څرنګه کولای شو له لمانځه سره د اولادونو مینه پیداکړو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9534
قدوسي سلیمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-10-11

دالیکنه هغه مور او پلارته ده چي غواړي خپل او ادونه له وړوکتوب څخه د لمانځه پابند کړي  زمونږ  اولادونه زمونږ دجسم برخي او د زړونو مېوې دي  او هغوی په سالم فطرت باندي دنیا ته سترګي روڼوي خو وروسته یې چاپېریال او د هغوی په خواوشاکي اوسېدونکي انسانان په هغه سمت رهبري کوي کوم چي هغوی د ځان لپاره خوښ کړی وی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

عن أبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه ال قال النبي  صلى الله عليه وسلم  كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ على الْفِطْرَةِ فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ أو يُنَصِّرَانِهِ أو يُمَجِّسَانِهِ كَمَثَلِ الْبَهِيمَةِ تُنْتَجُ الْبَهِيمَةَ هل تَرَى فيها جَدْعَاءَ (صحيح البخاري)

له ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل هرنوی زېږېدلی ماشوم په روغ فطرت سره زېږي خو وروسته یې بیا خپل مور اوپلار یهودي ګرزوي او یایې نصراني ګرزوي او یا یې مجوسي ګرزوي لکه څاروی چي څاروی زېږوي آیا د هغه یوطرف پرې شوی وي؟

کله چي د ماشوم والدین مسلمان وي او چاپېریال اسلامي وي ضرور هغه ما وم سمه تربیه تر لاسه کوي او که هغوی خدا ناکرده بې دینه او چاپېریال غیر اسلامي وي نو بیا د ماشوم تربیه هم په هماغه شکل کېږي کوم چي یې تربیت کوونکي په هماغه کرښه روان وي .

خو مسلمان مور او پلار  تل هڅه کوي چي اولادونه یې  روغ تربیه شي اوله وړکتوبه د اس ام د احکامو پابند شي او که وغواړو چي خبر له سره پیل کړو نو لمونځ د اسلام ړومبی رکن دی چي که هغه ودرول شي ټول دین یې سمېږي او که العیاذ بالله لمونځ وران شي نو دانسان دین او اخلاق ورانېږي په دې اساس دې موضوع ته د وا دینو پام را اړوو چي خپل اولادونه له وړوکتوبه د لمانځه په پابندي سره د ادا کولو معتاد جوړ کړي ، په تېره زم انه کي چي به کله اولادونو د لمانځه پابندي نه کوله نو والدینو به هغوی وهل او ټکول خو اوس د وخت له بدلېدلو س ه د تربیې اسلوب هم تغیر خوړلی دی مونږ به په دې بحث کي هغه ګټوري لاري چاري چي د تربیې متخصصینو وړاندي کړي دي او تجربې مفیدي ثابتي کړي دي وڅېړو کېدای شي هغه والدین چي په دې هکله له ستونځو سره مخامخ دي ورڅخه ښه استفاده وکړي .

دا هم ضروري نه ده چي هغه څه  چي په دې بحث کي دي په عین شکل تطبیق کړي  والدین باید ددې بحث د لارښوونو ترڅنګ خپل کورنی چاپېریال او د ماشوم عمر او کیفیت په نظر کي ونیسي او له دې بحث څخه په استفادې سره د هغه د تربیې لپاره سنجېده ګامونه واخلي .

له الله تعالی څخه غواړو چي ددې بحث هغوی ته ګټه ورسېږي او دا عمل د خپلي رضا لپاره قبول کړي .

مونږ ولې ددې لپاره هڅه کوو چي زمونږ اولادونه پنځه وخته لمونځ په پابندي سره ادا کړي ؟

(لومړی) دا ځکه چي د لمانځه درول د الله تعالی حکم دی او لمونځ د اسلام بنیادي عنصر دی او د اسلام معناده د الله تعالی اوامرو ته تسلیم کېدل او د هغه له محرماتو څخه ځان ساتل  .

الله تعالی فرمایې :

وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلواةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّح ْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى ( طه 132)

او دخپل کور والوته په لمانځه کولو سره حکم کوه او په لمانځه باندي ټېنګ شه مونږ له تا څخه رزق نه غواړو مونږ تاته رزق درکوو او وروستی انجام د پرهېزګاري لپاره دی .
(دوهم) داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

عن عَمْرِو بن شُعَيْبٍ عن أبيه عن جَدِّهِ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  مُرُوا أَوْلَادَكُمْ بِالصَّلَاةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عليها وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في الْمَضَاجِعِ (سنن أبي داود)

عمروبن شعیب رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خپلو اولادونو ته د لمانځه حکم کوۍ کله چي هغوی د اوو کلونو شول او د لمانځه په پرېښودلو یې وهۍکله چي هغوی د لسو کلونو شول او د خوب ځایونه یې یو له بل څخه بېل کړۍ  .

(درېیم)  ددې لپاره چي والدین بریء الذمه شي او هغوی خپل مسؤولیت سرته ورسوي او د ګناه له دایرې څخه ووزي ځکه چي فقهاء وایې چي که د یو چا تر تربیت لاندي یو ماشوم او یا یتیم وي او په لمونځ کولو حکم ورته ونکړي نو عقاب یې ماشوم ته نه بلکه ده ته متوجه ده ځکه چي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د حکم مخالفت یې کړی دی چي ماشوم یې د لمانځه په کولو نه دی مکلف کړی .

(څلورم) ځکه چي لمونځ د بنده او پروردګار تر مینځ یوه د وصل کړۍ ده که مونږ په خپلو اولادونو باندي له مصیبتونو او مرضونو څخه وېرېږو او د هغوی د بهتره ژوند د تأمین لپاره هڅي کوو ولي له الله تعالی سره د هغوی د نژدې کولو هڅي نه کووو؟  د هغوی ژوند به څرنګه تأمین شي چي له الله تعالی سره یې تعلق شوکېدلی وي،  اوکه مونږ هغوی وینو چي له الله تعالی سره یې مینه او تعلق دی څومره زمونږ زړونه ورباندي خوشاله کېږي او سترګي مو ورباندي یخي کېږي .

(پنځم)  که مونږ په خپلو اولادونو ددنیا له مصېبتونو او مشک اتو څخه وېرېږو ولي په هغوی باندي د آخرت له هغه اور څخه نه وېرېږو چي اوربل یې انسانان او ډبري دي  ؟

(شپږم)  ځکه چي لمونځ رڼا ده او د احادیثو له مخي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې او مونږ باید د هغه لارښووني د زړه په غوږونو واورو :

  وجُعلت قرة عيني في الصلاة (النسائي)

ځما سترګي په لمانځه کي یخي کېږي .

رأس الأمر الإسلام و عموده الصلاة ( أحمد والترمذي)

د چارو سر اسلام دی او د اسلام ستني لمونځ دی .

(اووم) زمونږ اولادونه زمونږ په غاړه کي د الله تعالی امانت دي چي الله تعالی هغوی مونږ ته راکړي دي او زمونږ یوازینۍ هیله داده چي هغوی نېکان وي او دنیوي او اخروي ژوند یې نېکمرغه شي .

(اتم) اولادونه زمونږ هغه رعیت دی چي الله تعالی به له مونږ څخه د قیامت په ورځ د هغوی پوښتنه کوي .

(نهم) ددې لپاره چي زمونږ اولادونه د کفارو اومنافقینو له ډلي څخه بېل شي رسول ا له صلی الله علیه وسلم فرمایې :

العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة ، فمن تركها فقدكفر  ( النسائي وابن ماجة)

هغه تعهد چي مونږ او دوی بېلوي هغه لمونځ دی چاچي پرېښودلو نو په تحقیق سره کافر شولو .

ليس بين العبد وبين الكفر إلا ترك الصلاة (سنن النسائي)

د بنده او کفر تر مینځ فاصله د لمانځه په پرېښودلو سره ده .

څرنګه کولای شوهغه ستونځي چي مونږ ورسره مخامخ کېږو مقابله یې وکړو؟

دا یو آسانه کار نه دی  چي خپل اولادونه د لمانځه پابند کړوځکه چي مونږ له یوه انسان سره تعامل کوو او د چا په خبره اوړه نه خمېره کوو په انګلېسي ژبه کي یو متل دی وایې : که آس ویالي ته په بېولو مجبور کړې ولاړ خو به شي لیکن د اوبو په څښ و یې نه شې مجبور کولای ، یوه صالح شخص خپله مېرمنه د لمانځه په نه کولو وهله او هغې ورته ویل چي ورباندي ودروې خو به مي ته لیکن وایې به یې څوک، رېښتیا هم دا کار محنت غواړي او په حقیقت کي جهاد دی  کېدای شي دا لاندي کرښی له مونږ سره په دې مورد کي مرسته وکړي .

(لومړی) څومره چي مونږ  ماشوم د عمر په ابتدایې مرحله کي یعني وختي هغه په لمانځه ودروو هغومره به مونږ ته آسانه وي .

(دوهم) لومړی ماشوم زیاته پاملرنه غواړي او څومره چي هغه ښه تربیه کړو زمونږ لپاره ګټوره ده ځکه چي نور ماشومان د هغه په قدم درومي او هغه خپلو وروڼو او خویندو ته تر مور او پلار زیات نژدې وي  او مشر ماشوم چي څه کوي کشران هم د هغه په نقش قدم درومي .

(درېیم) په دې کار کي باید زمونږ نیت یوازي د الله تعالی رضا او دهغه اخروي اجروثواب وي په هغه صورت کي به د الله تعالی تو فیق راسره وي او زمونږ هڅي به ګړندۍ او زیار به مو ثمر بخش وي  .

(څلورم) مونږ د هغوی روزني ته همېشنی پام وکړو داسي نه چي دوه ورځي خو ډېر مخلص یو او درېیمه ورځ مو په بله خوا مخه نېولي وي زم ونږ یوازینی فکر باید د هغوی د رزق په هکله نه وي بلکه لمانځه او دالله تعالی عبادت ته د هغوی بلل زمونږ د و ځنیو مسؤولیتونو اوچارو په مقدمه کي وي دا ځکه چي د رزق رسوونکی الله تعالی دی او په دې مو باید عقیده وي چي انسان تر هغه وخته نه مري ترڅو چي یې رزق پوره شوی نه وي او روزي د انسان تلاش کوي او که انسان ورڅخه تښتي هم خو رزق ورپسي منډي وهي .

(پنځم)  الله تعالی ته هروخت عاجزي کول او په دعا کي د هغه مرسته غوښتل ځکه که د الله تعالی مرسته راسره نه وي مونږ که هرڅومره کوشش وکړو خو فایده نه رسوي الله تعالی فرمایې :

إنك لا تهدي من أحببت ولكن الله يهدي من يشاء ( القصص الآية 56)

ته هغه څوک په سمه لاره نه شې روانولای چي ستا خوښ وي خبره داده چي الله تعالی چي چاته یې خوښه وي لارښوونه کوي

اوځکه چي د انبیاوو پلار ابراهیم علی نبینا وعلیه السلام دادعاکوله :

رب اجعلني مقيم الصلاة و من ذريتي ربنا وتقبل دعاء ( ابراهیم ۴۰)

اې پروردګاره ماوګرزوې د لمانځه دروونکي او ځما له اولاد څخه اې زمونږ پروردګاره او دعا مو قبوله کړه .

بل له دې وجهي چي مونږ خپلو آرزوګانو او هیلوته په خپل زیار سره نه شو رسېدلای بلکه د الله تعالی په توفیق سره به زمونږ هیلي پوره کېږي په دې اساس په مونږ لازمه ده چي په دعا غوښتلو کي بشپړه عاجزي او اخلاص وکړو چي الله تعالی زمونږ مرسته وکړي او مونږ ددعا له قبولیت څخه مأیوس نه شو او زمونږ دعا ګاني باید په مسنون طریقه سره وي چي په ابتداء کي یې هم د الله تعالی حمدوثنا او په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درود ویل وي او بیا دالله تعالی په پاکو نومو اسماء الله الحسنی سره دعاپیل کړو او چي کله مو دعا وکړه او خپلي غوښتني مو الله تعالی ته وړاندي کړې بیا په پای کي هم د الله تعالی حمدوثنا او درود ووایو زمونږ دعا به قبو تیا ته نژدې وي او ان شاء الله تعالی ژر به قبلېږي  .

(شپږم) کله هم باید دالله تعالی له رحمت څخه مأیوس نشو ځکه چي مونږ ته نه ده معلومه چي کله به د الله تعالی رحمت رارسېږي . دا د الله تعالی قوانین دي او د الله قوانین نه بدلېږي .

موسې علیه السلام وچ آسمان ته کتلوچي وورېځ په کي نه وه او د خپل قوم لپاره یې له الله تعالی څخه باران غوښتلو الله تعالی ورته وویل چي ډبره په لکړه ووهه ډبره یې ووهله دوولس چینې ورڅخه راووتلې .

زکریا علیه السلام د زوی د غوښتلو دعا کوله خو الله تعالی په داسي حال کي زوی ورکړ چي دی سپین ږیری وو او ښځه یې وچه وه .

مریم علیها السلام د عیسی علیه السلام مور د عیسی علیه السلام د ولادت په وخت کي ډېره پرېشانه وه او د خپل قوم له ظلم او پېغور څخه وېرېدله چي مېړه یې نه وو او زوی یې پیدا شو دا یوه خارق العاده پېښه وه خو الله تعالی له تورونو څخه د هغې دنجات لپاره عیسی علیه السلام په زانګو کي د وړوکتوب په لومړۍ مرحله کي وغږولو او د خپلي مور د رېښتینوالي او پاکي او دخپل نبوت شهادت یې  ورکړ .

په دې توګه والدین هم باید د خپل تربیوي پرله پسې زیار اودعاګانو ترڅنګ په دې پوخ یقین وساتي چي که  یې نیت خاص د الله تعالی د رضا لپاره وي الله تعالی به د هغوی د اولادونو د هدایت لپاره اسباب برابروي که ژر وي اوکه لېري ، والدین په دې مکلف دي چي د اولادونو تربیې ته بشپړ پام واړوي او په الله تعالی اعتماد وکړي داسي نه وي لکه ځیني کسان چي اولادونو ته یې شاکړي وي او وایې چي هدایت د الله تعالی له خوا ده په دې کي څه شک نشته خو الله تعالی وا دین د اولاد په سمه تربیه مکلف کړي دي او که هغوی بې لاري شي الله تعالی به د قیامت په ورځ له والدینو څخه د هغوی د بې لاري کېدلو په هکله پوښتنه کوي .اوکه والدین د خپلو اولادونو په تربیه کي مخلص او حریص وي الله تعالی به هغوی ته  هم د خپلو هڅو او کوشش اجر او ثواب ورکوي ځکه چي الله تعالی د نیکوکارانو اعمال او د هغوی اجروثواب نه ضایع کوي .

الله ته خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ف مایې :

هو الذى أيدك بنصره وبالمؤمنين وألف بين قلوبهم لو أنفقت ما فى الارض جميعا ما لفت بين قلوبهم ولاكن الله ألف بينهم (آل عمران ۱۰۳)

الله تعالی هغه ذات دی چي په خپل نصرت او په مسلمانانو سره یې ستا ملاتړ وکړ  او د هغوی په زړونو کي یې د یو اوبل مینه واچو ه که په زمکه کي موجود وسایل ټول تا په کار اچولي او په دې لاره کي د لګولي وای هم د هغوی په زړونو کي د دیو اوبل مینه نه شوای وراچولای دا خو الله تعالی وو چي د هغوی په زړونو کي یې مینه واچوله .

إنك لا تهدي من أحببت ولكن الله يهدي من يشاء ( القصص الآية 56)

ته هغه څوک په سمه اره نه شې روانولای چي ستا خوښ وي خبره داده چي الله تعالی چي چاته یې خوښه وي هغه ته لارښوونه کوي .

سره له دې چي هرڅه الله تعالی کوي او بنده د الله تعالی بې توفیقه هیڅ نشي کولای خو بیا هم په دې بل آیت کریمه کي هغه په بل شان مخاطب ګرزوي او ورته فرمایې :

يا أيها الرسول بلغ ما أنزل إليك من ربك وإن لم تفعل فما بلغت رسالته (المائدة۶۷)

اې رسوله هغه څه چي د الله تعالی خوا تاته نازل شوي دي هغه انسانانو ته ورسوه او که ته داسي ونکړې نو د الله تعالی رسالت د نه دی رسولی .

تشریح : سره له دې چي د هرڅه کوونکی الله تعالی دی او الله تعالی په قرآنکریم کي په وار وار دا فرمایې چي الله تعالی کافرانو هدایت نه کوي ( والله ایهدي القوم الکافرین) خو بیا هم خپل رسول صلی الله علیه وسلم کافرانو ته ددې دین په رسولو مکلف ګرزوي او ورته وایې چي دا زما کار دی چي زه هغوی ته هدایت کوم او که یې نه کوم خو ته دالله تعالی پیغام کفاروته ورسوه او که داسي ونکړي نو هغه مکلفیت چي الله تعالی ستا په ذمه اچولی دی هغه د نه دی بشپړ کړی .

داولادونو په لمانځه د پابند کولو لپاره مینه که تازینه ؟

(اول) ځکه چي الله تعالی په قرآنکریم کي فرمایې :

اُدعُ إلى سبيل ربك بالحكمةِ والموعظةِ الح سَنة  ( النحل ۱۲۵)

والحكمة عبارة عن معرفة أفضل الأشياء بأفضل العلوم ويقال لمن يحسن دقائق الصناعات ويتقنها(لسان العرب)

رابوله خلګ ستا د پروردګار لاري ته په زیاته پوهنه (هوښیاري) او په ښه نصیحت کولو سره .

