مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتیکا: د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځيو ته چوکۍ او مېزونه ورکړل شول

benawa afghanistan
راحیله جواد
 د پکتیکا په دریو ولسوالیو یوسف خېلو، زرغون ښار او ارګون کې دېرش بابه ښوونځیو ته څلور زره اته سوه شل ( ۴۸۲۰) سېټه چوکۍ او مېزونه ورکړل شول
د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت ۳۰ بابه ښوونځيو ته د (GPA)  یا د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام له لوري چوکۍ او مېزونه ورکړل شول.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، د پکتیکا په دریو ولسوالیو یوسف خېلو، زرغون ښار او ارګون کې دېرش بابه ښوونځیو ته څلور زره اته سوه شل ( ۴۸۲۰) سېټه چوکۍ او مېزونه ورکړل شول.
ښاغلي وحدت وویل، وړاندې به په دغو ښوونځيو کې زده کوونکو په ځمکه زده کړې کولې خو زیاتوي چې له دې سره به نږدې لس زره زده کوونکي له مېزونو او چوکیو برخمن شي.
پکتیکا والي وایی، ډېر تمرکز یې په دې ولایت کې د پوهنې بهیر په پیاوړي کولو دی او په وینا یې په دې برخه کې د ولسونو په همکارۍ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery