په اس
ام کي د ورورولي زیات اړخونه دي او یو مسلمان پر بل مسلمان ډېر زیات حقونه لري او دا
حقوق او واجبات مونږ ته دا راجوته کوي چي اسلامي ورورولي او اسلامي مینه او محبت د الله تعالی په وړاندي لوړ مقام لري خو په دې بحث کي مونږ د مسلمان ورور له حقوقو څخه یوه حق ته کتنه کوو کوم چي
ډېري زیاتي ګټي اود الله تعالی په نزدډېر زیات اجر او وچت مقام لري که مونږ دا حق په
پام کي وساتو او په خپل عملي کړه وړه کي ځای ورکړو اسلامي ورورولي ورباندي ټینګېږي ، یوله بل سره مینه ورباندي
زیاتېږي او د رېښتوني محبت مصداقیت ثابتوي .
آیا تا کله هم له مسلمان ورور سره د احسان په هکله
او د هغه د ضرورت د پوره کولو په هکله څه آورېدلي دي ؟
آیاهغه لا
ښوني چي په اسلامي نصوصو کي ددې عمل د فضېلت په هکله را نقل شوي دي تاته معلومي دي
؟
آیا په دنیا او آخرت کي د مسلمان ورور د حاجت د پوره کولو ګټي ته پېژنې ؟
آیا ته د هغه د آدابو په هکله څه ناڅه معلومات لرې او په دې هکله د سلف صالحینو کردار در ته معلوم دی ؟
ددې او دې ته ورته پوښتنو ځواب به لاندي کرښو کي تر لاسه کړۍ
:
مسلمان ورورته خیر رسول او د هغه اړتیا پوره کول یو پراخ مفهوم لري چي مادي او معنوي
هغه اړخونه رانیسي کوم چي اسلام خپل پیروان دهغه لپاره په ورکړه او قرباني باعث کوي ځکه چي په دې کار سره د اس
امي ورورولي روابط ټېنګېږي او انساني اړیکي وده کوي الله تعالی فرمایې
:
وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ واتقوا الله إن الله شديد العقاب ( المآئدة 2)
او تاسي مسلمانان یو له بل سره په نېکي کي مرسته او معاونت
کوۍ او په ګناه اوپه تېري کولو کي یو له بل سره کومک مه کوۍ او له الله تعالی څخه ووېرېږۍ په رېښتیا سره الله تعا
ی د سخت عذاب ورکوونکی دی .
علامه سعدي رحمة الله تعالی علیه په خپل تفسیر ( التفسیر السعدي ) کي ددي آیت په تفسیر کي داسي لیکي :
وتعاونوا على البر والتقوى أي ليعن بعضكم
بعضا على البر وهو اسم جامع لكل ما يحبه الله ويرضاه من الأعمال الظاهرة والباطنة من حقوق الله وحقوق الآدم
يين والتقوى في هذا الموضع اسم جامع لترك كل ما يكرهه الله ورسوله من الأعمال الظاهرة والباطنة وكل خصلة من
خصال الخير المأمور بفعلها أو خصلة من خصال الشر المأمور بتركها فإن العبد مأمور بفعلها بنفسه وبمعاونة غيره
عليها من إخوانه المؤمنين بكل قول يبعث عليها وينشط لها وبكل فعل كذلك ولا
تعاونوا على الإثم وهو التجرؤ على المعاصي التي يأثم صاحبها ويجرح والعدوان هو التعدي على الخلق في دمائهم وأموالهم وأعراضهم
فكل معصية وظلم يجب على العبد كف نفسه عنه ثم إعانة غيره على تركه واتقوا الله إن
الله شديد العقاب على من عصاه وتجرأ على محارمه فاحذروا المحارم لئلا يحل بكم
عقابه العاجل والآجل (تفسير السعدي ج1/ص219)
ترجمه : د الله تعالی ددې قول ( وتعاونوا على البر والتقوى) مطلب دا دی چي تاسو یو
ه بل سره په هر هغه کار کي مرسته او کومک کوۍ په کوم چي الله تعالی خوشاله کېږي ،د تقوی توری په دې ځای کي د هر
هغه پرېښوولو ته ویل کېږي چي د هغه کول د الله تعالی نه خوښېږي او مونږ یې ورڅخه منع کړي یو که هغه ښکاره عملونه دي او که باطني اعمال وي ،که هغه د الله تعالی له حقوقو څخه وي او که د بندګانو
له حقوقو څخه وي ، او په هر هغه خوي او کار کي یو له بل سره مدد کوۍ چي د هغه په کولو مسلمان مکلف وي ، هغه کارونه چي مسلمان یې په کولو د الله تعالی له لوري مکلف ګرزولی شوی دی هغه هم پخپله باید
وکړي او هم يي له بل مسلمان ورور سره په کولو کي مرسته وکړي او دا چي الله تعالی فرم
ایې ( ولا تعاونوا على الإثم والعدوان)
ددې مطلب دادی چي په ګناه کولو کي او د ګناه لپاره په جرأت ورکولو کي یو دبل مرسته مه کوۍ ، او د خلګو په ځانونو او په ملکیتونو او شتمنیو او د هغوی په عزتونو په تېري کولو او تجاوز کي یو د
بل مرسته مه کوۍ دا ځکه چي په هر مسلمان باندي فرض دی چي هم په خپله ځان له ګناه کولو
او له ظلم کولو څخه وساتي اوهم له بل مسلمان ورور سره کومک وکړي چي دا ډول ناروا کا
ونکړي او پرې ایږدي (واتقوا الله إن الله شديد العقاب) اوله الله
تعای څخه ووېرېږۍ ځکه چي د الله تعالی عذاب د هغو انسانانو لپاره ډېر سخت دی کوم چي د الله تعالی نافرماني کوي او
نورو ته هم په ګناه کولو كي جرأت ورکوي او د الله تعالی له محرماتو ځانونه وساتۍ ترڅو د الله تعالی بېړنی او یا
ځنډنی عذاب در باندي راښکته نشي .
په بل ځای کي الله تعالی
مسلمانان یو د بل وروڼه ګڼي او فرمایې :
واذكروا نعمة الله ع
يكم إذ كنتم أعداء فألّف بين قلوبكم فأصبحتم بنعمته إخواناً ( آل عمران 103)
او در په زړه کړۍ تاسي د الله
تعالی هغه په تاسي باندي پېرزوکړی احسان او نعمت چي کله تاسي د جاهلیت په مرحله کي یودبل دښمنان واست بیا ال
ه تعالی ستاسي په زړونو کي د یواوبل لپاره مینه در واچوله تر څوچي تاسي د اسلام په لوی نعمت سره یو دبل وروڼه
جوړ شوۍ .
په بل آیت کریمه الله تعالی فرمایې :
إنما
المؤمنون إخوة (الحجرات ۱۰)
په رېښتیا سره مسلمانان یو دبل وروڼه دي .
اوس راشۍچي د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مبارک طلایې اقوال وګورو کوم چي د مسلمانو د خپل مېنځي
تعاون او یوله بل سره په همکاري کولو کي را نقل شوي دي :
عن أبي مُوسَى عن النبي صلى الله عليه وسلم قال إِنَّ الْمُؤْمِنَ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا وَشَبَّكَ
َصَابِعَه (صحيح البخاري)
له ابوموسى رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :
یو مسلمان د بل مسلمان لپاره (د تعمیر د جوړولو لپاره) د خښتي مثال لري چي یوه هغه بله راټېنګوي او رسول الله
صلی الله علیه وسلم (دعملي ښودلو لپاره) خپلي ګوتي جال کړې
.
عن النُّعْمَانِ بن بَشِيرٍ قال قال رسول اللَّهِ
صلى الله عليه وسلم مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ في تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ
وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إذا اشْتَكَى منه عُضْوٌ تَدَاعَى له سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْح
ُمَّى (صحيح مسلم )
له نعمان بن بشیر رضي الله تعالی عنه
څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل د مسلمانانو مثال په یو له بل
سره مینه اویو پر بل باندي په زړسوي کولو او یوله بل سره په همدردي کي د یوه انساني بدن دی کله چي د بدن یو
اندام د خوږ شکایت وکړي ټول بدن ورسره بېخوبه او ناکراره شي او تبه یې ونیسي .
عن
َنَسٍ عن النبي صلى الله عليه وسلم قال لا يُؤْمِنُ أحدكم
حتى يُحِبَّ لأَخِيهِ ما يُحِبُّ لِنَفْسِهِ (صحيح البخاري )
له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل په
تاسو کي یوڅوک تر هغه وخته بشپړ مومن نه شي جوړېدلای تر څو چي د خپل مسلمان ورور لپاره هم هغه څه خوښ کړي چي د
ځان لپاره یې خوښوي .
دا هغه ایماني حقوق دي چي یو مسلمان یې د خپل مسلمان ورور لپاره په خپل ځان لازم وګڼي .
عن أَنَسٍ رضي الله عنه قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا أو مَظْلُومًا قالوا يا رَسُولَ اللَّهِ هذا نَنْصُرُهُ مَظْ
ُومًا فَكَيْفَ نَنْصُرُهُ ظَالِمًا قال تَأْخُذُ فَوْقَ يَدَيْهِ (صحيح البخاري)
له أنس رضي الله تعالی عنه څ
خه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : له خپل ورور سره کومک وکړه خواه که هغه ظالم وي او که م
ظلوم وي صحابه وو وویل چي که مظلوم وي خو مرسته به یې کوو او که ظالم وي څرنګه به یې م
رسته کوو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : لاسونه یې له ظلم کولو څخه ونیسۍ .
په دې دواړو حالتونو کي د اسلامي ورورولي هغه ستر ارزښت څرګند دی کوم چي یې یو مسلمان باید خپل ورځنی معمول وګرزوي .
اوس راشۍ چي وګورو د مسلمان ورور اړتیا پوره کول او هغه
ته خپل خدمتونه وړاندي کول زمونږ په مقدس دین کي څومره ارزښت لري .
عن عمر أن رجلا جاء إلى النبي
صلى الله عليه وآله وسلم فقال يا رسول الله أي الناس أحب ألى الله وأي الأعمال أحب إلى الله فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم أحب الناس إلى الله أنفعهم للناس وأحب ا
أعمال إلى الله سرور تدخله على مسلم أو تكشف عنه كربة أو تقضي عنه دينا أو تطرد عنه جوعا ولئن أمشي مع أخ لي في
حاجة أحب إلي من أن أعتكف في هذا المسجد شهرا في مسجد المدينة ومن كف غضبه ستر الله عورته ومن كظم غيظه ولو شاء
أن يمضيه أمضاه ملأ الله قلبه رجاء يوم القيامة ومن مشى مع أخيه في حاجة حتى يثبتها له ثبت الله قدمه يوم تزول
الأقدام ( المعجم الصغير ( الروض الداني )
له ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي یو سړی
سول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنه وکړه چي الله تعالی ته
غوره سړی څوک دی او غوره عمل کوم یو دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی ته زیات غوره سړی
هغه څوک دی چي خلګو ته یې زیاتي ګټي رسېږي او غوره عمل الله تعالی ته دادی چي یوه مسلمان ته خوشالي ورسوې او یا
کوم بار ورڅخه پورته کړې او یایې یو پور پرې کړې او یالوږه ور څخه وشړې ، اوداچي زه د یوه مسلمان د حاجت د پوره
کولو لپاره له هغه سره ولاړشم دا ماته تر دې زیات غوره دی چي په دې مسجد د مدینې منورې په مسجدکي یوه میاشت معتکف ( د الله تعالی د عبادت لپاره ګوښه ) شم او چا چي خپل کاوړ بند کړ الله تعالی به یې
د عیب ځایونه پټ کړي او چاچي خپله غصه وزغمله او د انتقام اخېستلو وس یې وو خو وایې نه خیستلو الله تعالی به یې د
قیامت په ورځ له امیدونو څخه زړه ور ډک کړي او څوک چي د یوه مسلمان د حاجت د پوره کولو لپاره له هغه سره روان
ولو او هغه حاجت یې پوره کړ الله به یې په هغه ورځ پښې ټېنګي کړي په کومه ورځ چي به د خلګو پښې ښویېږي
.
عن ابن عمر وأبي هريرة قالا سمعنا رسول الله صلى
الله عليه وسلم يقول من مشى في حاجة أخيه المسلم حتى يتمها له أظله الله عز وجل بخم
سة آلاف ملك يدعون له ويصلون عليه إن كان صباحا حتى يمسي وإن كان مساء حتى يصبح ولا يرفع قدما إلا كان له بها ح
سنة ولا يضع قدما إلا حط عنه بها خطيئة ( کنز العمال)
ابن عمر او ابوهریره رضي الله
تعالی عنهما فرمایې : چي مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه وفرمایل : یو څوک چي د خپل مس
مان ورور د ضرورت د رفع کولو لپاره له هغه سره ولاړ شي او هغه حاجت یې تر سره کړي الله تعالی ورته په زرهاوو م
ایکه ګماري که سهار وي تر ماښام پوري له لله تعالی څخه ورته بښنه غواړي او که ماښام وي تر سهاره پوري له لله
تعالی څخه ورته بښنه غواړي او چي هر قدم پورته کوي یوه نېکي یې زیاتېږي او چي هرقدم په زمکه ږدي یوه ګناه یې بښ
ه کېږي .
عن أنس قال قال رسول الله صلی الله علیه
وسلم من مشى في حاجة أخيه المسلم كتب الله له بكل خطوة يخطوها سبعين حسنة ومحا عنه سبعين سيئة إلى أن يرجع من
حيث فارقه فإن قضيت حاجته على يديه خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه وإن هلك فيما بين ذلك دخل الجنة بغير حساب (الترغیب والترهیب)
له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت
دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :څوک چي د خپل مسلمان ورور د حاجت د پوره کولو لپاره له هغه سره
وان شي هر قدم چي آخلي الله تعالی ورته اویا نېکي لیکي او اویا ګناهونه یې بښي تر څو چي هغه ځای ته بېرته راګرزي
له کوم څخه چي روان شوی وي که د هغه کس حاجت دده په لاس پوره شي داسي له ګناهونو پاکېږي لکه په هغه ورځ چي مور
زېږولی وي او که په دې حاجت پوره کولو کي هلاک شي جنت ته به بې حسابه ننوزي .
وعن أنس رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من لقى أخاه المسلم بما يحب ليسره بذلك سره الله يوم القيامة ( الطبراني
في الصغير)
له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چي له یوه مسلمان
ورور سره په هغه څه سره چي د هغه خوشېږي مخامخ شي تر څو چي هغه خوشاله کړي الله تعالی
به د یې د قیامت په ورځ خوشاله کړي .
عن أبي هُرَيْرَةَ قال قال رسول ال
َّهِ صلى الله عليه وسلم من نَفَّسَ عن مُؤْمِنٍ كُرْبَةً
من كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ الله عنه كُرْبَةً من كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَمَنْ يَسَّرَ على مُعْسِرٍ
يَسَّرَ الله عليه في الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ الله في الدُّنْيَا وَالْآخِ
َةِ وَاللَّهُ في عَوْنِ الْعَبْدِ ما كان الْعَبْدُ في عَوْنِ أَخِيهِ (صحيح مسلم)
ابوهریره رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : چاچي له یو مسلمان څخه
ددنیا له کړاوونو څخه یو تکلیف پورته کړ الله تعالی به له هغه څخه د قیامت د ورځي تکلیفونه لېري کړي او چاچي په
یوه تنګ لاسي باندي آسانتيا راوستله الله تعالی به په دنیا او آخرت کي په هغه
سانتیا راولي او چاچي یو مسلمان پټ کر الله تعالی به هغه په دنیا او آخرت کي پټ کړي او الله تعالی تر هغه وخته
د خپل بنده مرسته کوي تر څو چي هغه د خپل مسلمان ورور په مرسته کي لګیا وي .
عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن لله عبادا خلقهم لحوائج الناس يفزع الناس إليهم في
حوائجهم أولئك الآمنون يوم القيامة (مسند الشهاب)
له ابن
عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د الله تعالی ځیني بندګان دي
چي الله تعالی د خلګو د اړتیاوو دپوره کولو لپاره پیدا کړي دي او خلګ د ضرورت په وخت کي هغوی ته مخ اړوي دا
کسان د قیامت په ورځ له عذابونو څخه په امن کي دي .
يقول ابن عباس لا يزهدنك في المعروف كفر من كفره فإنه يشكرك عليه من لم تصنعه إليه( فيض القدير)
ابن عباس رضي الله تعالی عنهما فرمایې : له خلګو سره خپل احسان کول په دې وجه مه پرېږده چي هغوی يي نه
مني ، هغه څوک خوبه د شکر یه ادا کړي چي احسان د نه وي ورسره کړی .