مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-04-04   مخپرونکئ : 050 - دبېنوا خبریال - کابل

څوک څوک دی

محمود نظری

طنز:

محمود نظری

 

 

څوک څوک دی

 

 

پهلوان- هغه څوک دی چې د ماموريت په تنخواه  بيله  رشوت کور چلوی.

 ښه سړی- هغه څوک دی چې د څو کنځلو په اوريدو يې تندی ان ګونځی هم نه شي.

بد سړی هغه څوک چې خپل حق غواړی.

باغي- هغه څوک دی چې د نورو حق غواړی.

عالم- هغه څوک دی چې د هيواد ټولي ورځپاڼې او مجلې په يوه دقيقه کې ولولي.

سرشاره- هغه څوک دی چې واده يې نه وی کړی.

فرمانبرداره- هغه څوک دی چې با سواده ميرمن لری.

خندان - هغه څوک دی چې د تنخواه او نرخونو تر پرتلې وروسته  بيا هم وخاندی.

ژړاند - هغه څوک دی چې د اولادو شمير يې له شپږو نه ډير وی.

لړمون خوړين- هغه څوک دی چې هره ورځ په خالی جيبود قصابی او د ميوو د دوکانونه نه موزون قدم تيريږی.

دردمند - هغه څوک دی چې ګرانی ته مواد زيرمه کوی.

سرباز- هغه څوک دی چې په افغانستان کې ژوند کوی.

ډارن - هغه څوک دی چې اوس د نهو مياشتو نهو ورځو او نهه ساعتو وروسته بيا هم د مور له ګيډې نه د راوتولو نيت نه لری.

نازداته - هغه څوک دی چې د غوښو رنګ يې هير شوی  وی .

دردانه - هغه څوک دی چې د سيلو ډوډۍ ته کيک وايی.

ښاغلی - هغه څوک دی چې دولتی موټر يوازی د هغه د وړولو توان لری.

مخترع - هغه څوک دی چې ان په دولتی موسساتو کې يو بې واسطی مامور وموندی.

کشاف- هغه څوک دی چې که په ټولو رسنيواو وېب پاڼو  کي يو مطلب بېله تکراره وموندی.

مالداره- هغه څوک دی چې په مکروريان کې چرګان ساتی.

دسپورت ښوونکی ـ هغه څوک دی چې ماشومان ساتی.

ځوان - هغه څوک دی چې انجونی تر کوره تعقيبوی.

سپين ږيری ـ هغه څوک دی چې  چادری لرونکی ښځې  مخ ترې پټ نه کړی.

بيغمه - هغه څوک دی چې له د وړکتون نه فارغ شوی نه وی.

سپين سترګۍ- هغه څوک دی چې رشوت خپل حق حلال حق ګڼي   .

تور سترګۍ- هغه څوک دی چې له سترګو رانجه وهی.

شين سترګۍ- هغه څوک دی چې پوهيږی چې معاشونه نه ډيريږی.

ماشوم- هغه څوک دی چې د مور سره عمومی حمام ته ځی.

رښتيا وينوکۍ - هغه څوک دی چې په يوه دقيقه کې سل واری قسمونه خوری.

سخت ګير- هغه څوک دی چې د ورځی سل ځله مين کيږی.

جګيلوـ هغه څوک دی چې په شل کلنی کې د خپل اووه کلن ورور کالی اغوندی.

بېټل- هغه څوک دی چې ته يې انجلۍ ګڼې خو هغه هلک وی.

لايق - هغه څوک دی چې اول نمره وی خو خپل نوم نه شوای ليکلای

غوړه مال- هغه څوک دی چې پوهيږی د رييس يې په خوړلو کې کوم شی خوښ دی.

سکرتر ـ د رييس د کور ځانګړی نوکر دی.

سکرتره د رييس د محرمو اسنادو امره ده.

بالغ- هغه څوک دی چې واده ته هوسيږی.

ليونی - هغه څوک دی چې اوس اوس بې رشوت اخيستلو دولتی کار کوی.

موړـ هغه څوک دی چې د غوښو او ميوو په ليدو سترګې پټی کړی

وږی - هغه څوک دی چې هر څه خوری خو نه مړيږی.

موډل - هغه څوک دی چې دليلامی کالو سره سينګارکوی.

سياه سره ـ هغه څوک دی چې په ملی بس کې د مخی له خوا پورته کيږی.

کبابی - هغه څوک دی چې ټوله ورځ سينګار کړ ی په باراز کې ګرځی.

ترافيک - هغه څوک دی چې ټوله ورځ موټرانو ته اشاری کوی.

مرستيال ـ هغه څوک دی چې د رييس په موجوديت کې اصلا دنده نه لری.

 بيکاره - هغه څوک دی چې په يو کال کې لس ځايه رييس مقرر شی.

بيکاران - هغه څوک دی چې يو درجن د يو ګيند پسی ځغلی.

جارچی - هغه څوک دی چې په څلور لاری کې  شيان پلوری.

چالاک - هغه څوک دی چې بوټونه يې اصلا تڼي نه لری.

بدرنګه - هغه څوک ده چې سينګار يې نه وی کړی.

رند- هغه څوک دی چې تل درواغ وايی.

هوښيار- هغه څوک دی چې د کوم شتمن لور ته ګپه ورکړی.

رشوت خور- هغه څوک دی چې د رشوت د کلمی په اوريدو څو واری توبه وباسی.

سرسام- هغه څوک دی چې تشه کڅوړه باراز ته وړی او راوړی.

ساده - هغه څوک دی چې دا سوچ کوی څوک دی بې واسطی مقرر شی

ګنګس - هغه څوک دی چې پوهيږی خو ځان نه پوهوی.

با حوصله - هغه څوک دی چې د رييس سره خپله شجره او کام و تړی.

غل- هغه څوک دی چې په اوس کې په دولتي څوکۍ کار کوی.

مفت خوار- هغه څوک دی چې بې سته د چا کره مېلمه شی.

فالبين - هغه څوک دی چې  پوهيږی سبا نرخونه نور هم لوړيږی.

شله - هغه څوک دی چې تل له بې اشتها يې نه شکايت کوی( خدای دی په دستر خوان مه ورسره برابروه).

دروند- هغه څوک دی چې په شلو کلو کې دماموريت له څوکۍ نه سر ماموريت ته ونه رسيږی.

سپک - هغه څوک دی چې په يوه کال کې لکه بڼکه له ماموريت نه تر وزارت تر څوکۍ ورسيږی.

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery