ا يا پښتا نه په رښتيا محکوم دي؟ دکمال ليکنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9669
دکمال يکنه
دخبریدو نیټه : 2006-10-17

دکمال ليکنه

دا څووم ځل دې چې د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف په افغانستان کي د پښتنو د محکومېت خبره کوې. اوس پوښتنه پيدا کيږي جې ايا رښتيا هم پښتا نه په افغانستان کې محکوم دي؟دا پوښتنه په دوه برخو کې ځوابيږي: ساده ځواب يې دادى چې هو، خو له دې سره سم دا خبره هم مهمه ده چې په دې محکوميت کې تر ټولو ډير جن ال پرويز مشرف او دده د هيوادسياسي - نظامي ادارې او اشخاص مسول دي.

پښتا نه د افغانستان تر ټولو ستر قام دى او تل يې د هيواد د ازادۍ لپاره٩٠% قربانۍ ورکړي دي. پښتا نه ددې سېمې ستر قام هم دى خو ددې ستر قام په مقابل کې ملي او نړيواله توطيه شوې او روانه ده او همدا وجه ده چې دا قام په دومره سترتوب، عظمت او پياوړي پوټانشيل هم په خپل هيواد کې محکوم دى، هم  سيمه او هم په نړۍ کې.

دپښتنو په محکوميت او ماته کې دا لاندې فکتو ونه د يادونې وړ دي:

1.        دروسانو رول

2.        د پاکستان  رول   

3.        دنورو هيوادونو (اروپايي اتحاديې، تاجکستان، ازبکستان، ترکيې، چين اوايران) رول   

4.        د امريکا رول   

5.     د کور دننه افغان ضد کړيو (پرچم، جميعت، ستم، جنبش او ايران پلوه ډلو)  رول

6.        د کرزي او ظاهر شاه  رول

هيله ده تاسو ګران لوستونکي د پورته عواملو تشريح او بيا د حل لارې چارې په غور ولولئ او بيا قضاوت وکړئ.

  پښتا نه د پښتنو په پاچهيو کې هم چندان حاکم نه وو. د اعليحضرت په دوره کې له ٤٤٠٠٠ مامورينو څخه يوازې ٦٠٠٠، (١٤%) يې پښتا نه وو. دا سمه چې نيم کا بل يوه سردار او نيم يې بل ځانته قواله کړى و، خو د پښتون عوام هماغسې در په در وو لکه دنورو قام ونو او حتى ترې بدتر وو. بابا ګانو انګيرله چې د پښتنو هر قام يو طبيعي تشکل دى او بايد له حکومت او دولتدارۍ يرې وساتل شي او يوازې هغه وخت د ښاري کيدو چانس ورکړل شي چې خپله ژبه او فرهنګ پريږدي. د کابل د شش کروهي  پښتا نه يې تر ټولو ښه بيلګه ده، خو تر ټولو پياوړې ضربه پښتنو ته روسانو و کړه:

کله چې د جدي په شپږمه روسانو پر افغانستان اودانګل نو خپل تيرى به يې کله داسې توجيه کاوه جې (له جاهل اکثريت څخه مظلوم اقليتونه ازادوي). په حقيقت کې دوى ټول افغانان غلامول خو د ملي نفاق تخم شيندلو له پاره يې داستعمار زاړه فرمولونه کارول چې (اقليت په لاس کې ونيسه او اکثريت وټکوه) او (بيل يې کړه، ايل يې کړه) که څه هم ټولو قومونو دروسانو پر ضد جهاد وکړ خو په پاې کې وسان وتو انيدل چې مزدورې ډلې او مزدور اشخاص را منظم کړي او دجګړې شعار چې (دکمونيزم پر ضد داسلام جګړه ) وه د (اکثريت پر ضد داقليتونو جګړه) کړي ،او ځکه د١٣٦٠ کال راپديخوا مسعود په پنجشير او ايران پلوه جنګي ډلو په هزاره جاتو کې دروسانو پر ضد فعاليت پريښود او ( داخلي جګړې) ته يي تيارى پيل کړ.په را وروسته کلونو کې دجهاد او غزا ټول درون بار په پښتنو مجاهدينو بار شو او روسانو له مخې او مسعود له شا تر ضربو لاندې ونيو .

د پښتنو د کمزورۍ لپاره روسانو بيلابېلې ستراتيژي ګانې کارولې چې يو اوږود تاريخي کتاب پرې ليکل کيداى شي. مثلاً  د روسانو يوه  ستراتيژي دا وه چې مسعود يې په پنجشير کې کينولاى و او دې ورځې ته يې پياوړى کاوه چې که کا مل او ډله يې وروستنى مقاومت له لاسه ورکړي نو مسعود به د مجاهد په جامه کې رامخې ته کړي او جهاد به له داخله ناکام کړي. روسانو د خپل لاسپوڅي حکومت په دننه کې  هم پښتانه له دولت نه ايستل يا يې څنډې ته کول، دوى  د ټولو مهمو دفترونو مخې ته رجسترونه اچولي وو او د مراجعينو پتې او قام به يې پکې ثبتاوه، که به پوه شول چې کوم پښتون چارواکي  ته چې خلقي يا پرچمي به هم وډير مراجعين ورځي او په اصطلاح ( مردم دار)           دى له دغې دندې يي لرې کاوه او بلې سمبوليکې ( کله کله لوړې) دندې ته ګوماره . روسانو به ويل چې بايد داسې شرايط جوړ کړي چې (پښتون دحکومت کولو قابليت له لاسه ورکړي).خلقيانو چې (دنړۍ کارګرانو سره يو شئ) تر شعار لاندې ترټولو ډير پښتانه وژلي وو،  دروسانو باور يي په دې خاطر خپل نه کړ چې زياتره يي دقوم له نظره پښتانه وو.  ځينو روسانو به ويل چې ټول خلقيان بايد مړه شي ځکه دوې پښتانه دي او که پښتانه هم نه وي خواص يي دپښتنو دي او پښتنو دروسانو ١٥٠٠٠٠ پوځ مات کړى دى.  

روسان بريالي شول،لومړى يي دډاکټر نجيب په واسطه پښتانه له اردو وويستل او بيا يي مسعود له پنجشيره کابل ته راووست او هر څه يي چور کړل او داسې حالت يي اووست چې حق او ناحق ،  مجاهد او جنايتکار، وطنپلورى او وطنپلوى پکې ورک شول. دډاکټر نجيب  هغه فارمول خو تر ټولو مخکې دده سر وخوړ چې ويل به يي ( دپښتنې-خلقي-اردو???) په مقابل کې بايد (اقليتي- پرچمي- مليشه???) جوړه شي ددې لپاره دبحران دنړيوال ګروپ رپورټ وګورئ.

http://www.crisisgroup.org/home/index.cfm

http://www.crisisgroup.org/home/index.cfm?id=1266&l=1 http://www.crisisgroup.org/home/index.cfm? id=1641&l=1

دپاکستان تخريبي رول هم تر روسانو کم نه و، دوې دپښتنو د تباهۍ لپاره بيلابيلې ستراتيژي ګانې کارو ې:

1.      دپښتنو په سيمو کې دپوهنې او زده کړې ، بريښنا ،سړک،ر و غتيا او هر ډول تمدن او دتمدن ټولې نښې له منځه يوسي. ښوونځي وسوزوي او خوانان د پاکستان په ديني مدرسو کې زده کړې ته وهڅوي ( په دې کار کې پاکستان بريالي شو، دپاکستان په ديني مدرسو کې له ٦ لکه طا بانو څخه نيمايي يي افغان زلميان وو چې له هيواده لرې لوې شوي او دهيواد د تاريخ او ملي ګټو په باب يې لږ معلوم ات هم نه لرل. دوې دامعصوم ځوانان داسې په خپلو لومو کې بند کړل چې ورته ملانا فضل الرحمان ، مولانا سميع الحق، يراني،حسن جان او حسين احمد تر احمد شاه بابا، ميرويس خان ، وزير محمد اکبر خان،  م لا مشک عالم او نورو ملي قهرمانانو مهم ښکاريدل او ښکاري.

2.      په بدل کې پاکستان بايد دپولې هاخواپښتنو ته  دپوهنې روغتيا ، سرک ټولې اسانتياوې ورکړي او په دې ډول ورته وښايي چې ددوې ژوند له پاکستان سره په يو ځاې اوسيدو کې ترهغه ډير نيکمرغه دى چې له خپلو افغاني پښتنو ورونو سره يو ځاى شي.

3.      دافغانستان دحکومت په سر کې پايد يو غير پښتون مشر راشي چې دپښتنو مسله ورته مهمه نه وي. ( په ١٩٩٢ کال کې  يې په راولپينډۍ کې د باني په ټاکلو سره دابريا هم ترلاسه کړه) خو ددې لپاره چې غير پښتون افغان مشرتوب ايران ته ورنژدې نشي په  دولت کې بايد تل يو وهابي عنصر وساتل شي.( پاکستان داکار له رباني سره دسياف او حاجي روح الله په يوځاې کولو سره ترلاسه کړ)

4.      داچې مسعود تررباني پياوړى او تر پاکستان روسيې ته ډير نژدې ونو بايد د هغه دله منځه وړلو لپاره يي هم په بديل فکر کړاى واې او داکار پاکستان ته ځکه اسان و چې د پښتنو په سيمه کې يې د پوهنې په له منځه وړلو سره يوه ستره خلا رامنځته کړې.

پاکستان په هغه هيواد کې افغان مهاجر ملت پال، تحصيل يافته ، او پاک نفسه افغانان ووژل، په پښتنو کې يې بې اتفاقي واچوله خو اصلي نظر يي په رباني و. دپاکستان دپوځ يو جنرال ليکلي چې دوې به ظاهراَ ګلبدين حکمتيار ډير نازوه خو په آې اس آې کې دده ددوسيې پر شا ليکل شوي و ( داښاغلى بايد هيڅکله دافغانستان مشر نه شي ځکه پښتون دى او هر پښتون به تر ټولو لومړى له پاکستان نه  پښتونستان غواړي).

اوس چې جنرال مشرف دپښتنو د محکوميت خبره کوي د صداقت له مخې يې نه کوي او دوه هدفونه لري :

1.        لومړى غواړي دپښتون په نماينده ګي خپل جاسوسان  دافغانستان په دولت کې داخل کړي، او

2.        دوهم دا چې که پخپله افغانان په خپلو کې دا خبره دورورى په فضا کې راوړاندې کړي نو په کور دننه دحق ، عدالت او ثبات مخالفين به پرې دستي دا ټاپه ولګوي چې دا دمشرف طرحه ده.

راځئ په خپلو قضاوتونو کې تر احساساتو زيات پر حقيقتونو حساب وکړو، دافغانستان پښتانه او زياتره سياسي تحليلګران  په دې زړه ښه کوي چې د افغانستان ددولت په سر کې کرزى صاحب شته خو ډيرې زياتې بيلګې شته چې ډير مشران سمبوليک رول لري. دپاکستان په تاريخ کې پښتانه تل محکوم ساتل شويدي، خو ددغه هيواد ډير مشران لکه مارشال ايوب خان، مارشال يحيي خان او غلام اسحق خان پښتانه وو او دا چې دنظام اساسي هسته يي د پنجاب په لاس کې ده نو د ولسمشران دپنجاب مامورين وواو يوازې د پنجابېګټې يې ساتلې. حامد کرزى هم د نظار شورا او جميعيت مامور او حتى ميلمه دى چې دددوى د جناياتو د پټولو لپاره ديو پوښ کار ورکوي.(وروسته به لږ په تفصيل وڅيړل شي).

ايران افغانستان خپل يو ولايت ګڼي او ځينې يي پکې د مخملباف په شان وايي چې که افغانانو کم عقل توب نه واې کړى او ځان يي له ايران څخه جلا کړى نه واى نو اوس به يي په هغو نفتو کې برخه واې چې ايران يي لري. دايران داسلامي نظام مدعيان تل په افغانستان کې د يوې ژبې او يو مذهب په نوم مداخله کوي او د امريکايانو په موجوديت کې هم ښه بر اس لري.

ځينې اروپايي هيوادونه لکه فرانسه او انګ ستان هم په افغانستان کې يو اړخيز سياست پر مخ بيايي او همدوې وو چې دمسعود کاغذي شخصيت يي په افراطي او مصنوعي ډول نړۍ ته تبليغ کړ.

امريکا پښتانه دروسانو پر ضد د وسيلې په ډول وکارول، يواځې په دې شرط ورسره جوړجاړي ته تيار وو چې دروسانو څخه تر ازادۍ وروسته دې ددوي مريان ي. خو کله چې پښتنو ونه منله نو آمريکا افغانستان بې سرنوشته او حتى دپاکستان او روس سياليو ته پريښود، له خلا څخه لومړى روسانو کار واخيست او دمسعوداودوستم  په واسطه يي دهيواد ټول بنسټونه ونړول او بيا پکې پاکستان او القاعده سازمان دامريکا پر ضد دجګړې دتمرين ميدان  جوړ کړ.او چې کله يي امريکا پخپل کور کې ټپي کړه نو راروانه شوه او هغه نظار شورا يي په کابل مسلطه کړه چې روسانو جوړه کړې ده او ٦٥٠٠٠ مظلوم کابليان يي په داسې حساس وخت کې دخپل ناکام،بدنام او محدود قدرت لپاره وژلي وو چې ه نظار شورا او کارملي پرچميانو پرته د افغانستان د مسلې ټولو درګيرو خواو دملګرو ملتونو دسولې پلان منلى و. امريکا دخپلو سروې ګانو نتيجو ته هم ونه کتل چې ښودله يي دافغانستان ٩٩% اولس دنظار شورا نه غواړي. امريکا دبن تش په نامه تړون کې رسماَ افغانستان په قومي بنيادونو وويشه .  تر٦٠% زياتو پښتنو ته يي ٣٣%، ١٢% تاجکو ته يي ٢٥% او ٥% هزاره وو ته يي ١٩% برخه وليکله. دافغانستان باشعوره پښتانه ،تاجک ، ازبک ، هزاره او ټول قومونه د منځنيو پيړيو دا وروسته پاتې ويش يوه مسخره ګڼي او پوهيږي چې پوستونه بايد دلياقت ،کفايت ، تقوى او اهليت پر بنسټ وويشل شي او داچې دافغانستان ټول قومونه بااستعداده بچيان لري نو که قومي توازن ضرور هم وي ددغو غوره معيارونو په پام کې نيولو سره به په طبيعي ډول رامنځ ته شي. امريکا په عمل کې تر دې هم زيات افراط وکړ او ١٠٠% اجرائيوي پوستونه يي نظار شورا ته ورکړل چې نظار شورا په دروغو ځان دتاجکو نماينده وتراشه. امريکا ددې جنايتکارانو دنارواو دپوښولو لپاره يو ډير عادي او بې استعداده سړى ( حامد کرزى) چې ظاهراَ ارزګان په کوم غره کې پټ و ، نه يي لښکر درلود او نه يي عسکر، نه ګوند او ډله لري او نه د سازمان ورکولو استعداد، خو دسمبول په توګه يي ددې مظلوم هيواد مشر کړاو څو زاړه ،بې انرژي اوبې استعداده کسان او يو څو پرچم يان او شعله يان يي ( چې پښتون دښمني يې په خپلو سازمانونوکې د يو مضمون په شان لوستې ده) دپښتنو په نوم په سمبو يکو پوستونو کې ورسره وټاکل چې دنظار شورا ميلمانه وو، دي او ددوې ژوندهره شيبه دخادستو باډي ګارډانو ت تهديد لاندې دى.

 دهيواد په دننه کې ملي ضد ډلې (پرچم،ستم،جميعيت، نظارشورا،جنبش او نورې) په ډيرو يادولو نه ارزي ځکه دوې دملت او کوم قوم استازي نه دي او هماغومره د تاجکو هزاره وو او ازبکواو نورو دکرکې وړ دي لکه دپښتنو چې دي. هيڅ باشهامته افغان  دروس او امريکې ، ايران او پاکستان ، چين او اروپا او نورو ګوډاګيان چې دافغانستان ديوه او بل قوم او په ځانګړي ډول دپښتنو دکمزور ي کولو لپاره دهيواد دبهرنيو دښمنانو دغلامۍ کړۍ پر غاړه او په مخ کې يي سجدې وکړي د خپل استازي په توګه نشي ګڼلاې. ما دافغانستان د بيلابيلوقامونو له استازو سره بحثونه کړي آو ټولو دآ منلې ده چې  دپښتنو کمزوري دټول افغان ملت کمزور ي ده  او هغه څوک چې دپرديو په لمسه د افغانانو ملي، افغاني او اسلامي يووالى او ورورولي ورانوي هيڅ قوم ته ګټه نشي رسولاې او څوک چې دافغانستان ديو قام په محکومولو دبل قام دلوړولو وعدې کوي ددې ملت دښمن دى. د افغانستان هرقام ددې ملت د وا حد بدن يو مهم غړى دى او د هر يو په کمزوري کيدو د ملت ټول بدن کمزوري کيږي چې هيڅ باايمانه افغان دا نه زغمي. يوازې څو د ګوتو په شمار کسان به وي چې ددې تخريب لپاره جوړ شوي دي. داسې يو معلوم ا حال شخص برهان الدين رباني دى، کله چې  په ٢٠٠١ کال کې رباني دامريکا دبي٥٢  تر وزرونو لاندې ارګ ته ننوت نو ډير قوي تخريبي ګوزار يي وکړ ا و د(صد ټک زرګر و يک ټک اهنګر) خبره يي ثبوت کړه. دې چې نرم او معتدل سړى ښکاري ډير سخت زړى ، باعزمه ، قاطع او ثابت سياستمدار دى خو دهيواد په ورانۍ ، دملي يووالي په ويجاړۍ ،دروسانو او ټولو استعمارچيانو په غلامۍ او دافغانستان دقومونو په خاصه توګه د پښتنو سره په  دښمنۍ کې. رباني ارګ له خپلو جميعيتي او نظار شورا له پ ويانو ډک کړ چې ټول غړي يي زموږ دورور قوم تاجک څخه وو او په دې توګه يي هڅه وکړه چې ديو قوم په ظاهري برترۍ او دنورو په محکوميت د ملي نفاق ټپ په ناسور واړوي. دبن تړون چې په حقيقت کې تر دوهمې نړيوالې جګړې ورورسته  دبرلين دتړون کاپي ده چې جرمني پکې دمتحدينو له خوا ويشل شوى و هم دافغانانو  هيواد ، درباني، مسعو، او خليلي او دوستم دجنايتکارانو تر منح وويشه او دې جنايتکارانو لا ن و زهر هم پرې وشيندل چې ځانونه يي په ترتيب د تاجکو،هزاره وو او اوزبکو استازي وګڼل . خو دې ډلو له هغو قومونو څ خه هم کوم باکفايته او باهليته افغان صحنې ته رانه ووست چې ددې هېواد خير غواړي بلکه  پاټکيان ، غله او داړه ماران يي بيا په صحنه حاکم کړل. دوى تر ټولو ډير د تاجکو،هزاره وو او اوزبکو د کرکې سره مخ او دوى پرې هم د نورو افغانانو په شان شرميږي چې خپل استازي يې وګڼي.  ځينې رواني ناروغان هم چې دپروفيسر او استاد په نوم دروم له پروسې څخه صحنې ته راغلل زياتره يي هغه څوک وو چې ټول عمر يي خپ ې ناروغۍ دپښتون ضد مقالو دليکلو په شکل راڅرګندولې.

 داجنګي ډلې په دې ښه پوهيږي چې په افغانستان کې پښتون او بل هر قوم دتل لپاره له نظره غورځول ، په حقوقو يې سترګې پټول او محکوم ساتل شونى کار نه دى خو ددۍ لپاره چې خپلو باداردانو ته ثبوت کړي چې دافغانستان د ملي يوووالي دماتولو دنده يې ديو قام په محکومولو او بل قام ته تر خپلې برخې  څخه دډيرو څوکيو دورکولو له لارې عملي کړې ده. نو بې توازنه ،بې عدالته او ظالمانه ويش يي وکړ:

-       په دفاع وزارت کې ټولې هغه ځوکۍ چې اجرائيوي ځواک لري ،لکه دټولي ، کنډک، غونډ او قول اردو قوماندانۍ او ک يدي رياستونه په نظار شورا پورې اړه لري او پښتون ته يواځې هغه وخت يو پوست ورکوي چې يا ددوې خپلوان وي او يا په پرچم ډلې يا (کې.جي.بي) پورې تړلى وي او يا دومره کمزورى او بې وزله سړى  وي چې دخپل جم يعتي مرستيال اوامر په ښه ډول ومني او دسمبول کار ورکړي. وايي چې کوم يو يي دپيژنتون درئيس په توګه ټاکلى دى خو کله چې ترې څوک وغواړي چې ديو مسلکي افسر په توګه دې مسلکي او صادق افسران مقرر کړي  نو دى ورته وايي چې زه خو پښتنو نه يم مقرر کړى چې مسلکي کسان راولم، چاچې مقرر کړى يم هغوې ته بايد خدمت وکړم .يو بل مسلکي جنرال چې ډيرې لوړې زده کړې خو کمزورى عزت النفس لري ديو رياست دمشر په توګه ټاکل شوى دى خو له خپل  غير مسلکي مرستيال څخه دومره ويريږي چې دستر جنرال رحيم وردګ څڅه نه ويريږي. ک ه چې بسم الله خان ميلې ته ځي نو جنرال  صاحب ته وايي چې راځه ته راسره ښه يې ځکه ته ډيره ښه هندوانه ماتوې . کله چې ددفاع وزير ته چې پخپل وزارت کې د يو ميلمه حيثيت لري، څوک ووايي چي مسلکي اشخاص مقر کړي نو ستر جنرال ورته وايي چې( شوله اته بخو، پرده اته بکو). دى دومره بې وسه چې ددفاع وزير په توګه يې غلو کور چور کړ او ده هيڅ و نه شو کړاى.

-         د کورنيو چارو وزارت د مسعود يوه ډيپو چي ته ورکړ شوى چې د هيڅ م سلک سند نلري،خو کرز ي خپل يو مشاور موظف کړ چې اولسي جرګي ته تر ورتلو د مخه ورته جعلي سند جوړ کړي،  ځکه کرز ى وايي چې که ضرار مقبل نه وي، نو بريالى راباندې راولي. ښاغلى کرزى صيب! ايا دا هيواد بې مسلکو ضرار او بريالي په قواله اخستى دى؟ ايا کوم مسلکي ارکانحرب پوليس يا کوم بل وړ افغان نه شته؟ نمک ح امه ضرار تر قانوني هم سپين سترګى او زړور راوخوت او په ٨٦ نوو ټاکل شوو قوماندانانو کې يې ٥٥ تنه يوازې له تاجک قام او پاتي يې هم د جميعت او نظار شورا خلک ټاکلي دي. ده د کرزي بيابيا هيلې و نه منلې چې دنسبي توازن د ساتلو لپاره يې ضرار ته کړې وې.

-          د بهرنيو چارو  وزارت هم دغه حال لري او يو داسې څوک يې په سر کې راغلى چې نور ټو ل څه چې د هيواد په افغاني هويت هم قايل نه دى. په سفيرانو کې هيڅ يو پوره پښتون نشته او که وي نو نيمايي به وي، کرزي رباني قسمي کړى دى چې پښتون به پدې شرط مقرريږي جې تر هغه بل بې کفايته او بې شهامته نه وي.

-         ددولتي امنيت په ٢٣ مهمو پوستونو کې ١٣يوازې د پنجشيرولسوالۍدي او پاتې هم له يوقام (تاجکو) او يو تنظيم (جميعت) څخه دي. يوه ډيره جالبه کيسه راته چا وکړه: د خاد ديو رياست مشر اولسي جرګې ته کانديد او له دندې يې استعفى وکړه، دده لومړى مرستيال معلم قادر د کرزي صيب نژدې دوست دى چې دواړه په ارزګان کې دطالبانو د سقوط په پو ورځو کې يو ځاى په هڅو بوخت وو، ټولو داسې ګڼله چې ايله اوس کرزي ته موقع برابره شوه چې  معلم قادر رييس کړي، خو کرزي ناڅاپي ددوهم مرستيال په نوم د مقررۍ فرمان صادر کړ ځکه هغه د پنجشيرولسوا ۍدى که څه هم يو کم سواده شخص دى، خو ددولتي امنيت مشران بايد د پنجشير وي!!!

-         د اداري اصلاحا تو کميسيون يې ډير حيرانوونکى او د خندا وړ دى، يو جګړه ايز قوماندان چې د طب پوهنځي له پ، سي، بي څخه تښتيدلى او په يوه خاص تنظيم کې دملي نفاق پاره روزل شوى دى، پروفيسران او د ډکتورادرجې لرونکو څخه ازموينه اخلي او مقرروي يې، او بده يې لا دا چې نااهله کسانو ته له مخکې نه دازموينې پوښتنې او د هغوى  ځوابونه ورښايي دې ته زمينه جوړوي چې ټول يا قاطع اکثريت دده له خپل قام څخه وټاکل شي. چې دا يې د اصلاحاتو د کميسيون حال وي، نو د نورو ادارو به څه حال وي؟  

-          دکرزي خپل دفتر هم دغسې دى: په ٤٢٠ مامورينو کې يې ٧٢%تاجکان، ١٤%پښتانه، ٤% هزاره او نوريې په نورو قامونو پورې تړلي دى. يو کس چې د ملګرو ملتونو له لوري په ازموينه کې د جمهوري رياست يو ډير واړه پوست ته بريالى شوى و، دکرزې يو پښتون مشاور دټولې پيژندګلوۍ سره سره رد کړ او دليل يې دا و چې د پښتنو% پوره ده او بايد له بل قام څخه وي، نه پوهيږم چې ملګرو ملتونو څنګه خپل اصول هيرکړل ځکه د هغوى په معيارونوکې خو پوهه، ښه سابقه، تجربه او کاري مهارتونه شامل دي، نه قام او ژبه او ولايت او مصلحت. په دې کې لا هم کرزى د جميعت او نظار شورا د ليکوالو (بشير انصاري، حفيظ منصور، دشتي او نورو) دذهرجنو ليکنو له غشو نه سر نه شي پورته کولاى او پسې ليکي چې (کرزى به عوض دولت ملي، دارد دولت قومي مېسازد). قومي خو دى خودکوم قام؟ دوى د خپل دې  فرمول(بګيرش که نګيرت) له مخې دا کار شعوري کو ي او نه پريږدي چې کرزى کوم با کفايته افغان مقرر او د سمون پر لور لاړ شي. په پښتون ميشته ولايتونو چې طالبانو بې وسلې کړي او پياوړي جګړه ماران پکي نه وو،هم د سمونونو موقع له لاسه ووتله او تر ټولو ولا يتونو د جميعت او نظار شوراداړه اران ورسيدل؟ د جميعت او نظار شو ا انحصار غوښتونکو د کارمل ارمانونه پوره او حتى خپل هغه لاسپوڅي يې له ليکو وايستل چې ددوى دقام نه وو لکه ح ضرت علي.  دوى مجاهد، ملي او نورټول ښه نومونه اوصفتونه يوازې د جميعت او نظار شورا انحصار ګڼي، نور مجاهين ترورستان او ملي اشخاص،ډلې او ګوندنه لادينه ګڼي. دوى داسې جادوګري کول غواړي چې داس ام او کفر، جهاد اوکمونيزم ټولو اتلان هم دوى وي خوپدې نه پوهيږي چې همدغه  مافقت د !!!.

د کرزي او ظاهر شا ه رول: د نجيب د حکومت په وروستيو کې ډير افغانان د ظاهر شاه اتګ  ته خوشبين وو خوڅوک چې دمسايلو ژوو ته ځير وو هماغه وخت ورسره دا سودا وه چې پدې صورت کې به د ظاهر شا ه نظامي قوت د دوستم او مسعود وي،هغه پيشبيني سمه شوه اوچې او ظاهر شا ه د با باى ملت او شاګرد يې کرزى د ولسمشرپه سمبوليکو څوکيو کيناستل، د حکومت اصلي ماشين نظا شورا چلوي . کرزي له نيو يارک ټايمز سره په يوه مرکه کې پخپله هم ويلي و چې زما په لاس کې يوه تشه پياله ده چې نه پکې شربت شته او نه بل څه. رباني په يوه مرکه دا بربنډه کړې ده چې د امريکايانو د يرغل پر مهال چې کرزى په ارزګان کې و، رباني ورسره غږيدلى و چې  جميعت او نظار شورا دده ملاتړ کوي او په بدل کې کرزي دا ژمنه ورسره کړې وه چې  جميعت او نظار شورا ته به کليدي پوستونه پريږدي. دا خو څرګنده ده چې که دامريکا فشا ر نه واى نو رباني کله هم له څوکۍ څخه نه تيريده. امريکا رباني په١٩٩٢ کې تللى و چې په افغانستان واکمني نه شي کولاى، نو ځکه يې ورته يو پښتون پوشش پيداکړ. رباني ته دا تيوري ښه زده وه چې  دا چې له پښون څخه چار نشته، نو بايد ترټولو بې کفايته شخص پکې ولټول شي او همدسې کوي.

کرزي صيب څه وکړل؟

·        په اضطراري لويه جرګه کې يې دملت استازي په دې تير ايستل چې تاسو لږ وخت راکړئ چې جميعت او نظار شورا امريکايا ن هسي هم ليرې کوي ځګه د روسانو خلک دي. خو ورپسې سم يې د روم له پروسې راغلي پښتانه وزيران له کارو ګوښه کړل: رسول امين چې غوښتل يې د اغا خان پروګرامونو ته ورته د پوهنې او ټولنيزې پرمختياځينې پروګرامونه د هيواد په ليرو پرتو ولايتونو کې عملي کړي خو په دې خاطر ورته د هيواد دښمنه کسانو له خوامحمد ګل خان ثاني وويل شو اوکرزي   له کاره ګوښه کړ. خالق فضل يې د جميعت او نظار شورا د خوشالۍ لپاره ليرې کړځکه کرزي ته يې دهغو مهمو پوستونو يو لست وړانديزکړى و چې اص اح يې غوښته. وتلى پوه علي احمد جلالي او نابغه شخصيت ډاکټر اشرف غني يې هم دنورو د خوشالولو لپاره ګوښه کړل. ح اجي قدير دپښتنو محکوميت وغانده، کرزي يې په شهادت غوږونه مړه او قاتلان يې معلوم هم نه شول.  د  ډاکټر عبدالرحمان د قاتلانو يې لا نومونه هم واخستل او د نيولو ګواښ يې ورته وکړخو هغوى تر اوسه سرې سترګې ګرزې دا لا څه چې د خاد هغه رييس لا تر اوسه برحال دى چې دحکمتيار- مجددي- دوستم د هماهنګۍ شورا د جوړيدو په توريې کرزى صيب نيولى او په څپيړه وهلى و.
ځينې وايې چې کرزي خو فهيم اوقانوني هم ليرې کړل، خو دي ته يې فکر نه دى چې قانوني دکرزي د ورور په کمپاين د ولسي جرګې د مشر باارزښته چوکۍ او فهيم دمشر سلاکار ځاى ونيوه او تاسوخو پوهيږئ چې دوۍ دسکرتر په بوست کې د جنرال دوهلو صلاحيت لري. ددوى په ځاى ټاکل شوي (ضرار مقبل اوبسم الله) هغو سيمو ته د جميعت او نظار ورا داړه ماران ورسول چې فهيم اوقانوني يې تصور هم نه کاوه.

·        کرزي د روم له پروسې نه يوازې دوه تنه افغان دښمنه کسان وساتل: مخدوم رهين چې ايران پالنه يې د عقيدې او عبادت کچې ته رسولې وه. دده په ١١٠ مهو چوکيو کې چې تشويقي معاشincentive  يې اخسته او په بهر کې په م طبوعاتي استازو کې د ثواب لپاره هم کوم پښتون حتى يو تن هم- نه و ټاکلى، ده به هم د مارشال په شان دا قسم کړى و چې په قلم يې بايد پښتون ونه ټاکل شي. بل يې آمين فرهنګ تر ناکامى وروسته بيا په اولس ور وتپه چې زوړ، له کاړه لويدلي، د يوه بهرني هيواد تبعه، د يو بهرني ګوند رسمي برحال غړى او د خپل پلار د هغه تاريخ پيرو دى چې پښتنوته پکې کنځل شوي دي.

·          د کرزي په وخت کې دپښتنو سيمو ټو ل قوماندانان بې وسلې شول،  بې وسلې کول ضروردي خو دټولو کسانو او سيمو، نه دا چې د  جميعت او نظار شورا ډاکوان په رسمي تشکيلاتو کې ځاى په ځاى شي خو د نورو ډلو او قامونو هغه بى وسلې شو .

څومره چې مو د کرزي د شخصيت او نيت په باب پلټنې وکړې سم پرې پوه نه شوو، مشاورين يې وايې چې٢٠%د پښتنو فکر ورسره شته خو ٨٠%پام يې دې ته دى چې نور ترې خفه نه شي. په دې صورت کې هم ٦٠% د پښتنوبه تاوان د . ده په ذياتره ډارن، بې صلاحيته او بې تفاوته کسان دمشاورينو نوم را ټول کړي دي چې يا خو ډير کم عمره اوسطحي او يا ډير زاړه او بې جرآته دي. ، مشاورين فکر کوي او کرزي هم تير باسي چې هر څه د کرزي تربې رقيبه واکمنۍ لاندې دي. په داسې حال چې ددوى او کرزي ټولې ليکنې، کتنې او مکالمې د سکرټرانو او ساتونکو له خوا چې په حقيقت کې د خاد کار کوونکي دي کنټرول او دولتي امنيت او ک. جي.بي ته رسول کيږي. دوى او کرزى ټول په ارګ کې بنديان ياکم تر تر کمه م يلمانه دي. که کرزي صيب