په افغانستان کي د ملي اردو د جوړيدو ډرامه >>>

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 920
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2004-08-10

به کله پای ته رسيږي ؟ 

دحبيب الله غمخور ليـــــــــکنه  +  د ٢٠٠١ ږ کال د سپټمبر د ١١ نېټې د مشهور ناورين نه راپدې خوا چي امريکا ددې لپاره ملا وتړل چي بايد د نړيوال تروريزم د هغه په سر کي د القاعدې د افراطي سازمان پر ضد خپل تلاښ او مبارزه چټکه کړي . د همدې موخې د سرته رسيدو په خاطر د نړۍ وال تروريزم سره د مقابلې د محل ويش په لمړې ليکه کښي د افغانستان نوم وليکل شو ، او د طالبانو د لاسپوڅي او کرغېړن رژيم چي په افغانستان کي د شمالي ټلوالي او جمعيت د تنظيم د واک د نشکوريدو په منظور د پاکستان د ای اس ای  ، امريکا سي ای اې ، سعودي عربستان اوعربي شيخانو په ملاتړ او مرسته منځته راغلی ؤ د ړنګيدو لپاره په پنټاګون او لندن کي د ډير تلوار د پلانونو طرح کول پيل شوه . ددې کار لپاره علاوه پر دې چي د پردې شاته سي ای اې او د انګلستان استخباراتي ادارې د معلوماتو په راتلوټولولو او پلانونو په جوړولو بوخت  وه ، بوش او تونيبلېر د ملګرو ملتونو ، امنيت شورا او د نړۍ د يو شمېر هيوادو له رهبرانو سره د هغو د ملاتړ د راخپلولو په منظور ديپلوماتيکي هلي ځلي چټکي کړي .

په لنډه توګه په افغانستان باندي د حملې او طالبي رژيم د نسکوريدو د ضرب العاجل لحظه  راورسيده . ددې کار لپاره امريکا خپلو سياسي ګټو ته د رسيدو په خاطر چي ټولي يي متاسفانه  تر اوسه نه دي  رسوا شوي ،  بيله دې چي د سياسي تعقل او پوهي څخه کار واخلي او د افغانستان د قومي او ژبني  جوړښت اواړيکو څرنګوالی په نظر کي ونيسي پر شمالي ټولوالي ، پر هغوی چي ددوی د حاکميت په وخت کي ددوی دغير انساني اوټولو ملي او نړيوالو حقوقي نورمونو پر خلاف  يې دافغان ولس سره چلند کاوه چي په پايله يې طالبانو د وحشي رژيم  ړنګ شو تکيه وشول . هغوی ته د ډالرو اووسلو په ورکولو سره يې د طالبانو د رژيم په نسکوريدو پيل وکړ .

شمالي ټلوالي چي نور بهرني دوستان او مشوره کوونکي يې لا پخوا لرل د هغوی په مشوره له هغو سمڅو څخه راووتل کوم چي د طالبانو له ډاره هلته ننوتلي وه د امريکا د غلطي پاليسۍ او غيرمعقول درک په نتيجه کي يې يو ځل بيا په ښکلي او په وينو لړلي  کابل چي ددوی تر منځ دخپل منځي جګړو د قربانيانيو ويني لا نه وې پاکي شوي ورننوتل اود قدرت پر ګدۍ يې تکيه وکړه .

په هغه پېسو او وسلو چي له هري خوا د افغان دښمنه هيوادو لخوا، او د امريکا او انګلستان د استخباراتي سازمانو له لاري دوی ت ورکړه شوي وې ځانونه نور هم سمبال کړه ، او داسي منظم شول چي همدا او بس يوازي دوی دي چي هيوادنۍ سوله او ثبات يې له سخت خطر اوګواښ سره مخامخ کړي دي .

که څه هم د طالبانو د رژيم دنسکوريدو څخه نږدې درې کاله تيريږي اما له بده مرغه تر اوسه په هيواد کي سياسي نظامي ستونزه اود حکومتي واک او قدرت مسئله  نده حل شوي .

مرکزي  حکومت په ولاياتو او محلاتو کي کوم تاثير او تسلط نلري ، شمالي  تلواله ، زورور  قوماندانان او ټوپک سالاران همدا اوس محلي زيرځواکان دي ، خپله پريکړي کوي  او پخپله يې پلي کوي او له بلي خوا شپه او ورځ د خپل واک دعمر داوږدېدو لپاره هلي ځلي  کوي .

پدغه شان يو بي امنه او بي ثباته ستونزمنو  حالاتو کي چي د بنياد خښته  يې د بن د کنفرانس له پريکړو او توافقاتو له پيل نه ايښودل شوي ده ، څنګه کيدای شي چي دهمدغه کنفرانس پريکړي پلي شي ؟ اويو غښتلی ملي اردو چي د هيواد د ټولو قومونو ، ژبواو منطقو نماينده ګي وکړي او دهغو ترحمايې لاندي وي جوړ شي ؟  زما تحليل چي زموږ د جنګ ځپلي هيواد د څو لسيزو د غمجنو او زړه راکښوونکو پېښو پربنياد ولاړ دي دادی چي زموږ په هيواد کي دغه اوسنی حاکميت دا توان نلري  چي ملي اردو ( ملي وسله وال ځواک ) جوړ کړي .ځکه داتر لمر روښانه ده چي د ملي وسله وال ځواک ( ملي اردو ، پوليس او ملي امنيت ) په جوړيدو سره چي هلته دهغو په ليکو کي مسلکي مسلکي او پوه افسران چي حربي ښوونځی ، حربي پوهنتون ، د پوليسو اکاډمي او يانور کورني او بهرني مسلکي تحصيلاتو خاوندان چي پخپلو جزوتامونو کي د سوق او ادارې او هيوادنۍ ملي ګټو په ساتنه پوه وي او پدي لارکي د پخې تجربې خاوندان وي مقرر شي ، په همهغه لحظه د تنظيم سالارو او ټوپکسالارو د سياسي ،  نظامي واک او سلطې ړنګيدل شروع کيږي . يو عاميانه متل دی چي وايي : ( څوک خپل مخالف ته لاس تړلی ورځي ؟ ) ددغو افراطي تنظيمونو ، محلي قومندانانو او ټوپکسالارو يوانۍ موخه خپلي ګټي او دخپلو بهرنيو تاريخي دوستانو پريکړي عملي کول دي ، نه په هيواد کي دموکراسي ، امنيت  او سوله راوستل .

ځکه نو هغه منطقآ بايد پخپل ټول ځواک او طاقت په هيواد کي د ملي پوځ د جوړيدو او سمبالښت سره غوڅ او بربنډ مخالفت وکي دا پروسه په هره بڼه چي وي ناکامه ده کړي ، او په خوله داد ملي اردو د جوړيدو ډرامه يوازي د افغان ولس او بهرنيانو د غوليدو لپاره روانه وساتي .څنګه به ومنل شي چي د شمال قوماندان عطا  ( د مزار والي )،جنرال  دوستم ، په هرات کي تورن  اسمعيل چي ځانته يې د امر لقب ورکړی.، محمد قسيم فهيم د ولسمشر مرستيال اونور يو شمېر  قومندانان  په ننګرهار ، کنړ ، پکتيا ، خوست ، ارزګان ، غور ، کندز ، بادغيس ، زابل  اونورو ولاياتو کي ، دا قوماندانان به حاضر  شي چي خپلي پوځي ټولګۍ او مليشې بي وسلي کړي ؟ او ځای يې ملي اردو ته پريږدي ؟.

زموږ خلک وايي د همدو مليشو برکت دی چي ښاغلی فهيم د ولسمشر د مرستيال او ملي دفاع وزارت څوکۍ پلاس کي لري او په راتلونکي کي به هم همداشان دواک خاوند وي او د خپل واک ساتلو لپاره به په هر  بڼه او ميتود چي وي تلاښ کوي  .

په دي وروستيو ورځو کي داسي اوازې وې چي ويل يې  کله چي د افغانستان ددفاع وزير فهيم يو شمير قومندانان کابل ته راغوښتي وه چي د هغوی سره خبري وکړي او دهغوی ملاتړ د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو کي د ښاغلي کرزي په پلوي راواړوي په دغه وروستۍ ورځ ښاغلي کرزي چي ويل کيږي  د اروپا د پارلمان  د فشار په پايله کي اړشو چي يو فرمان  صادر کړي او په هغه کي ټولي هغه ملېشې چي د دفاع د وزارت په ليکو کي نه دي ثبت شوي غير قانوني اعلان کړي ، او غوښتنه يي وکړه چي ډير ژر بايد داشان ملېشې ړنګي شي ، قومندان عطا او جنرال دوستم چي پورته ويل شوي غونډي ته د برخي اخستلو  لپاره کابل ته راغلی وه ويلي وه:  (( ديده شود که کرزی چګونه فرمان خودرا عملي ميسازد )) .د ټول افغان انټرنټ پاڼه ١٧/٧/٢٠٠٤ل . او افغان ولس هم ددې فرمان په پلي کيدو ډاډمن نه دی ( کله چي ښاغلي کرزي د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره په ټولټاکنو کي ښاغلی احمد ضيا او خليلي د لومړي او دوهم مرستيال په توګه ونومول ښاغلی فهيم د ولسمشر کرزي سره په مخالفت او د يو نس قانوني په پلوۍ ودرېد) 

اوس هر  څوک پوهيږي چي دا فرمان ډير ناوخته  صادر شو ، دداشان فرمانود صادريدلو او عملو کولو وخت د بن د کنفرانس نه وروسته د مؤقتي ادارې په لمړيو ورځو کي  وو چي متاسفانه دا کار پر خپل وخت او زمان ونشو، چي دليل او علت يې د مصلحتونو پر بنياد د مؤقتي  ادارې جوړښت  او تشکيل ؤ .او بل داچي له همهغه لمړۍ ورځي څخه امريکا او انګلستان چي تر بل هر چا په افغانستان کي زيات ځواک او واک لري ددوه مخيزه سياست په پلي کولو شروع وکړي وه .

هغه دا چي هم د مرکزي حکومت څخه ملاتړ او هغوی ته مالي او تخنيکي مرستي رسول اوهم په مقابل کښي د محلي قوماندانانو او شمالي ټلوالي سره د ښو او نږدې اړيکوساتل دي .

دا ډول سياستونه هغه لاملونه دي چي په هيواد کي د ملي قوي او ځواکمن وسله وال پوځ جوړيدل ناشوني کوي .

که يوه لحظه د نړۍ د خبري رسنيو او مطبوعاتو ته نظر واچوو د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي کوفي حنان څخه نيولې بيا د امنيت شورا ، د اروپا پارلمان ، ښاغلي بوش ، تونيبلېر د انګلستان صدراعظم او نور نړيوال مشران دا ټول د ناټو د قومندانۍ په شمول او ښاغلي کرزی ورسره ملګري داټول  په يوه اواز يوه خبره کوي چي :

١ _ په افغانستان کي سوله او امنيت ته يوازنی خطراو ګواښ په هيواد کي د غير قانوني مليشو او قبيلوي  قوماندانانو موجوديت دي .

٢ _ په افغانستان کي د امنيت د راوستلو لپاره يوازنۍ لاره دملي ٧٠ زره کسيز اردو جوړول دي .

٣ _ د مرکزي حکومت د واک او سلطې مزي ټولو ولاياتو ، ولسواليو او قريو ته وغځول .

٤ _ قومندانان سالاري او ټوپکسالاري پای ته رسول ، تر څو افغان ولس د سولي او دموکراسۍ په فضا کي ژوند پيل کړي او د افغانستان د بيا رغوني کار په مؤثره توګه سرته ورسيږي او دداسي نورو طرحو او پلانونو عملي کول ..... !

مګر د حيرانتيا وړ خبره داده چي په عمل کي بيا دهمدغو  وړانيزکوونکو طرحانو اوواکدارانو د واک په موجوديت کي بل څه کيږي :

١ _ د ملي وسله وال پوځ جوړيدل اوس يوه ډرامه ده ، ځکه په دغه شان يو کوچنی هيواد کي لکه افغانستان چي په زرهاوو مسلکي او روزل شوي افسران همدا اوس هم د ملي ، مذهبي ، قومي، ژبني ، منطقوي او سياسي اختلافاتو پر اساس بيکاره دي ، او په عوض کي يې غير مسلکي ولي په تنظيمو پوري تړلي کسان مقرر شوي دي .

ډير ژر کيدای شوه چي مسلکي اوغښتلي ملي وسله وال ځواک  جوړ شوی وای .

خو لکه چي معلوميږي دا د اوسنيو واکدارانو په ګټه نه ده،ځکه به ملي اردو جوړ نشي اويوازي به دهغه د جوړيدو ډرامه دوام ولري . نږدې درې کاله تير شوه تر اوسه د عسکرۍ د مکلفيت قانون نشته او نه هم څوک په دې هکله څه وايي . که چيري دغه ايله جاري او خپل سري تنظيمي مليشې دوسله وال پوځ په نامه ونومول شي  او د ملي اردو په ليکو کي هغوی ورګډ شي پايله به يې د ملي اردو نه ، بلکي تنظيمي او پردی اردو وي .

٢ _ همدا اوس محلي قومندانانو اوټوپکسالارو د امريکا اوانګلستان ددوه مخيز سياست داصل نه په استفاده اړيکي ساتلي  او همداشان د همدغو قومندانانو اوتنظيمونو سره د هغوی د پخوانيو بهرنيو دوستانو اړيکي چي په افغانستان کي خپلي ګټي لري ځای پر ځای پاته دي .

په همدی اساس قومندان عطا په بلخ کي داحق ځانته ورکوي چي نږدې ٢٠ ورځي  د څارندوی قومندان جنرال خاکريزوال په کور کي قلا بند وساتي او له مزار شريف څخه د هغه د سمدستي ستنيدو غوښتنه کوي ، تورن اسمعيل دهرات دملي امنيت امر چي د مرکز لخوا ټاکل شوی و خپل دفتر ته پري نښود ، په کاپيسا ، غور ، بادغيس کي ورته کارونه سرته رسيدلي دي او زه په دې عقيده يم چي دا لړۍ به روانه وي . يوازي د ولسمشر ټاکل به دا ستونزه حل نشي کړای .( جالبه  خو دا ده چي د مزار شريف اوهرات حادثې په داسي وخت کي وشوې چي ښاغلی کرزي د امريکا د ازادۍ په ورځ د جولای پر ٤ نېټه  په کلفورنيا کي د ازادۍ مډال تر لاسه کاوه ) .

٣ _ ښاغلی کرزی ، دهغه کاري ټيم او کابينه يو هم دا توان نلري چي د مرکزي حکومت د واک مزي ټول افغانستا ته وغځوي ، په دې برخه کي بهرنيان هم لکه څنګه چي ښايي او د افغان ولس غوښتنه وه وړ مرسته نه کوي ښه بېلګه يې په ځينو ولاياتو کي د نوو مسولينو پر مقررولو د مرکزي حکومت او سيمه ايزو واکدارانو تر منځ په زور ازمايلو  کي دی ، چي دوی ځانونو بي طرفه اعلانوي او وايي چي ( دا د افغانانو خپل منځي مسايل دي موږ  په هغه کي کوم رول نلرو او مداخله نشو کولای ) لکه : د مزار ، کاپيسا ، بادغيس او هرات د ولاياتو په کړکيچونو کي .

دا په داسي حال کي چي هر د سالم عقل خاوند په دې ښه پوهيږي چي په افغانستان کي د سولي ، امنيت ، د موکراسۍ راتګ او غښتلتيا ، د قومندان سالارۍ  اوتنظنم سالارۍ پای ته روسول  بيله بهرني ځواک له مداخلې نه ممکن نه بريښي . او که اوسنۍ اداره دا کولای شي يچ بيله د بهرنيانو او دهغوی د ځواکونو پرته کيداۍ شي ملي دندي سرته ورسيږي او محلي واکداران بيواکه او ټوپکسالاران بي ټوپکه کړي  په هغه صورت کي د بهرنيانو او دهغوی د نظامي پوځ او ناټو د قطعاتو موجوديت په افغانستان کي د سوال سره مخ کيږي .

٤ _ د افغانستان ملي اوټولنيزي ناخوالي ، چور چپاول ، انسان وژنه  او ماشوم تښتونه ، د يوه قوم لخوا پر بل قوم باندي ظلم ، د بهرنيو مرستندويه موسسو پر کارمندانو وژونکي بريدونه ، د مکتوبونو سوځول ، د دموکراسۍ د تحقق مخنيوی ، د اسلام د پاک نامه څخه د سياسي او کرغېړنو موخو د سرته رسلولو په خاطر ناوړه استفادې او په سلهاوو نوري ناخوالي ، ويجاړي او ناندرۍ  د همدې  ادارې او دهغې د بهرنيانو د غلط او نه سنجول شوي سياست پايله ده ، او دا دروند پېټی افغان ولس همدا اوس پر خپلو اوږو وړي .

ددې غمجن او زړه بوګنوونکي کيسې  د پای ټکی په واقيعت کي په افغانستان  کي همداد ملي ځواک د (( وسله وال پوځ )) د تشي ډکول دي .پرافغان ولس او ټولو روڼ اندو ده چي ددغې ملي غميزي پای ته رسول او د افغان ولس ګريوان  له کورنيو او بهرنيو چپاول ګرانو له منګولو نه دخلاصولو لپاره خپل ټول  ځواک په کار واچوي . اوس چي په هيواد کي د سياسي ګوندونو د ازاد فعاليت قانون نافذ شوی دی اوتر ٧٠ زيات ګوندونه غواړي په افغانستان کي دننه او له افغانستان نه بهر سياسي فعاليت وکړي ، ددغو ګوندونو په کړنلارو او د مشرانو په ويناوو کي هم افغان ولس ته د يوه سوکاله او ارام ژوند د راوستلو وعدې ورکول شوي دي .

که چيري په واقعي توګه همدا ګوندونه په افغان ولس کي نفوذ او اعتبار ولري په هغه صورت کي دنده لري چي د يوه سياسي ګوند او ځواک په توګه د افغان ولس د روا او پر حق غوښتنو بربنډ ملاتړ وکړي ، او هغه سوکاله اوارام ژوند چي دوی يې ولس ته وعده ورکوي يوازي او يوازي په هيواد کښي د پورته ويل شوو ناخوالو له منځه وړلو او د يوه پياوړي ملي وسله وال ځواک چي ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي د جوړيدو تشه ډکول دي .

بيله دې نو خدای خبر چي دا وړۍ به شړۍ شوي وي .