د ناروغ پوښتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9406
قدوسي سليمانخيل
دخبریدو نیټه : 2006-10-04

الله تعالی جل شانه په خپل مقدس کتاب قرآنکریم کي فرمایې :

يا أيّها الناس إنّا خلقناكُم مِنْ ذَكَر وأُنثى وجَعَ ناكُم شُعوباً وقبائلَ لِتعارَفوا إنّ أكرمَكُم عِندَ الله اتقاكُم (الحجرات 13)

اې انسانانو مونږ تاسي پیدا کړي یاست نارینه او ښځي او ګرزولي یاست مونږ تاسي ګڼي پرګنې او قومونه ددې لپاره چي یو له بل سره وپېژنۍ په حقیقت کي ستاسو قدرمن د الله تعالی په وړاندي هغه څوک دی چي په تاسي کي د زیاتي تقوا څښتن وي  .

د اسلامي ټولني څېړنه او د انساني ټولني لپاره د اسلام ټاکلی نظام مونږ ته هغه مضبوط بنیادونه جوته کوي کوم چي اسلام په هغه باندي ټو نیزي اړیکي او لوړ انساني ارزښتونه بناء کړي دي .

 اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کي د الله تعالی د عبادت لپاره لارښووني او د اسلام عقیدوي مفاهیم داټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت ، او د میني او ګډي همکاري او د انسان د احساساتو د احترام په تنظیمولوکي اساسي رول لوبوي  او انساني ټولنه دې ته رابولي چي یوله بل سره خپل د همدردي او خواخوږي احساسات شریک کړي ، او د اسلام همدغه د همېشنۍ ګډي خواخوږي  او یوپربل د دایمي زړسوي ټینګار او د ټولنیزو ادابو د په پام کي ساتلو پرله پسې توصیې مونږ ته په اسلام کي د اجتماعي ژوند ارزښت  انعکاس کوي .

تاریخي تجربو اود نني تمدن  تحلیلونو  دا ثابته کړي ده چي یوازي د مادیاتو په اساس جوړي شوي اړیکي یوه داسي ټولنه نشي رامینځ ته کولاي چي دهغې ریښې ژوري او بنیادونه یې دایمي وي ترڅو ورباندي د بشري ټولني یو مضبوط تعمیر ودرولای شي .

همدا وجه  ده چي که مونږ  د معاصري مادي نړۍ  تمدن وڅېړو چېرته چي مادیات د اړیکو محور ګرزېدلی وي هلته به اجتماعي کرکي او نف تونه ، ټولنیز وېر او روحاني وچکالي  له ورایه را ته څرګند شي چي نه به هلته ټولنیزي د همدردي او خواخوږي اړیکي ووینو او هم به د غربت او وحشت په بېدیا کي لالهانده انسان ګورو چي د وېر او ماتم سوچونو او اندېښنو به ورباندي پېڅول غوړولی وي او یوداسي څوک به نه شي موندلای چي هغه ته په خواله کولو سره د هغه رېښتوني خواخوږي ځان ته جلب کړي .

د اخلاقو او انساني فطرت پوهنیزو څېړنو دا ثابته کړي ده چي انسان له عاطفي او نفساني پلوه سالم مړښت  ته اړتیالري او دا د عاطفې او نفس سالم او په مشروع وسایلو مړول د انسان له بنسټیزو اړتیاوو څخه ده او د هغه په ښېرازۍ او نیکمرغي کي د پام وړ رول لوبوي بلکه نېکمرغي په حقیقت کي یوه نفساني قضیه او داخلي احساس ده چي انسان یې د خوشالي ، میني  او اطمینان په بڼه کي محسوس کوي  .

هر انسان په فطري ډول د نورو انسانانو زړسوي او همدردي ته د ژوندانه په ځینو مراحلو کي د اړتیا احساس کوي ، هغه د وړکتوب ، سپین ږی یتوب ، رنځ او نورو ستونځو او حوادثو په مراحلو کي د نورو همکاري ته محتاج وي هغه د نورعادي ژوند په پرتله په دې مرحلو کي زیات د نورو د زړسوي او لاس نیوني انتظار باسي ، هغه چي کله د توقع برخلاف ددې احساس سرچپه له نورو څخه همدردي او مرسته ترلاسه نکړي،  دا ډول درېځ د هغه په شخصیت او سلوک منفي اغېزې اچوي چي دځان او ټولني په وړاندي د هغه په اړیکو کي منعکس کېږي.

همداراز کله چي انسان دا محسوس کړي چي نور خلګ یې د شخصیت احترام نه ساتي او هغوی نور رټلی دی دا شعور د هغه په کړو وړو منفې خطرناکي اغېزې پرې باسي او بد مرغي یې نوره هم زیاتوي چي ضرر یې نه یوازي هغه ته بلکه چاپېریال او ټولني ته لمن پراخوي .

په دې اساس اسلام انساني ټولنه ټولنیزي همکاري ، یوپر بل زړسوي او همدردردي او ګډي خواخوږي ته رابولي ، اسلام په دې ټېنګار کوي چي مسلمانان یو پربل پوښتنه وکړي ، ملاقات ته یې ورشي ، د ناروغ بیمار پرسي وکړي ، د ورک او لادرکه حالت وپوښتي او تلاش یې وکړي ، یوله بل سره خپلوي وپالي ، وروڼه او دوستان پیدا کړي چي په سختو شېبو کي یې مرسته وکړي او هم یې مرسته تر لاسه کړي ، د ګاونډی پوښتنه وکړي او د هغه په روغتیایې او اقتصادي ستونځو ځان خبرکړي او په حل کي یې فعال رول ولوبوي دا هرڅه ددې په خاطر چي ټولنه او د هغې افراد ټول په یوه داسي عاطفي او وجداني ځنځېر و پېیل شي چي د میني او خواخوږي څړیکي په کي خوځښت کوي  تر څو د یو اوبل په زړونو کي د میني او د انساني شخصیت د احترام هغه زړي وکري چي هغه  د اخلاقو او سلوک په رغنده جوړښت کي بشپړه ونډه اخلي او د انحراف او ناسم  سلوک تداوي کوي. 

د ناروغ پوښتنه او هغه ته ورتګ د نورو په وړاندي د هغه په زړه کي د م یني احساس را ژوندی کوي او د هغه دردونه کموي او هغه په دې پوهوي چي د هغه خپلوان ، دوستان ، قریبان او ټولنه هغه په پام کي ساتي ، د تجربې له مخي ډېر داسي لیدل شوي دي چي یو سړی ډېر زیات او د اوږده وخت لپاره ناروغه شي او یا په یوه داسي سخته ناروغي اخته شي چي هغه نور خپل ژوند په خطر کي وویني خو کله چي جوړ شي بیرته له نوي سره په خپل سلوک کي تغیر راولي او زیاتي هغه انساني اړیکي خپلوي چي مثبتي او ګټوري وي  په تېره بیا چي کله د خپل رنځ په وخت کي ځیني خپلوان او یا وروڼه او یا د ټولني افراد د خپل ځان په خواوشاکي وویني چي د هغه په درملنه او علاج معالجه کي ونډه اخلي او یاله هغه څخه مادي او معنوي ستونځي پورته کوي .

همدا وجه ده چي مونږ د ناروغ د پوښتني او عیادت په برخه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصح ابو او سلف صالحینو لارښووني او هدایات لولو لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

عن أبي هُرَيْرَةَ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  إذا زَارَ الْمُسْلِمُ أَخَاهُ في اللَّهِ عز وجل أو عَادَهُ قال الله عز وجل طِبْتَ وَتَبَوَّأْتَ مِنَ الْجَنَّةِ مَنْزِلاً (مسند الامام أحمد)

له أبوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : کله چي یو مسلمان د خپل دیني ورور  د ملاقات لپاره خاص د الله تعالی د رضا لپاره ورشي الله تعالی ورته فرمایې : خوشاله اوسې او په جنت کي د دخپل ځان لپاره هستوګنځای ونېولو .

عن أبي أمامة قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  عودوا مرضاكم وسلوهم أن يدعوا لكم فإن دعاءهم يعدل دعاء الملائكة (الفوائد لتمام الرازي)

له أبي امامه رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د خپلو ناروغانو د پوښتني لپاره ورځۍ او له هغوی څخه دعا غواړۍ ځکه چي د هغوی دعا د ملایکو له دعا سره برابره ده .

عن ثوبان مولى رسول الله  صلى الله عليه وسلم  ال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من عاد مريضا لم يزل في خرفة الجنة حتى يرجع ( مسلم)

له ثوبان  رضي الله تعالی عنه څخه وایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یو څوک چي د رنځور پوښتني ته ورشي تر څوچي بېرته راګرزي د جنت په چڼل شویومېووکي وي .

عن أبي موسى عن النبي  صلى ال ه عليه وسلم  قال فكوا العاني وأجيبوا الداعي وعودوا المريض رواه البخا ي

له ابو موسی رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : اسیر او بندي له قید څخه خلاص کړۍ او د بلونکي دعوت قبول کړۍ او د رنځور پوښتني ته ورشۍ .

عن البراء بن عازب يقول أمرنا رسول الله  صلى الله عليه وسلم  بسبع أمرنا بعيادة المريض واتباع الجنائز وتشميت العاطس ورد السلام وإجابة الداعي وإبرار القسم ونصر المظلوم (رواه البخاري)

له براء بن عازب رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ په (۷) اوو شیانو مأمور کړي یو ناروغ ته د پوښتني لپاره په ورتګ ، د جنازو لمونځونو ته حاضرېدل ، د نږي څښتن ته که الحمد لله ووایې په یرحمک ا له سره ځواب ورکول ، او د سلام ځواب ورکول ، او ددعوت قبلول ، او که یوڅوک قسم وخوري نو په هغه قسم نه اړول ، او د مظلوم او بېوزله مرسته کول .

عن أبي سعيد الخدري عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال عودوا مرضاكم واتبعوا الجنائز يذكركم الآخرة (سنن ا بیهقي)

له ابوسعید رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د خپلو رنځورانو پوښتني ته ورځۍ او په جنازو کي برخه آخلۍ ځکه چي دا تاسو ته آخرت در په زړه کوي .

عن جابر بن عبد الله قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من عاد مريضا لم يزل يخوض في الرحمة حتى يجلس فإذا جلس يغمس فيها (سنن البيهقي الكبرى )

له جابر رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وف مایل : څوک چي د یوه رنځور پوښتني ته ورشي د الله تعالی په رحمت کي تر هغه وخته ننوزي تر څو چي کېني او چي کله کېناستلو د الله تعالی په رحمت کي ټول ډوب شي .

عن بن عباس قال عيادة المريض مرة سنة فما ازددت فنافلة

ابن عباس رضي الله تعالی عنه فرمایې : د ناروغ یوځل پوښتنه کول سنت دی او تک ارول یې د ثواب کار دی .

همدا راز لکه چي نبوي ارشادات مونږ د ناروغ او رنځور پوښتني ته هڅوي همدا راز مونږ ته دا هم راښیې چي د ناروغ قدر او عزت وکړو او په کار ده د هغه د خوشاله کولو په خاطر یو سوغات یا تحفه لکه مېوه اودا سي نور حتی المقدور له ځان سره د هغه لپاره یوسو تر څو هغه ورباندي خوشاله شي .

عن ابن عمر قال قال لي علي بن أبي طالب ألا أحدثك حديثا حدثني به رسول الله  صلى الله عليه وسلم  فأنت له أهل قلت بلى قال حدثني رسول الله  صلى الله عليه وسلم  عن جبريل عن ربه عز وجل أنه قال ما من قوم يكونون في حبرة  إلا استتبعها عبرة وكل نعيم زائل إلا نعيم أهل الجنة وكل هم منقطع لا هم أهل النار فإذا عملت سيئة فأتبعها حسنة تمحها محوا سريعا وأكثر صنائع المعروف فإنها تقي مصارع السوء وم ا من عمل بعد أداء الفرائض أحب إلى الله تعالى من إدخال السرور على المؤمن (كنز العمال ) حبرة الحبرة بالفتح ا نعمة وسعة العيش وكذلك الحبور

له ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي علي بن ابي طالب رضي الله تعالی عنه راته وویل چي آیا هغه خبره درته وکړم چي ماته د الله تعالی رسول (ص) کړي ده ؟ ماورته وویل هو؛ هغه وویل چي رسول الله  صلى الله عليه وسلم له جبریل علیه السلام څخه او جبریل علیه السلام له الله تعالی څخه داخبر نقل کوي چي هغه وفرمایل هر وم چي نعمتونه ورته پرېمانه شي عبرت ناک انجام به هم ضرور څکي او هرنعمت زوال پذیر دی پرته د جنتیانو له نعم تونو څخه چي پای نلري او هر دوک پای ته رسېږي پرته د دوزخیانو له دوک څخه چي نه ختم کېږي  نو کله چي یوه ګناه وکړې ورپسي ضرور نېک کار هم کوه ځکه چي هغه کړي ګناه ډېره ژرختموي او له خلګو سره اح سانونه کوه ځکه چي هغه د بدو ټکو او پېښو مخه نیسي او له فرایضو وروسته د مسلمان تر خوشاله کولو خدای تعالی ته زیات غوره او بهتر بل هیڅ عمل نشته .

عن الحسين بن علي قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم إن من موجبات المغفرة إدخالك السرور على أخيك المسلم ( الطبراني)

له امام حسین رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یو له هغو اعمالو څخه چي د انسان پاره د الله تعالی بښنه او مغفرت واجب کوي داده چي د خپل مسلمان ورور لپاره د خوشالي اسباب برابر کړې .

قيل لمحمد ابن المنكدر اي العمل احب اليك قال ادخال السرور على المؤمن  (الزهد لابن حنبل)

محمد بن منکدر(رح) ته چا وویل چي کوم عمل د زیات خوښېږي هغه په ځواب کي ورته وویل چي د مسلمان خوشاله کول مي تر هر عمل زیات خوښ دی .

بل هم د ناروغ د نفسیاتي درملني لپاره هغه د اسلام ټولنیز اداب دي چي اسلام زمونږ پام د هغه لور ته ور اړوي  هغه دادي  چي کله م ونږ د رنځور پوښتني ته ورشوهغه ته  ښې او خوږې خبري واوروو او د عاجلي روغتیا لپاره یې دعا ورته وکړو ، تسلي او ډاډ ورکړو ، او د صبر توصیه  ورته وکړو او د الله تعالی په نزد درنځ اجر ورته بیان  کړو تر څو رنځورډاډمن شي او دا محسوس کړي چي څومره نور ورسره خواخوږي لري ، په دې خبرو او ډاډېیني د هغه معنویات لوړېږي او رنځ یې ورباندي کمېږي او کېدای شي د پوښتونکي ددې اډېیني په وجه الله تعالی هغه ته ژر شفا ورکړي .

عن عائشة أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  كان إذا عاد مريضا مسح وجهه وصدره أو قال مسح على صدره وقال اذهب البأس رب الناس واشف أنت الشافي لا شفاء إلا شفاؤك شفاء لا يغادر سقما- الحدیث (رواه مسلم)

عایشة رضي الله تعالی عنها فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله د یوه رنځور پوښتني ته ورغی په مخ او سینه به یې خپل (د شفقت مبارک) لاس ورتېر کړ او دادعا به یې وویله : اذهب البأس رب الناس واشف أنت الشافي لا شفاء إلا شفاؤك شفاء لا يغادر سقما.

 اې د خلګو پروردګاره ته یې تکلیف پورته کړې ته روغتیا بښونکی یې شفاء ورته ورکړې ، ستاله شفاء څخه پرته بل علاج نشته او ستا هغه شفاء ده چي هېڅ یوه ناروغي نه پرېږدي اوهر رنځ ختموي .

عن أبي أمامة الباهلي أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال من تمام عيادة أحدكم أخاه أن يضع يده عليه فيسأله كيف أصبح كيف أمسى (شعب الإيمان)

له ابي امامة رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : درنځور بشپړه پوښتنه په دې کي ده چي په هغه خپل لاس کېږدي او پوښتنه ځیني وکړي چي د شپې څرنګه وې او ورځ د څرنګه تېره کړه .

عن سلمان رضي الله عنه قال عادني رسول الله  صلى الله ع يه وسلم  وأنا عليل فقال يا سلمان شفى الله سقمك وغفر ذنبك وعافاك في بدنك وجسمك إلى م دة أجلك (المستدرك على الصحيحين)

له سلمان رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي هغه وایې زه رنځور وم اورسول الله صلی الله علیه وسلم مي پوښتني ته راغی او ویې فرمایل : اې سلمانه الله تعالی د له نا وغي څخه شفاء درکړي او ستاګناهونه د وبښي او ستا بدن او جسم د ستا د مرګ تر نېټې پوري  روغ کړي  .

