پوښتنه:
za ma computer na chalandizy safha rawry kho programona na rawry zaheer wardak
ځواب:
زهیر جانه!
سلامونه
زه چې څومره پوه شوم ستا کمپیوټر داسې دی چې کله یې روښانه کوې
نو یوه توره صفحه راځي او پرمخ نه ځي .تا لیکلي چې پروګرامونه نه راولي داسې نه ده بلکه ستا عامل سیستم نه راځي
.خبره داده چې دا کله کله پیښیږي او دا ځکه چې ستا په عامل سیستم چې کیدای شي وینډوز وي کوم فایل لا درکه شوی وي
نو د هغه له امله کمپیوټر نشي کولای چې ستا عامل سیستم Load کړي نو داسې وکړه چې وینډوز دې Upgrade کړه او یا هم له سره
پکې انسټالیشن وکړه .که بیا هم جوړ نشو نو راته ولیکه .
په مینه