مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-26   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

ما ولې له ښکاره توبه وکړه ؟؟

محمد نعمان دوست
ما ولې له ښکاره توبه وکړه ؟؟
له کوچينوالي مې ښکار سره مينه وه .  کله – کله به مې په ويشتلي مرغه چې د حلالولو پروخت به يې دخلاصون لپاره وروستۍ هڅه کوله او په لاس به يې راته منګولې  لګولې ،  زړه خوږ شو .  و به لړزېدم  ، خو له  ملايانو  مې اورېدلي و چې ، ښکار مباح دى . 
ثواب او وبال نه لري ، همدې زړور کړى وم ،  همدا لامل دى چې  د زرګونو ښکلو او ښايسته مرغانو ژوند مې اخيستى دى .
خو پوهېږئ !؟
 يوه ورځ ،   له سرو توتانو په يوه ډکه شنه څانګه مرغۍ ناسته وه ، توت يې خوله کې نيولى و ، د بادي ټوپک شپيلۍ مې ور برابره کړه .
 هغې وليدم .  و ترهېده .  وزرونه يې ببر کړل .  خو لا پورته شوې نه وه چې ،  ساچمه يې پر سينه ونښته او په شا لاړه .
 له شنو پاڼو د مرغۍ خړې بڼې يوه  په بل پسې ځمکې ته ورو – ورو را روانې شوې  او مرغۍ والوته .
ور پسې  څارو شوم .  هغې د کلا د ديواله په يوه چاودکې ځاله جوړه کړې وه ، په څه خوارۍ يې ځان ور ورسو .
 ليکه وينه پر ديواله روانه شوه ، په ځاله کې د وړو مرغيو چې لا يې بڼې پوره کړې نه وې شور جوړ شو .
 ټولې ترې راتاوې شوې ، خو هغې سر کېښود.   له مښوکې يې  غوټۍ – غوټۍ وينه راوتله   او وږو بچيانو يې ورته وزرونه ټپول .
 لاسونه مې سست شول ،  ټوپک رانه ولوېد او ديواله ته تکيه ودرېدم .
 ماوې خدايه !
زموږ په هېواد کې هره ورځ  په سلګونو خوار او زار  انسانان وژل کېږي ، هغوى ته هم دغه شان واړه وږي او لغړ بچيان په تمه وي ، هغوى هم د پلار لاره څاري خو ټوټې – ټوټې يې ورته راوړي .
 ماوې خدايه !
 ته ډېر ستر ذات يې ،  ستا د خلقت شهکار هره ورځ  وژل کېږي ،   خو لا د ويشتونکو مټې غښتلي دي او لايې له ماشې ګوتې نه دي لرې شوي   .
 اى لويه خدايه !
 په خپل قدرت د ويشتونکو لاسونه سست کړه ،  ټوپک ترې وغورځوه ، پرېږده چې  زموږ وږي او لغړ ماشومان له خپل ستړي پلاره  په مينه را تاو شي ،  پر اوږه يې ورته سرونه کېږدي او خوږې کيسې ترې واوري  .  
  
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery