یو او له هغو کارونو ، منکراتو ، اوج ایمو څخه د ځان ساتل دی کوم چي مونږ مسلمانان الله تعالی او دهغه رسول (ص) ورځخه منع کړي يو .

په بل یت کریمه کي الله تعالی فرمایې :

شهر رمضان الذي أنزل فیه القرآن هدی للناس و بینات من ا هدی والفرقان فمن شهد منکم الشهر فلیصمه (البقرة ۱۸۵)

 د روژې میاشت هغه میا ت ده چي په هغې کي قرآنکریم رانازل شوی دی چي هغه (قرآنکریم) د خلګو لپاره لارښوونه او ښکاره دلیلونه دي چي حق او باطل سره بېلوي نو کوم مکلف مسلمان چي دا میاشت ولېدله نو ضرورد د هغې روژې ونیسي .

هغه  نبوي احاديث چي د ر مضان د مبارکي د روژو د نېولو په فرضیت دلالت کوي په لاندي توګه دي :

 رسول الله ص ی الله علیه وسلم فرمایې :

بني الاسلام علی خمس شهادة أن لااله الا الله محمدرسول الله ، واقام الصلاة وایتاء الزکاة وصیام رمضان وحج البیت من استطاع الیه سبیلا.

د اسلام دین په پنځو بنیادونو جوړ شوی دی د الله تعالی په وحدانیت او د محمد (رسول الله صلی الله علیه وسلم) په نبوت او رسالت باندي اقرار کول او دلمانځه درول او د زکات ورکول او د رمضان د میا تي روژې نیول او او د حج  اداکول په هغه چا چي مالي او بدني استطاعت ولري .

وفي حدیث طلحة بن عبد الله أن رجلا سأل النبي ( صلی الله علیه وسلم) فقال : یارسول الله . أخبرني عما فرض الله علی من الصیام ؟ قال : شهر رمضان ، قال هل علي من غیره ؟ قال : لا ، الا أن تطوع .

د طلحة بن عبد الله رضي الله تعالی عنه په رانقل شوي حدیث کي روایت شوی دی چي یوه سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم ځخه پوښتنه وکړه چي یارسول الله هغه روژې راته وښیه چي الله تعالی په ما باندي فرض کړي دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل د رمضان د میاشتي روژې ، هغه وویل أیا نوري روژې هم په مافرض دي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : نه ، مګر که د نفلي روژې نیولې .

دروژې د مبارکي میاشتي فضې تونه

هغه احادیث چي د همدغي مبارکي میاشتي د فضېلت په هکله رانقل شوي دي په لاندي ډول دي :

عن أبي هریرة أن النبي ( صلی الله علیه وسلم) قال – لماحضر رمضان - : قدجاءکم شهر مبارک افت ض علیکم صیامه تفتح فیه أبواب الجنة و تغلق فیه أبواب الجحیم و تغل فیه الشیاطین ، فیه لیلة خیر من ألف شهر من ح م خیرها فقد حرم .(رواه أحمد والنسائي والبيهقي)

له أبوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی هغه وایې چي کله د روژې میاشت راورسېدله نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : تاسوته یوه داسي مبارکه م یاشت راغله چي دهغې د روژو نیول په تاسو فرض ګرزول شوي ده ، په هغې کي د جنتونو دروازې خلاصېږي او ددوزخ دروازې وتړلي شې او شیطانان قید کړل شي په همدغه میاشت کي یوه شپه ده چي تر زرو شپو غوره ده څوک چي یې له خیر څخه محروم شولو نو له هرڅه څخه بې برخي شولو .

په یوبل روایت کي چي عرفجة رضی الله تعالی عنه رانقل کړی دی وایې چي زه له عتبة بن فرقد سره ناست وم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه یو کس راغی او دروژې په هکله یې وویل چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د مخګیني متن تر څنګ داهم آورېدلي چي هغه وفرمایل :

وینادي فیه ملک : یاباغي الخیر أقبل ویا باغي الشر أدبر حتی ینقضي رمضان .(رواه أحمد وا نسائي)

او د همدغه میاشتي تر پایه پوري یوه فرشته آواز کوي چي اې د خیر غوښتونکي انسانه راځه او ه کله راشې او اې د شر غوښتونکي انسانه مه راځه او راته شا کړه  .

عن أبي هريرة رضي الله تعالى عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم كل عمل بن آدم يضاعف ا حسنة بعشر امثالها الى سبعمائة ضعف قال الله تعالى الصوم لي وأنا أجزي به يدع شهوته وطعامه من أجلي للصائم ف حتان فرحة عند فطره وفرحة عند لقاء ربه ولخلوف فيه اطيب عند الله من ريح المسك (رواه مسلم)

له ابوهریره رضي اله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :هر عمل د انسان څو چنده کېږي او دنېکي بدله له لسو چندو څخه نېولي تر اوو سوو پوري کېږي الله تعالی فرمایې چي روژه زمالپاره نېول وي ده او زه به بنده ته د هغې بدله ورکوم دا ځکه چي هغه زما لپاره خپل شهوت او خوراک پرې اېښی دی د روژه لرونکي دوه خوشالي وي دي یوه خوشالي د روژه مات په وخت او بله خوشالي له خپل پروردګار سره د ملاقات په وخت او دهغه د خولې تاو الله تعالی ته زیات خوشبویه دی د مشکو تر خوشبویې .  

وعن سهل بن سعد رضي الله تعالى عنه عن ا نبي صلى الله عليه وسلم قال ان في الجنة بابا يقال له الريان يدخل منه الصائمون لايدخل منه احد غيرهم يقال ين الصائمون فيقومون لايدخل منه احد غيرهم فاذا دخلوا أغلق فلم يدخل منه أحد (متفق عليه)

له ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي په جنت کي یوه دروازه ده چي ریان نومېږي روژه لرونکي به په هماغه دروازه ننوزي اوبل به هیڅوک له هغې دروازې څخه نه ننوزي ، اعلان به وشي چي چېرته دي روژه لرونکي هغوی به ولاړ شي اوبل به هیڅوک له هغې دروازې څخه نه ننوزي چي کله هغوی دننه شي و به تړله شي او په هغه دروازه به بیا هیڅوک جنت دننه ولاړ نشي . 

 

وعن أبي سعید الخدري رضي الله تعالی عنه أن النبي (رسول الله صلی الله علیه وسلم) قال : من صام رمضان و عرف حدوده و تحفظ مما کان ینبغي أن یتحفظ منه کفر ماقبله .(رواه أحمد والبیهقي بسند جید)

له أبو سعید الخدري رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي د رمضان د میاشتي روژه ونیوله  او دهغې حدود او ضوابط یې وپېژندل او له هغه څه څ خه یې ځان وساتلو چي په کار وو ځان ور څخه وساتي د تېرو شویو ګناهونو کفاره یې ادا کړه . 

عن أبي هریرة رضي الله تعالی عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : من صام رمضان ایمانا واحتسابا غفر الله له ما تقدم من ذنبه (رواه أحمد و اصحاب السنن)

له أبي هریرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي له الله تعالی څخه د اجر اوثواب د غوښتلو په نیت د رمضان د میاشتي روژې د ایمان او عقیدې په رڼا کي ونیولې نو الله تعالې به د هغه تېر ګناهونه ټول ور وبښي .

په دې کي څه شک نشته چي د رمضان مبارکه میاشت د اجرونو او ثوابونو میاشت ده، د الله تعالی نېک بندګان او د خیر غوښتونکي انسانان دغه میاشت یوطلایې فرصت ګڼي تر څو په دغه موسم کي د خپلو نیکیو په ذخیره کي زیاتوالی راولي ځکه خو هغوی د اجر او ثواب په کارونو کي دومره زیات مشغول وي چي هیڅ یوه دنیوي کار ته یې ورپام هم نه وي هغوی نه یواځي دا چي د ورځي له خوا روژه نیسي او په انساني ټولنه کي د خیر او ثواب پروګرامونه په مخ بیایې بلکه شپه یې هم ټوله په نفلونو او قیام او تلاوتونو او د خیر د کارونو د کولو لپاره په پلان ګذاري تېرېږي ،  هغوی د اجروثواب د کارونو په کولو کي کله هم ستوماني نه احساس کوي ، په مقابل لوري کي مو نږ داسي کسان هم وینو چي روژه خو نیسي او مسلمانان دي خو د زیاتي خواشیني ځای دی چي په همدغه مبارکه میا ت کي یې د هغې له خیرونو څخه ګټه نه وي اخېستلي معمول یې هم داسي وي چي شپه یې په کرمبوټ ، تلویزیوني فلمونو او د ډرامو په کتلو او آورېدلو تېره شي او پشمنی کړی  یانه کړی ، د سهار لمونځ کړی یا نه کړی ورځ یې ټوله په خوب تېره شي او مازدیګر چي راپاڅي د روژه مات تیاری ونېسي او د ماښام په اذان دومره خواړه وخوري چي د خېټي له لاسه د ماخوستن لمونځ او تراوېح هم ورڅخه پاته شي ، داسي کسان مونږ او تاسي په خپل چاپېریال کي وینو او لېدلي دي ، مونږ به ځیني د خیر او اجروثواب کارونه د نبوي احادیثو له مخي په ډېر مختصر ډول په نښه کړو امید دی چي زمونږ مسلمان وروڼه او په تېره بیا زمونږ ځوانان او زلم یان ورڅخه ګټه واخلي ځکه چي د روژې اصل مقصد د اجر او ثواب او د خیر کارونه دي د هغې مقصد د چا وږي او تږي کول نه ده لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمایې :

من لم يدع قول الزور والعمل به والجهل، فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه (رواه البخاري)

چاچي (په روژه کي) دروغ ویل او ددروغو کارونه او ناپوهي نه پرېښودله نو الله تعالی چاته ددې ضرورت نلري چي خوراک او څښاک پرېږدي .

۱- چي کله د روژې مبارکه میا ت و لېدله لاس به پورته کړې او دا دعا به  ووایې :

اللهم أهِله علینا بالیمن والایمان والسلامة  والاسلام ربي وربک الله (رواه أحمد و الترمذي)

۲- په هرنېک کار کي به د نیت یواځي د الله تعالی د رضا د حاصلولو لپاره وي  ځکه چي د هر عمل د قبلېدلو تعلق تر نیت پوري دی او مونږ دهر نېک عمل لپاره د نیت په اخلاص مأمور او مکلف یو.

۳- هروخت به الله تعالی ته په خپلو تقصېرونو توبه کاږې که د ګناه کړيوي او که د نه وي کړي ځکه چي  رسول الله صلي الله عليه و سلم فرمايې :

 ان الله یقبل توبة العبد مالم یغرغر ( رواه الت مذي)

 الله تعالی تر هغه وخته د بنده توبه قبلوي چي ساه یې مرۍ ته نه وي را سیدلي .

۴-  په ورځ کي روژه له خپلو شرایطو سره سمه د الله تعالی د رضا لپا ه نېسه او د شپې له خوا تراوېح او د قیام لمونځ  مه پرېږده او هڅه کوه ټول لمونځونه په جماعت سره ادا کړې .

۵- د روژې د مبارکي په وروستیو لسېزو کي  په عبادتونو او د خیر په نورو کارونو کي بشپړ زیار ر باسه ځکه چي له رسول الله صلي الله عليه و سلم څخه نقل شوی دی :

كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا دخل الع ر أحيا الليل وأيقظ أهله وشد مئزره ( رواه البخاري ومسلم)

رسول الله صلى الله عليه وسلم به چي کله د روژې د پای لس ورځی را داخلي شوې شپه به یې رڼوله او د کوروال به یې هم د شپې د لمانځه لپاره راپاڅول او خپل لنګ به یې ټېنګ وتړلو .

۶- هڅه وکړه چي په همدغه میاشت کي عمره ادا کړې ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې :

 العمرة في رمضان تعدل حجة معي (رواه البخاري ومس م)

په رمضان کي عمره کول له هغه حج سره په ثواب کي برابره ده چي څوک یې له ماسره ادا کړي  .

۷- په وروستیو لسېزو کي اعتکاف کول سنت دی  :

كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يعتكف في العشر الأواخر من رمضان (رواه البخاري)

 د بخاري روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به د رمضان په وروستیو لسېزو کي اعتکاف كولو.

۸-  روژه لرونکیو کسانو ته  د روژه ماتی ورکول د روژه لرونکي اجر لري رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې:

من فطر صائماً كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيئا ( رواه ا ترمذي وقال حسن صحيح) .

چاچي روژه دار ته روژه ماتی ورکړ دومره اضافي اجر یې دی لکه د هغه روژه دار بې ه دې چي د هغه روژه دار له اجر څخه څه کم شي .

۹- د قرآن کریم تلاوت کول ځکه چي  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې:

اقرؤوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعاً لأصح ابه ( رواه مسلم)

د قرآنکریم تلاوت کوۍ ځکه چي هغه به د یامت په ورځ د خپلو ملګرو(تلاوت کونکیو) شفاعت کوي .

۱۰-  که مو قرآنکریم زده نه وي نوپه خپله هم قرآن کریم زده کړۍ او نوروته یې هم وښایاست ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې :

خیرکم من تعلم القرآن وعلمه (رواه البخاري)

په تاسو کي غوره هغه څوک دی چي هم پخپله قرآنکریم زده کړي او هم یې نورو ته ور وښیې .

۱۱-  هروخت الله تعالی په یاد ساتل  ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې:

ألا أنبئكم بخير أعمالكم ، وأزكاها عند مليككم ، وأرفعها في درجاتكم ، و خير لكم من إنفاق الذهب والفضة ، وخير لكم من أن تلقوا عدوكم فتضربوا أعناقهم ويضربوا أعناقكم ؟ قالوا بلى ، قال : ذِكْرُ الله تعالى (رواه الترمذي)

آیا هغه عمل تاسوته در وښیم چي هغه ستاسو په عملونو کي تر ټولو غوره عمل او ستا پروردګار ته تر هرڅه صاف سوتره ښکارېږي ، او تر ټولو عملونو یې درجه لوړه ده ،  اود الله تعالی په لار کي د سرو او سپېنو زرو تر خرچ کولو غوره دی ، او تر دې هم غوره دی چي له دښمن سره مخامخ جنګېږۍ تاسو دهغوی غاړي وهۍ او هغوی ستاسو غاړي غوڅوي ؟ صحابه وو عرض وکړ :  هو ؛ یارسول الله ؛ رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمایل : هر وخت د الله تعالی ذکرکول  (په یاد ساتل ) .

۱۲- له الله تعالی ځخه د ګناهونو بښنه غوښتل (استغفار) ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې :

من لزم الاستغفار جعل الله له من كل هم فرجاً ، ومن كل ضيق مخرجاً ورزقه من حيث لا يحتسب ( رواه أبو داود والنسائي)

چاچي له الله تعالی ځخه د خپلو ګناهونو بښنه غوښتل خپل عادت وګرځولو ال ه به له هرغم او مصېبت څخه خلاصون ورکړي  او له هري تنګي څخه به د وتلو لاره ورکړي او په داسي شکل به رزق ور پراخ کړي چي په خیال کي به یې هم نه ورګرزي .

۱۳- هر وخت تازه اودس کول او په اوداسه اوسېدل ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې :

من توضأ فأحسن الوضوء ، خرجت خطاياه من جسده حتى تخرج من تحت أظفاره (رواه مسلم)

چاچي په ښه طریقه اودس وکړلو ګناهونه یې له ټول  بدن څخه وزي حتی چي تر څو یې له نوکانوڅخه و وزي  .

۱۴- مسواک وهل ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرم ایې :

لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم با سواك مع كل صلاة (رواه البخاري ومسلم)

كه زه له دې څخه نه وېرېدلای چي ځما امت ته به مشکل جوړشي ما به هغوی ته د هرلمانځه لپاره د مسواک وهلو امر کړی وای .

۱۵-  له هر اوداسه څخه وروسته دوه رکعته نفل کول  ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې :

م ا