د ثورپاچاګښتی ( ک . اکاډميسين م . ا. نوميالی )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9381
کانديد اکاډميسين م . انور نوميالی
دخبریدو نیټه : 2006-10-03

کانديد اکاډميسين م . انور نوميالی
 پخوازمانه چی به کله یوچیری دسردولتی مشران ترله واوښته یا به یوپاچا دبل پاچا پرکټ باندی کښینستی اویابه یوه امیردبل امیرپای تخت ځنی ونیوی نوپردغسی نیولو یااوښتلوباندی زموږدپښتنی ولس له خواڅخه په عاموخبروکی دپاچاګښتۍ نوم ایښوول سوی ؤ.زیاتره به موږته خپلواناګانوکله ناکله په وطن کی دپاچاګښتۍ داسی تیرسوی نکلونه هم کوله چی په جګړوکی به ئې یوه ورورهغه بل وروردواکمنۍ له تخته څخه شاړه اویابه یوه توربو دهغه بل توربورسترګی ځنی راکښلی څودپاچهۍ یاامیرۍ مقام ځنی ونیسی.دغسی کلونه اودغسی نکلونه به دپاچاګښتۍ له نامه سره ټینګ تړلی وه.داچی څونه وګړی به مړه کیدله،یابه څونه بیځایه کیدله اوڅه رازسړې ؤتودې به پرولس باندی تیریدلی اویاپه کومه پلمه به څوک پرچاباندی راپورته کیدله،ټوله دنکل هغه منظره جوړوله چی ترډیره ځایه به په تاریکه کی غوټه وه.خودقصویاافسانوغټه برخه به دهغوکسانوپرنامه راڅرخیده چی یابه دقدرت پرکټ کښینستلی وه اویابه له هغه څخه رالویدلی وه.دګرده تاریخ بیان دهمدغوپاچهانویاامیرانودبری یاماتی،دښیګڼویابدګڼویوه ر تیایادرواغ پړپړه وه چی دپاچاګښتۍ ډرامه په ئې دتخیل دپاره تمثیلوله.دتیری زمانې دغه شان ډرامې زموږ په احساس کی دیوې خوادپاره ستاینه اودبلی خوادپاره غندنه راخوځوله.خوپه هرصورت هم دستاینی اوهم دغندنی په دواړوحا اتوکی دغه رازپیښی یومخیزه دپاچاګښتۍ په نامه یادیدلی.
 بیانوکله چی دمځکی تناؤنه لنډ اودنیاسره سورۍ سوه نودنوروهیوادوسره دسیاسی،اقتصادی،فرهنګی،اجتماعی اواطلاعاتی پیژندګلویوپه راکړه ورکړه کی یولړکلمې یاوایې چی بل چیری ئې له وختی څخه رواج موندلی ؤ،زموږدژبی ورشوته هم راغلې اودلته ئې داسی پاخه راته واړوله چی زموږپه ژبه کی ئې درائجوکلماتوځای ونیوی.داچی په خپلوټاټوبوکی ئې څه رازمعناوی درلودی،تراوسه لاهم موږته پوره نه ده روښانه.خوداچی زموږپه ژبه کی ئې کومی معناوی واخیستې یوه داسی سابقه ده چی تریوې اندازې پوری لټول کیدای سی.
 په دې لړکی لومړۍ کلمه چی زموږد\"پاچاګښتۍ\" ځای ئې ونیوی هغه دکودتا کلمه وه.کودتاچی هرشی وه اوپه هره ژبه کی چی ئې کومه معنا درلوده خوزموږدژبی په خوله اوپه زړه کی ئې په بشپړه توګه دپاچاګښتۍ ځای ونیوی اوورو،وروئې هغه پریوه مخ درواجی استعمال له میدانه څخه وایستله.
زمادخپل وخت دیادخبره ده چی کله به زموږ خلګ دشاهی سرکارله زندوبنده څخه ډ یرسرغاړی سوه اوله سیاسی یا اجتماعی اختناق څخه به ئې د وتلوهیڅ مجال نه یدی اویابه دلږاظهارپه ګناه ځینی میړني اوزړه ورکسان دتوروزندانوپه کوټه قلفی کی دمرګ ترورځی پوری خاوری کیدله نوپه دغسی شرائطوکی \" کودتا\" هرچاته دژغورنی اوخلاصون دپاره دیوې مجربی نسخې په څیرښکاریدله.کورټ می نه هیریږی چی کله به څوک دپاچا \" تور\" سونوله ډاره به له هغه سره چاروغبړنه کاوه اوله دې څخه به بیریدله چی م بادادهغه په ګناه به ئې ونیسی.ځکه دشهرناپرسان په استبدادی تاریخ کی دغه رازپیښی خلګودسرپه سترګولیدلی وی. "دپاچاپه غضب اخته سی\" یوه له هغوسختوښراؤڅخه وه چی خلګوبه دخپلوجابرودښمنانواوغټوغلیمانوپه حق کی کو ه.
 دهغوسیاسی اوښتنوله مخی چی وخت ناوخته به په نوره دنیاکی دکودتاپه نامه پیښیدله اوخبرونه به ئې موږ په راډیوګانوکی اوریدله یابه موږپه اخباروکی لوستله نوداسی معنائې راته افاده کوله چی داددولت په دستګاه کی دننه یوڅوخیراندیشه کسان په پټه سره کښینی،دځان اواولاد ترسرؤمال تیرسی اوپه یقینی ایثاریافداکاری دخ ګودنجات دپاره خپل ترمنځ ټینګه ایمانی ژمنه وکړی څودوسلې په زوریوټولواک،یاواکدار،یاواکمن،یاجنرا ،یاپاچااویاکوم بل مطلق العنان صوبدارله سیاسی قدرته څخه واچوی اووګړی دهغه دزورـ زیاتی له غمه څخه خلاص کړی.په دې حساب چی کودتا دظلم اوفشارله درانه باره څخه دیوولس دخلاصیدوبریمنه لاره ګڼله کیدله نوهم دخواصوپه ذهن اوهم دعواموپه زړه کی دیوې سربډاګی میړانی اوقهرمانۍ نوم وچی داختناق تربشپړی سیطری لاندی ئې عادی وګړوح تی تصورلاهم نسوای کولای.موږچی په خپل ظلم ځبلی وطن کی دکوم چاله خواڅخه دیوې کودتا ساده فکرلاهم ممکن نه ګاڼه نودنوروځایوکودتاګانی چی به مواوریدلی دخپل زړه سوده موپه کوله.
 زما له یاده څخه نه وزی چی په مصرکی دجنرال نجیب اودهغه ترشا دجمال ناصرکودتائی راپاڅیده چی په ۱۹۵۶ـم کی ئې دشاه فاروق دپاچهۍ کمبله دیوې کودتاپه برکت ورټوله کړه یوه داسی امید بخښونکی پیښه وه چی زموږزلمی ځوانان دلته په خپل کورکی لا ورته هوسیدله.ددغی کودتاخبرمادکندهاردطلوع افغان دورځپاڼی په اداره کی واوریدی.هغه زمانه دکابلی سرکارمطبوعاتی مدیرهلته مرحوم محمدشاه ارشادؤ.زه ئې دورځپاڼی ادارې ته وررغلی وم.دمصردکودتادخبرله رارسیدوسره حتی دشاهی سرکارددغه پوره اعتمادی مدیرله خولې څخه بې اختیاره زماپه مخ کی داسی هیجانی جمله په لوی ږغ راووتله چی : \" رب دی دغه سنت عمومی کړی !\" دده له احساساتی لهجې څخه پوره څرګندیده چی وایې کشکی دغه دکودتا دود دلته هم عملی سی.
 بیانوپه ایران کی کودتا،ترهغه پسې په عراق کی کودتا اوداسی نوری سرپرسرکودتا ګانی مودنړۍ په بی ابیلوهیوادونواوځایونوکی پرله پسې اوریدی چی دسیاسی مورال په حساب ئې زموږدقدرت څښتنان خورازیات بیروله اودآزادۍ غوښتنی په مبارزوکی ئې دځوان نسل یاغی روحیه ډیره تقویه کوله.لنډی دا چی کودتا یوه مطلوبه کلمه وه اومعنائې زموږپه تصورکی هم هغه وه چی یولږشمیرکسان په پټه دایثاراوفداکارۍ په روحیه درژیم دبدلون یااوښتون دپاره ناڅاپه وسله وال پاڅون وکړی.
 زموږدوطن په سیاسی بهیرکی هم دکودتاهڅی دمحمدنعیم خان اوبیادعبدا ملک عبدالرحیم زی په نامه زموږترنظرتیری سوې.خوداکودتاوی که ئې چیری واقعیت درلودی،بری ته ونه رسیدی.ځکه دیوې فارسی ډرامې په استناد چی: \" حکومت بیداراست\" هغه شنډی سوی اومخکښان ئې داوږده کړاواوزحمتناکه بندیتوب په مصیبت کښیوتله.
 دسیاسی تحول په منظوردکودتاهمدغه مقبول یامنلی مفهوم زموږپه اذهانوکی ځای نیولی و،خوله څنګه سره ئې وخت ناوخته دانقلاب کلمه هم په اشعارواوآثاروکی دلته هلته غلی په مخه راتلله.دسرداردا دخان اقدام چی دده په مبارکه خوله دوراسته سلطنتی رژیم خاتمه ئې وویله هم په رسمی خپرونوکی دکودتاپه ویاړلی نامه سرکاری اخبارچیانوونوماوه.په هم هغه دوران کی بیایوه بله کودتاد مرحوم       محمدهاشم میوندوال په نامه ټاپه سوه چی دیو شمیرکسانو دوژلو،ټکولویاځورولو سبب وګرزیده اودکابلی خبرچیانوله خوائې په یوه یابل تعبیریادونه وسوه.کودتاګانی چی په نړۍ کی ډیری زیاتی سوی اوله تخیلی ارمانوسره سم ئې دسیاسی مبا زوهیلی ترسره نکړی نوورو،وروئې ځای انقلاب ونیوی.دانقلاب په ادبیاتوکی دسره انقلاب،زرغون انقلاب،سپین ان لاب اونورورنګونوانقلابونه هم دخبروبهیرته راکښیوتله.په دې لړکی دپرولتاری انقلاب،بورژوازی انقلاب،اس امی انقلاب،کلتوری انقلاب اوداسی نوروانقلابونووراشې هم میدان ته راغلی.خوزموږ په مجلسوکی چی زیات حساب پ کیدی هغه لومړی دفرانسې سیاسی ـ اجتماعی انقلاب اوورپسی داکتوبرسوسیالیستی انقلاب وچی زموږدسیاسی هیجاناتودپاره ئې دالهام یوه سرشاره مایه جوړوله.
 دهمدې شرائطوپه غیږکی هغه ډیره غټه پیښه چی زموږپ خاوره د ۱۹۷۹ـ م د اپریل په ۲۷نیټه یا د ۱۳۵۷ش هـ کال د ثورپر ۷مه نیټه دکابل په پای تخت کی له یوې سیاسی ګړبی سره راپیل سوه اوتراوسه ئې لادخونړیوورانیوطوفانی بهیرونه ادامه لری په خپله نوعه کی دبشری تاریخ یوه داسی ستره واقعه ګڼله کیدای سی چی دوطنی،منطقوی اوجهانی ابعادومتحول ترکیب ئې په نوعیت کی پوره څرګندیږی. دیادونی وړئې بولم چی که ددې لوئی پیښی په اړه یونیم بیانونه لږیا ډیرراپه زړه سی اوښې یابدی خاطری ئې دواړه دهم هغی زمانې له احساسه سره سم په پښتنی صداقت ولیکلی سی نوښائی چی زموږدنیژدې تاریخ یوه ډیره مهمه پاڼه به دابدی هیری له چپاوه څخه ژغورلی پاته سی.دغه ماجراچی حتی مرکزی لوبغا ړوئې لاهم د اجراء کید وعملی تصورکله نه وکړی په د ا سی ډ را ما ټیکه توګه ناڅاپه رامیدان ته سوه چی چاته دبیری،چاته دامید،چاته دحیرت،چاته دذ ت،چاته دقدرت اوچاته بیخی دخوب ؤخیال یوه معامله وایسیدله.خوپه هرحال ټوله په دې احساس کی په یوه خوله وه چی خبره خورازیاته غټه ده.ځکه زموږ خپورعامه ذهنیت چی داوږده استبداد اونه تمامیدونکی اختناق دسیاسی قدرت له پاخه استقراره سره پوخ عادت نیولی ونودداسی یودم راچپه کیدواوبیخکی رانسکوریدوفکرئې لاهم نسوای کولای.پردې لویه پیښه باندی دثورانقلاب،دپرتمین انقلاب،دنوی تیپ انقلاب اوبیاپه وروسته کی دملی ډیموکراټیک انقلاب بیلابیل نومونه په عامه خبرونواوخپرونوکی رواج سوه.
 دثوردمیاشتی له نامه سره تړلی دغه درنه ټکه چی انفجاری موادئې دسختواستبدادی فشارونواوناتمامه اختناقی دورانونوپه خورااوږده سابقه کی سرپرسرکوټه سوی وه دشلمی پیړۍ دستروتاریخی پیښوپه جهانی فهرست کی پوره ځای نیولای سی.دجریاناتودغه پړاوچی دافغانستان دسیاسی اواجتماعی تاریخ په بهیرکی له نن څخه شل کاله وړاندی تریولړپرله پسې ټکرونووروسته د ګوندی ـ نظامی یا حزبی ـ فوجی حرکت په سلسله راپیل سواوخاتمه ئې تردې اوسه (۱۹۹۹ـ م ) پوری لاهم روښانه نه ښکاری،هغه لویه پاچاګښتی ئې وبولۍ چی دمشرانواوکشرانوډیرسرونه ئې وخوړله اودافغانستان ترهره ګوټه پوری ئې لیونۍ ډکې اوزوروری څپې ورسید ی.په ګرده هیواد کی داسی څوک پاته نسوه چی دمثبتوښیګڼواومنفی بدګڼوتراغیزولاندی ئې رانسی.هغه چاچی په دې ح کت کی سازمانی ذمه واری لرله نودخپلی ګوندی ستراتیژۍ پربنائې ددې خبری حق درلودی چی نوی تیپ انقلاب ئې وګڼی اویائې دیوې بلی ژبی په همداسی تقلیدی نا مه وبولی.دوی البته یوازی دقدرت داخیستلودپاره دنظامی چپاوواحده ح ادثه په پام کی نه نیوله بلکی هغه ټوله انقلابی پروګرامونه ئې په نظرکی وه چی یوه نیمه لسیزه وړاندی ئې دټولنی دانقلابی تغیردپاره په خپلوتبلیغاتواوتعلیماتوکی خلګوته په ډاګه اعلان کړی وه.دوی به ټوله له ګ دوښواوبدوسره پرهمدې ځای پریږدوچی دخپلوپروګرامودتحقق دپاره ئې کومه لاره واخیسته اوپرکومه خواو اړه.
 رابه سودخپل وخت هغه یوشمیرجدیدخیالویاروښانفکره کسانوته چی له دې بهیره څخه ګوښی پاته وه اودغی ناڅاپی پاچاګښتۍ دیوې غیرمنتظره واقعې یانابوبره حادثې په څیرپه خوراغټ حیرت کی واچوله.دغسی کسان تریوڅه وخته پوری په دې فکرکی وه چی دوی خوپه پخواکی دخلګ ډیموکراټیک ګوندله زیاترولویانوسره ډیری نیژدې شخصی پیژند ګلوۍ درلودی نوښائی چی دوی ته به په دولتی جوړښت کی سمته برخه ورکړی اوخولۍ به ئې په غوړوکی سی.خوپه ګوندکی دننه چی دولجوپرسرکشمکشونه یادصوبداریوپرسرنوی اوزاړه تضادونه په خوټیدوکی وه نوددولتی لوبی هرکاره یاکړۍ ورځ په ورځ ترداسی اندازې راکوچنۍ کیدله چی په خپله دسرې مبارزې لوبغاړی لاهم په هغی کی نه سره ځائیدله.دتوزنی هیلی په طمعه دغه کسان چی کرار،کرارد دې نوی ګوند ی پاچهۍ له درباره څخه یومخیزه ناامیده کیدله اودنوی ان لابی واکدارانوله خاصی پاملرنی څخه محروم پاتیدله نودلومړی ځل دپاره ئې دغه ستره پاچاګښتی چی سرکاری ژورنا یسټیانودثورپرتمین انقلاب معرفی کاوه،دخپل زړه دسړیدودپاره په پټوخصوصی مجلسونوکی په پښتوژبه \" دغوائی اړودوړ\" بلله.په دغه خندوونکی ټوکی نامه باندی ئې دخپل زړه سوده کوله اودورپیښ محرومیت لمبه ئې په سړو ه.دغوائی نوم له دې اړودوړه سره چندانی نامانوسه هم نه ښکاریدی.ځکه په ګوندکی داسی یوڅوپيژندلی کسان هم وه چی دسیاسی مبارزوپه دوران کی ئې وختی لادخپل صورت یاسیرت له مخی دځینوبودګانودنومولقبونه دحریفانوله خواڅخه اخیستی وه.دحیوانی نوموالقاب زموږدژبی په طنزیه یاهجویه کلتورکی چندانی بې سابقې هم نه ګڼل کیږی.ځکه چغال س ور،اوښ لالو،خرګلواوماراودرامان ئې دمثال په ډول یادولای سم.
 بله پلابیاله ګونده وتلی یوډیرکړولی ګوندی چی پخوائې ددې جریان وندرته خوراډیرنوی زلمیان راوستلی وه اواوس دمحرومیت په خړه ورځ کی د انقلابی م خکښانوله ردیفه څخه دباندی پیکه ښکاریدی نوکله چی به ده ته دتقریرواګی په لاس وررغلی،دغه پاچاګښتی به ئې د وازپه فشارد \" کودتا\" په نامه سپکوله.دده له لهجی افاده داوه چی په دې حرکت کی خلګویعنی ده په خپله ونډه نه ده اخیستی نوځکه په علمی حساب انقلاب نه ګڼل کیږی بلکی دیوڅوکسانوکودتاده.دده له وینا څخه ښکاریده چی په نظری توګه ئې انقلاب هغه اوښتنه بلله چی ټوله خلګ راوپاڅی اوخپل سیاسی ـ اجتماعی سرنوشت پربل مخ واړوی.
 دهمدې لړۍ خبره ئې وبولۍ چی ورو،ورودجهانی تبلیغاتوپه امریکائی سبک کی بیا \" دثورکمونیسټی کودتا \" باب سوه څودم اومت دسیاسی ادبیاتوپوخ ورد وګرزی.خوهغه څوک چی په یوه يابل دلیل ئې دثورپرپاچاګښتۍ باندی دانقلاب ښه نوم نه پیرزوکیدی نوئې په مخالفت کی دې ته ټینګه ملاوتړله چی دکودتانوم پرهغه باندی پوخ کړی.دوی غوښته چی انقلاب دیوې ستایلی پدیدی اوکودتادیوې غندلی پدیدی په څیروښیی.په هرحال کودتاچی یوه زمانه زموږپه اذهانوکی ښکلی بڼه در وده هغه ئې په بدرنګه څیره ورواړوله.په خارجی تبلیغاتوکی دې ټکی ته زیاته توجه څرګندیدله چی دثورپاچاګښتی دکودتاپه نامه محکومه کړی.دکودتاله څنګه سره چی ئې بیادکمونیسټی اوخونړی کلمات هم ملګری کړه نوپه یوه ټک ئې درې څلورمرغۍ ښکارولی.په پیښورکی یواخبارچاپیدی اوماچی به وخت ناوخته دهغه مقالې کتلی نودابه ځنی ښکاریده چی یوازی د \" کمونیسټی کودتا \" پربې اعتباره کیدوباندی له خپلوسپانسرانوڅخه یوڅوخوشمړی لاس ته راوړای سی.ځکه په هره لیکنه کی به ئې پرځای یابیځایه ددغوکلماتووچ تکرارهرومروپه مخه راتلی.
 دورځواوشپوله تیریدوسره دثورخوندورانقلاب چی ګوندیانواوهوادارانوئې په رشتیا یاپه درواغودهغه پرمزوباندی دویاړژبی ټکولی،کرا ،کراردیوډیربې خونده ژوولی شخوند په څیرله خولې څخه تف سو. د ا نقلاب د نا مه با رچی د ګوند پروژل سوی مشرنجیب الله باندی ډیروغمیدی نوئې په رسمی توګه هم په خپله اوهم دانقلابی ګوند په نمایندګی پریوه مخ له خولې څخه واچاوه اودتحول ترمجهولی ټاپې لاندی ئې په خپل نوی اساسی قانون کی دیوه محکوم مفهوم په توګه دتاریخ خاوروته وسپاره.ده داسی ګومان کاوه چی په دې چاره به ئې درد دواسی اوله دی درانه باره څخه به ئې اوږې لږڅه سپکی سی.اوس په خپله پاشلی ګوندیان دغه لویه اونه ختمیدونکی پاچاګښتی چی سراسرپه ګداګښتی هم بدله سوی ده کله د تحول،کله دتطور،کله دپاڅون،کله داوښتون اوکله ناکله ئې بیادامریکادسیاسی مقاماتودمزاجی خوښۍ دپاره دخوشامندپه توګه دثورخونړۍ کمونیسټی کودتابولی. اوریدلی می دی چی دخلګ ډیموکراټیک ګوند دمرکزی کمیټې یومبتکرغړی بیا خپله دغه ویاړلی تاریخی کارنامه نن سباپه جګه غاړه \" دغوائی خوشائی \" یا \"دغوائی مرداری \" بللی ده.
 دثو جهان شموله پاچاګښتی که دسیاسی تمایلاتویاناملایماتوله اغیزوڅخه لږڅه ګوښی ترکتنی اوڅیړنی لاندی ونیوله سی نوددې واقعیت حدس وهل کیدای سی چی دلته په سیمه کی یوشمیرنړیوال پیچلی مسائل موجودوه اودهغوڅرک له دې ټکی څخه لګول کیدای سی چی دثورله پاچاګښتۍ سره په یوه وخت کی دایران پاچاګښتی هم منځ ته راځی.ماهروخت ویلی دی اوبیاهم وایم چی ددې تاریخی بهیر خارجی ماهیت ترهغوپوری څوک په واقعی ډول نسی پیژندلای څوچی د شوروی د \" کی . جی .بی .\" اصلی اسنادئې دامریکاد \" سی .آی .اې .\" له اصلی اسنادو سره یوځای دکمپیوټری پلټنی په رڼاکی ترکتنی نه وی ایستلی.ددې معنابه نوداوی چی زموږدبدمرغیوخارجی عوامل به دقیامت ترورځی پوری یومخ پټ پاته سی.
 نن په داسی حال کی چی دثورپرتمین انقلاب دانقلابی قهرمانانوله خولی څخه پر یوه مخ لویدلی دی خودثوردکمونیسټی خونړۍ کودتاپرمړه لاښ باندی لااوس هم مسلسل دتبلیغاتومرګکی وارونه کیږی.خارجی هیوادونه اویادهغوتنخاخواره چی دسیاسی ملحوظاتوپه خاطردغه کارکوی نوخوحق ئې دی چی دخپل منفعت په استقامت کی ئې دغه لاره په مخه اخیستی ده.خودلته بیایوبیچاره خوارکی ګوندی چی نه ئې توبې څوک منی اونه ئې داوښ دپل په جوړولوبخښی خودی لاجوغیدلی وی چی دخپلی تخیلی تبرئې دپاره دغه لویه حادثه یاستره فاجعه دکودتاپه خبیث نامه باندی یاده کړی.ددغه ازکسانوعمل ماته دکلیوالوهغه پخه خبره راپه یادوی چی وائی اوزګړی له لیوه سره یوڅه لاس لګوی خوخرچی شرمښ ووینی نوغړی ئې وتښتی اودخوشامند په توګه دهغه ترمخ دمرګ لوری ته پرخپلوپښوورسره ځغلی. ددې بهیرپه تاریخی م نډوکی دارازګډی وډی لاهم دیادونی وړدی چی یووخت زموږیوه پیاوړی څیړونکی هغه مهال چی له کوم راډیوئی خبریال سره ئې په مرکه کی دثورپرپاچاګښتی باندی دکرکی په قهرجنه لهجه خپل ډک زړه خالی کاوه نونیژدې وچی دنفرت ټوله خ وښ تر\" ثور\" خوارکی وګاږی.ځکه دده له علمی څیړنی سره سم هم د ملحد واوهم د مجاهدوغبرګی ټکی دواړه دهمدې ثور په دوران کی دافغانستان پرسرلګیدلی دی.باید شکروکښل سی چی داګړبه دلړم یا چونګاښ اویادکوم بل ځناورپه میاشت کی نه ده پیښه سوی.ثوریعنی غویی خولاډیره پروانلری ځکه هغه دبقرې زوی دی اوبقره هغه مقدسه هستی ده چی د خدای دعربی کتاب دوهم څپرکی دهمدې مبارکی په نامه بلل کیږی.که خبره داسی نه وی نوپه نجومی حساب نه ثورغویې دی،نه هم سرطان چونګاښ اونه هم عقرب لړم.
 که دالفاظوترڅیړنیزوټوکوټکالوراتیرسونوخدای په رشتیاخوښیږی چی له دې ټوله رنګارنګ استعماله سره بیاهم ولاکه موږسم پوهیږوچی کودتاڅه شی ده اوانقلاب څه ته وائی.راسی تروسه،وسه زیاروباسوچی دڅیړنی خبره له کودتاڅخه راونیسو اوترانقلاب پوری ئې ورسوو. کودتاخوزموږله پخوانی خیاله سره سمه هغه ناڅاپه نظامی پیښه ګڼله کیدله چی یوڅوناپیژندلی سربډاګه پوځیان ئې دیورژیم اویادرژیم دسرانودایسته کیدودپاره سرته ورسوی.خودکودتاچیانوپیژندنه اوددوی سیاسی تګلاره نوبیاوروسته کرار،کرارپه خپرونواوم کوکی خلګوته څرګنده سی.ددغسی یوه مفهوم له مخی دثورپاچاګښتی هیڅ کله کودتانسی بلله کیدای.ځکه لومړی خودا ناڅاپه نه وه،دڅوناپیژندلوکسانوله خواڅخه نه وه.دیوه ګوند له خواڅخه وه چی ټولو خلګوښه پوره پیژندی اوخپل پروګرامونه ئې هم له وختی څخه لاپه ډاګه اعلان کړی وه.بل نوله پخوانی مفهومه سره سمه موږکودتاته زیاتره داسی فکرکاوه چی بایدترډیره وخته ئې نظامیان اداره کړی.خودثورپاچاګښتی چی نن سرته ورسیده نوسمدلاسه په داسبائې دادارې ټوله دولتی واک دګوندملکی مشرانوته ورانتقال سو. بایدداخبره یاده سی چی په افغانستان کی دالومړی ځل چی نظامی واکداری په ملکی واکمنی بدله سوه اوښائی دماتی یواساسی عامل ئې هم دغه نوی بې سابقې انتقال وی چی ددولت په لوړه سطحه کی په سرورسیدی.دادثوردپاچاګښتۍ هغه بنیادی ټکی ګڼل کیدای سی چی له کودتاسره اساسی فرق ل ی.
 اوس به راسودې خبری ته چی کودتادلویدیځوادبیاتویاغربی سیاسیاتوپه هنداره کی وګورو.دکودتاکلمه (coup d etat ) چی فرانسوی ئې بولی د ویبسټرپه غټه انګریزی ډکشنری کی داسی ښوولی سوی ده: په سیاسیاتوکی هغه ناڅاپه اوغوڅ اقدام ته کودتاویله کیږی چی په تیره بیادغه اقدام په غیرقانونی صورت یادقوی په زوردیوولاړحکومت داوښتنی سبب وګرزی.غربی پوهان زیاتره ددې کلمې دسیا سی هویت په مورد کی داسی تصورله ځانه سره لری چی که کله پرپښوولاړ یوانتخابی حکومت دناپیښه نظامی اقدام یادقوې داستعمال له لاری رانسکوره سی نودغه شان حرکت دکودتاپه نامه یادیږی.
 که موږپه رشتیانی انصاف همدغه ډیموکراټیک پرنسیب په پام کی وساتونو دافغانستان په سراسری تا یخ کی دپرله پسې حکومتونودولتی بنیادله ډیری پخوا زمانې راهیسی کورټ هغسی یوې مرحلې ته کله نه دی رسیدلی چی ه ته دیوه ځل دپاره لاهم یوټاکلی انتخابی حکومت دغربی ډیموکراسۍ له اصولوسره سم په کوم وخت کی منځ ته راغلی وی.هرحکومت یاښه یابد هرکله دیوه بل چاله خواڅخه په زورایسته سوی دی اوهغه ئې پرځای کښینستلی دی.همدغه دلیل دی چی زموږ هیڅ حکومت ترهغه مهاله چی زوردرلوولی دی بل چاته ئې ځای نه دی ورپرې ایښی.ځکه ګرده تاریخ مودزوربا ای زوریوه ناتمامه پروسه ده اوددولتی قدرت دپاره دهمیشنۍ جګړې دغه مداومه قانونمندی موکله پټه کله ښکاره ت اوسه لاهم په ملک کی روانه ده.یووخت چی مقتول نجیب الله دسولی په منظورظاهرخان پاچا وطنی اشتراک ته راوباله نوهغه ئې په جواب کی دنجیب الله حکومت غیرمشروع وباله. خومرحوم نجیب الله په دې غبرګون کی پوره حق په جانب وچی ظاهرپاچا ته په رډه ووائی چی ستاسی حکومت نوکله سیاسی ـ قانونی مشروعیت درلودی.

 ظا هروویل نجیب ته نه لـری مـشروعـیت
 ده هم لڅه کړله سټه د هـغه د ســلطـنـت

 چی دخبری سرله نیژدې تاریخه څخه راونیسونورشتیاهم له امان الله څخه حبیب الله ،له هغه څخه بیانادر،له ظاهرڅخه بیاداؤداوله ده څخه بیانورمحمد دولتی قدرت په زورونیوی اوهم دغه شان تردااوسه پسی راځی چی هرچاپه هروخت کی په خپل زوریادبل په زوردحکومت واګی په لاس کی اخیستی دی.دافغانستان په دولتی سطحه کی چی سوله مشکله ده دلیل ئې هم دادی چی دلته هرڅوک په زورسیاسی قدرت ته رسیږی اوزوروالابیا داحق هیچاته نه ورکوی چی هغه میدان ته راسی او بې له زوره دوچ انتخاب په قوت دده ځای ونیسی.ددغه تاریخی واقعیت په پام کی ساتلوسره که داوسنی زمانې غربی مقیاس په نظرکی ونیول سی نودافغانستان سیاسی تاریخ له آدمه تردې دمه پرله پسې دزوربالای زوریوداسی بهیردی چی په عصری معنامدنی دولت یاقانونی حکومت ته کورټ دراپیداکیدومجال نه ورکوی. په دې صورت کی نوزموږدتاریخ دهری زمانې ټولی پاچاګښتۍ،دثوردپاچاګښتۍ په شمول،یورنګه یایوشانته نوعیت لری اوله دې خبری څخه دانتیجه راوزی چی یا خوټولی بې له استثناء څخه کودتاوی ګڼلی کیږی اویاخویوازی دثورپاچاګښتی ددې سیاسی ام تیازحق نلری چی په دې بې مصداقه نامه باندی یاوستایله سی اویا وغندله سی.خوله دې سره بیاهم که چیری دثو پاچاګښتی دتبلیغاتی موډپه سلیقه کودتا وبلله سی نوهغه بیامشکله ده چی کمونیسټی وګڼله سی ځکه ترپایه پوری کمونیسټی چین له دې کبله په رسمیت ونه پیژندله چی هغه ئې کمونیسټی نه بلله.
 دثوردپاچاګښتۍ دکودتائی نامه له تبلیغاتی اغیزوڅخه چی ځان راوباسونوڅیړنه مو سمدستی له دې پوښتنی سره مخامخ کیږی چی زموږدتاریخ دغه ستره پیښه باید له علمی دریځه دانقلاب دمعیاری موازینوپه ګچه هم ترکره کتنی لاندی سمه وپلټو.
 دانقلاب توری یوه عربی کلمه ده چی په زیاترومواردوکی دبدلون یااوښتون په معناترجمه کیدای سی.خوهغه مفهوم چی زموږپه ژبوکی ئې اخیستی دی،عربیان ئې په خپله ژبه کی د \" الثورة\"  په لغت افاده کوی.زموږدژبوپه بهیرکی دسیاسی، اجتم اعی،کلتوری ، بورژوازی ، پرولټاری ، اسلا می اوداسی نوروډ ولونوانقلابی ترکیبونه هم دلته هلته دیوه یابل هدف دپاره تراستعمال لاندی راغلی دی. خودټولو ترمنځ ئې مفهومی اشتراک په دې افاده کی راڅرګندیږی چی یومسلط م وجود حالت بایدتغیروخوری اونوی کیفیت ئې ځای ونیسی.دعمومی تیورۍ په رڼاکی خبره داسی ښکاری چی دیوې ټولنی وګړی دژوندانه دکاروبارپه هلوځلوکی حرکت کوی اودغه حرکت له هره پلوه په مجموعی توګه پرله پسی مخ پرزیاتیدو اوپ اخیدووی.همدغه انکشاف بیاپه ځان کی دننه دبیلابیلومنافعوترمنځ خوښ نا خوښه دتسانداوتضادیااتصال اوانفصال دوې سره تړلی غبرګی پدیدې منځ ته راوړی.ددې پدیدودرشدجبری پروسه هرومروداغواړی چی دوګړوپه ټولنیزو روابطوکی ئې دزیاتیدونکی ودی پرمخ باندی دروازه تړلی نه وی.که ټولنه په مثالی توګه دبخارله دیګه سره مشابه وګڼله سی نودغه دیګ چی کله په ایشناوکی وی،داورته په کارده چی یومنفذ ولری څودبخاردډیریدوفشارئې دچاودنی ترټکانې ونه رسیږی.که چیری دهغه په جوړښت کی دبخاردوتلویوټاکلی منفذ نه وی نو دفشارله زیاتیدوسره هرومروچوی.یوه ټولنه هم ددې دپاره چی پرله ونه چوی نو باید وګړی ئې دداسی ټولنیزوروابطوپه شبکه کی عیارسی چی دفعالیتونواو ح کتونودانکشاف مخه ئې کلکوبندشونویاخنډونوپه ټپه نه وی راګرزولی.خوکه ئې مخه بنده وی نوهلته که دچازړه غواړی اوکه نه غواړی یوه چاودنه حتمی بلله کیږی.ځکه دهغی ټولنی په دننه یادباندی کی داسی شرائط راپیداکیږی چی دمس طو ټولنیزوروابطوراکده شبکه ئې پرله وچوی.ددغسی یوې چاودنی نوم انقلاب دی چی په انګریزی کی د \" ریولیوشن Revolution \" په نامه یادیږی.دغه لغت په قاموسونوکی دداسی بدلون یااوښتون په توګه معرفی کیږی چی دخلګوچپاوی پ ګنی راوپاڅی څوپرځای ناست حکومت په دسته جمعی قوت رانسکوره کړی اودټولنی جوړښت یاسکښت سرچپه راواړوی.په دغه زورکی اوښتنه کی چی دټولنی دغړوسیاسی،اقتصادی اواجتماعی دریځونه بدلیږی نوسخت خونړی ټکرونه ئې له بې رحمه ت دده سره هم ملګری وی.انقلاب نویوه اختیاری یاانتخابی پروسه نه ده بلکی یوډول انفجاری عملیه ده چی په یوه ډول دډولونومنځ ته راځی اوبې بندوباره سرې لمبې ئې له تورودودانوسره ترډیره وخته پوری له خروښه څخه نه لویږ ی.
 دسیاسیاتوغربی پوهنه بیا دانقلاب یا \" ریولیوشن \" په مقابل کی د \" ا یوه لیو شن Evolution \" یوه کلمه هم لری چی په تکامل ترجمه سوی ده.داالبته دټولنی په موردکی دتدریجی یاتکاملی بدلون هغه نسخه ده چی هلته دانکشاف لاری دوګړو پرمخ باندی ټپی نه وی ټړلی اوټولنه ئې سوکه،سوکه دنسبتی ثباته سره یوځای دتغیرپه بهیرکی داوښتنی اوپرمختلنی بشپړتیائی پړاوونه هم وهی.دانسخه دتدریجی تغیریوه عملیه وګڼی چی په سیاسی سطحه کی ئې رشتیانۍ یموکراسی دبشری نړۍ په یوه یابل ځای کی دټولنیزومبارزودفشاردپاره دمنفذ په توګه ایجادکړی ده. خود دې نسخې تطبیق ا لبته د سوچه روښا نه ا نسانی ذ هنیت په کـلتورکی د ا یجاد اواستقرارزمینه پیدا کولای سی.
 دې ټکی ته باید سم پام راوګرزول سی چی بنیادی انقلابونه زیاتره په دووبڼو یا څیروکی خپل ځان پوره ښکاره کوی.ځکه چی یوئې دماهیت له مخی سیاسی نوعیت لری اوبل ئې بیا سربیره پرسیاسی خصوصیت اجتماعی نوعیت لری. کیدلای سی چی ومړی دسیاسی انقلاب اودوهم داجتماعی انقلاب په نامه سره بیل سی. سیاسی انقلاب هغه دی چی په پیښه کی ئې یوازی دولتی رژیم تغیروخوری اوپورته،کښته یوشمیردولتی نهادونه هم له حکومتی مامورانوسره لاندی باندی ترله واوړی راواوړی.خواجتماعی انقلاب بیاهغه بیخکی بدلون دی چی دخلګوترمنځ دملکیت مستقرروابط پرله وشکوی اووګړی ت هغوپوری چی په نووروابطوکی تنظیم کیږی،سراسیمه غوندی په یوه عامه اوتامه لګه درګه کی یودبله سره دټکرونو کې وهی.زموږپه سیمه کی په مثالی توګه دایران انقلاب دسیاسی نوعیت له مخی اودافغانستان انقلاب داجتماعی نوعیت له مخی ټیپکی تاریخی نمونې ګڼلی کیدای سی.
 دثورپاچاګښتی دانقلاب په تعبیراودهغه زیاتره غټ پراب مونه البته دهغوروابطوله تغیره سره اړه لری چی دمځکی دملکیت په برخه کی د \" ا خ د ګ \" له خواڅخه راپیل سوه .که څوک ددغه ملکیت زړه شبکه اوپرهغی باندی ولاړمؤسسات دبې سنجشه هوسانه تغیراتوله عواقبوسره یوځای ترکتنی اندی راولی نوپه دې خبره ئې پوره سد رسیدای سی چی دغه دثورپاچاګښتی ددې پرځای چی دکودتاپه کوچنوټی نامه ئې اهم یت له نظره واچول سی،په خپل تاریخی ماهیت کی ئې دافغانی،منطقوی اوجهانی انقلاب پیلامه کښیښووله.ځکه له لومړی سره څخه دهغه ټوله جریان دهرچاپرلاس باندی دملکیتونودنیولو،یاګټلو،یالاندی کولو،یاخپلولواویا بایللویوه ناتمامه لیکلیکه وګرزیدله چی دخاتمی عوضی شبکه ئې په نیژدې زمانه کی لاهم نظرته نسی راتلای. دبانډاری داپاړکۍ پرځای ده چی وايی:

 زموږدثوراړودوړ په کودتاکوچنی کیدی
 اوس هغه دټول جهان ت چړپیدوورسیدی

 هغه مهال چی دوطنی ځوانانودبیدارۍ په دوران کی دکودتا آیډیال په انقلاب بدلیدی نوزموږپه تصوری خوبوکی ئې یوه داسی مقبوله منظره انځوروله چی ښائی د عمومی اختناق له سیطری څخه مویوم خیزه آزادولای سی اودهراړخیزه انکشاف لویي روښانه لاری موپرمخ پرانیستلای سی.کوم شاعریالیکوال چی به کله دانقلاب توری پټ یاښکاره په خپلوآثاروکی ځایاوه نودویاړبریتونه به ئې تاووله چی ولازه هم دایم انقلابی یم.دغه زمزمه یوه زمانه دپای تخت دعیاشیواوساتیریوپه شرابی بانډاروکی هم دترنم دپاره موډګرزیدلی وه چی:

 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رنګ

 له هغوټولوڅرګندوم خصاتوسره چی دثورله پاچاګښتۍ څخه په نړیواله سویه  د ا جتماعی ا نقلاب یوه تا ریخی مورینه جوړوی ، خوبیاهم ځینی لا ا با لی کسا ن  یامتمایل ژورنالیسټیان دخپل زړه دسړیدویادحق الزحمې دحلالیدودپاره هرکله دې ته جوړیدلی وی چی دثورپرانقلاب باندی دکودتا نوم پوخ کړی.دوی په عین حال کی خلګوته داسی ذهنیت ورکوی چی کودتاخوراناوړه چاره ده اماانقلاب بیاله عیبه پاک یوسپیڅلی جریان دی.ښکاری چی ددغه رازکسانوپوره دافغانستان په سترانډوخرزړه نه دی سوړسوی اونورانقلابونه ئې لاهم ورته په نیت کی دی.ځکه نویانه پوهیږی اویانه غواړی چی داحقیقت سمدم په ډاګه کړی چی انقلاب، که په هرنامه وی،هغه دورانیواوبربادیوبې جلوه طوفان ګڼل کیږی.
 دانقلابوپه څیړنواوپلټنوکی هم رازپه رازډیری رنګارنګ خبری تللی اوراغلی دی. یووخت به داسی ویل کیده چی کله ټوله خلګ قهریدلی راوپاڅی اوپه یوه ټولنه کی دژوند سیاسی ـ اجتماعی سکښت بدل کړی نودغه شان عمومی قیام انقلاب بلل کیدای سی.موږهمدغه رازاسلامی انقلاب دسرپه سترګوپه ایران کی ولیدی چی دوګړوټولوقش ونودزړه په اخلاص پوره برخه پکښی واخیسته خوکله چی په سر ورسیدی نودخلګوپه درد ئې ونه خوړله اودیوه بل انق اب دضرورت ستونزه ئې دوګړوپه مبارزوکی پای ته ونه رسوله. په روڼوسترګوداواقعیت لیده کیدای سی چی انقلاب که ګرده خلګ وکړی اویائې یوڅوکسه وکړی خودهغه خوږې ګوړی یوازی دیوموټ کسانوپه برخه کیږی.دانقلابونودتاریخ نتیجه تل ترتله داحقیقت راښیی چی \" توری به لالاوهی،مړۍ به اودولاوهی \" اویا دا چی \" خوشال خان توری وهی،م نصب سدوخوری \" .
 دثوردپاچاګښتۍ دانقلابی مشکلاتوپه برخه کی دځینویارانوله خولې څخه دګوندی درسناموپه تقلیدی سلیقه دابې چورته خبره راوزی چی دلته خو زموږپه هیوادکی یا کارګره موجوده نه وه اویاپوره بشپړسیاسی شدته رسیدلی نه وه څودغه جریان دکتابی ارمانودتحقق پرلاره واقعی پړاوته ورسوی.دداسی انډیوالانودراویښولو دپاره ګومان کوم یوازی همدومره چیخونه کافی وی چی داکتوبرسترسوسیالیسټی انقلاب له پیله څخه بیا ترختمه پوری اویاکاله رسیدلوکارګرانوراوچلاوه اوپرلویو جهانی کارناموئې هم سترګی نسی پټیدلای،خودانقلابی نسل نووبچیانوئې په خپل لاس په کریملین کی فاتحه واخیستله. نن سبادفرانسې لوی انقلاب ته دانسانی عقل په تاریخی مح کمه کی هم دغسی یوسرنوشت ګوری.
 دغربی آثاروپه لیکونوکی ماته څوځله داسی یوه وراشه په مخه راغلی ده چی وائی: \" انقلاب خپل بچیان خوری \". که داڅرګندونه دانقلاب دپیژندنی یوه مشخصه وګڼله سی نوپه افغانستان کی خودثوردپاچاګښتۍ روان انقلابی بهیرپه هر پړاوکی تردې دمه پوری خپل زیات بچوړی وخوړله اونورئې لاهم پسی خوری. دلویدیځوپوهانودڅرګندونی رشتیانی مصداق هم دثورپاچاګښتی ده چی دکودتاله مفهومه سره بنیادی توپیرل ی.
 په اوسنۍ نړۍ کی چی زاړه اونوی انقلابونه دمدنی ذهنیت له دریځه مخ پرمحکوم کیدوروان دی نوهررازانق اب،که دکفروی که داسلام،دهغه معناورانی ده اوښکلی ښایسته نومونه یوازی دپرده پوښۍ دپرده پوښۍ دپاره ورباندی ایښوول کیږی.که چیری موږانقلاب یاکودتا په یوه یابل ناوړه نامه باندی یوازی ترغندنی لاندی راولونودتاریخی پیوندپرهغه لړۍ باندی سترګی پوټووچی دعلت اومعلول له اصله سره سم ئې یوې فاجعې بله فاجعه زیږولی وی.دتاریخ پیښی دکړیوپه څیرسره تړلی دی اوهره لاحقه ئې دخپلی سابقې زیږنده ګڼله کیږی.دعلمی څیړنوپه چاروکی دتاریخی بهیرپر ه پوری تشریح دهغه رازاحساساتی مداخلې مخه نیولای سی چی یوڅوک دخپلی خوښی له ټاکنی سره سم دستاینی یاغندنی په نیت دتاریخ نه شلیدونکی تسلسل ته دبیلابیلومستقلوټوټویاځانته ځانته پارچوپه سترګه ګوری. راسی چی دیوه ژوندی مثال په توګه داخبره دیادونی وړوبولوچی نن ورځ ډیر خلګ په افغانستان کی دننه اوترهغه دباندی دطالبانو ه سیطری څخه نفرت کوی، خودټولوخوله چی وپوښتل سی نوغټ اکثریت ئې داوایی چی په کابل کی د \" رب\" له واحد کهوله څخه دیوه \" ربانی\" ناوړه \" اسلامی دولت\" وچی دیوه بل \" ربانی\" دناوړه \" اسلامی امارت\" فاجعه ئې وزیږوله. داواقعیت په هیڅ وخت کی دهیرولو نه دی چی دکودتایاانقلاب ترمحکومیدوهغه عوامل دزیات نفرت وړدی چی لږ خلګ کودتاته اوډیرخلګ انقلاب ته اړباسی.دواقعاتومنطقی پیوند بایدهیڅ وخت له تاریخی پیونده څخه لیری نه سی.
 نن سباچی دثورپاچاګښتی دافغانستان دتاریخ یوه ضخیمه برخه ګرزیدلی ده،نوکه ئې ښه بولی اوکه بده،خوددې دپاره چی دهغی تاریخی هویت په ژورنالیسټی تبلیغاتوکی مسخه نه سی، باید په علمی آثاروکی دهغی له عواملواوعوارضوسره یوځای د \" اجتماعی انقلاب\" په عنوان تثبیت سی. که چیری زماله دغی سپارښتنی څخه څوک غاړه پیچی اودکودتاپه بیځایه کلمه دثوردپاچاګښتۍ هراړخیزه ورانوونکی انقلابی ماهیت یومخیزه له پامه څخه اچوی نوزه مجبوره یم دپښتنی ولس هغه تاریخی وراشه درته رادمخه کړم چی وایی :
  
 زرئې درمړه کړه خوتاسی ئې لابدی نه بولی !