عن عائشة بنت سعد أن أباها قال اشتكيت بم كة فجاءني رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يعودني فوضع يده على جبهتي ثم مسح صدري وبطني ثم قال اللهم اشف سعدا وأتمم له هجرته رواه البخاري

له عای ه بنت سعد رضي الله تعالی عنها څخه روایت دی چي هغه وایې ځما پلار سعد راته وویل چي په مکه کي رنځورشوم رسول ا له صلی الله علیه وسلم مي پوښتني ته راغی لاس مبارک یې ځما په ټنډه کېښود او بیایې ځما په سېنه او ګېډه تېر کړ او ویې فرمایل : اې الله سعدته روغتیا ورکړې او دهجرت یې ورته بشپړ اجر ورکړې.

عن بن عباس كان النبي  صلى الله عليه وسلم  إذا دخل على مَرِيضٍ يَعُودُهُ قال لَا بَأْسَ طَهُورٌ إن شَاءَ الله (البخاري) 

له ابن عباس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی هغه فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله د یوه رنځور پوښتني ته ورغی و به یې فرمایل : لابأس طهور ان شاء الله .

پروا نلري دا ناروغي له ګناهونو څخه پاکوونکي ده انشاء الله تعالی .

همدا راز اسلام له رنځور سره د تعامل هغه ارزښتمن اداب  رنځور پوښتونکي ته ورښیې چي د رنځور نفسیاتي اړخ په کي مراعات شي چي یو له هغوی څخه هم دادی چي رنځور پوښتونکی که رنځور ور څخه ونه غواړي باید زیات وخت هلته تېر نکړي تر څو رنځور په تکلیف نشي او ژر تر ژره باید د تګ اجازت ځیني وغواړي،  ډېر داسي رنځور پوښتونکي به تاسو لیدلي وي چي کله د رنځور پوښتني ته ورشي هلته زیات وخت تېروي په ساعتونو ساعتونو ناست وي او اوږد مجلس او نکلونه یې شروع کړي وي چي روغ ورڅخه په تکلیف شي رنځور خو لا په خپل ځای پرېږده په دې اساس د رنځور پوښتنه باید ډېر لږوخت په برکي ونیسي .

عن عثمان بن عفان قال قال ا نبي  صلى الله عليه وسلم  خير العبادة أخفها(مسند الشهاب)

له عثمان رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه سلم وفرمایل غوره نځور پوښتنه هغه ده چي سپکه وي .

عن أنس قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  العيادة فواق ناقة (مشكاة المصابيح)

له انس رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی ا له علیه وسلم وفرمایل : د رنځور پوښتنه د اوښي په شاده .

په دې معنا چي د رنځور په پوښتنه کي د یو څوک دومره بېړه کوي لکه  په اوښه چي سپور وي او پوښتنه وکړي او راښکته نشي خو که نځور وغواړي او یا یې دې ته زړه کېږي چي پوښتونکی ورسره کېني نو بیا که د زیات وخت لپاره کېني پروا یې نشته .

همدا راز که زمونږ په خپلو کورونو کي رنځوران وي باید خیرات او صدقه ورکړو ځکه چي الله تعالی د صدقې په وجه رنځونه ختموي :

عن عبد الله قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  داووا مرضاكم بالصدقة وحصنوا أموالكم بالزكاة و عدوا للبلاء الدعاء  (سنن البيهقي الكبرى)

له عبد الله رضي ال ه تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خپل رنځوران په خیراتونو جوړ کړۍ او خپل م الونه د زکاتونو په ورکولو سره وساتۍ, او د آزمېیښتونو لپاره په دعاګانو سره تیاري ونیسۍ .

په همدې شکل اسلام د رنځورانو د جسماني او معنوي ستونځو خیال ساتي او نور مسلمانان مکلف ګرزوي چي د رنځور د شخصیت احترام وساتي له هغه سره مینه وښیې او یوازي یې پرې نږدي چي له داخلي کشمکش سره لاس او ګرېوان شي او په هغه شکل ورسره تعامل وکړي چي رنځور ور باندي خوشاله شي او معنویات یې لوړ اورنځ یې سپک شي په دې کي هم ټولنېزي ښېګڼی دي او هم د الله تعالی په وړاندي دایمي اجرونه او ثوابونه  دي .

                              &n bsp;                      څومره ښکلی دین دی دلته قدر د انسان شته دی

دلته کرامت شته اوعزت شته او احسان شته دی

دا ده اسلامي نظام د خلګو نېکمرغي غواړي

دا یوه ټولنه د تماس او ښېرازي غواړي

دلته هم دنیا او هم سکون او ايمان شته دى

څومره ښکلی دین دی دلته قدر د انسان شته دی