همداراز د عمر په دې
مرحله کي ماشوم ته د پاکي او صفایې ځیني احکام ور وښودل شي لکه د اودس وچول استنجاء وهل او بیت الخلاء ته د تګ
داب او له نجاست څخه د خپل بدن او کالیو پاک ساتل او د اوداسه تعلق له لمانځه سره او د هغه اجر او ثواب .
xml:namespace prefix = o ns = "urn:schemas-microsoft-com:office:office" />
ماشوم ته د اوداسه ورښوول او عملاً د هغه په حضور
کي اودس کول چي هغه تا وویني چي څرنګه اودس کوې دا یو سنت عمل دی او صحابه کرامو به
هم داسي کول .
بل د عمر هغه مرحله ده چي د اوو کلونو او لسوکلونو په مینځ کي ده دا هغه مرحله ده
چي په عام طور د لمانځه په وړاندي په ماشوم کي سستي راځي او پابندي یې زیاته نه کوي ولوکه هغوی تر دې مخکي د لم
انځه پابند وي خو دا دهغوی د سرکشي مرحله ده په دې وخت کي له هغه سره په حکمت او هوښیاري سره چلند په کار ده او
باید مستقیماً پوښتنه ورڅخه ونه شي چي د مازدیګر لمونځ د کړی دی ؟ ځکه چي هغه کېدای شي له لمانځه څخه د تېښتي
پاره درته دروغ ووایې چي هو نو بیا به نارې وهې چي چېرته د وکړ او چا ولیدلې ؟ او یا به
هم داسي غوږ کوڼ اچوې او هغه به بې لمانځه پاته وي ښه داده چي دوه درې ځلي ووایې راځۍ د لمانځه وخت دی که هغه ووایې
چي ما د مور په خونه کي وکړ ورته ووایه چي یواځی د مور په خونه کي برکت اچوې راځه زما
په خونه کي یې هم وکړه چي هلته هم برکت پیداشي ځکه چي په هرځای کي چي لمونځ کېږي هلته م
لایکه راځي او په هغه ځای کي برکت وي هغه د مور په خونه کي چي د کوم لمونځ کړی دی هغه به نفل شي او دا خبري ورته په
نرمه خندا او خوږه لهجه سره وکړو که مونږ داسي وکړو هغه بل ځل دروغ نه وایې او تل به ستاسي په حضور کي لمونځ کوي
ځکه چي هغه پوهېږي چي که یې لمونځ کړی هم وي خو دوهم ځل یې بېرته والدین ورباندي کوي او ضمنا یې دا عقیده جوړېږي چي
د لمانځه په ځایونو کي الله تعالی برکت اچوي او ملایکه هلته راځي .
د عمر په دې مرحله کي ماشوم د لمانځه په کولو ډېر ښه ښکاري او والدینو ته دهغه
خصیت ډېر خوند ورکوي او لمونځ یې ټول عیبونه پټوي ، په دې مرحله کي ماشوم ته د لمانځه او اوداسه ټول احکام باید
وروښودل شي او په هغه طریقه لمونځ ور وښوول شي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی دی همدا راز ځیني مأثوره
دعاګاني او اذکار چي له لمانځه وروسته یې ویل سنت وي هغه ته وریاد کړلی شي .
په دې مرحله کي هغه باید په دې پوه کړو چي په پابندي سره پنځه وخته لمونځ ادا کړي او که د یوه
عذر په وجه ورڅخه قضا شي باید راویې ګرزوي چي کله د لمانځه پابند شي باید ددې تمرین
ورکړل شي چي څرنګه اذان واوري فوراً ولاړ شي او د لمانځه تیاري پیل کړي او ځنډ ونکړي .
همدا
از د عمر په دې مرحله کي ماشوم باید په خپل مور او پلار کي د لمانځه په هکله د هغوی د وېښتابه حس درک کړي مثلا که
ماشوم د وېده کېدلو لپاره اجازه وغواړي باید پلار یې بې له تردد څخه ورته ووایې چي د ماخوستن لمانځه ته لږ وخت
پاته ده راځه چي په یوځای لمونځ وکړو بیا به وېده شې .
مولاناصاحب رحمة الله تعالی علیه به هر
وخت که به مېلمه وو او که به نه ووددې لپاره چي د ماخوستن لمونځ له چا څخه پاته نه شي د ډوډۍ خوړل د ماخوستن له
مانځه څخه وروسته ته ځنډوله او که به هرڅومره مونږ د وړوکتوب په وخت کي وږي وو خو هغه به همدا ویل چي د ماخوستن
لمانځه ته لږ وخت پاته ده چي لمونځ وکړو بیابه ډوډۍ خورو او بیا دا د هغه په ژوندکي زمونږ عادت جوړ شوی وو(اللهم
اجزه عنا خیر الجزاء) داځکه که د ماخوستن ډوډۍ تر لمانځه مخکي وخوړله شي د انسان بدن
سست کېږي او خوب یې وړي او که لمونځ کوي هم خو په مطلوب شکل یې نشي کولای .
همداراز که ماشوم د لوبو لپاره د وتلو اجازه وغواړي او د لمانځه وخت نژدې وي هغه ته باید ووایو چي د
مازدیګر د لمانځه وخت نژدې ده راځه چي لمونځ وکړو بیا به لوبو ته ولاړ شې او زه به مو هم د لوبو ننداره وکړم .
که هغوی د خپلو خپلوانو د ملاقات لپاره تلل غواړي او د ماښام وخت
نژدې وي هغوی ته باید ووایو چي دماښام لمونځونه مو وکړل بیا به د هغوی کور ته ولاړ شو .
همدا راز د هغوی په مخ کي چي له چا سره د یو کار او لیدني وعده کوو هغه په لمانځه پوري وتړو د مثال په توګه :
د مازدیګر په لمانځه کي به سره ووینو ، د ماښام له لمانځه وروسته به درشم ، د ماخوستن له لمانځه وروسته به ستا
ضرورت پوره کړم همدا راز که مونږ د یوچا د راتګ په انتظار یو او ماشوم موله مونږ څخه
پوښتنه وکړي چي کله به راځي باید ورته ووایو چي مثلا د ماښام له لمانځه څخه وروسته به راځي ، که له هرڅه سره د
مانځه یادونه کېږي اولادونه مو ضرور دې ته متوجه کېږي چي لمونځ د اهمیت وړ دی ځکه چي زمونږ والدین یې په هرڅه کي
یادوي او زیات خیال یې ساتي .
که له اولادونو څخه کوم یو ناروغ شي هم باید ورته ووایو چي له
وس سره سم خپل لمونځ وکړي ترڅو چي په دې احساس لوی شي چي لمونځ په هیڅ شکل پرېښوول نه دی په کار او د لمونځ په پ
ېښوولو کي کوم عذر نشته که په سفر باندي یو هغوی ته باید ووایو چي د قصر لمونځ وکړي
او ددې په حکمت یې پوه کړو چي اسلام د رحمت دین دی څرنګه چي په سفر کي ستوماني وي په دې وجه الله تعالی په خپلو
بندګانو قصر واجب کړی دی او دا د الله تعالی په خپلو بندګانو باندي یو ستر رحمت دی .
هغوی
باید ددې جرأت ولري چي خپل همزولي او ملګري هم مسجد ته ورسره ملګري کړي او که په تلیفوني خبرو ورسره لګیا وي او
جماعت درېږي باید ورته ووایې چي د جماعت د درېدلو وخت دی او تلیفون د فوراً بندکړي او که کوم ملګری یې لمونځ نه
کوي نو هغه ته د هم د لمانځه ترغیب ورکوي او په ځان د ددې شکرکاږي چي لمونځ کوي .
همدا راز خپل اولادونه وروسته له دې چي د فرض لمانځه پابند شي د نفلونو په کولو هم عادت
کړو .
که مونږ له هغوی څخه د حساب پوښتنه کوو نو هم مثالونه یې لمونځونه باید ذکر کړو لکه م
ثلاً : یوه سړي دوه رکعته لمونځ وکړ او بیا یې څلور رکعته د ماسپښین وکړل مجموع یې څو رکعته شولو؟ او که ماشوم لوی وي بیا داسي پوښتنه ورڅخه وکړو چي : د یوه سړي د کور او مسجد تر مېنځ ۵۰۰ م
تره فاصله ده هغه په یوه ګام کي ۴۰ سنتیمتره وهي نو مسجد ته به په څو ګامونه آخلي چي ورسېږي او چي الله تعالی په
هر قدم لس نېکي انسان ته لیکي مجموع څو نېکیوي جوړېږي ؟
هغه کېسټي او وېډیو فلمونه چي لمونځ او
دلمانځه ارکان په کي ښوول کېږي اوشریعت یې کتل روا بللي وي هغوی ته راوړو چي ویې ګو
ی تر څو ورڅخه فایده واخلي .
او هرڅه چي له لسو کلونو څخه وروسته د
وهلو مسأله ده زما په نظر که تر دې عمره پوري د والدینو د تفاهم او تعاون له مخي د ماشوم نګراني او تربیت په دې
کل وشي چي مونږ ورته اشارې وکړې دې ته به اړتیا پیدا نه شي چي هغه له لسو کلونو څخه وروسته ووهي او که چاره نه وه او بیا هم ماشوم د لمانځه پابندي نه کوي نو بیا د یې په داسي شکل ووهي چي عیب په کي
جوړ نکړي په مخ د یې نه وهي او د نورو په مخ کي د یې هم نه وهي او د کاوړ په وخت کي د یې هم نه وهي ځکه چي د اولا د له
وهلو څخه مقصد دهغه اصلاح ده او د هغه توهین او سزا او یا د مشکلاتو اېجادول نه دی که مربي او یا والدین په دې
پوه شي چي مشکلات یې په وهلو زیاتېږي او نور یې هم له لمانځه څخه کرکه ډېرېږي او یا له کور څخه تېښتي ته مجبوره
کېږي او د فاسقانو او منحرفو انسانانو په منګولو کي لوېږي نو بیا د وهل پرېږدي او بله طریقه چي په لاندي کرښو کي
به ذکر شي خپله کړي .
دا هم باید په پام کي وساتوچي دلمونځ په پابندي سره ادا کول هم د نورو
هغو ښو صفتونو په شان دی چي مونږ یې د خپلو اولادونو لپاره خپلول غواړو لیکن د لمانځه په هکله مونږ ځکه جدي یو چي دا په دیني لحاظ د اولیت مقام لري او د لمانځه په هکله بې پروایې هغه حساسه موضوع
ده چي نشو کولای په هیڅ صورت یې له پام څخه وغورځوو او په هرشکل چي وي باید اولادونه تعقیب کړو دلته هغه حدیث
چي مخکي مو ذکر کړلو یو ځل بیا ذکر کوو:
عن عَمْرِو بن شُعَيْبٍ عن أبيه عن جَدِّهِ قال قال رسول اللَّهِ
صلى الله عليه وسلم مُرُوا أَوْلَادَكُمْ بِالصَّلَاةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ
سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عليها وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في الْمَضَاجِعِ (سنن أبي داود)
عمرو رضي الله
تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خپلو اولادونو ته د لمانځه حکم کوۍ کله چي هغوی
د اوو کلونو شول او د لمانځه په پرېښودلو یې وهۍکله چي هغوی د لسو کلونو شول او د خوب ځایونه یې یو له بل څخه بېل
کړۍ .
او په بل
وایت کي بیا داسي راغلي دي :
وأخرج الطبراني في الأوسط عن عبد الله بن خبيب أن النبي صلى ال
ه عليه وسلم قال علموا أولادكم الصلاة إذا بلغوا سبعا واضربوهم عليها إذا بلغوا
عشرا وفرقوا بينهم في المضاجع (الدر المنثور)
په دې دوهم روایت کي
چي مفهوم یې د لومړني حدیث دی او ترجمې ته یې ضرورت نشته صرف یوه نکته چي دلته یې ذکر کوو هغه دا ده چي په دوهم
وایت کي د (علّموا) کلمه راغلی چي معنا یې ده ور زده کړۍ د (علموا) کلمه مونږ ته دا راښیي چي د پلانګذاري له مخي
او په تدریجي شکل او لادونو ته لمونځ ور وښیو یعني له اوو کلونو څخه نیولي تر لسم کال پوري ددې دریو کلونو په
دوران کي مونږ هغوی ته د لمانځه په هکله بشپړ معلومات او د لمانځه اهمیت او په دنیا او آخرت کي د هغه ګټي ور
وښیولکه مخکي چي مونږ د تدریجي ښووني کیفیت ذکر کړلو له هغه څخه کار واخیستل شي .
که د ما
وم په لمانځه عادت کول لسم کال ته پرېښودل شي نو بیا والدین زیات وخت ته ضرورت لري تر څو هغه په مطلوب شکل سره
د لمانځه په اداکولو معتاد کړي دا ځکه چي د لسو کالو ماشوم له نفسیاتي او فکري لحاظه د اوو کلونو له ماشوم سره
توپېر لري په دې صورت کي والدین صبر زغم او له حکمت څخه کار اخیستني ته ضرورت لري نه داچي هغوي له بېړي او غصې څ
خه کار واخلي .
د ماشوم د عمر په لس کلنه مرحله کي مونږ ته په کار ده چي د هغه طرز تفکر او د
هغه احساس په پام کي ونیسو او د هغه د ستونځو او مشکلاتو احساس وکړو او له هغه سره یې په حل کي مرسته وکړو داسي
نه وي چي هغه دا فکر وکړي چي زمونږ ټوله توجه یوازي د هغه لمانځه ته ده او هغه او د هغه خیالات مونږ ته څه اهمیت
نلري، هغه په خپل ځان د راچارپېره نړۍ په هکله فکر وهي او پوهېږي چي دوه یا درې کاله
ورو سته د هغه په ژوند کي نوي تحولات را روان دي ، د عمر په دې مرحله کي هغه ته لوبي تر هرڅه زیات ارزښت لري ځکه
خو هغه له لمونځ کولو څخه غافل کېږي او کله ناکله هغه په دې اساس ضد کوي چي دا په هغه باندي تپل شوی کار دی چي هغه
تر ذهني فشار لاندي راولي مونږ باید په هغه پسي داسي شله نشو چي کله مو هم سترګي ورباندي ولګېدلې د لمانځه
پوښتنه ځیني کوو .
په دې هم باید پوه یو چي هغه لا اوس هم د مکلفیت مرحلې ته نه دی رسېدلی
او په دې عمر کي هغه ته د لمانځه د کولو حکم یوازي د تمرین او د هغه دعادت کولو لپاره دی نه د مکلفیت په وجه ، که
له هغه څخه مونږ د هغه د ستونځو او مشکلاتو په هکله پوښتني وکړو کوم چی دی د عمر په دې مرحله کي ورسره لاس او ګ
ېوان دی دا به زمونږ او د هغه اړیکي نوري هم نژدې کړي او هغه به دا محسوس کړي چي مونږ یې یوه امانتداره تکیه یو
او په مونږ به د هغه اعتماد نور هم زیات شي چي په نتیجه کي به بیا زمونږ هر حکم که د لمانځه په هکله وي او که
دنورو تربیوي لارښوونو په هکله وي په اهتمام سره په خپل فکر کي یادداشت کوي .
د ما
وم د بلوغ مرحله (سن المراهقة) تر ټولو حساسه او نازکه مرحله ده :
د عمر په دې مرحله کي ما
وم زیات ضدي وي او چي کله د یوه کار حکم ورته وشي انکار کوي او اوامرو ته په مشکل سره غاړه ږدي او له دې سره م
ینه لري چي خپل موجودیت اثبات کړي ، کله ناکله خو یوازي ددې لپاره هم له اوامرو څخه سرغړونه او مخالفت کوي چي
مونږ ته خپل شخصیت معرفي کړي او خپل انساني کرامت ثابت کړي سره له دې چي هغه د خپل
کوګل په دننه کي په دې باور وي چي هغه په غلطه ده خو هغه ددې په وجه په خپله غلطي ټینګېږي چي څوک دا فکر ونکړي چي
د بل په وینا یې له غلطي څخه لاس واخیست ځکه خو په کار ده چي هغه تر فشار او تهدید لاندي نکړو ځکه چي دا څه ګټوره
نتېجه نه ورکوي بلکه نور یې هم بې لاري کوي او چي څومره زمونږ فشار په هغه باندي زیاتېږي په هماغه اندازه هغه په قوت سره په غلطي باندي ټینګار کوي غوره لاره داده چي هغه
څه وایې په ډېر اهتمام سره غوږ ورته ونیسو او د هغه په ستونځو ځان پوه کړو او په حکمت
ورسره چلند وکړو .
کومي د حل لاري چي مونږ وړاندي کوودا یو تدرېجي پروګرام دی چي لږ تر
ږه دریو میاشتو ته اړتیالري او بیا به که د الله تعالی توفیق را سره وي هغه نتایج لاس ته راوړو کوم چي زمونږ د
تربیې هدف وي .
لومړۍ مرحله :
دا مرحله کم وزیات دریو هفتو ته اړتیا لري په
دې وخت کي مونږ باید له ماشوم سره د لمانځه په هکله له خبرو څخه بالکل لاس واخلو او هیڅ د لمانځه په هکله له هغه
سره نه صراحتاً او نه اشارتاً مشغول شو دا کار له دې سره ورته والی لري لکه ډاکټر چي نسخه ورته لیکلي وي او هغه
ورباندي خورو ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې (لکل داء دواء) د هر رنځ لپاره علاج شته ، هر ماشوم د
عمر په دې مرحله کي په ضد او عناد او سرکشي داسي اخته کېږي لکه د ژمي په یخو شپو کي چي هغه ژر ژر په زکام اخته
کېږي .
مربي او یا والدین باید په دې پوه وي چي هغوی د یوه مشکل درملنه کوي او یو انساني ضمیر
تربیه کوي او که په دې مرحله کي د ماشوم د ذهني ستونځو علاج ونه شي بیا الله تعالی خبر دی چي خبره به کوم ځای ته
ورسېږي. نو له صبر کولو او په الله تعالی له توکل کولو او په هغه باندي له ټینګي عقیدې څخه پرته بله چاره ن
ته.
بېرته د علاج خواته راګرزو تر دریو هفتو مونږ له هغه سره د لمانځه په هکله خبري نه کوو
تر څو د ماشوم له ذهن څخه د لمانځه په هکله زمونږ د ټینګار تلوسه هېره شي ددې لپاره چي هغه څه هوسا شي او بېرته
هغه علاقه چي د والدینو او اولاد تر مینځ ده را ژوندۍ شي او له هغه سره د والدینو په مینه د هغه اعتماد برحال شي
او هغه په دې پوه شي چي د والدینو او د هغه تر مینځ کومه اختلافي مسأله نشته او والدینو چي کومه کرکه درلودله
هغه له غلطیو سره وه نه د ده له شخصیت سره .
هغه رنجش چي دده او والدینو تر مینځ د لمانځه په سر
داختلاف په وجه موجود وو هغه آغزن سېم ته ورته وو چي دده په مور او پلار را تاو وو کله چي به هم هغه ور نژدې کېدلو
ور باندي خوږېدلو به او چي کله به هم له والدینو سره مخامخ کېدلو او یا به یې خبري و
سره کولې ذهني تکلیف به ورته پېښېدلو ، دهمدغو دریو هفتو د سکوت په دوران کي مونږ غواړو هغه اغزن سېم بېرته لري کړو کوم چي یې د والدینو او ماشوم تر مینځ فاصله جوړه کړي
وه .
دوهمه مرحله :
دا مرحله د پټي خولې اجراءات دي او له دریو هفتو څخه تر
یوې میاشتي پوري وخت ته ضرورت لري چي په بر کي یې ونیسي ، په دې مرحله کي مونږ هغه ته هیڅ ډول خبري نه کوو خو یو
څو مقصودي کارونه کوود مثال په توګه : چېرته چي ماشوم زیات کېني او یا وېده کېږي هلته د لمانځه غالۍ (قالین) قصداً
اچوو او چي کله دلمانځه وخت رانژدې شولوآواز کوو چي دلمانځه غالۍ چېري ده چي لمونځ ورباندي وکړم ؟
همدا راز والدین کولای شي له هغه څخه وخت ناوخته پوښتنه وکړي مثلاً : زویه اذان شوی دی ؟ ستا ساعت څو بجې دی او لمانځه ته څ
ومره وخت پاته ده ؟ زویه ما لمونځ وکړ او که نه ؟ په دغو شپو ورځو کي مي لمونځ زیات هېرېږي ؟ کله چي دا عمل له دوو
څخه تر دریو هفتو پوري دوام وکړي ماشوم په ذهني توګه هوسا کېږي او هغه فشار چي مونږ ورباندي اچولو هغه یې له ذهن
څخه وزي په دې وخت کي والدین درېیمي مرحلې ته انتقال کوي.
درېیمه مرحله :
کله کله هغه ته بلنه ورکړه چي له تاسره هغه ځای ته او یا مسجد ته ولاړ شي چېرته دیني درس او یا تبلیغ کېږي خو
دا دعوت باید تل نه وي تر څو هغه دا یو طبیعي او تصادفي کار وبولي او هغه داسي فکر وکړي چي ته یې ملګرتیا ته ضرو
ت لرې نه داچي غواړې هغه درس ته بوزنې اوداسي مثلاً ورته ووایې چي : زویه نن مي بدن څه درد کوي او ستومانه یم خو په مسجد کي تبلیغ کېږي ته له ماسره ولاړ شه چي که په تکلیف کېدلم نو ته به راته حاضر
یې که هغه انکار وکړي ټینګار مه ورباندي کوه خوبل وخت بیا داسي هڅه وکړه .
د یوه دیني
تقریر کېسټه راوړه او ورته ووایه چي راشه زویه دا کېسټ واورو که خپل موټر لري هغه په یوه معقوله پلمه له ځان س
ه په موټر کي کېنوه او چي روان شوې دا کېسټ ولګوه او په ډېره توجه سره هغه ته غوږونیسه چي کله پای ته ورسېدله که
زوی وي او که لور د هغه کېسټ د محتویاتو په هکله پوښتنه ځیني وکړه او د هغه رایې ته متوجه شه او هغوی پرېږده چي
په خپله خوښه د هغې په هکله خپله رایه درته ښکاره کړي همدا راز کېدای شي له هغوی سره ددین په هکله پوښتني پیدا
شي او غواړي مجلس اوږد کړي ته دهغوی پوښتنو ته د هغوی د ذهنیت موافق ځوابونه وایه .
دلته
ځینو مهمو شیانو ستاسو پا رااړوم :
مونږ باید له یوې مرحلې څخه ژر بلي مرحلې ته انتقال ونکړو
او تلېواره مو باید نه وي تر څو چي مخګینۍ مرحله په بري سره پای ته نه وي رسېدلي دوهمي مرحلې ته ولاړ نه شو ځکه چي
دلته زمونږ هدف د هغه فاصلو را لنډول او ختمول دی کوم چي د اولاد او والدینو تر مینځ
او داولاد او دین تر مینځ یې بېلتون راوستی دی .
دا کارهغو میکروب وژونکیو کپسولونو ته و
ته دی کوم چي یې مونږ رنځور ته ورکوو مونږ باید د ډاکټر نسخه بشپړه په ناروغ وخورو او بیا یې د جوړېدلو هیلي
وساتو په همدغه مرحله کي مونږ هیڅ باید له ماشوم سره د لمانځه په هکله مشغول نه شو او که کله څه ووایو بېرته یې
باید علاج له سره پیل کړو او له هغه ساعته د هغه د مهلت لپاره ړومبۍ ورځ وټاکو تر څو د هغه خپل داخلي قناعت پیدا
شي او بیا به ګورې چي څومره دا ستراتېژي کامیابه ده او هغه ورځ به لېري نه وي چي هغوی به په ډېره مینه خپل لم
ونځونه کوي بلکه داسي وخت به هم راشي چي والدین به یې د لمانځه له اوږدولو څخه شکایت
کوي .
که هغوی لمونځ په بېړه باندي کوي او یاخشوع او خضوع په کي نه وي او یا د لمانځه د ارکانو
تعدیل نه کوي والدینو ته په کار ده چي په دې مرحله کي سترګي ورباندي پټي کړي او څه ورته ونه وایې .
تل له الله تعالی څخه مرسته او توفیق غواړه او خپه کېږه مه همدا راز خپلو اولادونو ته دعا کوه او ښېرا
او بد دعا مه ورته کوه او په دې یقین وساته چي هر کار وخت ته ضرورت لري او یو کار هم په بېړه باندي نه کېږي هرڅه
به په مرور د وخت روغ شي ان شاء الله تعالی .
د عمر په دې مرحله کي ماشوم هرڅه ژر هېروي که مونږ
د هغوی مزاج او طبیعت په پام کي ونیسو او په نرمي او پراخه سینه د هغوی د عمر له دې مرحلې سره تعامل وکړو زیاته
ممکنه ده هغه پخپله خوښه د استقامت لاري ته راوګرزي .
والدین څرنګه کولای شي د خپلو
اولادونو لپاره له خپلو ځانونو څخه د نیکو اعمالو یوه ښه نمونه جوړه کړي ؟
په دې برخه کي
کولای شو له لاندي کرښو څخه استفاده وکړو :
والدین د جمعې په ورځ دواړه باید اودسونه وکړي او
تر لمانځه مخکي سنتونه ادا کړي او بیا قرآنکریمونه دواړه ور واخلي او د سورة الکهف تلاوت وکړي او استغفار او
په رسول الله صلی الله علیه وسلم درودونه ووایې په داسي حال کي چي د هغوی ماشومان دا
واړه ګلان یې په خواوشاکي ورناست وي او ورته ګوري ترڅو هغوی هم په همدې شکل وده وکړي او په راتلونکي کي هغوی هم
له تاسي سره په همدغه عبادتونو کي ګډون وکړي .
عن بن عُمَرَ
قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لَا تَتَّخِذُوا
بُيُوتَكُمْ قُبُورًا (سنن ابن ماجه)
له ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول ا
له صلی الله علیه وسلم وفرمایل : له خپلو کورونو څخه قبرونه مه جوړوۍ .
عن زَيْدِ بن
خَالِدٍ الجهني قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم
اَ تَتَّخِذُوا بُيُوتَكُمْ قُبُوراً صَلُّوا فيها(مسند أحمد بن حنبل)
له زید بن خالد الجهني
ضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خپل کورونه هدېرې مه جوړوۍ لمونځونه
په کي کوۍ .
فقهاء هم وایې چي د سنتونو او نوافلو د ادا کولو لپاره غوره او بهتره ځای کورونه دي ،
ددې یو سترحکمت هم دادی چي په کورونو کي موجود انسانان هم ور څخه ددیانتداري الهام آخلي او دا دنوي نسل په ت
بیه او روزنه مهم رول لري .
والدین هڅه باید وکړي چي د اخترونو لمونځونو ته خپل اولادونه
هم له ځان سره ملګري کړي تر څو لمونځ د هغوی له کوچنیو زړونو سره تعلق پیدا کړي .
زمونږ
ماشومان او مسجدونه :
لکه څرنګه چي شین بوټی بې له رېښو څخه نه شین کېږي همدا راز د ماشوم
جسمي او عقلي وده تر هغه وخته ناشوني ده چي هغوی ته حرکت ورنکړو هغه نشي کولای د ژوندانه په اسرارو او د هغي
نړۍ او چاپېریال چي هغه یې په غېږ کي ژوند کوي په حالاتو تر هغه وخته خبر شي چي ترڅو مونږ هغوی د همدغي نړۍ په
ګوښو او کوڅو کي نه وي ګرزولي ، الله تعالی د انسان په خټه کي د معلوماتو د لاس ته راوړلو او استطلاع مینه اېښي
ده هغه بالفطرت تل کوشش کوي چي ددې نړۍ په هرڅه ځان خبر کړي همدا راز دا فطري ځانګړتیا په ماشوم کي د لوی په نسبت
زیاته وي ، په دې اساس مونږ ماشومان باید مسجد ته له تګ کولو څخه د لمونځ کوونکیو د نه مزاحم کېدلو په وجه منع
نکړو همدا راز داسي هم باید نه وي چي هغوی په مسجد کي نعرې وهي او یالوبي کوي تر څو خلګ ورڅخه په تکلیف شي او یا
د مساجدو بې ادبي وشي ، مونږ باید هغوی ته د مسجد آداب وروښیو او له ځان سره یې مسجد ته ملګري کړو زمونږدین د
اعتدال دی او د هغوی له ځان سره په ملګري کولو کي د هغوی له مسجد سره مینه پیدا کېږي هلته ګڼ شمېر انسانان ویني
چي د الله تعالی عبادت کوي او یوه ډله نور مسلمانان ویني چي د قرآنکریم په تلاوت مشغول دي او شرعا کوم نصوص نه دي راغلي چي ماشومان له مسجد څخه منع کوي هغه حدیثونه چي مخکي مونږ د امامة
بنت زینب رضي الله تعالی عنها په متعلق ذکر کړل په دې دلالت کوي چي مسجد ته د ماشومانو په بېولو کوم شرعي مم
انعت نشته او که یې والدین او یا اقارب د ځان ملګري کړي جواز لري ،او په دې باندي ستر دیني، اخلاقي او تربیوي
فواید مرتب دي .
په پای کي به دا ووایو چي د ټولو کاروونو روغوونکی الله تعالی دی او مونږ
باید په هرڅه کي د هغه توفیق او مرسته وغواړو او هغه ته په هرمشکل کي د عاجزي لاسونه پورته کړو او خپلو او
ادونو ته دا لاندي دعا چي له مسنونه دعا ګانو څخه مو را اېستلي ده وکړو.
اللهم
إني أسألك بأسمائك الحسنى و صفاتك العلى و أسألك بكل اسم سميت
به نفسك او أنزلته في كتابك أواستأثرت به في علم الغيب عندك و أسألك باسمك الأعظم الذي اذا دعيت به أجبت واذا
سئلت به أعطيت ان تتقبل عملي وتستجيب دعائي هذارب اجعلني مقيم الصلاة ومن ذريتي
بنا وتقبَّل دعاء يا حي ياقيوم برحمتك أستغيث أصلح لأولادي شأنهم كله ولا تكلهم إلى أنفسهم طرفة عين ، ولا أقل من ذلك اللهم اهدهم لصالح الأعمال وال
هواء والأخلاق ، فإنه لا يهدي لصالحها إلا أنت، واصرف عنهم سيئها لا
يصرف سيئها إلا أنت اللهم إني أسالك لهم الهدى والتقى وا
عفاف
والغِنَى اللهم طهِّر بناتي وبنات المسلمين بما طهَّرت به مريم، واعصِم أولادي وأولاد المسلمين بما عصِمتَ به يوسف اللهم اجعل الصلاة أحب إليهم من الماء البارد على الظمأ، إنك على كل شيء قدير وبالإجابة جدير، يا نعم المولى ونعم النصير. وصل اللهم
على سيدنا و قدوتنا محمد واله وصحبه وسلم تسليماكثيرا وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين.