همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9563
قدوسي سلیمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-10-12

عن أَنَسِ بن مَالِكٍ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  حُفَّتْ الْجَنَّةُ بِالْمَكَارِهِ وَحُفَّتْ النَّارُ بِالشَّهَوَاتِ (صحيح مسلم )

انس بن مالک رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله وفرمایل : په جنت هغه عملونه راتاو دي چي د انسان نه خوښېږي او د جهنم اور  په شهوتونو پوښل شوی دی .

لکه څرنګه چي مونږ ددې مقال سرلیک ټاکلی دی هماغه شان ددې حدیث مفهوم دی چي جنت ته به هغه وخت انسان رسېږي چي هغه شیان په ځان ومني چي دده نفس او زړه یې نه خوښوي نو روښانه ده چي د جنت لاره د نفس ام ّاره لپاره  اغزنه ده خو منزل یې ډېر خوندور دی الله تعالی د په دې لاره د تګ کولو او د خپل نفس د غوښتنو د مقابلې توفیق راکړي ده  او د دوزخ لاره په شهوتونو فرش شوی ده کله چي انسان د خپلو آرزوګانو اتباع کوي او دخپل نفس غوښتني عملي کوي د جهنم اور ته ورباندي رسېږي رېښتیا هم چي لا ه خو د نفس لپاره ورېښمینه ښکاري خو منزل یې د تل لپاره ځوروونکی دی الله تعالی د مونږ او ټول مسلمانان ورڅخه وساتي دلته به مونږ  د همدې حدیث شریف د مفهوم له مخي ددې دواړو لارو یو څو بېلګي وړاندي کړو امید دی چي لوستونکي به ورڅخه استفاده وکړي:

آیا کله هم چېرته په یوه داسي خواږه مجلس کېوتی یې چي هلته ستا ملګري او یا خپلوان ټول را یوځای شوي وي او په ډېره مینه او محبت یوله بل سره په خبرو او ټوکو لګیایاست او نه شې کولای د یوې لحظې لپاره هم له هغه محفل څخه وخوځېږې؟

  یا کله هم  داسي پېښ شوي دي چي د خپل د نیوي کاروبار لپاره په حساب او کتاب اخته یې او حسابونه د ګډوډ وي او غواړي چي په همدغه وخت کي یې تصفیه کړې او که د پرېښوولو او یا ورڅخه ولاړ شوې نو بیا یې نشې کولای ؟

آیا کله هم داسي دعوت ته تللی یې چي هلته بې شمېره زیات نعمتونه او خوراکونه برابر شوي وي او دسترخوانونه غوړېدلي وي په عین وخت کي ته هم وږی یې  او ټول یاران او دوستان د راغونډ شوي وي او ته یې د مجلس  ما ګه یې او که ورڅخه ولاړ شوې هم د ملګري خفه کېږي او هم کوربه او هم خواړه درڅخه ختمېږي؟

خو په دې وخت کي اذان پورته کېږي او یا دجماعت ددرېدلو وخت را سېږي او ته باید د لمانځه لپاره اودس هم تازه کړې ولاړېږي او یواځي د الله تعالی د رضا لپاره دې ټولو مجبوریتونو او کارونو ته شاکوې او په خپل زړه کي وایې چي هرڅه چي کېږي کېږي به خو لمونځ باید په جماعت سره ادا کړم .

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

الله تعالی تا ته د رحمت په سترګه کت ي دي او شتمني او دارایې یې درکړي ده او ستا په دارایې کي یې د مساکینو او محتاجینو او د هغه چا لپاره چي د الله تعالی ددین په خدمت او جهاد مصروف وي ټاکلي مالي حقوق فرض کړي چي یوځلي په کال کي خپلي شتمنۍ ته حساب وکړې او د الله تعالی حقوق ورڅخه بېل کړې خو ته زیات مصروفیتونه لرې او یانه شې کولای د خریدارانو په وجه د یوې ورځي لپاره هم خپل پلورنځی وتړې تر څو خپلي شتمنۍ ته حساب وکړې  او یا تجارتي موسم دی چي د دنیوي م صلحتونو په اساس ددکان دتړلو مناسب وخت نه دی یا خو ددارایې دومره شیندلي او پراخه ده چي حسابول یې لږ ترلږه م یاشت په برکي نیسي خو زړه د وېښ دی او خپل دیني مسؤولیت ددې ته متوجه کوي چي که نن دا حساب ونکړم سبا هم داسي ورځ ده او دا حساب پاته کېږي  او په مرګ باورنشته او دا هرڅه به دلته پاته وي ، که نن داح ساب ونکړم بیا الله تعالی ته حساب ورکول ډېر سخت دی او فوراً پرېکړه کوې او خپل ټول پلورنځایونه تړې او خپلي شتم نۍ ته حساب کوې ، تجارتي موسم شاته کوې او  دیني فریضې ته په دنیوي ګټو ترجیح ورکوې .

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

آیاستا مور او یا پلار چي د عمر په نهایې مرحله کي دي او سپین ږیري دي او ته دځواني په نشه مست او د صحت له نعمت څخه بهره من یې او هغوی ستا مرستي ته اړ دي او یوه ښه ډاکټر ته د ورتګ تلوسه یې ده تا خپلو ټولو مصروفیتونو ته شاکړي ده او د هغوی آرزو ته دپه ډېره مینه د اولیت حق ورکړی دی ، او هماغه ډاکټر ته د بیولي دي چي د هغوی خوښه وي ؟

 یا داچي هغوی د عمر په لحاظ د معمولي ځور د برداشت طاقت نلري او یواځینی شخص ته یې چي خپل د زړه بړاس ورته وباسي چي کله یې سترګي در باندي ونښلي خپل ګرېز درته پیل کړي آیا تا د هغوی په وړاندي سکوت کړی دی او هغوی ته د دداحق ورکړی دی چي خپله سینه در باندي تشه او یخه کړي او تا یې په مینه ښکنځلو او ترخو خبروته غوږنیولی دی ؟

یا داچي هغوی ته په ډېره مینه ددې لپاره ماشوم پاللې چي لوی شې او هغوی په مینه پالې خو ته اوس لوی شوی یې او هغوی اوس بوډاګان دي ته د مېرمني او اولاد څښتن یې خو هغوی ته اوس هم د ماشوم په شان ښکارې هغوی نه غواړي چي ستا پاملرنه یواځي د مېرمني او اولاد لورته وي آیا تا داسي کړي دي چي د هغوی په موجودیت کي د دآدابو خیال ساتلی او د هغوی د خوشالي په خاطر د دهغوی په مخ کي د اولاد او مېرمني لورته بې اعتنایې کړي ده او خپله مېرمنه د پوه کړي ده چي هغه څه به زه او ته دواړه کوو چي ځما مور او پلار ورباندي خوشاله کېږي او د هغوی په مخ کي ستا خیال ساتل ځما والدین خپه کوي ؟

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

ستا په خواوشا او یا خپلوانو کي دوه ډلي دي چي د هغوی په مینځ کي څه رنجش دی او  یو له بل څخه یې د خپلوي تع قات شکولي دي کېدای شي د هغوی دښمني پراخه شي او وده وکړي دا یو انساني فطرت دی چي د پردیو جنجالونه لیدل او ننداره یې کول چي ترڅو نندارڅو ته  په کي خطره نه وي هرچاته  خوند ورکوي ، په عین وخت کي خپل زړه هم درته وایې مه یې کوه همداسي ښه ده (جنګ سګها خیر ګدا) او یا په جانبینو کي یو طرف تا ته نژدې وي ، یامالي او اجتماعي حیثیت لري چي د هغه په وجه یې ته هم حمایه کوې خو حق له دې بل لوري سره ده او دا هم فطري عمل دی خو بل وخت په دې هکله دا زړه ته درلوېږي چي الله تعالی وایې مسلمانان د یو او بل وروڼه دي تاسي یې په مېنځ کي روغه کوې او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې چي تر نفلي لمونځونو او روژو او خیر وخیرات دمتخاصمو طرفینو په مېنځ کي روغه کول غوره عمل ده ورځې او خپل ځان او نفس ملامت کوې او د هغوی په روغه جوړه کي عملي ګامونه آخلې او حقدار ته په بې طرفي سره حق ورکوې او که ته ځیني عاجز یې نور مصلحین هم د ځان ملګري کوې او یواځي ددیني مسؤولیت په اساس او د الله تعالی درضا لپاره دا کار کوې خواه که د هغوی تر مېنځ روغه په ظاهري شکل ستا په ګټه وي او که په تاوان .

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

آیا تا کله هم یوه داسي شخص ته خپله مرسته وړاندي کړي ده چي ته یې مخکي نه پېژنې ، اودهغه مشکل د رفع کړی ، یا د یو دروند پېټی ور پورته کړی چي هغه یې نشي په شا کولای ، یا دهغه ته د ستونځو د حل یو چل ور وښیې آیا تا چي ک ه داسي کړي په خپل زړه کي د داسي خوشالي محسوس کړي ده لکه ته چي په فضاء کي الوتنه کوې او روح د په هواء کي وزري وهي ؟

همدغه جنت د رسېدلو لاره ده

آیا ته کله هم له خپل ملګري څخه نا اضه شوی یې دا ځکه چي هغه تا ته تکلیف رسوي او یا تا تنګوي ؟ آیا تا ددې پرېکړه کړي ده چي له دې وروسته به له هغه سره خپل تعلقات قطع کوې او له نن څخه وروسته به ورسره خبري نه کوې؟  آیا دا دي په زړه کي تېرشوي دي چي مخامخ به ورته وایې چي ته ځما ملګری نه یې او له نن  ورځي څخه وروسته د نه پېژنم ؟

خو وروسته د بیا په زړه کي خپله پرېکړه بېرته اخیستي ده او دا دوییلي دي چي هغه هم انسان ده اوهر انسان تېروزي زه هم تېروزم وروسته به په خپله تېروتنه پوه شم او بېرته د له خپل ملګري سره داسي د زړه له کومي او بې ریاء خبري پیل کړي دي لکه هغه چي کله هم له تاسره څه بد نه وي کړي ؟

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

ایا کله د هم په یوه ځای کي داسي ټولۍ تر سترګو شوي ده چي هغوی په یوه حلقه کي ناست وي او د الله تعالی په یاد او دیني خبرو لګیاوي؟  خو ته د ځیني ضروري دنیوي کارونو په وجه نه ورسره کېني او یا هغوی بې کاره در ته ښکاره وي دي  او زړه درته وییلي دي چي دا کسان کارونه نلري او فارغ دي ولاړ شه خپل کارونه وکړه او یا د خوب وخت ده ولاړ شه وېده شه او ورڅخه روان شوی یې خو په نیمه لاره کي د خپله پرېکړه بېرته اخیستي ده او دا دپه زړه کي وییلي دي چي ددنیا کارونه نه ختمېږي او خوبونه مي هم ډېر وکړل او په دې حلقه باندي د الله تعا ی رحمتونه اورې ورشه چي هم به د الله تعالی درحمت په سیوري کي راشې او هم به کېدای شي داسي دیني معلومات ترلاسه کړي چي تاته به نه وي معلوم ورځې او خپل د ژوند ضروریات ټول شاته پرېږدې او له هغوی سره د ذکر په محفل کي شریک کېږ ي او خوشالي محسوس کوې .

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

ته چي د الله تعالی په م ادي او معنوي نعمتونو پټ یې او الله تعالی هرڅه درباندي لورولي دي خو ستا مسکین قریب او یا څنګلوری چي ډېر وېدلی دی خو تا د هغه بېوزلي ته څه اعتناء نه ده کړي او هغه وینې چي تل او په هرځای کي ستا شکایت کوي خو ستا نفس درته وایې چي مه یې کوه همداسي ښه ده چي لوېدلی وي (خوارته  مه ورکړې نوکان چي پرې وګروي ځان) خو بل وخت د له ځان سره د هغه په اړوند فکر وهلی دی او زړه د داسي درته وییلي دي چي کېدای شي ته هم یوه ورځ  د هغه په شان ولوېږې ، ورشه پوښتنه یې وکړه هغه چي څه کوي الله تعالی به حساب ورسره کوي خو ته چي الله نعمتونه درکړي دي ددې نعمتونو شکر ادا کړه ، ورځې او د هغه د کړووړو او شکایتونوپه هکله چي له تا څخه یې تل کړي دي او کوي یې بې تفاوته پاته کېږې او هیڅ یادونه یې نه کوې او د هغه عمده مشکل چي هغه ورسره مخامخ دی او ستاسي مرستي ته اړ دی حل کوې  او عملاً خپله مرسته ورته وړاندي کوې .

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

آیا کله دهم داسي یوه ښایسته نجلۍ په نظر درغلي ده چي الله تعالی ورته زیات حسن او جمال ورکړی دی او د هغې ساحرانه کتلو ته بې واکه کړی یې او ستا زړه یې بې ځایه کړی دی او ستا د فکر پاڼي یې در ګډي وډي کړي دي ؟  آیا کله دهم بېرته دا فکر ذهن ته وړاندي شوی دی چي هغه ستا نه ده او تاته نه دی روا چي په هغې پسي ګامونه واخلې او یا یې د خپلو سترګو په کتلو تعقیب کړې بېرته  د خپلي غلطۍ احساس کوې د ا ځکه چي الله تعالی تاویني او ستا حرکات او سترګي څاري ځکه خو بېرته نورمال حالت ته راګرزې او آرام او مطمئن کېږې ؟

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

آیا کله هم د داسي یوچا له میني سره م خامخ شوی یې چي هغه ته الله تعالی ډېر هغه نعمتونه ورکړي دي چي تاته نه دي  میسر شوي او په نعمتونو سربېره هغه ته الله تعالی تقوی او دیانت هم ورکړی دی خو ته یواځي د هغه د تقوا او دیانت په وجه له هغه سره مینه کوې او په زړه کي بې روي وریاء ښه درته ښکاري نه یې د نعمتونو تمه او اسره ساتې او نه ورسره په خداداده نعمتونو حسد او سیالي کوې او هغه ته ورکړ شوي نعمتونه داسي ګڼې لکه الله تعالی چي تاته درکړي وي خو یوازي دالله تعالی لپاره ورسره مینه ساتې او دا خدایې مینه د داسي د هغه لورته ورکشوي  لکه مقناطیس چي اوسپنه د ځان لورته ورکشوي او ستا زړه ددې میني خواته داسي الوتنه کوي لکه پتنګ چي په شمع باندي راتاوېږي ؟

همدغه جنت ته د سېدلو لاره ده

آیا کله د هم په پراخه بې س حده فضاء کي د سپوږمۍ په رڼا کي سترګي غړولي دي چي بې شمېره ذرات او دهوا مخلوق په کي لامبو وهي او خپل ځان د هېر کړی دی او هغه دېوالونه چي ستا او ددې ستري نړۍ په مېنځ کي دي نړولي دي او هغه فکري پردې چي ستا په سترګو غوړېدليدي یوې خواته کړي دي او داسي سوچ د وهلی دی چي په دې ستره فضاء کي ستا حیثیت د یوې وړې ذرې ده چي په  دې فضا کي الوتنه کوي خپله سینه د له دښمنیو او حسد څخه چي د نورو په وړاندي ور څخه ډکه ده صفا کړي ده او دا سي پرېکړه د کړي ده چي په دې فضاء کي بې حسابه ذرې الوتنه کوي او یوه له بلي سره نه ټکر کېږي او نه د سپوږمۍ ڼا له ځمکي څخه بندوي دا نړۍ ډېره پراخه ده او ټکر په کي په کار نه ده پرېږده چي نور انسانان هم ددې ستري فضا په څ نډو کي لامبو ووهي ځکه چي هغوی هم ځما په شان حق لري چي ددې جهان له وسعت څخه استفاده وکړي او ددې آسماني ډېوې رڼا هغوی ته هم ورسېږي او په دې سوچ سره د ځان د زمکي له ځولنو څخه آزاد کړی وي او دشهواتو او دلیونیو هیلو او او د شر او فساد له ترږمیو څخه د خپل ځان اېستلی وي ؟

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

همدغه پیسې چي ورور  یې د ورور او زوی یې د پلار دښمن ګرزولی دی او ته یې هم په خپل جېب کي تودې او نفس تنګي ساتې او کله د هم نه لمر ورباندي لیدلی دی او نه د د آزاد تنفس حق ورکړی دی  آیا داسي احساس د کړی دی چي هغه لکه چي ستانه وي هغه فولادي ځنځیر چي یوه کړۍ  یې ستا په زړه پوري تړلی او بله کړۍ  یې په پیسو پوري تړلي ده شلېدلی دی ؟  آیا هغه کشش چي ستا او د روپو تر مېنځ دی ختم شوی دی ؟ آیا کله د هم ددې سرچپه احساس کړی دی او له تخرګونو څخه د رابېلي کړي دي او په پراخ لاس د دالله تعالی د رضا لپاره په بېوزلو مسکینانو وېشلي دي او خپل جېب د سپک کړی دی او چي کله خالي جېب کورته واپس کېږې هم په خوشالي سره چابک روان یې او هم خپل زړه هم سپک درته ښکاره شوی دی چي یو دروند پېټی د ورڅخه لېري کړی دی ؟

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

ته په خپل پلورنځي کي ناست یې او یو داسي خریدار درته راغی چي هغه له قېمتونو سره نا آشنا دی او له تا څخه ېر ه زیاته خریداري کوي،  او یاهمدغه مال له بل چاسره نشته او د همدغه خریدار دټول م ال اخېستلو ته ضرورت دی اوس که ته د خپل مال  په هرڅومره لوړه بیه خرڅول وغواړې خرڅو ای یې شې خو ژوندی احساس ددې ته نه پرېږدي او خپل وېښ ضمیر د ملامت کوي چي د یوچا له ناخبري او یا مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخېستل نه دی روا په مروج قیمت هغه مال په هغه خرېدار خرڅوي اود الله تعالی د رضالپاره له اضافي ګټي څخه صرف نظر کوې .

همدغه جنت ته د سېدلو لاره ده

ته د ستري شتمني خاوندیې او تجارت د پېشه ده زیات سټاک جنس د وموندلو  که ته دا واخلې او داسي موسم ته یې وساتې چي په هغه موسم کي د عامه ضرورت جنس وي او د عامو خلګو ورته زیاته اړتیا وي لکه خوراکي مواد او په څوګونه زیاته بیه یې خرڅولای شې او زړه د هم دا درته وایې او شریک د هم دا مشوره درکوي چي داجنس اوس نه خرڅوو په فلانۍ میاشت کي به ډبله ګټه وکړي  خو ته د شریک مشوره او د خپل زړه غوښتنه په دې وجه شاته کوې چي دا اح تکار ده او یایې په هغه موسم کي یوازي  دایماني مسؤولیت په اساس په خپل اصلي قیمت خ څوې او نرخ یې نه پورته کوې

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

په لاره روان یې که ګورې له روپو څخه ډکه بټوه په لاره کي پرته ده او یا یو کس تر تا مخکي روان دی یا د سورلیوموټر او یاسایکل سپور خو له هغه څخه بکس او یا بټوه ولوېدله چي قېمتي سره زر او یا زیاتي روپۍ په کي پرتې دي هغه  تاته په داسي حال کي په لاس درغله چي ته سخت مجبوره او لاس تنګی یې او که دا روپۍ په خپل کار ولګوې او خپل م جبوریت پرې رفع کړې  نو مشکل د ختمېږي او چا لیدلی هم نه یې او که ته څوک خبر نکړې سل کا ه هم څوک درباندي ددې شک نه کوې چي بټوه تاته په لاس درغلي ده ، خپل زړه د هم دا درته وایې چي دا روپۍ په خپل ضرو ت کي ولګوه کور ته د بټوه یووړه خپله مېرمنه د خبره کړه چي تاته بټوه په لاس درغلی ده  په دې وخت کي خبر شوې چي هغه کس ددې بټوې تلاش کوي او یاتاته معلومه شوه چي دا بټوه د فلاني کس ده او یا له ف اني موټر څخه ولوېدله  ،  دلته خپل مجبوریت مخي ته درته د ېږي او مېرمن د هم درته وایې چي دا روپې په خپل ضرورت کي ولګوه ‎‎‎‎ اوړه او غوړي نشته هغه راوړه ، ماشومان د لوڅ دي هغو ته جامې واخله ، فلانی پوروړی سهار او ماښام دروازه درټکوي د هغه پور ورباندي پرې کړه،  سور ژمی راغی بوټی او د څارویو موټی نشته هغه ورباندي واخله ، لاندی د نه دی کړی اولادونه د په وچه مړۍ ناست دي لاندی ورباندي واخله په لسهاوو ستونځي درته رامخته کوي ، خو ستا ایمان او په الله تعالی ع یده دا درته وایې چي دا خو پردۍبټوه ده او څښتن یې هم درته معلوم ده حرام مال ته زړه مه ښه کوه مشکل به د الله تعالی رفع کړي ورشه  دا بټوه خپل مالک ته وسپاره او یا که نه وي درته معلوم تلاش یې وکړه هغه غریب به پرېشانه وي او چي مالک د وموندلو دا شرط مه ورباندي لګوه چي که بټوه درکړم ماته به څو روپۍ اکوې ؟ خپله بټوه ورته وسپاره هغه خپل اختیار ته پرېږده چي څه درکوي او که یې نه درکوي ته چي کله دا د ایمان او عقیدې تقاضا پوره کړې.

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده

کېدای شي ستا په یوه داسي سړي هم قرض باندي شوی وي چي ډېر لوېدلی مجبوره او د ووړ عیال څښتن وي چي کله تا ویني د برف په شان ویلي کېږي او ستا زړه درته وایې چي دا سړی که تنګ نه ګړې ستا پور په خپله خوښه نه پرې کوي ورشه ورته ووایه چي که له آسمانه وي او که له زمکي ځما پور پرېکړه یو منټ د هم نور نه پرېږدم او خلګ مه په ځان پوري خندوه او مه ما نور په ډېرو ویلو او هره ورځ راتګ زهیروه له همدغي پرېکړي سره د هغه خواته ور روانېږي خو په لاره کي دسوچ بدل شو او یاچي کله د ولید و رایه د واوښتله او ددې په ځای چي هغه خبري ورته وکړې چي تا له ځان سره سنجولي وې هیڅ هم نه وایې او چي ورغلې او د هغه الوتي څېره د ولیدله چي ډېر زهیرېږي بې له کومه ځنډه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول مخي ته درته راغی چي فرمایې :

عن أبي هُرَيْرَةَ قال ال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  من يَسَّرَ على م ُعْسِرٍ يَسَّرَ الله عليه في الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ (سنن ابن ماجه)

ابوهریره رضي الله تعالی عنه فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي په تنګ لاسي پوروړي اسانتیا راوستله په انتظار کولو او یا د پور په وربښلوسره الله تعالی به په هغه د دنیا او آخرت سختي آساني کړي.

 او فوراً د ورته وویل چي وروره هستي او نېستي د الله تعالی له طرفه ده نور ما خپل پور دربښلی دی او نور د نه زهیروم او حتی المقدور که دوس وي کم وزیات کومک هم ورسره وکړې .

همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده