په کلتوراو دادب کي دژوواو الوتونکو سمبولونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9315
پوهنمل محم ودنظري
دخبریدو نیټه : 2006-09-30

څېړنه او ليکنه ( پوهنمل محمودنظري )

 سمبولونه د م تونوهغه پټي ناويلي خبري دي چي د سمبول په بڼه بیانیږی.

سمبول ته نښه ،نماد  او مظهر هم ویل شوی دی .

سمبول کیدای شي یو مادي شی وي چي په طبيعي ډول و هغه شي ته چي نغوته ورته کیږي پیوند ولري، سمبول جوړول یو اګاهانه روند نه بر عکس دمکاشفې اویا شهود له لاري ناببره په زړه کي جوړیږي او راوزي .

سمبول له طبیعت، یانو،رنګونو ، ژوو اوداسي نوروڅخه جوړیږی .

 ډیر وخت سمبولونه په مستقیم ډول له خیال او سوچ څخه پیدا کیږی یا پر هغه تاثیر ښندي دا ډول سمبولونه د رواني انرژۍ نه ډک او نفوذ لرونکي سمبولونه  وي

 ژوو او ا وتونکو د بشر له پیدایښت نه تر ننه د ملتونو په کلتور او ادب کي ډير رول لوبولی دی او ډیره اغېزه یې پرکړې ده .

 په ادبیاتو کي منظوم او منثور اثارو، انځورونه ،کیسو او متلونو کي د سمبولونه او رمزونه او کنایو او استعارو ډیر ډولونه لیدل شوي او دبشر ي ادب ډیره برخه په بر کي نیسي .

سمبول د لېکوالو او شاعرانو ابتکار دی چي په یوه سیمه کي ویل شوی بیا یې توسعه پیداکړې او کله کله ځیني سمبولونه نړيوال سوي هم دي .

د ژوو او الوتونکو سمبولونه په شعرونو، کیسو او طنزو کي :

د بهرام شاهي کلیله او دمنه چي رودکي هغه  له سانسکرت نه دفارسي نظم ته اړولې ده د ژوو خبرې دي؛د عطار منطق الطیر د انسان سیراو سلوک و خپل اصل ته رسیدل دي او د الوتونکو سفرد د خپل ځان دسیمرغ د پيدا کولو دپاره دی؛ د مولانا  مثنوی د الوتونکو او ژوو له خولې کیسې دي. د عبید زاکاني د موږک او پېشوطنز یه مثنوي ده ؛ د سعدي په عبرتي کیسو کي ژوو او الوتونکی په اصل کي د انسانانو د کرکترڅخه خبرې کوي .

ګېدړه په حیله او مکارۍ، شرمښ او پړانګ په ځناورتوب او وینه تویولو، زمری په دلاوري او شجاعت او د ځنګله پاچاه؛ هوسۍ په ښاېست ؛سپی په وفاداری، پاسبانی او د غله او ګدا س ه په دښمنی پیژندل شوی دی همداسې د الوتونکو نه طوطي په ویلو،طاووس د وزرنو او بڼکو په ښاېست ، بلبل او عندلیب په رېز کولو،کوکو کوتره( فاخته) د ترانه ویلو په سمبول پېژندل شوې ده .

د انسان په عوض د ژوو او نور شیانو نوم اخېستل د انسان فطرت او طینت په بله ژبه تمثیلول دي د انسان تعلق او تړون  د طبیعت او چاپیریال او یو بل س ه د هغو اثر اچونه ښیي.

سمبولونه په انځورونو کي:

هوسۍ: هوسۍ چي په دښتو کي ژوند کوي د ډیرو ښکلو ژووله ډلې نه ده چي نر یې ډیر ښکلی دی او هغه توروالی  چي د سترګو شاوخوا یې لری  هغه د ښځينه هوسۍ نه بیلوی .

ماهی خوړونکۍ (لګ لګ): د نوي ژوند سمبول دی خلک ګمان کوي چي دا الوتونکي په خپ ه وینه خپل بچیان غټوي نو ځکه د شفقت ، ترحم او قربانۍ سمبول ګڼل شوی دی .

بورا: د پېلې څخه د هغه راوتل د هغې دوېم ځل الوتل بورا د تل پاتي ژوند او زیږېدو سمبول کړې ده او په چین کي بیا بورا د ډیري خوشالۍ اوډیره ښکلا سمبول دی .

وزر: یو نړیوال او ډیر مشهور سمبول دی  لکه وزر لرونکي آسان، هم داسې وزر د فکري الوتني او د انسان د ارادې  سمبول رسوي وزر درلودل د هر شي نه ملایکه جوړوي چي په خپل ذات کي ازادي غوښتل او کامیابي له ځان سره لري .

طاووس:دا لودېزو او ختېزو هیوادو یو ګد سمبول دی او هم دطبیعت د دوه ګونۍ او ثنویت سمبول دی په هندي سمبول کي چي کله (کامه) یا د دمینې الهه پر طاوس سپوردی دا د ډیر هوس اوخوشالۍ سمبول دی د هغه په پښه د مار پیچیدل او د هغه له وزر لاندي پټېدل جنت ته د نفرین شوي ا وتونکي دننوتلو سمبول دی .

ښکر: ښکر لرونکی انسان لکه د هوسۍ ښکرونه د قوه با او باروری سمبول دی .

آس : دو خصلته هم د مړیني او هم د ژوند سمبول ګڼل کیږي هم د سوچ، خرد او نجابت او دهم د حیواني غریزې سمبول رسوي او په نوي سمبولو کي د غوا پر ځای د قربانۍ ځای نیسي او هم  قوه با او باروری ښیي .

سپی : چي له اوره سره وي لکه اور او شغله په جنسي سمبول بدلیږي ځکه اور او جنسي نی وسره پیوند لري په میسحیت کي د وفادارۍ او د واده په سمبول مشهوردی .

سمبولونه په متلونو کي:

ټټو:د هغه چا سمبول چي وشرمیږي

(د ټتو نه یې وپوښتل: پلار دی څوک دی؟   هغه ویل: مور می آس دی)

سپی ته یې هډوکۍ واچوی .    (رشوت ورکول)

چغال ناری وهی .   (د چا خبرو ته بې اعتنایې )

چغال پوخ خټکی ولید  ( ډیر شوق لرل)

کوتره د سولې سمبول :

هغه وخت چي د نوح (ع) کښتۍ په توپان کي را ګیر شوه نو نوح(ع) وغوښتل دکښتۍ اوسیدونکي په یو ساحل کي تا کړي له همدې کبله یې کارغه د وچې په لټه ولېږﺉ کارغه ساحل وموند او هلته د یو مردارجسد باندي کښیناست او د هغه په خوړولو شو، دا خبر نوح (ع)ته ورسید اوهغه و ویل چی د دې پسله کارغه مردارخوره الوتونکی دی . دا وار یې کوتره واستوله هغه په هوا کي ګرځېده چي یوه وچه یې تر سترګو شوه او هلته کښته شوه د هغه نیمي پښې په اوبو کي وې دا اوبه د عذاب اوبه نو مېدې او ډیري تودې وې نو کوتره بیا والوتله اوبله وچه یې وموندله د زیتون په ونه کښیناستله د هغه نه یې کوچنۍ َڅانګه پرې او په مشوکه کي یې نوح (ع)ته وروړه او نوح (ع)کښتۍ دهغه ساحل خواته بوتله د هغه تاریخ و روسته کوتره د سولي سمبول وبلله شوله.

دژووسمبول د کال لپاره:
د ختیځ اوسیدونکي له چین تر مصرپوري ډیر پخوانی  باور  اواعتقاد لري او وایي  چي هر کال د یو حیوان سمبول پر نړۍ  حکومت کوي او د هغه حیوان ځانګرتیاوی پر هغه کال حاکم وي .

د دولسو حیواناتو جنترۍ په ځانګړی توګه په افغانستان او ټوله اسیا کي خپل خاص ځای لري چینایان او نورمنځني اسیا ملتونه  د ژوو تاثیراتو چي په هغه کال مسلط دي لکه : ږېږېدني، کارونه، دوستي، عشق او واده باندي اعتقاد ري پخوا سوچ کیده دا یوازي د ترکانو او د اسیا د خلکو رواج دی خو اوس مالومه شوه چي دا سمبولونو په امریکایي بومیانو کي هم رواج درلود

ابوریحان البیروني دا رواج دمنځنۍ اسیا ګڼي او په خپل اثر اثارالباقیه کي د ت کانوکلنۍ جدولونه ښیي چي داسې دي : 

۱- چقان يا کسکو (موږک)

 ۲- اود يا سغر (غویي)

۳- بارس (پړاګ)

۴- تفشان يا تفشيجان يا توشقان (سوی)

 ۵- لو (نهنگ)

 ۶- ييلان (مار)

۷- يونت (آس)

۸- وی ( پسه)

 ۹- بيجين (بیږو)

۱۰- تغاقوی يا تخاقوی (کورنی چرګ)

۱۱- ايت (سپی)

۱۲- تونگوز( س کوزی)

داپخوانی شعر داسمبولونه داسی بیانوی :

موش و بقر و پلنگ و خرگوش شمار
زان چهار چو بگذری نهنگ آيد و مار

آنگاه به اسپ و گوسفند است حساب
حمدونه و مرغ و سگ و خوک خر كار

پایولادلسول په خپل کتاب د( چینی طالع لیدل) کي لیکی: بیږو د شیطنت او فیتنه ااچولوسمبول دی او په دولسو کلنو کي دایوغیر معمولی کال دی ،  د چرګ کال د نظامیانو او دیکتاتورانو کال او دسپي کال د دادخواهی او عدل کال دی.

لمنلیکونه:

 ۱- آشیل -کبوتر نماد صلح ،بابول کم

۲-نماد زيبايي- تبیان

۳-بي بي سي - فارسي- نماد سال 1385: سگ به حکومت خروس پايان می دهد.

۴    - سیروس شمیسا - نگاهی ن ادانه و تکمیلی به شاهد  بازی در ادب فارسی- مجله فرهنګ و ادبیات

۵-از ویکی‌پدیا- نماد ، دانشنامهٔ زاد

۶-دستگیر نایل- با زبان بی زبانی مجله بازار هفته شماره-275