افغانان که بل څه فکر کا ناپوه دی بی له توری خلاصی نشته په بل کار
وسله
وال پوځ د یوه هیوادتر ټولو ستره پانګه ده او په ټول ملت پوری اړه لری . دا ځکه چی وسله وال پوځ په هغو پیسو تم
ویلیږی چه د یوهیواد خلک يی د ماليی په توګه دولت ته ورکوی ٠
د یوه ملت غوښتنه د وسله وال پوځ څخه روښانه
ده او هغه د کورني امنیت ټینګول ،د اساسی قانون او نورو قوانیو رعایت او حمایت، د بهرني یرغل شنډول، د رغونی
او جوړونی لپاره د ښو شرایطو برابرول دی ٠پورتنۍ دندی هغه وسله وال پوځ سر ته رسولای شی چی د ښی ښوونی او روزنی
څخه برخورداره وی، منظم ، دښه انظباط ،دسپلین او په ښو وسلو سمبال او د هیواد تر ټولو ښه او په هیواد مین کسان
پکی را ټلو شوی وی٠ټول منسوبین يی د سیاسی پوهی لرونکی او د هیواد د دوستانو او دښمنانو د پیژندلو قابیلیت و
ری . د وسله وال پوځ تشکیلات باید د نننی عصر او زمانی د شرایطو سره برابر او ټول لازم ټولګی پکی ځای په ځای شوی
وی ٠
د وسله وال پوځ ډیره غښتلی برخه اردو جوړوی،د اردو تشکیلات هم د یوی مدرنی اردو په څیر باید د وخت د
اجاباتو ځواب وویلی شی ٠د بیلګی په توګه اردو باید د ملی دفاع وزارت قرارګاه ،د ستردرستیز قرارګاه او محاربوی
ټولګیو ټول اړین صنفونه ولری،چه په دی صنفونو کی پلی،زغره وال ،توپچی او راکټ، سرحدی ، هوائی او دافع هوا
طعات راتلای شی٠ستردرستیز او قرارګاه ئی چی د جګړی لپاره د جزو تامونو اماده کول ،د جزوتامونو د جګړه ایز
ابلیت پورته بیول ،د جګړه ایزو فعالیتونو اداره او پر مخ بیولو دنده په غاړه لری باید ډیره غښتلی او په راس
کی ئی مسلکی او پوه کدرونه ځای په ځای وی ٠ننی وسله وال پوځونه د اوسنۍ زمانی د ډیرو پیچلو جګړه ایزو فعالیتونو
له مخی دا اجابوی چی د وسله وال پوځ لپاره ښوونه او روزنه ډیره اړینه ده٠ د ښوونی او روزنی لپاره د ښوونیزو م
کزونو ،کورسونو، حربی ښوونځی او حربی پوهنتون لرل ډیر ضروری دی٠د مسلکی افسرانو او کدرونو روزل د پوځ لپاره
حیاتی اهمیت لری٠او همداسی وسله وال پوځ بايد په ډیرو عصری وسلولکه سپکی ټوپکی،ماشینګړی،سپک راکټونه
توپنچی،لاسی بمونه،هاوانونه هوا ضد سپک راکټونه،د انتقال وسایط،نږدی او لیری واټن ویشتونکی توپونه ،
یاکتیف توپچی ،راکټ، ټانکونه،محاربوی مشینونه ،زره پوښونه ،د دافع هوا توپچی او راکټونو محاربوی او ت
انسپورتی الوتکو او چورلکو سمبال وی .
اوس چی د بن د پریکړو څخه څه نا څه پنځه کاله تیر شوی ګورو چی زم
ونږ وسله وال پوځ په کومه مرحله کی دی٠ که چیری لاندینيو پوښتنو ته ځواب مثبت وی نو وسله پوځ مو په هر وخت او هر
ډول شرایطو کی د هیواد ساتنی ته چمتو دی او که چیری ځواب منفی وی نو بیا د ملا نصرالدین د دیګ خبره ده چی دیګ د
ونی په سر او اور تری لاندی بلیده او میلمانه يی د خوړلو په تمه ناست وه٠
٠١ ايا د ښووني او روزنې لپاره
نظامي ښوونځۍ او نظامي پوهنتون وجود لری ؟
٠٢ ایا د ستردرستیز او قطعاتو په راس کی مسلکی او کار پوه نظا
میان ځای په ځای شوی دی؟
٠٣ ایا د اردو قطعات مو په اړینو وسلو سمبال شویدی او که د ستر جنرال ښاغلی عبدا
رحیم وردک خبره ده چی د ناتو غړو هیوادو مشرانو ته ئی په بروکسل کی کوله چي اردو مو په پخوانیو راپاتی شوو
زړو وسلو سمبال او عسکر مو نظامی لباس هم نلري ؟
٠٤ ایا وسله وال پوځ مو زغره وال ګاډی ،ټانکونه او زره
پوښونه لری؟
٠٥ ایا توپچی قطعات مو نوی او عصری توپونه لری او که په هماغه زړو او له کاره لویدلوتوپونو
سمبال دی؟
٦. ايا هوايی او د دافع هوا قطعات تشکيل شوې دي؟
البته ځواب به دا وی چی د یوه وسله وال پوځ
جوړول ډیر پیاوړی اقتصاد غواړی او زمونږ هیواد ډیر بی وزله او د یوه مدرن وسله وال پوځ د جوړولو توان د اوس
پاره نلری٠ خو خبره په دی پای ته نه رسیږی هغه ځکه چی نړيوالی ژمنی ،زمونږ د رهبرانو وعدی او د هیواد کړکیچن
حالت دا اجابوله چی د پنځه کالو په موده کی زمونږ اویا زره پوځ جوړ شوای وای٠په هیواد کی نا اعلان شوی جګړه ،و
انی ،وژل، ترور، د ښوونځیو سوځول،د پلونو او کروندو له منځه وړل ادامه لری، د هیواد ټول خلک ورته په رڼو سترګو
ګوری ځکه چی یو پیاوړی وسله وال پوځ نه لری او بهرنیان هم زمونږ د ځمکی د جوړښت سره نا اشنادی او د بلی خوا د
هیواد د رسم ورواج سره هم بلد ندی٠ د ټولو سترګی د ناتو او نورو بهرنیو هیوادونو عسکرو او مرستو ته نیولی دی
څه ښه وائی چی؛
که کوم هزار هزار دوعا نه رقیب مری نه یار کوی وفا
زما وړانديز دادی چی لاندی څو ټکو
ته دی پاملرنه وشي؛
٠١حربی ښوونځی او حربی پوهنتون دی فعال شی٠
٠٢ټول هغه افسران چی عمری له پنځوسو
کالو لږ وی پوځ ته جذب شی٠
٣ـ په پوځ کی دی د ټولو قومونو تناسب مراعات شی٠
٠٤ هر افسر او سرباز ته دی
لازم معاش وټاکل شی٠
٠٥ سیاسی ښوونه او روزنه دی د اسلام د سپیڅلی دین په رڼا کی رواج شی٠
٠٦ اردو
ته دی په هیواد مین او د یوه قرارداد له مخی د یوی ټاکلی مودی له پاره کسان جذب شی٠
٧ ـ د ملی اردو په ټولو
څانګو په ځانګړی توګه د ستردرستیز په چوکاټ کی دی پوه او مسلکی کسان وګمارل شی٠
٨ ـ پلی قطعات دی په ډیرو
عصری وسلو او زغره وال ټولګی دی په بيړني توګه جوړ او په زغره والو ګاډو دی سمبال شی٠
٠٩ توپچی قطعات دی
په نوی او عصری وسلو سمبال شی٠
٠١٠ هوائی او د دافع هوا قطعات دی تشکیل ، په الوتکو او چورلکو دی سمبال
ی٠
٠١١ د مکافاتو او مجازاتو تعلیمنامی دی تدوین شی٠
٠١٢ د عسکرو لپاره دی ښونیز مرکزونه جوړ
ی٠
٠١٤ د متحده ایلاتو د هغه ١،٥ میلیارده ډالرو چی د مرستی په توګه ئی ژمنه کړی ده اعظمی ګټه پورته
ی٠
٠١٥ د پوځ لپاره دی نوری مرستی جلب شی٠
٠١٦ په خبری رسنیو کی دی د وسله وال پوځ د تشویق له پاره
وی کمپاین پیل شی٠
٠١٧ په ملی تلویزیون او رادیو کی دی د وسله وال پوځ له پاره ځانګړی پروګرام پیل
ی٠
٠١٨ نظامی نطاقان او خبریالان دی استخدام شی٠
د وسله وال پوځ د جوړولو پروسه که شخصاً د اعلی سر
قوماندان لخوا کنترول شی ښه به وی٠
په پای کی د یوه پیاوړی وسله وال پوځ په هیله٠
دولت
وزیری له برتیانیا څخه