اسلامي تربیې ته د مسلمانانو زیاته
اړتیا په دې اساس ده چي بشري فکر او عقل په یواځي شکل نه شي کولای د انسانانو لپاره هغه ګټي خوندي کړي کومي چي د
هغه دنیوي او اخروي نېکمرغي ورسره تړلي وي همدا راز بشري عقل نشي کولای په تنهایې س
ه د خیر او شر توپېر ته لاره پیداکړي ځکه چي انسان د حواسو او عقل له پلوه بشپړ نه دی که هرڅومره د هغه پوهنه او
پوهنېز مدرکونه لوړو مراتبو ته ورسېږي خو بیا هم ټاکلي او نېمګړي وي .
په دې اساس په کار ده چي اسلام زمونږ لپاره هغه بنسټېز مصدر جوړ شي کوم چي ټولنه
ور څخه فکري روزنه او تربیوي اهداف او همداراز علمي او عملي لاري چاري او تعلیمي نصابونه او تدرېسي اصول لاس
ته راوړي .
الله تعالی فرمایې :
وَأَنَّ هَ
َا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ
وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (سورة الأنعام 153)
او همدا ځما سمه روغه لاره ده او تا سي هم په دې لاره ځۍ او په نورو بېلابېلو لارو مه ځۍ ځکه چي د الله تعالی
له لاري څخه مو بېلاري کوي په همدې باندي الله تعالی درته وصیت کوي ښایې چي تاسي ځانونه وساتۍ .
له دې آیت کریمه څخه جوته شوه چي دزمونږ تربیوي نقصان او کوتاهي د تلافي او جبران لپاره له دې څخه پرته بله
هېڅ چاره نشته چي له اصلي مصادرو څخه چي قرآن او سنت نبوي او د سلف صالحینو عملي ژوند
او لارښووني دي د اسلامي تربیې اصول ځان ته خپل کړو او د هغوی په تګلاره باندي خپل پلونه کېږدو .
په تواریخو کي د لقمان په هکله مختلف روایات رانقل شوي دي ویل کېږي چي لقمان د عنقاء زوی وو او نیکه یې سدون
نومېدلو په خټه حبش او د سودان اوسېدونکی وو څوک وایې چي هغه نبي وو او څوک وایې چي نه یو نېک او عبادت ګذار سړی
وو چي الله تعالی ورته ستره پوهنه ورکړي وه داسي هم ویل کېږي چي هغه د داؤود علیه السلام په وخت کي قاضي وو هغه
د ترکاڼي کسب ګر هم وو جمهور مورخین دا وایې چي هغه د الله تعالی ولي او د حکمت او پوهني خاوند وو خو نبي نه وو
الله تعالی هغه په قرآنکریم کي د هغه ذکرکړی دی او هغه یې ستایلی دی او د هغه وصیت چي
زمونږ د بحث موضوع الله تعالی په قرآنکریم کي ذکر کړی دی .
دلته مونږ په دې څېړنه کي د مسلمان وګړي لپاره د اسلامي
تربیې هغه اصول را خلاصه کوو کوم چي لقمان حکیم خپل زوی ته په وصیتونو کي وړاندي کړي دي لکه څرنګه چي الله
تعالی په سورت لقمان هغه وصیتونه بیان کړي دي .
لومړی د حضرت لقمان وصیتونه خپل زوی ته :
قرآنکریم د حضرت لقمان حکیم
وصیتونه خپل زوی ته په خپل تل پاته معجزانه اسلوب او مفهوم سره بیان کړي دي ، د لقمان حکیم وصیتونه هغه مثالي
نمونه ده چي اخلاص او سمون په کي له ورایه په سترګو کېږي او پلرونو ته په کارده چي د خپلو زامنو په اسلامي او
وغه روزنه کي د هغه په تګلاره ولاړ شي لکه څرنګه چي قرآنکریم د هغه د وصیتونونقل کوي الله تعالی فرمایې
:
وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ وَمَنْ يَشْكُرْ فَإِنَّم
َا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ[12]وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ
يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ[13]وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ
بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَا
ِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ[14]وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا
تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ
مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ[15]يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ م
ِنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ ال
َّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ[16]يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ
وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ[17] وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا
تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ[18]وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ
وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ[19] (سورة لقمان).
او په رېښتیا سره مونږ لقمان ته ددې پوهنه ورکړه چي د الله تعا
ی شکر ادا کړه او چاچي شکر اداکړ نو د خپل ځان لپاره یې شکر اداکړ او چاچي د نعمت کفران وکړ نو الله تعالی بې پ
وا او ستایلی ذات دی . او کله چي لقمان خپل زوی ته وویل او ده هغه ته نصیحت کولو اې زما زویکه له الله تعالی سره
شریک مه نیسه ځکه چي شرک کول یو ستر ظلم دی ، اومونږ انسان ته د هغه د مور او پلار په هکله توصیه کړي ده هغه خپ
ي مور تکلیف سربېره په تکلیف په خېټه ګرزولی دی او په دوو کلونو کي یې له خپلي غېږي څخه بیلوي چي زما
کر ادا کړه او د خپل مور او پلار شکر ادا کړه ماته ستا بېرته راتګ دی ، که چېرته هغوی ( والدین) له تاسره په دې
جنجال کوي چي له ماسره شریک ونېسه په کوم چي ته علم نلري نو ته د هغوی مه منه او په دنیاکي له والدینو سره ښه
صحبت او ملګرتیا کوه او د هغه چا پیروي کوه چي هغوی زما خواته رجوع کوي په پای کي مو
ځما خواته بېرته راتګ دی او زه به مو په هغه څه خبر کړم چي تاسو په دنیا کي کول ، اې زما زویکه خبره داده که چی
ته د سپېلني په اندازه یو وړوکی شی وي او هغه هم د یوې ډبري په مېنځ کي او یا په آسمانو کي او یا په زمکه کي وي خو
الله تعالی به یې را څرګند کړي په رېښتیا سره الله تعالی مهربانه او په هرڅه خبر ذات دی ، اې زما زویکه لمونځ
ودروه او په ښوکارونو امر کوه او له بدو کارونو څخه منع کوه او په دې لاره کي چي کوم تکلیف درته رسېږي په هغه
صبر کوه په رېښتیا سره چي دا دچارو په سرته رسولو کي ثابت قدمي ده ، اود تکبر له وجهي خلګو ته خپله ټنډه تروه م
ه نیسه او په زمکه کي په غرور سره تګ مه کوه په رېښتیاسره چي الله تعالی هر لویې
کوونکی او خود بین انسان نه خوښوي ، او په خپل تګ کي میانه روي کوه او په ښکته آواز سره خبري کوه په رېښتیا سره
چي بدترین د غږونو د خر ه آواز (هونګاره) ده .
(۱) د تېرو ذکر
ویو آیتونو له وړاندي کولو څخه وروسته اوس کولای شو د لاندنیو نقاطو په بیانولو س
ه د حضرت لقمان وصیتونو ته وضاحت ورکړو :
لومړی کوم وصیت چي لقمان خپل زوی ته کوي هغه د توحید په هکله دی چي یوازي د الله تعالی عبادت وکړي او هغه
پاک ذات شریک نلري یوازي هغه د عبادت مستحق دی او په عبادت کولو کي څوک ورسره شریک و نه نیسي
( يَا بُنَيَّ لا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُ
ْمٌ عَظِيمٌ) .
دوهم وصیت له مور اوپلار سره د احسان په هکله دی چي زامن باید له مور او پلار س
ه دایمي او غیر منقطع احسان وکړي او د هغوی په صحبت کي تر تله پاته شي . (وَوَصَّيْنَا الأِنْسَانَ بِوَالِدَيْه)
درېیم وصیت دادی چي بنده په هر وخت کي او په خپلو ټولو حرکاتو او سکناتو او اقوالو او اعمالوکي د الله
تعالی له خوا مراقبت او څارنه په پام کي وساتي او ددې احساس ورسره وي چي له الله تعالی څخه هیڅ شی پټ نه دی نه
په آسمانونو کي او نه په زمکه کي همداراز بنده باید د رزق په هکله پرېشانه نشي چي د الله تعالی له یاد څخه یې
غافل کړي که د سپېلني په شان د هغه رزق په یوځای کي وي خو الله تعالی به هغه ورته راحاضر کوي
(يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَ
ْدَلٍ)
څلورم وصیت د لمانځه په هکله دی چي بنده باید د هغه علی ا
دوام پابند واوسي او په عین وخت کي نورو ته په ښو کارونو د کولو حکم وکړي او له بدو
کارونو څخه یې وژغوري او که په دې لاره کي له ستونځو او کړاوونو سره مخامخ کېږي برداشت یې کړي او صبر ورباندي
وکړي (يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ)
پنځم وصیت د الله تعالی له بندګانو سره تواضع او خاکساري کول دی او له هغوی سره په خو
اله ټنډه مخامخ کېدل دی او د غرور او تکبر د څېرې له خپلولو څخه لېري والی دی او له د الله تعالی له بندګانو سره
د خبرو کولو په وخت کي په پسته لهجه او ټېټ آواز سره خبري کول دی .
(۲) دوهم د لقمان په دې
وصیتونوکي داسلام تربیوي اړخونه دي چي په لاندي ټکو کي یې خلاصه
کوو:
(ا) د توحید عقیده :
د اس
امي عقیدې او توحید د خپلو اولادونو په اذهانو کي ټینګول او پخول دی او مسلمانه کورنۍ هغه ړومبۍ مدرسه او
ښوونځی دی چي د اولادونو رهنمایې او نېکه روزنه سرته رسوي اولادونه د مسلماني کورنۍ په غاړه کي یو ستر امانت دی
چي د هغوی په هکله به له انسان څخه د الله تعالی په حضور کي پوښتنه کېږي الله تعالی فرمایې :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَا
َةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْم
َرُونَ ( التحريم 6)
اې د ایمان خاوندانو وساتۍ ځانونه خپل او
عیالونه خپل له هغه اور څخه چي اوربل یې خلګ او ډبري دي ، په هغه باندي سخت او بې زړسوي ملایکه ( مقرر) دي چي د ا
له تعالی د اوامرونافرماني نه کوي او هغه څه کوي چي حکم یې ورته کېږي .
د اولادونو په هک
ه لومړنی واجب چي والدینو ته ورپه غاړه دی او هغوی مکلف دي چي سرته یې ورسوي هغه د ماشوم په خټه کي د توحېد د
نهال کرل دی او د الله تعالی او د هغه د رسول (ص) د محبت لورته د ماشوم د فکر او ذهن اړول دی ، د ماشوم په دې ذهنیت او عقیده تربیه کول او د هغه په دې خبرول دی چي الله
تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم هغه ته ترځان او مور او پلار او تر هرڅه ګران
او محبوب دي ، همدا راز والدین خپلو ماشومانو ته د ایمان او د هغه د تفصیل په هکله بشپړ معلومات وښیې او د هغه
په ذهن کي دا عقیده پخه کړي چي الله تعالی یو دی هغه په هرڅه قادر او د ټولو کایناتو خالق او فرمانروا دی هغه
بل سیال نلري هغه زمونږ ټولو پروردګار دی څه چي کوي هغه کېږي او هغه خپلواک دی چي څه غواړي هغه کوي او مونږ د
هغه فیصلو ته غاړه رسۍ یو ، داځکه چي اسلامي عقیده او په خدای تعالی ټېنګ ایمان د انسان د سلوک رهنمایې کوي او
هغه انسان د نېکواعمالو او د خیر د کارونوخواته پوري وهي او په دې لاره کي ورسره مرسته کوي همداراز په الله
تعالی ټېنګه عقیده انسان له بدو لارو او بدو افکارو څخه راګرزوي او د ښو اخلاقو او فضایلو په ګېڼه یې ښایسته کوي
.
په دې کي څه شک نشته چي په الله تعالی او د هغه په رسولانو علیهم السلام او په نورو م
من بها شیانو چي په آمنت بالله کي ذکردي ایمان لرل انسان د نیکو اعمالو خواته متوجه او د هغو په کولو باعث
کوي او د قرآنکریم په ګڼو آیتونو کي الله تعالی د ایمان تر څنګ د عمل صالح یعني نېکو اعمالو ذکر هم کړی دی دا
په دې اساس چي ایمان له نېکو اعمالو سره ټېنګ پیوند او تماس لري نو کله چي مونږ خپلو ماشومانو ته د ایمان په هک
ه روزنه ورکوو هغوی باید په دې وپوهوو چي په الله تعالی او د هغه په رسول صلی الله علیه وسلم ایمان لرل تر هغه
وخته نشي بشپړ کېدلای تر څو چي د هغوی د اوامرو اطاعت ونکړي او له هغو اعمالو ځان منع نکړي چي الله تعالی هغوی
ورڅخه منع کړي دي لکه الله تعالی چي فرمایې :
وَالْعَصْرِ[1]إِنَّ
الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ[2]إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ
وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ[3] (سورة العصر)
زما د قسم په زمانه یا مازدیګر وي چي انسان په
تاوان کي دی مګر هغه څوک چي په خدای تعالی ایمان ولري او نېک کارونه وکړي او یو بل ته په حق سره توصیه وکړي او
یو بل ته په صبر کولو سره توصیه او رهنمایې وکړي .
همداراز په قرآنکریم کي نور هم ګڼ شمېر
یتونه شته چي له ایمان سره یې جوخت د نېک عمل یادونه هم کړي ده
واقعي او رېښتونی ایمان هغه دی
چي نېک عمل یې زېږنده وي او ښه اخلاق ورڅخه راوزي ځکه چي دا ضروري ده چي ښه اخلاق أخوت او اسلامي ورورولي او یو
ه بل سره حقیقي مینه همدا راز له کبایرو او غټو ګناهونو څخه اجتناب او د ځان ساتنه د هم دغي عقیدي مېوه وي
.
لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
لا إِيمَانَ لِمَنْ لا أَم
َانَةَ لَهُ وَلا دِينَ لِمَنْ لا عَهْدَ لَهُ (رواه أحمد)
د هغه چا ايمان نشته چي امانت نه پالي او دهغه چا ایمان نشته چي وعده او معاهده نه پالي .
مَنْ كَانَ
يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلَا يُؤْذِي جَارَهُ (رواه البخاري ومس
م).
هغه څوک چي په
الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لري هغه خپل څنګلوري ته تکلیف او ضرر نه رسوي .
همداراز د
ایمان اثرات له حرامو کارونو څخه په اجتناب کي ښکاره کېږي لکه لاندي حدیث شریف چي د له سلوک سره د ایمان تماس د
کولو په وخت کي ښیي
لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُ
ْمِنٌ وَلَا يَشْرَبُ الْخَمْرَ حِينَ يَشْرَبُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ وَلَا يَسْرِقُ حِينَ يَسْرِقُ وَهُوَ مُؤْم
ِنٌ
(رواه البخاري ومسلم.)
زناکار د زناکولوپه وخت کي چي کله زنا کوي مؤمن نه پاته کېږي شرابخور د شراب څښلو په وخت
کي کله چي شراب څښي مؤمن نه پاته کېږي او غل د غلا کولو په وخت کي چي کله غلاکوي مؤمن نه پاته کېږي
.
لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ أَوْ قَالَ لِجَارِهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ (رواه البخاري ومسلم)
په تاسو کي یوڅوک تر هغه وخت د ایمان څښتن نشي جوړېدلای چي تر څو خپل ورور او یا
ګاونډي ته هغه څه خوښ نکړي چي ځان ته یې خوښوي .
د توحیدعقیده ضروري
ده چي د انسان په کړووړو کي منعکسه شي کله چي د انسان دا عقیده جوړه شي چي الله تعالی په هرڅه خبر دی او د
هغه د اعمالو څارنه کوي بیا دا عقیده د مسلمان په سلوک کي د فرد په صفت او د اسلامي ټولني په تعامل کي د ټولني
په صفت را څرګندېږي .
هغه مسلمان وګړی چي په دې باورلري چي الله تعالی د هغه په ښکاره او
پټو خبردی ضرور دا عقیده د هغه په عمل کي ترجمه کېږي همدا راز هغه ټولنه چي همدا ع
یده ولري ضرور د خپل ژوندانه نظام له دې عقیدې سره سم جوړوي .
هغه څه چي مونږ ور باندي وغږ
ېدلو دا جوته کوي چي د انسان او انساني ټولني نېکمرغي او دهغې استقامت یوازي په دې کي ده چي د هغې ټول کړه وړه له
اسلامي عقیدې سره تړلي وي په همدې اساس هغه چاته چي د تربیې او روزني ورځنۍ چاري او مسؤولیت ورپه غاړه دی باید د
تربیې ټول اړخونه له دې عقیدوي بنسټ سره ونښلوي ځکه چي دا د انسان په انفرادي او اجتم
اعي ژوند کي ژور اهمیت لري او د هغه عادات او افکار او اهداف یوله بل سره نښلوي او د خیر په لور یې رهنمایې کوي
او دې ته یې هڅوي چي د الله تعالی د حاکمیت او قدرت او د هغه د الوهیت په وړاندي د عاجزي سرټیټ کړي او د هغه
اوامرو ته غاړه کېږدي .
(ب) دوهم له مور او پلار سره احسان او د هغوی اطاعت کول دی
:
له اولادونو سره د والدینو مینه او په زړ سوی سره پالنه د ترحم له ښکاره هغو شکلونو څخه دی
چي په اولاد هم دا فرض کوي چي هغوی ورسره بالمقابل مینه او زړ سوی وکړي او کله چي والدین په عمر کي ستر شي په هماغه بڼه یې وپالي کوم چي هغوی پالل او د هغوی لپاره د تواضع او خاکساري وزر وغوړوي
او زړه ور باندي وسوځوي او له الله تعالی څخه د مغفرت دعاګاني ورته وغواړي .
د والدینو م
هرباني او زړسوی په خپل اولاد باندي هغه پېرزوینه ده چي د هغه بیه نشي ټاکل کېدلای او نه یې اولاد بدله ورکولای
شي دا یوه فطري مینه ده چي الله تعالی د والدینو په زړونو کي داولاد لپاره اچولي ده ځکه خو د الله تعالی له تو
حید څخه وروسته ترټولو حقوقو مخکي فریضه او د اجتماعي اړیکولومړنی واجب دی چي الله تعالی د انسان په غاړه ور
اچولی دی همدا راز د والدینو عقوق یعني نافرماني او د هغوی ځورول او تکلیف ورته متوجه کول که په هره بڼه وي له
کبیره ګناهونو څخه دی چي شرک ته نژدې دی ځکه خو د قرآنکریم په ګڼ شمېر آیتونوکي الله تعالی د هغوی په احسان او
اطاعت امر کړی دی لکه چي الله تعالی فرمایې :
وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا
وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا (سورة النساء36)
او تاسي د الله تعالی عبادت کوۍ او له هغه سره
هیڅ شی شریک مه نیسۍ او له خپل مور او پلار سره احسان کوۍ .
لقمان حکیم خپل زوی ته په خپل وصیت
کي هغه علاقه چي د اولاد او والدینو تر مېنځ ده په ډېر حکیمانه انداز کي ښيي چي د والدینو د شکر په ځای کول د ال
ه تعالی له شکرڅخه وروسته ده ځکه چي اول منعم او احسان کوونکی الله تعالی دی .
همداراز د
والدینو په هکله وصیت د هغوی په اطاعت کي تمثیل کېږي او اطاعت په ګناه کولو او یا دفریضې په پرېښوولو کي نشته خو
په مباحاتو او جایزو کارونوکي یې اطاعت فرض دی لکه مخکي چي مو وویل چي د اولادونو تعلق له والدینو سره د احت
ام او تقدیر په اساس باید مبني وي ځکه چي د هغوی د برتري په خپل اولاد باندي کوم حد نشته او نه دا دیو چا په وس
کي شته چي د هغوی د فضېلت د مقام نهایي نقطه وټاکي ځکه خو په وار وار په قرآنکریم اوپه
نبوي پاک سنت کي له والدینو سره احسان کول او د هغوی اطاعت کول او دهغوی عملي شکریه
اداکول تکرارېږي ترڅو اولادونه په دې وپوهوي چي د هغه چا خیال وساتي چاچي د خپلي ځواني خوږې شېبې د اولادونو په
چوپړ کي تېرولې او د خپل ژوند محصول یې تر دوی جارولو او د خپل ژوند مېوې یې په هغوی خوړلې اوس یې د عمر باغ په
وچېدلو دی د عمر په دې غمیزه مرحله کي چي جسمي قواوي یې کمزوري شوي دي او د بړبوکي په شان د نرم باد په مقابل کي
د مقاومت توان نلري په کار ده اولادونه یې په ډېر لطافت سره پام وساتي او د هغوی په مقابل کي هیڅ داسي حرکت
ونکړي چي د هغوی لپاره د پرېشاني سبب جوړ شي .
په دې کي هم څه شک نشته چي یو څوک که هر څومره
ه خپل مور او پلار سره احسان وکړي د هغوی حق نشي پوره کولای او نه د هغوی د پالني عوض ورکولای شي دا ځکه چي کله اولادونه وړوکي وو هغوی ورسره احسانونه کول او د هر
خیر تمنا یې ورته لرله او له هرتکلیف څخه ورباندي وېرېدلو او له الله تعالی څخه یې د هغوی سلامتیا او لویښت او د
هغوی لپاره اږود ژوند غوښتلو او هر هغه ځور چي به د اولادونو لپاره په هغوی باندي
تېرېدلو خوند به یې ځیني اخېستلو او نه به ورباندي ستومانه کېدلو او داولادونو د آرام او هوسایني لپاره به
یې خپلي د ژوند خوږې شپې رڼولې او بېخوبه به وو، اولادونه که له مور او پلار سره هرڅومره زیات احسانونه وکړي خو
هغه احساسات چي والدینو د هغوی په پاللو کي لرل په هیڅ صورت نشي خپلولای الا ماشاء الله تعالی .
د لقمان حکیم له دوهم
وصیت څخه دا جوته شوه چي د الله تعالی د شکر له ادا کولو څخه وروسته اولاد ته په کار ده چي د والدینو شکر ادا
کړي اود هغوی حقوق وپېژني او مراعات یې کړي او د هغوی د احسانونو په مقابل کي ور سره احسان وکړي .
د والدینو د حقوقو په هکله د هغه مقال ته مراجعه وشي چي یواځي په همدغه هکله لیکل شوی دی هلته هغه آیات او
احادیث او نصوص غالبا ټول ذکر شوي دي کوم چي په دې هکله راغلي دي .
(ج) د الله تعالی په علم او قدرت باندي ایمان لرل :
په درېیم
وصیت کي لقمان خپل زوی مخاطب ګرزوي او ورته وایې چي زویکه له الله تعالی څخه هیڅ پټ نه دي حتی هغه د سپېلني وړه
دانه چي نه تول کېدلای شي او نه یې انساني حس دروند والی محسوس کولای شي هم د الله تعالی د علم او خبرتیا له
دایرې څخه وتلی نه دی ، یعني که د انسان رزق د سپېلني په
اندازه وي او هغه په تيږه کي وي او یا په آسمانونو کي وي او یا په زمکو کي هم وي خو الله تعالی په دې قدرت لري چي
هغه انسان ته را حاضر کړي او هغه ته یې ورسوي او هغه باید د رزق په هکله پرېشان او د ف
ایضو له ادا کولو او د نیکانو له پیروي څخه مشغول نه شي .
په دې هکله چي د الله تعالی د علم له
احاطې څخه هیڅ شي وتلی نه دی او هغه په هرڅه بشپړخبر او قادر دی نور هم زیات څرګند آیتونه راغلي دي الله تعالی
فرمایې :
وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لا يَعْلَمُهَا إِلا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ
وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ إِلا يَعْلَمُهَا وَلا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلا رَطْبٍ وَ
ا يَابِسٍ إِلّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ (سورة الأنعام)
او له الله تعالی سره د پټو شیانو کلي ګاني
دي چي له ده څخه پرته بل څوک نه دي ورباندي خبر او په هغه څه علم لري چي په وچه او سمندرونوکي دي اوداسي پاڼه
نشته چي له وني څخه رالوېږي اوهغه ورباندي خبر نه وي او نه د زمکي په ترږمیو کي یوه داسي وړه دانه شته او نه
داسي وچ او لامده شته چي په څرګندوونکي کتاب (لوح محفوظ) کي نه وي .
له دې وصیت څخه دا هم جوته کېږي چي که انسان یوه وړه ګناه او یا کوچنی نېک کار د سپېلني د وړې دانې په اندازه
هم کوي خو د الله تعالی د علم له دایرې څخه وتلی نه دی په دې اساس هغه په خپل هر حرکت
کي د الله تعالی څارنه او مراقبت په پام کي باید ونیسي .
په دې تربیوي مفهوم سره انسان ته وېره
پیدا کېږي او هر وخت او په هرحالت کي په ښکاره او په پټه کي د الله تعالی څارنه د هغه په پام کي وي هغه چي هرڅه
کوي د الله تعالی مراقبت یې مخي ته درېږي هغه بیا کله هم د یوه بدکار اراده نه کوي او په هرنېک عمل کي مخلص وي او
د الله تعالی رضا په پام کي نیسي .
که د اولاد روزنه او تربیه په دې عقیدې سره وشي چي الله
تعالی د هغوی د اعمالو مراقب او لیدونکی دی او له هغوی سره ورباندي حساب کوي بیا هغوی کله هم د خپل عمل له
انجام څخه نه غافل کېږي او له هغو کارونو څخه پرته چي د الله تعالی رضا په کې وي بل په هیڅ کار لاس نه پوري کوي
ځکه چي د هغه دا عقیده وي چي الله تعالی هغه عمل نه قبلوي چي مسلمان د الله تعالی د رضا نیت په کي ونکړي
.
فعَنْ أَبِي أُمَامَةَ الْبَاهِلِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ
وَسَلَّمَ: إِنَّ اللَّهَ لا يَقْبَلُ مِنْ الْعَمَلِ إِلّا مَا كَانَ لَهُ خَالِصًا وَابْتُغِيَ بِهِ
وَجْهُهُ (رواه النسائي).
له ابوامامة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی هیڅ عمل
نه قبلوي مګر هغه عمل چي سوچه او پاک وي او د هغه رضا په کي غوښتل شوي وي .
په دې اساس پ
رونو اومېندوته او هغه چا ته چي دتعلیم او تربیې په ډګر کي مکلفیت لري په کار دی چي د زامنو او شاګردانو په
زړونو کي د هغوی د اعمالو او حالاتوپه اړه د الله تعالی د مراقبت او څارني عقیده پخه کړي تر څو دا عقیده له
هغوی سره د هغوی په ټولو کړو وړو کي ملګري وي ، خپلو اولادونو او شاګردانو ته په هروخت کي چي کله مو د هغوی
ناوړه سلوک ولیدلو توصیه وکړو چي په دې کار الله تعالی خپه کېږي او هغه ستاسو دا عمل
ویني او ستاسو دا عمل ستاسو په عملنامو کي ثبت کوي همداراز که هغوی یو نیک کار کوي هم دا ور ته تزریق کړو
چي د الله تعالی د رضا نیت په کي وکړه الله تعالی به یې اجر او ثواب درکړي او دا نیک کار ستا په عمل نامه کي
یکل کېږي تر څو هغه له وړکتوبه په دې روغه عقیده لوی شي او بیا به بې تکلفه هغه نیک کارونه کوي چي هغه یې الله
تعالی ته نژدې کوي او هم یې ځان او ټولني ته ورباندي ګټي رسېږي .
کله چي اولادونه په دې عقیده وروزل شي بیا به هغوی د پاک احساس خاوندان وي او دې ډول تربیې ته رسول الله صلی
الله علیه وسلم په لاندي حدیث شریف کي لارښوونه کړي ده :
قال ما الْإِحْسَانُ قال أَنْ
تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ فَإِنْ لم تَكُنْ تَرَاهُ فإنه يَرَاكَ (رواه البخاري ومسلم).
جب
ائيل عليه السلام له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه
پوښتنه وکړه چي احسان څه ده ؟ هغه وفرمایل : داچي د الله تعالی داسي بندګي وکړې لکه چي ته هغه وينې او كه ته هغه نه وينې نو هغه خو تا هرومرو ویني
.
كله چي پ
رونه او مېندي د خپلو اولادونو په دې شکل تربیه او د هغوی په تربیت کي له دې اصولو څخه کار واخلي نو د الله تعا
ی په توفیق سره به په ډېر لنډ وخت کي وویني چي په الله تعالی يو عفیده لرونکی داسي نسل یې روزلی دی چي په خپل دین
به ویاړ کوي په خپل اسلامي تاریخ به فخر کوي او یوه داسي ټولنه به رامېنځ ته کېږي چي
ه هر ډول ګمراهي او دښمنيو او له جرایمو څخه به پاکه ټولنه وي .
(د) د الله تعالی
ورته په لمانځه سره توجه کول او د الله تعالی خواته د خلګو رابلل او په دې لار کي په صبر او متانت سره د
کړاوونو ګالل :
لقمان حکیم خپل زوی ته د لمانځه د قایم کولو حکم
کوي او وایې اې زویکه لمونځ ودروه ، الله تعالی په انسان باندي ځیني عبادتونه فرض ګرزولي دي چي هغه د انساني س
وک او اخلاقو په مهذب کولو او د زړونو او اعمالو په اصلاح کي مستقیم اثرات لري چي یو له هغو عبادتونو څخه هم
مونځ دی ، لمونځ د اسلام دوهم رکن او هغه ستني ده چي د اسلام بناء له هغه څخه پرته نه درېږي او لمونځ هغه عبادت
دی چي له بنده سره به د قیامت په ورځ اول د هغه حساب کېږي ، اسلام د لمانځه دومره ټینګار کوي چي په سفر او اقامت
په سوله او په وېره کي د هغه د پرېښودلو مراعات نشته او په مسلمان باندي فرض دی چي پابند یې واوسي .
الله تعالی فرمایې :
حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ
َانِتِينَ[238]فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَمَا عَلَّم
َكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ (سورة البقرة239)
همېشه توب کوۍ په لمونځونو باندي او په مینځني
( د ماسپښین) لمونځ باندي او ودرېږۍ تاسي د الله تعالی لپاره فرمانبرداره او په عاجزي سره . او که تاسو له دښمن څ
خه وېرېدلاست (نو لمونځ په خپل وخت کي ادا کوۍ) که پیاده یاست او که سپاره یاست او او کله چي په امن کي شوۍ نو بیا
الله تعالی یادوۍ په هغه شکل لکه چي تاسو ته یې در زده کړي دي هغه څه چي تاسي نه واست په هغه باندي خبر
.
که یو څوک د الله تعالی له خوا د فرض کړي شویوعبادتونو په هکله ژور فکر وکړي دا به ورته مع
ومه شي چي هغه د نفسونو په صفایې او د زړونو په ډاډمني او د فرد او ټولني په اصلاح او سمون کي مهم اثرات لري چي
په لاندي ډول یې خلاصه کولای شو .
لمونځ په پښو درول د ایمان د
ېښتینوالي او په مؤمن کي د الله تعالی د تقوا نښه ده الله تعالی فرمایې
:
قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ _ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ
خَاشِعُونَ (سورة المؤمنون1-2)
په رېښتیا سره کامیاب شول هغه مؤمنان
چي هغوي په خپل لمانځه کي عاجزي کوونکي دي .
لمونځ د فرد او ټولني لپاره یو تربیوي عبادت دی چي
هغوی لوړو ښو اسلامي اخلاقو ته پورته کوي او له بدو اقوالواو اعمالو څخه هغوی راګ
زوي الله تعالی فرمایې :
وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ
وَالْمُنْكَر ( سورة العنكبوت45)
او لمونځ ودروه ځکه چي لمونځ له بدفعلي او حرامو کارونو څخه
(انسان) منع کوي .
لمونځ په دنیوي ژوند کي مسلمان ته د ستونځو او تکلیفونو په مقابل کي
وحي قوت وربښي الله تعالی فرمایې :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ
وَالصَّلَاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (سورة البقرة153)
اې د ایمان خاوندانو تا سي مرسته وغواړۍ په صبر کولو او لمانځه سره په رېښتیاسره الله تعالی د صبر کوونکیو
ملګری دی .
لمونځ د روح هغه غذاء ده چي انسان ته د تکلیف په وخت کي په خواشیني کېدلو باندي بر اسی ورکوي اود پراخي په ښ