Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
پښتو به په پښتو وايو نه په انګريزي او اُردو !
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 982ولي شا طبيبدخبریدو نیټه : 2004-08-31ولي شا طبيب / کندهار
کله چه می دلمړی ځل لپاره دخيبر پښتو چينل ليدنه وکړه ، په لمړيو شيبو کی ډير خوښ سوم ٠خودازما خوښی همداسی څو شيبې وه ،دځانه سره می وويل چه کاشکي خومې داډول چينل نه وای ليدلی ٠زما دخواشينۍ سبب دا ؤ چه په دی چينل کی پښتوکمه کمه او انګريزی اواردو زياته زياته وه ، خو زه نه غواړم چه ددی چينل چلونکی سم دلاسه ګرم کړم ، په شروع کی ستونزي وي ، خو ښه خبره داده چه سمون بايد راوستل شی ٠ زه ددوی دغه نوښت ته درناوی کوم ٠ خبره داده چه دا چينل خو تر ٥٠ ز ياتو ملکونو کښی ليدل کيږې ٠هلته چه کوم پښتانه نوی ځوانان اوماشومان داډول ګډه وډه پښتواوری نوبه همدا دانګريزې ، اردو او پښتو يو ګډه ژبه زده کړی ٠ اود پښتو دژبي دورانۍ سبب به شي ٠ په شمالی پښتونخوا کی خو دپښتنو داسی شاعران تيرسويدي لکه خوشحال خان خټک ،رحمان بابا او نوردپښتو ادب ځلانده ستورې ځليدلی اوځليږې ٠ زما هيله داده چه دخيبر چلونکي دي داسي کسان په کار وګماري چي په خوږه پيښوري پښتولهجه وږغيږی ،هلته خو دپښتوژبي ډير تکړه ليکوالان او دپښتو ادب پوهان سته ، همدارنګه که د خيبر چينل ښاغلي کارکوونکي د پښتني دود او کلتور سره سمي خپروني وکړي ، دا به د ټولو افغانانو او په زياته بيا ټولو هغو کسانو لپاره چي دا چينل ګوري يو خدمت وي . او هيره دي نه وي چي موږ داسي چينلونو ته اړتيا لرو ، داسي چينلونه به نه يوازي د بهرميشتو ماشومانو لپاره په زړه پوري وي او د خپلي ژبي اوکلتور په اړه به ډير څه ترې نه زده کوي بلکي ټولو هغو افغانانو ته چي په بهرنيو هيوادونو کي اوسيږي او د هغه هيوادونو په ژبه لا سم اشنا نه دي ، دا سي چينلونه ډير ګټور تماميږي .
زه هيله مند يم چي د خيبر چينل کارکوونکي او مسوولين زما په دې وړانديز خپه نه شي .
هغه يو بيت مي راپر زړه شي چي وايي :
ته پښتو وايه پښتونه له دې ننګه
چي وطن دي په نوم ياد د پښتانه دی .