(دوهم) ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

عن عَائِشَةَ عن ا نبي  صلى الله عليه وسلم  قال إِنَّ الرِّفْقَ لَا يَكُونُ في شَيْءٍ إلا زَانَهُ ولا يُنْزَعُ من شَيْءٍ إلا شَانَهُ  (صحيح مسلم )

عائشة ضي الله تعالي عنها روايت كوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم و فرمایل : په ېښتیاسره نرمي او لطافت چي په هرڅه کي وي هغه کار ښایسته کوي او له هرشي څخه چي نرمي او لطافت ووتلو هغه کار بد نما او عیب جن کوي .

بل دا چي زم ونږ اصلي هدف دادی چي زمونږ اولادونه له لمانځه سره مینه پیدا کړي او د ډنډې اخیستلو او د اولادونو د وهلو او ټکولونتیجه داوي چي هغوی له والدینو څخه په کرکي کولو او ددښمني په اخیستلو مجبوره کوي او بل پښتانه وایې غوټه چي په لاس خلاصېږي خولې ته یې د وړلو ضرورت نشته . په عاقلانه طور په مینه هغوی لمانځه ته د رابللو له لا ي  د هغوی له لمانځه سره مینه پیدا کېږي او د لمانځه مینه د هغوی زړونو ته ننوزي او د هغوی په فکر کي ځای نیسي او دویني له جریان سره سم د لمانځه مینه هم د هغوی په رګونو کي خوځښت پیل کوي او بیا له هغوی سره د لمانځه دومره بې کچه مینه پیدا کېږي چي په ټول ژوند کي نه ورڅخه غافل کېږي  او که هغوی بالعکس د تخویف او وېرولو له لاري په لمونځ کولو مجبوره شي د والدینو په نظر به هغوی لمونځ کوي خو دا هم کېدای شي چي په مردارو جاموکي او بې اودسه یې وکړي چي ګناه به یې دجانبینو په غاړه وي همدا راز هغوی کېدای شي تر هغه وخته د وېري له وجهي د لمانځه پابند شي چي د ډنډې سیوری ور باندي پروت وي  او که له دې ویري څخه ووزي ممکن ده هغوی خدا ناکرده بېرته بې لمانځي ته پناه یوسي بناء ډنډه مؤثره طریقه نه ده .

(درېیم) که والدین خپل اولادونه په مینه سره د لمانځه لور ته دعوت کوي دا مینه په خپل څ نګ کي هغوی ته د والدینو عاطفه او ترحم هم الهام کوي چي هغوی په دې پوهوي چي د والدینو له هغوی سره څومره زیاته مینه ده او زړه یې ورباندي سوځي او هم مونږ ته په کار ده چي د هغوی دتربیې ترڅنګ په هغوی ترحم او زړسوی وکړو سول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

عن عبد اللَّهِ بن عَمْرٍو يَبْلُغُ بِهِ النبي  صلى الله عليه وسلم  الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمْ الرَّحْمَنُ ارْح َمُوا أَهْلَ الأرض يَرْحَمْكُمْ من في السَّمَاءِ (سنن أبي داود)

له عبد الله بن عمرو رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله ع یه وسلم وفرمایل : الله تعالی په هغه چا رحمت اوروي څوک چي په نورو ترحم کوي نو تاسي په هغه چا ترحم او زړسوی وکړۍ څوک چي په زمکه کي دي په تاسو به هغه څوک ترحم وکړي چي په آسمانونو کي دي .

په دې اساس م ونږ ته په کار ده چي د اولادونو په تربیه کولو او هغوی ته د اسلامي آدابو په ښودلو کي په هغوی ترحم وکړو او له نرمي او لطافت څخه کار واخلو .

(څلورم) وېرول او ډنډه اخیستل د اولادونو او ماشومانو په وړو نازکو زړونو کي وېره پیدا کوي کله چي هغوی له مونږ څخه ووېرېدل نو بیا به زمونږ په موجودیت کي لکه چي مخکي مو وویل لمونځونه کوي او چي مونږ نه یو نه به یې کوي او دا د وېرولوطریقه له هغي تربیې سره څرګند تضاد لري کوم چي م ونږ  غواړو د هغوی په زړونو کي د الله تعالی وېره او تقوی پیداشي او هغوی په خپلو ټو و ښکاره او پټو کړو وړو کي الله تعالی د خپلو اعمالو مراقب او نګران احساس کړي او ددې ویري نتیجه به له دې څخه پرته بله نه وي چي د هغوی په زړونو کي عقدې پیدا کړي او بلآخره په ړندو لارو روان شي  چي انجام به یې ګمراهي او انحراف وي .

څرنګه د خپلو ماشومانو مینه له لمونځ کولو سره پیدا کړو؟

(لومړی)  تر هرڅه مخکي دا ضروري ده چي مور اوپلار دواړه د اولاد په تربیه او پالنه کي باید په یوه رایه وي او د هغوی تر مینځ اتفاق موجود وي او دواړه لوري ددې لپاره یو ټاکلی سیاست ولري تر څو ماشوم د پاڼ او پړانګ تر مینځ رانشي او په هني تشویش اخته نه شي چي په نتیجه کی به یې ټولي هلي ځلي عبث ولاړي شي که پلار زوی ته نصیحت وکړي او دلمانځه په هکله خبري ورته وکړي مور یې هم باید ملاتړ وکړي او چي کله پلار نه وي هغه خبري ورته تکرار کړي چي پلار د ښه د ته وایې په دې کي ستا ددنیا او اخرت خیر دی او په ډېره خوږه مورنۍ مینه د هغه خبري په دماغ کي ورپېچکاري کړي او که یې مور په کوم کار او یا دلمانځه په نه کولو زوی وترټي کله چي پلار ورباندي خبر شي خپل ماشوم ته د ووایې چي م ور د ښه درته وایې د هغې خبره منه په دې کي ستا ددنیا او اخرت خیر دی داسي نه وي چي زړه ورباندي وسوځي او خوشاله یې کړي ترڅو له هغه سره دا سوچ پیدا نه شي چي د مور ترټل یې بې ځایه وو ځکه خو یې پلار بېرته خوشاله کوي .

(دوهم)  که ماشوم یو نېک کار وکړي باید سمدستي یوانعام ورکړ شي که هغه د مثال په توګه یوه ورځ ټول لمونځونه په اول وخت کي وکړي باید ماخوستن د پلار اویا مور له خوا هغه ته یو انعام ورکړل او هغه وپوهول شي چي دا یې څومره ښه کار کړی دی بله ورځ بیا په خپله هغه تکراروي تر څو هغه نېک کار د هغه په خټه کي ځای ونیسي او ماشوم ته انعام ورکول باید فوري او سمدستي وي او تشه دروغجنه وعده نه وي ځکه ماشوم ی ژر هېروي تر څو ماشوم پوه شي چي دایې د افعالو نتیجه ده .

(درېیم) د ماشومتوب مرحله له دریو څ خه نیولي تر پنځو کلونو پوري ده چي په دې مرحله کي ماشوم د خپل ځان په هکله د استقلال احساس کوي او هم داراز د عمر په دې مرحله کي له دې سره مینه لري چي د نورو پېښې او تقلید وکړي ، که له والدینو څخه کوم یو په لمانځه درېږي ماشوم ورځي او خواته یې درېږي او هغه هم ورسره خپل حرکات اجراء کوي که هغه زمونږ پېښې کوي او مونږ ورته ووایو چي  ورځه خپلي لوبي وکړه ته لا اوس وړوکی یې او په لمانځه نه یې درېدلی دا به ستره غلطي وي ، مونږ باید هغوی پرېږدو چي په خپل فطرت سره اوپه خپله خوښه سره چي څرنګه یې زړه وي هغسي زمونږ د لمانځه پېښې وکړي په همدې توګه که هغه زمونږ په خوا کي رکوع او سجده کوي او بیا منډه واخلي او لوبي وکړي او یا لاس ټکوي او یا خبري کوي مونږ باید څه ورته ونه وایو او تبصره ورباندي ونکړو .

هغوی د عمر په دې مرحله کي کېدای شي د لمونځ کوونکي مخي ته تېرشي او یالوبي وکړي او یا نعرې وهي او یا په لمونځ کوونکي سپرېږي خو باید ونه ترټل شي او نه پوري وهل شي او په مینه باید کېنول شي  .

عن بي قَتَادَةَ الْأَنْصَارِيِّ قال رأيت النبي  صلى الله عليه وسلم  يَؤُمُّ الناس وَأُمَامَةُ بِنْتُ أبي الْعَاصِ وهى ابْنَةُ زَيْنَبَ بِنْتِ النبي  صلى الله عليه وسلم  على عَاتِقِهِ فإذا رَكَعَ وَضَعَهَا وإذا رَفَعَ من السُّجُودِ أَعَادَهَا (صحيح مسلم)

و روی الأئمة مالك وغيره أنه  صلى الله عليه وسلم  كان يصلي وأمامة بنت أبي العاص إبنة زينب بنت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  على عاتقه فإذا ركع وضعها وإذا فع من السجود أعادها(تفسير القرطبي)

ابو قتادة رضي الله تعالی عنه فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کولو او امامة رضي الله تعالی عنها د زینب رضي الله تعالی او دابي العاص لور چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسۍ وه هغه یې په غېږ کي ور اخیستلي وه چي کله به یېرکوع کوله هغه به یې کېنوله او چي له سجدې څخه به قیام ته پورته شولو بېرته به یې ور واخېستله .

تفسیر قرطبي هم دا حدیث ذکر کړی دی او وایې چي ډېرو فقهاوو لکه امام مالک او محدثینو دا حدیث را نقل کړی دی نووي وایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار د جماعت په لمانځه کي کړی دی په هرصورت د فقهي په کتابونو کي ددې څه ذکر ځما په نظر رانغلو خوکه یې م ونږ په غېږ کي نه را آخلو خو باید دکې هم ورنکړو. خو امام نووي دا مسأله څېړلي ده او لاندي عبارت یې ددې جواز و کوي چي که ماشوم په لمانځه کي څوکور واخلي او کوم ښکاره نجاست ورباندي نه وي پروا نلري د اهل العلم لپاره اندي متن رانقل کوم :

وأن ثياب الصبيان وأجسادهم طاهرة حتى تتحقق نجاستها وأن ا فعل القليل لا يبطل الصلاة وأن الأفعال اذا تعددت ولم تتوال بل تفرقت لا تبطل الصلاة وفيه تواضع مع الصبيان وسائر الضعفة ورحمتهم وملاطفتهم وقوله رأيت النبي  صلى الله عليه وسلم يؤم الناس وأم امة على عاتقة هذا يدل لمذهب الشافعي رحمه الله تعالى ومن وافقه أنه يجوز حمل الصبي والصبية وغيرهما من الح يوان الطاهر في صلاة الفرض وصلاة النفل ويجوز ذلك للامام والمأموم والمنفردوحمله أصحاب مالك رضي الله عنه على النافلة ومنعوا جواز ذلك في الفريضة وهذا التأويل فاسد لأن قوله يؤم الناس صريح أو كالصريح في أنه كان في الف يضة وادعى بعض المالكية أنه منسوخ وبعضهم أنه خاص بالنبي  صلى الله عليه وسلم  وبعضهم أنه كان لضرورة وكل هذه الدعاوى باطلة ومردودة فانه لا دليل عليها ولا ضرورة اليها بل الحديث صحيح صريح في جواز ذلك وليس فيه ما يخالف قواعد الشرع لأن الآدمي طاهر وما في جوفه من النجاسة معفو عنه لكونه في معدته وثياب الاطفال وأجسادهم على الطهارة ودلائل الشرع متظاهرة على هذا والافعال في الص اة لا تبطلها اذا قلت أو تفرقت وفعل النبي  صلى الله عليه وسلم  هذا بيانا للجواز وتنبيها به على هذه القواعد التي ذكرتها(شرح النووي على صحيح مسلم ج5/ص32)

قلت أما مذهب أبي حنيفة في هذا ما ذكر صاحب   البدائع   وفي بيان العمل الكثير الذي يفسد الصلاة والقليل الذي لا يفسدها فالكثير ما يحتاج فيه إلى استعم ال اليدين والقليل ما لا يحتاج فيه إلى ذلك وذكر لهما صوراً حتى قال إذا أخذ قوساً ورمى فسدت صلاته وكذا لو حم لت امرأة صبيها فأرضعته لوجود العمل الكثير الذي يفسد الصلاة وأما حمل الصبي بدون الإرضاع فلا يوجب الفساد ثم روى الحديث المذكور ثم قال وهذا الصنيع لم يكره منه لأنه كان محتاجاً إلى ذلك لعدم من يحفظها أو لبيان الشرع بالفعل وهذا غير موجب فساد الصلاة ومثل هذا أيضاً في زماننا لا يكره لواحد منَّا لو فعل ذلك عند الحاجة أما بدون الحاجة فمكروه(عمدة القاري ج4/ص303)

همدارازپه دې عمر کي ماشوم ته باید سورة الفاتحة او معوذتین ور یاد کړل شي .

د ماشوم د عمر دوهمه مرحله له پنځو کلونو څخه تر اوو کلونو پوري ده په دې مرحله کي باید ماشوم ته د هغه د پوهني مطابق په پستو او خوږو خبرود الله تعالی نعمتونه او احسانونه ور وپېژندل شي او هغوی وپوهول شي چي الله تعالی له خپلو بندګانو سره څومره مینه لري او په هغو یې څومره زیاته مهرباني او رحمت پېرزو دی دا کار د ماشوم په زړه کي د الله تعالی مینه پیدا کوي او هغه د الله تعالی د رضاکولو لور ته تشویق کوي خو د عمر په دې مرحله کي د والدینو زیاتي خبري باید د الله تعالی د ذات او د هغه د قدرت او صفاتو په هکله باید وي او هغوی ته دا ور وپېژندل شي چي د الله تعالی په عبادت کي زیات خوند اولذت دی  او د الله تعالی عبادت د انسان په ژوند مستقیمي اغېزې لري ، په دې وخت کي والدینو ته په کار ده چي د خپل ماشوم لپاره په خپلو کړو وړو کي یوه ښه نمونه وړاندي کړي ځکه ماشوم د هغوی تقلید کوي او والدین باید یوه ښه قدوه وي د مثال په توګه که والدین پنځه وخته لمونځ په اول وخت کي بې تکلیفه او په شوق سره ادا کوي او ما وم ورته ګوري هغه دا فکر کوي چي دا څومره ښه کارده چي د هغه مور او پلار یې کوي او د هغه هم مینه ورسره پیدا کېږي ، لمونځ باید د یوه عادت په شکل نه بلکه د عبادت په شکل هغه ته ور وپېژندل شي او د لمانځه په هکله د رسول الله ص ی الله قول وفعل او د صحابه کرامو قصې ورته بیان کړلی شي  همدا راز د عمر په دې مرحله کي ماشوم د قصو او نکلونو له آورېدلو سره مینه لري هغوی ته باید د اسراء او معراج قصه او همدا راز د انبیاوو صې وکړلی شي تر څو اسلامي فرهنګ  او عقیده د هغوی په ذهنونو کي ځای ونیسي .

یوشی چي باید مونږ یې په پام کي ونیسو هغه داده چي د عمر په دې دواړومرحلو کي ماشوم تهدید نه شي ونه ترټل شي وهل خو لا په خپل ځای دی او اود هرښه کار په تېره بیا د لمانځه لپاره تشویق او ترغیب کړل شي  .

په عمومي توګه د ژمي په موسم کي کېدای شي ماشوم له یخو اوبو څخه د تښتي په وجه لمونځ پرېږدي په کار داده چي تل تودې اوبه د هغه د اوداسه لپاره برابري کړلي شي ترڅو لمونځ ورڅخه پاته نه شي .

ماشوم ته د لمانځه د تمرین د ورکولو لپاره باید یو ځانګړی سیاست په کار واچوو چي هغه په تدریج سره د هغه د اداکولو جوګه شي ، مثلاً دیو څه وخت لپاره هغه یوازي د سهار لمانځه ته راپورته کړو چي کله یې هغه عادت جوړشي د ماسپښین لمونځ ورباندي شروع کړو په همدې شکل سوکه سوکه هغه په ټولو لمونځونو عادت کړو کله چي په دې عادت شول بیا ددې تمرین ورکړو چي په اول وخت کي یې ادا کړي چي کله یې دا هم عادت جوړ شي بیا دسنتونو دادا کولو تمرین ورپیل کړو او هغه هم په تدریجي شکل ترڅو یې په مینه سره اداکړي او په ټولو سنتونو سره عادت شي .

په دې وخت کي له هر تمرین سره هغه ته باید یو انعام وټاکل شي ضروري نه ده چي هغه نقدي وي ب که هغه شی انعام ورکړل شي چي هغه زیاته مینه ورسره لري او تل یې یادوي لکه نوي جامې یا ساعت او یا پلاستیکي م وټر او د نجونو لپاره پلاستیکي لوښی او د لوبو شیان .

دا هم باید هغوی ته وښیو چي د لمانځه ادا کولوته ګړندیتوب جنت ته ګړندیتوب دی او دلمانځه په بدل کي الله تعالی مسلمان ته جنت ورکوي او جنت هغه ښایسته