مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقرې دسورت د ۴۱ آيت تفسيراوعلمي تحقيق

تفسير فضل الرحيم ، :
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
-----------------------------------------------------------


وَآمِنُوا بِمَا أَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوا أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ (41)

لفظي ترجمه :

(وَ)او (آمِنُوا)ايمان راوړئ ،يعني اي بني اسرائيلو (بِمَا) په هغه ،يعني په هغه کتاب ( أَنْزَلْتُ )چي نازل کړيدۍ ما،)يعني چي نازل کړيدۍ ماهغه کتاب پرحضرت محمد صلي الله عليه وسلم باندي چي قرآن شريف دئ (مُصَدِّقًا) چي تصديق کونکئ دۍ ديْ،يعني هغه کتاب چي قرآن پاک دۍ يعني په داسي حال کښي مانازل کړيدۍ چي تصديق کونکۍ دئ (لِمَا) دهغه ،يعني دهغه کتابو (مَعَ)چي سره (كُمْ)له تاسي دي ،يعني چي هغه کتابونه له تاسي سره دۍچي تورات اوداسي نور الهي کتابونه دي (وَ)او (لَا)مه ( تَكُونُوا)کېږۍ تاسي ( أَوَّلَ)اول (كَافِرٍ)دکفرکونکي ( بِهِ) په ده ،يعني داسي مه کيږۍ چي په دغه قرآن ترټولواول کافران تاسي سۍ (وَ)او(لَا)مه (تَشْتَرُوا)اخلۍ تاسي ( بِ) په بدل کښي (آيَاتِي)داياتوځما، يعني په بدل کښي دايمان راوړلو په اياتوځما چي دقرآن پاک اياتونه دي (ثَمَنًا)عوض ( قَلِيلًا)لږ ،يعني په دې وجه له ايمان راوړلوڅخه په قرآن باندي مخ مه ګرځوۍ چي که موږايمان راوړو نوبيابه هغه مالي کومکونه چي عوام اومشيران دبني اسرائيلويې راسره کوي اوهغه احترام چي دوۍ يې ځموږسره کوي اوهغه مرتبې اومقامات چي اوس يې موږلرو ځموږله لاسوڅخه ټول خارج سي ( وَ)او (إِيَّايَ)خاص له ماڅخه ( فَ)نو (اتَّقُو) وويرېږۍ (نِ) (41) له ماڅخه ـ

تفصيل اوعلمي خبري:
دغه مبارک آيت پنځه برخي دۍ اوله برخه ئې دغه قول دۍ چي�وامنوبماانزلت� په دغه قول کښي الله جل جلاله ټول بني اسرائيل په دې سره امرکړي دي چي په قرآنکريم ايمان راوړۍ اودغه ايمان راوړل به ذکراوشکردنعتوهم سي اووفاپه وعده اوعهدبه هم سي اوخاص له الله جل جلاله څخه به وېريدل هم سي کوم چي په مخکښي آيت کښي ئې ذکرسويدئ ـ

دوهمه برخه ئې دغه قول دئ چي �مصدقالمامعکم� يعني چي تصديق کونکۍ دئ دغه قرآن پاک دهغوالهي کتابو چي هغه له تاسي بني اسرائيلوسره دي چي تورات وغيره دي ـ
دلته ددوو خبرو په تفصيل سرخلاصول ضروردئ اول داخبر چي دقرآن کريم دتصديق هغوکتابولره چي له بني اسرائيلوسره وو مطلب څه دۍ سره له دې چي بيخي ډېرحکمونه دقرآن کريم له تېرو اسماني کتابوسره مخالفت لري ـ

دوهم داخبرچي دغه قول الله پاک دڅه مقصد دپاره ويلئ د ۍ، داولي خبري تفصيل دادۍ چي قرآن کريم له دوولارو دتېروکتابوتصديق کونکۍ دئ اول له دې لاري چي په تېروکتابوکښي ددې ذکرسوۍ وو چي اخيري نبي به راځي اوپرده باندي به قرآن پاک نازليږي نوکله چي قرآن مجيد نازل سونو دتېروکتابورښتياوالۍښکاره سو دوهم له دې لاري چي تېروکتابوچي په کوموشيانوايمان راوړل ضروري بللۍ وو، قرآن کريم هم په هغه ډول دايماني شيانوبيان کړيدئ اوکوم مخالفت چي ورسره لري هغه صرف په عملي شيانوکښي دۍ لکه لمونځ روژه وغيره ـ

دلته يوه دريمه لارهم سته هغه داچي قرآن کريم دتېروکتابو په دې معني هم تصديق کونکئ دۍ چي قرآن پاک وخلګوته داهدايت هم کوي چي مخکني کتابونه لکه تورات انجيل زبور حق کتابونه دي اوحق وواو دخداۍ پاک له طرفه نازل سويدي البته دقرآن کريم په نازلېدوسره منسوخ وګرځېدل ـ

او ددوهمي خبري تفصيل دادئ چي يوخوپه تورات کښي دقرآن پاک په شان کښي د تصديق کونکي يعني د مصدق صفت فرمايل سوي وو،اوبل دالهي کتاب يوه غټه علامه داوه چي دَيْ به دله مخه الهي کتاب موافق اوتصديق کونکۍ وو،په هغومعناووچي ذکرسوې ـ دريمه برخه يې داقول دئ چي � ولاتکونوا اول کافربه� په دې قول کښي الله جل جلاله بني اسرائيل ودې لوري ته متوجه کړيدي چي مناسب له حال ستاسي سره خودادۍ چي ترټولواول مومنان سۍ په قرآن کريم ځکه تاسي دمشرکانو دعربوپه شان ناخبره نه ياست بلکي دعلم اوداسماني کتابو خاوندان ياست اوددغه نبي حضرت محمد صلي الله عليه واله واصحابه وسلم اودقرآن کريم له حال څخه له پخوالاخبرواست نوکه ددې پرځاۍ تاسي اول کافران په دغه قرآن پاک سئ نوبه داډېره بدمرغه واقعه وي ـ

دلته يوسوال پيداکيږي په دې ډول چي اول کافران خوپه دغه قرآن دمکې مکرمې مشرکان ګرځېدلي وو ځکه يهود دقرآن اودحضرت محمد مصطفي (صلي الله تعالي عليه وسلم) له وجودڅخه خبرلانه وه چي مشرکان دمکې مکرمې ئې په دښمني اخته سوي وو نوکه بني اسرائيل په هروقت کښي په قرآن پاک کافران سويواۍ اول کافران نه بلل کېدل نوڅنګه الله جل جلاله فرمايلي دي چي �ولاتکونوا الخ�؟

جواب ددې دادۍ چي مراد دادئ چي له جملې داهل کتابو څخه تاسي اول کافران مه جوړيږۍ،اوددې نورجوابونه هم سته چي په تفاسيروکښي مذکوردي ـ
څلورمه برخه ئې دغه قول دئ چي �ولاتشتروا الخ� په دې برخه کښي الله جل جلاله دبني اسرائيلووعلماووته هدايت فرمايلئ دۍ دبني اسرائيلوعلماووله وجهي ددې چي که ايمان راوړي اودتورات هغه اياتونه وخلګوته ښکاره کړئ کوم چيدمحمدمصطفي(صلي الله تعالي عليه وسلم) په شان کښي راغلي وو نوبيابه بني اسرائيل هغه کومکونه له دوۍ څخه بندکړي کوم چي دوۍ به ماهواره ياسالانه ورسره کول اوهم به عزت اوقدرددوۍ بياپه بني اسرائيلوکښي ختم سي له اېمان راوړلواودحق له بيانولوڅخه ډډه کوله نوالله پاک دوۍ ته له دې کارڅخه منع وفرمايله ـ

اوپنځمه برخه ئې دامبارک قول دۍچي�واياي فاتقون� په دې برخه کښي اَلله جل جلاله ددوۍ دايمان راوړلوديوبل مانع ودفع ته اشاره کړئې ده هغه داوو چي ښايي په دوۍ کښي وځنوته دايمان دراوړلودامانع موجودوو چي که موږ ايمان راوړو نودغه نوربني اسرائيل به موږمړه کړي يابه نورضرر ونه راورسوي يعني خوف اووېره ورته مانع وه نوالله پاک ودوۍ ته داسي هدايت وفرمايو چي اصلي عذاب ورکونکۍ خوزه يم اوځمابې اذنه يوڅوک هيڅ نسي کولاۍ که تاسي ايمان رانه وړئ نوبياخوځماله عذاب سره مخامخ کېږئ نوخاص له مابايدوويرېږئ نه له بل چاڅخه ـ

والسلام ومن الله التوفيق ـ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery