مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقرې دسورت دشپږديرشم مبارک آيت لفظي ترجمه اوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم،۱۹برخه

مرجع العوام والخواص العلامة ابوالفضل محمدمعین الدین کان الله له ودامت برکاته

--------------------------------------------------

لفظي ترجمه
(فَ)بيا(أَزَلَّ)وښويول (هُمَا)دوۍ دواړه (الشَّيْطَانُ)شيطان يعني په دې سبب چي دهغې وني په خوړلويې مبتلاکړل (عَنْ)له (هَا)ده څخه يعني له جنت څخه (فَ)نو(أَخْرَجَ) وې ايستل ده،يعني شيطان (هُمَا) دوۍ داړه (مِمَّا)له هغه ( كَانَا)چي وودوۍ دواړه (فِي)په(هِ) ده کښي (وَ)او(قُلْ)وويل (نَا)موږ،يعني ودوۍ ته (اهْبِطُوا)چي کښته سي،يعني له جنت څخه ومځکي ته (بَعْضُ)چي ځني (كُمْ)ستاسي به يعني په داسي حال کښي چي ځني ستا سي به(لِبَعْضٍ)ځنونورولره (عَدُوٌّ)دښمنان وي (وَ)او (لَكُمْ)تاسي لره،يعني سته تاسولره (فِي) په (الْأَرْضِ)مځکه کښي (مُسْتَقَرٌّ)ځاۍ دقرار،يعني ځاۍ دسکونت ،دهستوګي (وَ)او (مَتَاعٌ)سامان دنفعي اوفايدې اخستلو (إِلَى)تر (حِينٍ)يووخته پوري (36)

يعني چي وخت داجل ستاسي دۍ اويادقيامت ورځ ده ،پوسه چي کله چي آدم اوحواء
دواړودشيطان ملعون په وسوسه چي تفصيل بې په علمي خبروکښي راسي له هغي درختي څخه خورک وکړکومه چي دوۍ ورڅخه منع سوي وو نوحکم ورته وکړسوچي اوس له جنته څخه وځمکي ته کښته سئ په داسي حال کښي چي ځني ستاسي به دشمنان وي ځنونورولره يعني نسل ستاسوبه په دې ډول وي چي بعضي ددوۍ به دښمنان وي بعضونورولره لکه چي ددغي خبري اول مصداق په قابيل اوهابيل اوبيا په کافرانواوبياپه مومنانوکښي پيداکړسو اوپه ځمکه کښي به ترهغه پوري وتاسي ته دقراراوهستوګي ځايونه اوستاسي دفايدواوګټواسباب اووسائل موجودوي چي دقيامت ورځ راځي ،

تفصيل اوعلمي خبري
(فأزلهما)
پوسه چي دغه فعل له زلَّة يازُلل څخه جوړدۍ کوم چي په اصل کښي وبې اختياره ښوئېدلوته په خټه کښي ويل کېږي امام نسفي ويلي دي چي دغه قول دخداي پاک دليل دۍ پردې خبره باندي چي دانبياؤپرفعل باندي دزلة دلفظ اطلاق کېدلاي سي ځکه چي زلة وهغه فعل ته ويل کېږي چي خلاف له حکمه څخه دشرع وکړسي خوپه بې اختياره توګه لکه يوڅوک چي بې اختياره په خټه کښي وښوئېږي ،اوګناه وهغه فعل ته ويله کېږي چي په خلاف دحکم دشرع وکړسي اوپه قصداوپه اراده سره وي

(الشيطان)الف لام پکښي دپاره دعهدخارجي دۍ مرادورڅخه ابليس ملعون دۍ دالفظ يا له شطن څخه ماخوذدۍ په معني دبَعُداوياله شاط يشيط څخه جوړدئ په معني دهَلَک اواحتدفي غضبه يعني تېره اوتېزسوپه غضب خپل کښي

(عنها)پوسه چي د�عنها� ضميرددې احتمال هم لري چي ولفظ د�الشجرة� ته راجع سي اوددې احتمال هم لري چي وجنت ته راجع سي،پراول تقديرد�عن�کلمه لپاره دسببيت ده معني يې په دې ډول ده �فاصدر زلتهما بسببها�نوبه دازل په فعل کښي هغه قسم تضمين راسي کوم چي په معني کښي مصدردمتضمِّن فعل مفعول وي لپاره دمتضمَّن فعل اوپردوهم تقديرمعني په دې ډول ده،فاذهبهماعن الجنة، نوبه �عن� لپاره دمجاوزت سي، ابو حيان دلته دوه نوراحتمالونه هم ذکرکړي دي اول داچي داضميرراجع سي وطاعت ته کوم چي له دلالت دکلام څخه فهمېږي دوهم دا چي راجع سي وحالت دلذت اوخوشحالۍ ته په جنت کښي

،شيطان په څه طريقه سره په آدم عليه السلام اوپه حوارضي الله عنهادغه کاروکړ ،
علماووپه دې باب مختلفي ويناوي کړيدي، ځني وايي چي دوسوسي له لاري يې دوۍ خطاکړل لکه څرنګه چي موږته په زړوکښي وسوسي را ا چوي،اوځني وايې چي دَيْ په خپله وجنت ته ورداخل سو ځکه چي له جنت څخه دي ملعون په دې ډول منع سوچي دپخواپه ډول په عزت سره ورسي،اوپه حقارت اوپه سپک حالت کښي دوسوسې اودشيطاني وظيفي داجراکولودپاره وجنت ته له ورتللوڅخه نه وومنع سوئ، څوک وايې چي دجنت په دروازه کښي ودريدواونعره يې وروکړه،څوک وايي چي دجنت ديوې دابې اوخزندې په شکل يې ځان وګرځاوواوورننوتئ اوپيره درانواومحافظينونه وپيژندئ اوڅوک وايې چي ديومارپه خوله کښي ورغلئ،بهرحال نوچي ورغئ څه يې ورته وويل اوبهانه يې وخبروته څنګه جوړه کړه،

امام بغوي رحمه الله تعالي فرمايلي دي چي کله چي آدم عليه السلام دجنت نعمتونه اومېوي وليدلي نويې داوويل کاشکي ثابته واۍ داچي بېشکه مالره واۍ همېشه توب يعني په جنت کښي نوئې دې خبري وشيطان ملعون ته طمع پپداکړه ددې چي يوڅه وکړي نوورغئ دآدم اودحواء رضي الله عنه په منځ کښي ودرېدۍ او دوۍ په دې نه پوهېدل چي دغه ابليس دئ ځکه چي ده شکل بدل کړيووبيا شيطان په زوره چغي اوبغاري کړي دَيْ خبيث اول هغه څوک دئ چي نوحه اوچغاري يې کړيدي اوپه دروغويې ژړلي دي بياديعقوب عليه السلام ځامنوچي کله يې يوسف عليه السلام وڅاه ته وغورځاوه اوپلارته راغلو نوپه درواغويې وپلارته وژړل لکه چي الله جل جلاله فرمايي(وجاءواباهم عشاء يبکون)اوهم له دغه ملعون ابليس څخه وښځوته چي پرمرده باندي حرامه نوحه اوچغه کوي اوپه نادرډول يې ځني نارينه هم کوي په ميراث پاته ده ،بهرحال آدم عليه السلام اوحوارضي الله تعالي عنها ورته وويل چي ولي ژاړې ده ملعون ورته وويل چي ستاسي پرحال باندي ژاړم ځکه چي تاسي به يووخت مړه سۍاودغه نعمتونه به درڅخه پاته سي، نودوۍ په دې خبر ډېر پرېښانه سول اوورته وې ويل چي يوه چاره راوښيه نوده ورته وويل ايازه وتاسوته داسي درخته دروښيم چي له هغې څخه که تاسي خورک وکړۍ نوبه هميشه په جنت کښي پاته ياست لکه چي په يوه مبارک آيت کښي راغلي دي(هل ادلکم علي شجرةالخلد وملک لايبلي)اوهم يې ورته وويل چي له دغي درختي څخه چي الله جل جلاله تاسي منع کړي ياست په دې وجه که تاسي خورک ورڅخه وکړۍ نوبيابه تاسي دواړه ملکي وګرځۍ اويابه له همېشه اوسېدونکوڅخه په دې جنت کښي سۍ،لکه چي الله جل جلاله فرمايلي دي(مانهاکماربکماعن هذه الشجرة الاان تکونا ملکين اوتکونا من الخالدين) اوقسم يې ورته وکړ چي زه ستاسي لپاره له خيرخواهانويم،لکه چي الله جل جلاله فرمايلي دي (وقاسمهمااني لکما لمن الناصحين)بغوي،بيضاوي،مع بعض توضيح،

(فاخرجهما)
پوسه چي نسبت د�اخرج� وشيطان ته مجازعقلي دئ ځکه چي دي سبب داخراج ددوۍ دواړو وګرځيدۍ اوحقيقي فاعل داخراج الله جل جلاله دئ،

(مماکانافيه)
پوسه چي د�ما�په کلمه کښي درې احتماله دي ،اول داچي مرادورڅخه طاعت سي يعني وايستل شيطان دوۍ دواړه له هغه طاعت اوفرمانبردارۍ څخه دالله پاک چي دوۍدواړه په هغه کښي وو ، دوهم داچي مرادورڅخه نعمت دجنت سي ،او دريم داچي مرادورڅخه لوړوالۍ دمرتبې سي،

(قلنااهبطوا)
دغه صيغه دجمع صيغه ده سره له دې چي مخاطب دوه شخصه وو چي آدم عليه السلام اوحواءرضي الله تعالي عنها وه نوجواب په دوه ډوله ورکړکيږي اول په دې ډول چي څرنګه چي دوۍ دوه دټول بشراصل دي نوځکه خطاب دجمع په صيغه ورته سويدئ داتسليمي جواب دۍ، دوهم په دې ډول چي خطاب يوازي ودوۍ دووته ندۍ بلکي شيطان په دې خطاب کي ورسره داخل دۍ ځکه دي هم په دغه وخت کښي دوسوسي اچولولپاره هلته وو، بيضاوي بالحاصل،

(بعضکم لبعض عدو)
دلته داسوال کېږي چي داخو جمله اسميه حاليه ده اوپه واوسره نه ده مصدره سره له دې چي اکتفاءپه ضميرسره په جمله اسميه حاليه کښي ضعيفه ده اودقرآن کريم له معجزنظم سره لياقت نلري،قاضي بيضاوي ددې سوال جواب په دې ښکل ورکړيدۍ چي که ددغه قسم جملې اسميې تاويل په مفرد سره کيدلاۍ سواۍ نوبيااکتفاپه ضميرضعيفه نه ده دلته يې تاويل په مفردسره کيدلاي سي چي دمتعادين لفظ دۍ،اوځني په دې ډول جواب ورکوي چي دغه حال حال دائمه ده په دائمه حال کښي واومنع دۍ خوتحقيقي خبرداده چي جمله اسميه حاليه په درې ډوله ده اول داچي سببيه دذوالحال وي لکه جاء زيدابوه قائم په دې قسم کښي واو او ضمير دواړه لازم دي مګر نادر لکه کلمته فوه الي في دوهم دا چي له ذوالحال څخه اجنبيه وي لکه قدم عمرو وبشر قام اليه په دې قسم کښي واو لازم دئ خو دغه واو نائب له ضمير څخه هم دۍ اوکله دواړه سره جمع سي لکه په مذکور مثال کښي اوبي له دواړو هم راځي دريم دا چي دغه جمله صفت دذوالحال وي لکه په دې قول کښي توليتم وانتم معرضون په دې کښي دواړي وجي په اطراد سره روادي په مذکور قول دآيت کښي که خطاب آدم اوحواء اواولادې د دوئ ته سي او يا ودوئ دوو اوابليس ته سي نوله دغه اخيري قِسم څخه ګرځي نوسوال نه وارديږي (ومتاع ) دمتاع لفظ په اصل کښي دشپانه وڅوري ته ويل کيږي دلته ياپه معني دمصدر دۍ چي تمتع يعني نفع اخيستل دي اويا په معني دسامان دنفعي اخيستلو دۍ او له حين څخه يا وخت دمرګ يا دقيامت ورځ مرادده .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery