د لقمان خپل زوی ته په وصیتونو کي تربیوي اصول (۲)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9539
قدوسي سلیمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-10-11

ِنَّ الْإِنْسَانَ خُلِقَ هَ ُوعًا_ إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا_ وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا_ إِلَّا الْمُصَلِّينَ _ الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ  ( سورة المعارج 19-23)

انسان حرص ناک پیدا شوی دی کله چي تکلیف ورته ورسېږي  وېر او ماتم کوي او کله چي خیر ورته ورسېږي بیا یې منع کوي او د الله تعالی په لار کي یې نه خرچ کوي م ګر داسي نه دي هغه لمونځ کوونکي چي هغوی د خپلو لمونځونو تل پابند وي .

لمونځ د ګناهونو د بښل کېدلو او د هغوی د محو کولو یو سبب دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

أَرَأَيْتُمْ لَوْ أَنَّ نَهْرًا بِبَابِ أَحَدِكُمْ يَغْتَسِلُ مِنْهُ كُلَّ يَوْمٍ خَمْسَ مَرَّاتٍ هَلْ يَبْقَى مِنْ دَ َنِهِ شَيْءٌ؟  قَالُوا لَا يَبْقَى مِنْ دَرَنِهِ شَيْءٌ قَالَ: فَذَلِكَ مَثَلُ الصَّ َوَاتِ الْخَمْسِ يَمْحُو اللَّهُ بِهِنَّ الْخَطَايَا  (رواه البخاري ومس م).

آیا تاسو لیدلي دي چي که له تاسو څخه د یوکس په دروازه کي یوه لویه ویاله بهېږي او هغه په ورځ کي پنځه ځلي په هغه ویاله کي لامبېږي نو آیا د هغه په بدن به څه خری (چټلتیا) پاته شي ؟ اصحابو په ځواب کي ورته وویل چي نه ؛ خری نه پاته کېږي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل همدا د پنځو وختونود لمونځونو مثال دی چي الله تعالی ورباندي ګناهونه صفا کوي .

په لمانځه کي د روح غذاء ده ، پنځه وخته لمونځ د انساني روح ورځنۍ غذا ده لکه د انسان خیټه چي ورځنۍ غذا ته اړتیالري ، په لمانځه کي انسان له خپل پروردګار سره م ناجات کوي چي د هغه په وسیله د هغه روح شفا پیدا کوي اوزړه یې روغېږي .

په لمانځه کي انسان ته د نظم د ساتلوتمرین ورکول کېږي او هغه په عبادت کولو معتاد کېږي او دا نظم د جماعت په لمانځه کي له ورایه لیدل کېږي .

د جماعت په لمانځه کي د اسلامي اخوت مراندي ټینګېږي او د مسلمانانو تر مینځ د محبت اړیکي تقویه کېږي همدا راز د مسلمانانو قوت څرګندېږي ، په جماعت سره د لمانځه په ادا کولوکي د مسلمانانو تر م ینځ د زړونو بدوالی لېري کېږي ، د زړونو په مینځ کي مینه او الفت پیدا کېږي او د هغوی یووالی او وحدت ټینګېږي .

(هـ) امر بالمعروف او نهی عن المنکر :

وروسته له  هغه چي لقمان خپل زوی ته د ایمان او توحید او د والدینو د احسان او د لمانځه د قایم کولو په  هکله توصیې وکړې اوس ورته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دنده سپاري چي دا دټولني د اصلاح او رغوني له بنسټېزو اصولو څخه دی کله چي په دې کار کي خلګ یو بل ته اوږه ورکړي بیا به له هغوی څخه هیڅ یوه اخلاقي خوبي نه ضایع کېږي او نه به د هغوی په مېنځ کي کوم منکر او ناروا کار وجود ومومي .

په دې کي څه شک نشته چي الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت تر ټولو امتونو غوره او بهتر امت ګ ځولی دی او د هغه د غوره والي بنیادي وجه په الله تعالی ایمان او عقیده او د خلګو نېکي لاري ته رابلل او بدو چارو څخه منع کول دی لکه چي فرمایې :

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُ ُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ  (سورة آل عمران۱۱۰)

یاست تاسي (مسلمانان) هغه غوره امت چي د خلګو لپاره را اېستل شوي یاست  په نېکو کارونو به حکم کوۍ او له بدو او ناروا کارونو څخه به منع کوۍ او په الله تعالی به ایمان او عقیده لرۍ .

په دې اساس امر بالم عروف او نهی عن المنکر  او ناروا کارونو ته په نصیحت او په عملي ګټورو طریقو سره تغیر ورکول د ټولني په بیارغونه او سمونه کي او د هغې په جوړښت کي ستره فعاله ونډه اخلي او د ټولنو په اصلاح او سمون کي په هر  مثمر شکل ونډه  اخېستل یو اخلاقي عمل او د مسلمان دیني او انساني فریضه  ده.

ددې واجب په سرته رسولو سره ټولنه له اخلاقي انحراف اوله عقیدوي ښویېدني څخه راګرزي ځکه خو اسلام دا مسؤولیت بې له استثناء د ټولو مسلمانانو په غاړه ور اچولی دی او هغوی یې مکلف کړي دي چي د اسلامي تعلیماتو له مخي د اسلام د اخلاقي او عقیدوي بندرونو پيره داران واوسېږي ، دا د هرمسلمان فریضه ده چي کله یو ناروا عمل او یا عقیدوي انحراف وویني  که یې قدرت وي د مټي په زور د دهغه مخه ونیسي او جهاد د ورسره وکړي او که یې د ژبي توان وي نو په خبرو او نصیحت د یې منع کړي او همدا راز د هغه منکر او د منکر مرتکب انسان په زړه کي بد و اېسوي په دې دریو صورتونو کي هغه مؤمن دی او که له دې دریو شکلونو څخه یو هم ونکړي نو هغه له ایماني غیرت څخه محروم دی  ، له اخلاقي او عقیدوي انحراف څخه د ټولني ساتنه یو اجتماعي مسؤولیت دی چي په هیڅ شکل ور څخه لاس اخېستل نه دی په کار او که لاس ور څخه واخېستل شي ټولنه په مجموعي شکل د الله تعالی له رحمت څخه شړله کېږي او د هغه عمومي عذاب ته دعوت ورکوي چي د الله تعالی عذاب ډېر شدید دی او بد مرغه او نېکمرغه ټول په بر کي نیسي لکه په قرآن کریم کي چي د تېرو قومونو په هکله بیان شوی دی .

لعن الذين كفروا من بني إسرائيل على لسان داوود وعيسى ابن مريم ذلك بما عصوا وكانوا يعتدون كانوا لا يتناهون عن منكر فعلوه لبئس ما كانوا يفعلون (الم ائدة)

د الله تعالی له رح مت څخه رټل شوي دي هغه څوک چي کافران شوي دي له بني اسرایلو څخه د داؤود علیه السلام او عیسی بن مریم علیهما ا سلام په ژبه دا په دې وجه چي هغوی نافرماني وکړه او تجاوز یې کولو ، هغوی له بدو کارونوڅخه چي کول یې یوبل نه م نع کول زیات بد وو هغه څه چي دوی به کولو .

عن حُذَيْفَةَ بن الْيَمَانِ عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال وَالَّذِي نَفْسِي بيده لَتَأْمُ ُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عن الْمُنْكَرِ أو لَيُوشِكَنَّ الله أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا منه ثُمَّ تَدْعُونَهُ فلا يُسْتَجَابُ لَكُمْ (سنن الترمذي)

له حذیفه رضي الله تعالی عنه څ خه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زما د قسم په هغه ذات وي چي زما ساه د هغه په واک کي ده یاخو به تاسو خامخا په نېکوکارونو حکم کوۍ او هرومرو به له بدو کارونو څخه منع کوۍ  او یا خو نژدې دی چي الله تعالی له خپله لوري په تاسي باندي یو عذاب راولي بیا به هغه درننګوۍ خو ستاسي دعاګاني به نه قبلوي .

په دې وصیت کي یوبل تربیوي اصل دی چي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په سرته رسولو کي داعي مسلمان ورته متوجه کوي هغه د صبر او زغم تلقین دی ، د الله تعالی لورته دعوت او بلنه له داعي انسان څ خه د هغه مقاومت په مقابل کي چي ددعوت د دښمنانو له خوا ترسره کېږي زیات صبر او حوصله غواړي ځکه چي خلګ فطرتاً د جهالت له وجهي د هغه څه په وړاندي مقاومت کوي چي مخکي ورباندي خبر نه وي مقوله ده :

الناس عداء لما جهلوا

خلګ د هغه څه دښمنان وي چي نه وي ورباندي خبر .

اوبل د منک اتو مرتکب انسانان کله هغه څوک خوښوي چي د هغوی د جرایمو مخنیوی کوي په دې اساس لقمان حکیم خپل زوی ته وایې چي که ددعوت په مسیر کي ستونځي درته را مخ ته شي او شریر مزاج مفسدین درته خنډونه ایجادوي او تکلیف درته متوجه کوي خو له دې تګلاري څخه به نه آوړې او دا عمل به نه پرېږدې او په دې ستونځو او تکلیفونو به صبر کوې او له زغم څخه به کار آخلې ځکه چي د حق په مقابل کي د باطل غبرګون یو فطري عمل دی ، په همدې شکل به د بري ساحل ته رسېږې او د الله تعالی د رضا مقام به ترلاسه کوې.

أم حسبتم أن تدخلوا الجنة ولما يأتكم مثل الذين خلوا من قبلكم مستهم البأساء والضراء وزلزلوا حتى يقول الرسول والذين آمنوا معه متى نصر الله ألا إن نصر ال ه قريب ( البقرة ۲۱۴)

آیا تاسوداسي ګڼلي ده چي جنت ته به داخل کېږۍ په داسي حال کي چي تاسوته د هغو قومونو چي له تاسي څخه وړاندي تېر شوي دي مثال وړاندي شوی دی چي هغوی ته تکلیفونه او ضررونه پېښ ول او تر دې اندازې یې جټکې وخوړلي چي وویل  پیغمبر او د هغه ملګرو مؤمنانو کله به وي د الله تعالی مرسته ، باخبرووسۍ په رېښتیا چي د الله تعالې مرسته او بریالیتوب نژدې دی .

کله چي انسان صبر خپل کړي ډاډمن کېږي او ثبات ورته پیدا کېږي او خپلي چاري په متوازن شکل د عقل په رڼا کي په مخ بیایې او د هرڅه لپاره مناسب وخت ټاکي او مناسبي معقولي لاري لټوي او په معقوله طریقه خپلي تګلاري ته دوام ورکوي ، او که چېرته انسان بې صبره شي نو بې صبري یې د لېوالتیا او بېړي په خوا ورپوري وهي ن، دهغه کارونه  بېځایه کېږي اود وخت ټاکل ورڅخه غلط کېږي او د خپل پروګرام د تنفیذ لاري ور څخه ورکېږي کېدای شي هغه د حق خاوند وي او د خیر تلاش کوي خو د بې صبري په نتېجه کي یې یو داسي جنایت او فساد له لاسه پورته شي چي په خپله هم ځان په معصیت اخته کړي او اسلامي دعوت ته هم نقصان ورسوي او که یې له صبر څخه کار اخیستی وای نو دا هیڅ به هم نه وو.

ځکه خو لقمان حکیم خپل زوی ته د صبر توصیه کوي ځکه په ستونځو او مصیبتونو صبر کول د انسان په کار کي نور او رڼا پیداکوي او د مسلمان وقار او عزت ساتي ځکه خو صبر له لوړو آدابو او ارزښتمنو اخلا و څخه دی همدا راز صبر کول د مؤمن له صفاتو څخه دی او الله تعالی د صبر خاوندانو ته د ثوابونو زېری ورکوي .

إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ (سورة الزمر10)

ضرور به صبر كوونكيو ته د هغوی اجر او ثواب بې حسابه او پوره ورکول کېږي .

هغه څه چي مونږ یاد کړل داسي خلاصه کوو چي لقمان حکیم دې وصیتونو ته د مسلمان داعي لپاره د اهمیت په بنیاد ترتیب ورکړی دی اول یې د عقیدې د سمون توصیه کړي ده او بیایې خپل ځان ته په عبادت د تمرین ورکولو توصیه کړي ده او بیایې نورو ته د دعوت او په دې لاره کي دصبر توصیه کړي چي یو مسلمان داعي یې باید په پام کي ونیسي . 

په همدې شکل لقمان حکیم خپل زوی تربیه کوي او له هغه څخه د الله تعالی یو مخلص مسلمان بنده جوړول غواړي چي نه یواځي په خپله نېک وي ب که نور خلګ هم نېکي لاري دعوت کړي ، هغه تل د الله تعالی عبادت وکړي  او الله تعالی د خپلو اعمالو نګران وګڼي دا ډول انسان چي په دې منهج یې تربیه شوي وي کله هم نه بې لاري کېږي تل ویښ وي او دسالم فکر او عقېدې خاوند وي ، د خپل ځان په دننه کي د عزت او کرامت احساس کوي او تل په دې عقیده وي چي که په سمه لاره وان وي الله تعالی به یې ملګری او مرستندوی دی .

(و) د لقمان په وصیتونو کي د ټولنېزو آدابو د مراعات کولوتربیوي  اصل:

د لقمان په هغو وصیتونو کي چي قرآنکریم یې نقل کوي هغه خپل زوی ته اجتماعي آداب ورښیې  چي مونږ یې په دې توګه سپړلای شو .

هغه څوک چي د حق لاري ته دعوت کوي او الله تعالی ورته پوهنه او بصیرت ورکړی وي ورته په کار نه ده چي په نورو خلګو یې غټه ووایې او یا خپل ځان ددې په وجه تر هغوی ستر وګڼي چي ددعوت دنده سرته رسوي او یا الله تعالی هغه ته پوهنه او علم ورکړی دی چي نور خلګ ورڅخه محروم دی که څه هم د علم مقام لوړ او د عالم درجې تر ناپوهانو لوړي دي خو داعي او عالم ته په کار نه دی چي دا صفت د غرور او تکبر لپاره وکاروي او دا غرور او تر نورو د خپل ځان غټ بلل د شیطان له مداخلو څخه یوه سوړه ده چي غواړي د هغه نېک اعمال له دې لاري ضایع کړي  تفسیر سعدي د همدغه آیت په تفسیر کي لیکي :

 ( ولا تصعر خدك للناس )  أي لا تمله وتعبس بوجهك للناس تكبرا عليهم وتعاظما (  ولا تمش في الأرض مرحا)   أي بطرا فخرا بالنعم ناسيا المنعم معجبا بنفسك  ( إن الله لا يحب كل مختال)   في نفسه وهيئته وتعاظم ه   (فخور)   بقوله  ( واقصد في مشيك )  أي امش متواضعا مستكينا لا مشي البطر والتكبر (تفسير السعدي)

خلاصه د هغه د تفسیر داده چي په خلګو باندي د هسکي ویلو او تکبر کولو په وجه ټنډه تروه مه نیسه او مخ ور څخه مه اړوه او په زمکه کي په لویې او غرور سره مه ځه چي یواځي خپل ځان وینې او په خپل ښه حالت باندي فخرکوې او الله تعالی چي دا احسانونه یې په تا  پېرزو کړي دي هېر کړې الله تعالی هغه څوک هیڅکله نه خوښوي چي ځان غټ ګڼي او په خپل ځان اوشکل او کیفیت مغرور وي ، او په زمکه کي د تواضع او مسکنت تګ کوه د تکبر او م ستي تګ مه کوه چي ارت ارت روان یې ( الله تعالی دمونږ ته عفو وکړي)

لقمان حکیم خپل زوی له ویې څخه منع کوي او ورته وایې چي (وَلا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِ نَّاس) صعر هغه ناروغي ده چي اوښ ته پېښېږي او مزغی یې کوږ شي دلته لقمان حکیم خپل زوی ته وایې چي خلګو ته خپل مزغی لکه اوښ کوږ مه نیسه  اوچي کله له خلګو سره خبري کوې ددې په وجه چي هغوی سپک درته ښکاري او ځان غټ ورباندي بولې مخ مه ځیني اړوه او خپله ټنډه تروه مه نیسه  او له هغوی سره انکسار او تواضع کوه او په خبرو کي نرمي ور سره کوه ځکه چي تکبر د مؤمن صفت نه دی او دمسلمان په اخلاقو کي تکبر نه وي  بل ځای الله تعالی خپل ګران محبوب صلی الله علیه وسلم ته فرمایې :

واخفض جناحک للمؤمنین

او خپل وزر مؤمنانو ته ټیټ کړه یعني نرمي او تواضع ورسره کوه .

په بل ځای که بیا ورته فرمایې :

وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْم ِنِينَ .

او خپل وزر هغو مؤمنانو ته ټیټ کړه چي ستا پیروي کوي .

همدا از رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلَّهِ إِلا رَفَعَهُ ال َّه  (رواه مسلم).

چاچي د الله تعالی لپاره تواضع او خاکساري وکړه الله تعالی به یې ضرور پورته کړي .

بل ورته وايې چي  د الله تعالی په زمکه کي نېغ نېغ مه ځه په غرور او خیال سره تګ مه کوه ځکه چي د الله تعالی کبرجن او مغرور انسان نه خوښېږي هغه څوک چي په خلګو یې غټه وایې او ځان تر هغو پورته ګڼي  چي الله تعالی ورته مال او دولت ورکړی دی او یا ښه قواره او ښکلي څېره ورکړي ده او یایې ښه ځواني او دوقامت ورکړی دی او یا یې لوړه رتبه ورکړي ده او یا یې ښه نسب اویا قوي قوم ورکړی دی  اویایې پوهنه او علم ورکړی دی دا هرڅه د الله تعالی امانت دي له انسان سره چي کله هم وغواړي بېرته یې له انسان څخه اخېستلای شي .

بل دا ورته وایې چي کله تګ کوې نو په میانه روي سره تګ کوه داسي نه چي د متکبرینو په شان ارت ارت سوکه سوکه خماري او نشه روان یې او یا دلټانو په شان سست روان یې او مه د حیوان غوندي منډي وهه چي لنډه ساه اچوې او ژبه د را وتلي وي ، د متواضع انسان تګ کوه چي نه خو تکبر په کې وي او نه داچي له انسانیت څخه ورباندي وتلی یې .

لقمان حکیم خپل زوی ته په اخري وصیت کي فرمایې قرآنکریم نقل کوي :

(وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنْكَرَ الأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ)

او خپل غږ ټیټ کړه ځکه چي بد ترین او نفرتي د غږونو د خره هونګاره ده .

خپل اواز دومره وړکړه چي خلګ ستا خبري واوري لويي نارې او چیغي مه وهه ځکه چي تر ضرورت زیات لوړ آواز  نورو خلګو او آورېدونکیو ته تکلیف پېښوي او په ټیټ آواز کي ادب او تواضع ده همدا راز هغه څوک چي په تیټ اواز سره خبري کوي په خپلو خبرو باندي باورلري او په خپل ځان د انسان اعتماد پیداکوي او آورېدونکي یې هم باور و باندي کوي چي رېښتیا وایې او په لوړ آواز سره خبري کول الله تعالی نه خوښوي ځکه خو یې مثال د خره هونګاره ورته کر کړی دی ، خر چي په ټولو حیواناتو کي ذلیل ترین حیوان دی الله تعالی ورته لوړ آواز ورکړی دی مفسرین لیکي چي  د الله تعالی ددې مثال مقصد دادی چي که لوړ آواز ستایلی وای الله تعالی به خره ته هیڅکله نه وای ورکړی .

عن ابن زيد رضي الله عنه قال لو كان رفع الصوت خيرا ما جعله ا له للحمير (الدر المنثور)

که لوړ آواز غوره وای الله تعالی به خره ته نه وای ورکړی .

قال سفيان الثوري: صياح كل شيء تسبيح إلا نهيق الحمير (الدر المنثور)

سفیان ثوري رحمة الله تعالی علیه فرمایې چي د هرشي آواز د الله تعالی تسبیح دی او د الله تعالی پاکي بیانوي د خره له هونګاري څخه پرته .

(ز) د قمان لهجه خپل زوی په وصیت کولو کي :

یو ه مهمه نقطه چي د اولاد په تربیه کي زیات د پام وړ دی هغه د لقمان حکیم لهجه ده هغه غالباً د هر وصیت په پیل کي خپل زوی ته وایې (یابني) اې زما زویکه ، خپل اولاد ته په دې شکل خطاب د هغوی زړونو ته پلرنۍ مینه ور پرېږدي او هغو ی دې ته آماده کوي چي د والدینوخبري یې په زړه کي نقش شي او په ډېره مینه د والدینو نصیحت ته متوجه کېږي ، په دې وصیت کي او د لقمان حکیم په دې تربیوي لار ښوونه کي وهل ټکول او ډنډه نه ده کارول شوي اونه کوم تهدید آمېزه کلمات په کي شته ، هغه ځوی ته داسي نه وایې چي  وه هلکه ؛ اې ځوانه ؛ اې خرکوسه؛ اې سرکوزه؛ اې نجسه ؛ لکه څرنګه چي زمونږ معمول ده بلکه هغه و ته په پلرنۍ مینه سره وایې اې زما زویکه ؛ دا ډول خطاب د اولاد په ذهنیت ډېر ژور اثر پرې باسي هغه ددې خطاب په آو ېدلو سره خوند آخلي ، له دې ډول خطاب سره چي اولاد ته هر څومره سخت مکلفیت ور په غاړه شي او په هرڅومره دروند کار وګمارل شي زه یقین لرم چي هغوی به یې په ډېره مینه سرته ورسوي نصیحت منل خو لا په خپل ځای دی چي منل یې بالکل ورته آسانه ده .

مونږ ته لازمه ده د اولاد په روزنه کي چي کله وغواړو هغوی روغي لاري ته اوبولو مخکي له ځان سره هغه کلمات او توري وسنجوو چي هغه د هغه په ذهن مثبت اثر پرې باسي او له تشدد او تهدیدڅ خه په هر شکل ځانونه وساتو ځکه چي دا مؤثره طریقه نه ده ، د دې په هکله چي خپل اولادونه څرنګه تربیه کړو له همدې بحث څخه استفاده وکړو کېدای شي هغه مثبت نتایج لاس ته راوړو کوم چي زمونږ زړه یې تمنا لري .

مفسرینو هم دا لیکلي دي چي د لقمان حکیم خپل زوی ته په وصیتونو کي هغه بنیادي اصول بیان شوي دي چي که یې یو څوک د خپل اولاد په روزنه او تربیه کي وکاروي ډېر مثمر او ګټور نتایج به ولري په دې اساس په مونږ لازمه ده چي هغو ته بار بار مراجعه وکړو هم په لومړي سر کي خپل ځانونه په هغه باندي سمبال کړو او بیا هم د خپلو اولادونو وزنه او تربیه ور باندي وکړو د مونږ د ټولو بدمرغیو اصلي عامل دادی چي مونږ  همدغه رآني هدایات له پامه غورځولي دي ځکه خو بالآخره له خپلو اولادونو څخه سرونه ټکوو ، داهم باید په پام کي ونیسو چي که زمونږ اولادونه بې لاري کېږي او په اخلاقي او عقیدوي لحاظ منحرف کېږي او د والدینو لپاره د سر خوږ جوړېږي اساسي لامل یې دادی چي مونږ په دې اصولو د هغوی تربیت نه دی کړی ، هغوی مو له اسلام څخه نه دي خبر کړي د هغوی تع ق له الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له لارښوونو سره پرې شوی دی، هغوی چي هرڅه کوي خود به یې کوي ځکه چي هغوی په دې مونږ نه دي خبر کړي چي الله تعالی د مونږ د اعمالو نګران دی او زمونږ په اعمالو راسره ح ساب کوي .   

د الله تعالی حکمتونه په قرآنکریم کي دداسي قصو په رانقل کولو کي زیات دي خو لوی مقصد د لقمان حکیم د وصیتونوچي الله تعالی په قرآنکریم کي رانقل کړي دي او بشپړه سوره یې د هغه (سورة لقمان) په نامه نومولي ده داده چي داهغه تربیوي اصول دي چي مسلمانان یې باید د ځان او اولاد په روزنه کي تل تر تله وکاروي الله تعالی د مونږ ته په هغو د عمل کولو توفیق راکړي