مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-28   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د کندهار ليري پرتي سيمي اوس هم له ښوونځيو څخه بې برخي دي .

په کندهار کې د نسبي  امنيت د سميدو سره سره ØŒ بيا هم په ليري پرتو سيمو کې سلو ته نژدې ښوونخي تړلي پاتي او ځوانان يې له زده Ú©Ú“Ùˆ څخه محروم دي .
بلخوا په روان تعليمي کال کې ۴۱ بابه ښوونځي بيا د زده کوونکو پر مخ پرانستل شوي دي .
چارواکي  ØŒ د ښوونځيو د تړلو پاتي کيدو لامل امنيت او  د امکاناتو نه شتون يادوي .
کندهار ټول Û´Û·Û° تعليمي مرکزونه لري ØŒ چې د ښار تر Ú…Ù†Ú« په ولسواليو کې هم فعاليتونه کوي ØŒ دلته ښوونيز کال مخ پر خلاصيدو دی او کلنيو ازموينو ته يوازي يوه مياشت پاته ده . 
په کندهار کي د امنيت په سميدو سره تمه وه ، چې ټول تړلي ښوونځي پرانستل شي خو تر اوسه لا ۱۵۰ بابه نوي او زاړه ښوونځي تړلي پاتي دي .
د کندهار د پوهني رياست تدريسي مرستيال محمدعوض نظري وايې  ØŒ چې په روان ښوونيز کال کې يې Û´Û± بابه تړلي ښوونځي بيا پرانستي دي ØŒ د هغه په وينا چې Û¹Û° بابه زاړه او Û¶Û° بابه په تشکيل کې  اضافه شوي ښوونځي لا بند پاتي دي ØŒ خو دوی Ù‡Ú…Ù‡ کوي چې دا ښوونځي ډير ژر پرانيزي .
د کندهار ريګستان ØŒ ښوراوک  او ميانشين بيا هم هغه ولسوالۍ دي چې تر اوسه هيڅ خلاص ښوونځي نه لري او له امله يې شل زره تنکي ځوانان له زده Ú©Ú“Ùˆ څخه محروم دي .
د دې ولايت د پوهني رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري يې تر اوسه د نه پرانستو لامل امنتي ننګوني  ØŒ د خلکو نه همکاري او د سيمه ايزو ښوونکو نه شتون بولي .
  کندهار ښار ته د نژدې پرتو ولسواليو يو شمير  کلي  هم ښوونځي نه لري ØŒ سيمه ايز اوسيدونکي او تنکي ځوانان د زده Ú©Ú“Ùˆ کولو دپاره  په خپلو سيمو کې ښوونځي غواړي .
د کندهار ښار په  يو شمير مرکزي ښوونځيو کې هم زده کوونکي ØŒ  د ټولګيو د نه شتون له امله په خيمو کې ناست دي او  ودانۍ يې اساسي ترميم ته هم اړتيا لري .
خو د دې سره سره  سږ کال ØŒ تيرو کلنو ته پرتله د پوهني بهير په يو شمير برخو کې  پرمختګونه  هم Ú©Ú“ÙŠ دي ØŒ ښاغلی نظري وايې چې د ښوونکو د روزني عالي موسسې يې نوي څانګي پرانستي دي ØŒ ښوونکي تر ډيره مسلکي شوي او د دوولسمو ټولګيو څخه د تکړه زده کوونکو فراغت هم تدريسي چاري ګړندۍ Ú©Ú“ÙŠ دي .
د کندهار د ميرويس نيکه  د ليسي مدير وحيدالله احمدي او د احمدشابابا د ليسي مدير وحيدالله  په مرکزي ليسو کې ØŒ تيرو کلنو ته په کتو د پوهني بهير ÚšÙ‡ ارزوي .
د ميرويس نيکه د ليسي مدير وحيدالله احمدي وايې  ØŒ ليسي ته يې تر ډيره کار د خپل ښوونځي د زده کوونکو او ښوونکو په همکاري Ú©Ú“ÛŒ دی  ØŒ نوموړی زياتوي ،چي ښوونځي يې  دا مهال ترميم ته اړتيا لري او بايد پاملرنه ورته وشي .
کندهار دا مهال دوه سوه زره زده کوونکي لري ØŒ چې پنځوس زره  تنې يې انجوني دي .
Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم  ØŒ سيمه ايزو چارواکو د تيرو Ú…Ùˆ کلنو راهيسي خلکو ته په ليرو پرتو سيمو کې د ښوونځيو د خلاصيدو او د پوهني د بهير د کيفيت د لوړيدو ژمني ورکړي دي  ØŒ خو تر اوسه عملي شوي نه دي او Ú«Ú¼ ځوانان لا  ØŒ له ښوونځيو بهر په تورتم کې ژوند کوي

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery